د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

په مینه سره روزنه

jamila
07.07.2009

په خلکو کی داسی مشهوره شوی چی باید مور اوپلار په اولادونو حاکم واوسی
او له هغوی سره مقید برخورد ولری خو حقیقت داسی نه دی موږ باید په خپلو ډیرو
روزنیزواسلوبونو کی بیا له سره غور اوژور سوچ اوفکر وکړواو موږ باید ددی
مهمی پوښتنی له پاره موثر او غوره ځوابونه پیدا کړو چی وایی :

اولاد باید څنګه وروزو ؟

موږ باید دخپلی ټولنه په ژورع توګه سره څیړنه او مطالعه وکړو اوخپلو کړمو
او نیمګړتیاو ته یی ځیر شو او ددی ستونزو له پاره له اسمانی وحی نه علاج
او درملنه راواخلووپه دی کی شک نشته چی زموږ دروزنی له پاره زموږ په
الهی وحی کی خورا غوره او مهمی لارښوونی پرتی دی اودی مهمو لارښونو
ته دهرچا نه وی پام ځینی دژور علم لرونکی پوهان له اسمانی وحی نه داسی
ګران بیه ملغلری راباسی چی یوه یوه یی له سرو زرو زیات ارزښت لری

ما په خپل ناتوانه قلم سره هڅه کړی ده چی دا ګران بیه ملغلری دلته راټولی
او په خپله لیکنه کی یوپه بل پوری وپییایم او بیا ګران لوستوال په دی ښکلی
پساله او ګاڼه سره خپل خواږه اولادونه وپسولی

دپوهی خاوندانو ته مالومه ده چی دنوی کوول پالنه او روزنه
څومره سخت اوڅومره مهم کار ده !! خو له بده مرعه چی زموږ
پوهان او لیکوالان د ی لورته ډیره کمه توجه کوی دوی په ادب
او سیاست کی شپه ورځ بوخت وی ولی دی مهم اړخ ته چا
مناسب توجه نده کړی تاسو خو ددی ویب بحثفورمونو ته ځیر
شئ او دا مختلف بحثونه سره پرتله کړئ په ټولو کی کمی لیکنی
دماشومانو او دهغوی دروزنی په فورم کی دی چی هغه
۵۴ موضوع ګانی او ۹۶ لیکننی دی تاسو په خپله دبحثفورمونو
لومړی مخته مراجعه وکړئ

نوربیا


jamila
08.07.2009

اوس دلته داپوښتنه رامنځته کوو چی ایا موږ کولی شو خپل اولاد
په مینه اومحبت سره وروزو؟

دایوه داسی پوښتنه ده چی په ترڅ کی یی نوری مهمی پوښتنی هم
رامنځته کیږی چی مهمی یی داسی دی :

مینه څه شی ده ؟

په خلکو کی مینه څنګه پیداکیږی ؟

مینه څو ډوله ده ؟

رښتونی مینه او دهغی معیار څه ده ؟

او ایا مینه بیله ژبه لری ؟

موږ پوهیږو چی انسان ګڼ شمیر بدنی اړتیاوی لری لکه خوراک اوڅښاک
ته اړتیا ،خوب او ارام ته اړتیا اوداراز لکه جنس ته اړتیا داد انسان بدنی
او طبعی اړتیاوی دی او داراز انسان نفسی اړتیاوی هم لری لکه مینی ته
اړتیا نو انسان د دی بدنی او نفسی اړتیاوپوره کول غواړی او داد انسان
له پاره ضروری دی او که پوره نشی نو بیا به دنه توازن احساس کوی او یا
به دتوازن له دائری نه دباندی پښه ږدی

اوس داپوښتنه کیدی شی چی دبدنی او نفسی یاروحی اړتیاو ترمنځ توپیرڅه ده
ددی دواړو اړتا ترمنځ توپیر دادی چی دبدنی اړتیاو په نه پوره کیدلو سره انسان
مری او ژوند له لاسه ورکوی او دروحی یانفسی اړتیاو په نه پوره کیدلو سره که
څه هم انسان نه مری خو دده په شحصیت لوی اغیز کوی او او دده په سلوک ،چلند
او نیکمرغی باندی ژور اغیزکوی
او له ټولنی او اوګړو سره یی راشه درشه متاثره کیږی
...................


Ghairat
17.08.2009

جمیلې جانې کورموودان ، ډیره ښه سکالومووړاندې کړې ده :
زما په اند مینه دماشومانود روزنې او پالنې لومړۍ آډانه ده او بی مینې آن دماشوم پالنه هم بی نتيجې او زهرجنه تمامیږي، روزنه خویې له مینې پرته بالکل نیمګړې، لنډه ګنډه او شنډه پاتې کیږي!
که څوک وايي چې موسیًقي د روح غذا ده، نومینه د روزنې تنفس ساه اوهوا ده، که هغه مشران چې له مینې پرته روزل غواړي هغه ډاکتر ته ورته دی چې له اکسیجن پرته
له تنفس څخه دخیر تمه لري۰
د بشریت روزونکی محمد (ص) له ماشومانو سره تر هر چا ډېره مینه کوله، حسن اوحسین به د وړوماشومانوپه توګه آن د لمانځه په وخت هم چې مبارک به د قاعدې یا سجدې په حالت کې و د هغه په مبارکواوږو سپریدل اوکله خوبه هغه مبارک سجده دومره اوږده کړه ،چې قیام ته له جګېدومخکې دوی له له اوږو کښته شي اود راپورته کیدو په ترڅ کې یې له اوږو څخه ونه لویږي !
مینه دماشوم په ژبه خبرې دي،څوماشوم پرې وپوهیږي، مهمه داده چې دمینې په ژبه
ما شوم په څه پوهول کیږي، په مینه کې ماشوم ته څه ورکول کیږي د روزنې خوږ او ابدي نعمت او که له روزنې ّخالي او آن د روزنې په ضد انحرافي محتویات .
داسې بریښي چې مینه دماشوم د روزنې آړین شرط دی ، کومه چې له روزنیزو محتویاتو پرته نه بشپړیږي۰ له ماشومتوب وروسته په هلکتوب اوتنکي ځلمیتوب کې دارابطه تدریجا سرچپه کیږي، داوخت د روزنیزو محتویاتواخیستنه په شعوري توګه پیل او په آړین شرط ، او مینه په بشپړونکي شرط بدلیږي ! آن تر ډیر پاخه ځلمیتوب او پیغلتوب پورې بایداولاد دمور اوپلار د لار ښودنې سره د هغوی مینه، ملاتړ او پیوستون احساس کړي اوپه سړه، بی مینې یا بی تفاوته توګه ور سره خبرې ونشي!
قهر باید د سزا له پآره نه، بلکې په موضوع کې تربیوي آرزښت ته د ځوانانو د پام راګرځولو له پاره وي، نو تر څو چې یې په خبرو پام راګرځیدای شي له قهره باید ډډّه وشي ! قهر اصلأ د برهم شوي روزنیز حالت (Situation) يا روزنیز بهیر د بیرته عیارولو له پاره دی، نه د سزا یا توهین اه پآره!
پښتنو پلرونو اوښونکوته دې خدای د روزنیزې [color=blue:d20cfa1894]مينې[/color:d20cfa1894] توفیق ورکړي!


باتور
23.10.2009

ښاغلي غيرت خان ليکلي :
پښتنو پلرونو اوښونکوته دې خدای د روزنیزې مينې توفیق ورکړي!

نه يواځي پلرونو او نارينه ښوونکيو ته، بلکه ميندو او ښځينه ښوونکيو ته هم !

په درنښت


رښتینی
06.03.2010

.
جمیلی خوری لیکنه مو ډیره په زړه پوری اوګټوره ده
کاشکی پوره کړی مو وای او له الله نه توفیق درته غواړو


پښتون یار
29.04.2010

د مینې ډک سلامونه مې ومني
جمیلې خورې تا له نورو لیکوالانو نه ګیله کوله چې دې خوا ډيره کمه توجه کوي له تانه به څوک ګيله وکړي چې خپله موضوع دې نيمګړې پاتې کړه تقريباً يو کال کيږي چې درکونه دې نشته.

ستاسو ورور فخرالدین


نظرمحمد
20.05.2010

ستا مظمون زمافکري توجه جلب کړه

درنښت


عبد السلام
23.05.2010

[quote:64019fbf51]ستا مظمون زمافکري توجه جلب کړه [/quote:64019fbf51]
نظر محمد خانه ! سلامونه ، وروره په خیر راغلې !
دچا مضمون دې فکری توجه جلب کړه ؟ بده به نوي که لږ پرې رڼا واچوئ :D


نظرمحمد
25.05.2010

عبدالسلام خانه، زما له خوا هم سلامونه ومنئ !
زما مطلب د ماشومنو د روزنې او پالنې په هکله و چې جميلې خوړې هم هغې باندې 
اشاره کړې وه چې زمونږ ليکوالو او پوهانو د دغې اساسي موضوع په ارتباط لږې 
پا ملړنې کړي دي .
زماپه اند دا ډېړه مهمه مسله ده چې په هغې بايد غور وشي .

په درنښت


عبد السلام
26.05.2010

ښاغلی نظر محمد صاحب ! وعلیکم السلام :
وروره نظر او تعلیق مو معقول دروند او ډیر په ځاي دی. دماشومانو سلیمه روزنه او پالنه زه هم ډیره مهمه ګڼم ،په خاصه توګه په کومه کې چې دمور ونډه تر پلاره هم څوچنده ارزښتمنه وي ،خو حیران دې ته یم چې په دې برخه او دې راز ، او نورو بحثو کې دښځینه ګډونوالو جود په زره بین کې هم نه لیدل کیږي، داسې هم نه ده چې خدای مه کړه زمونږ ټولنه مطلقاً د با سوادو ښځو په قحط مبتلا ده ، نه ! دهیواد دباندې او په داخل کې لږ ترلږه د لوستوو نارینه وو په تناسب اقلاَ ۲۰ فیصده ښځینه هم دسواد خاوندانې دي او هم قلم لري او هم مسؤلیت ، زمونږ په ټولنه کې د کوم ډډ ه څخه چې نران تراشل شوي ښځې هم دي ،نو توپیر یې په څه کې دی، چې تر خپلو ورنو دې ځانونه کم اویا زیات وګڼي ؟
زه خو نه پوهیږم چې دوي ولې دلته برخه نه اخلي !

په درنښت

[quote:e20e486606]عبدالسلام خانه، زما له خوا هم سلامونه ومنئ !
زما مطلب د ماشومنو د روزنې او پالنې په هکله و چې جميلې خوړې هم هغې باندې
اشاره کړې وه چې زمونږ ليکوالو او پوهانو د دغې اساسي موضوع په ارتباط لږې
پا ملړنې کړي دي .
زماپه اند دا ډېړه مهمه مسله ده چې په هغې بايد غور وشي . [/quote:e20e486606]


pattang
27.05.2010

تا لا تراوسه خپل ملک ، خپل خلک ، دهغوی اخلاق او او...... ندي پېژ ندلي ٠
ته خو سلام جانه د لويو غرو کجير يې او سادوګان کله وينې!

[quote:0eb0730f10="عبد السلام"]ښاغلی نظر محمد صاحب ! وعلیکم السلام :
وروره نظر او تعلیق مو معقول دروند او ډیر په ځاي دی. دماشومانو سلیمه روزنه او پالنه زه هم ډیره مهمه ګڼم ،په خاصه توګه په کومه کې چې دمور ونډه تر پلاره هم څوچنده ارزښتمنه وي ،خو حیران دې ته یم چې په دې برخه او دې راز ، او نورو بحثو کې دښځینه ګډونوالو جود په زره بین کې هم نه لیدل کیږي، داسې هم نه ده چې خدای مه کړه زمونږ ټولنه مطلقاً د با سوادو ښځو په قحط مبتلا ده ، نه ! دهیواد دباندې او په داخل کې لږ ترلږه د لوستوو نارینه وو په تناسب اقلاَ ۲۰ فیصده ښځینه هم دسواد خاوندانې دي او هم قلم لري او هم مسؤلیت ، زمونږ په ټولنه کې د کوم ډډ ه څخه چې نران تراشل شوي ښځې هم دي ،نو توپیر یې په څه کې دی، چې تر خپلو ورنو دې ځانونه کم اویا زیات وګڼي ؟
زه خو نه پوهیږم چې دوي ولې دلته برخه نه اخلي !

په درنښت

[quote:0eb0730f10]عبدالسلام خانه، زما له خوا هم سلامونه ومنئ !
زما مطلب د ماشومنو د روزنې او پالنې په هکله و چې جميلې خوړې هم هغې باندې
اشاره کړې وه چې زمونږ ليکوالو او پوهانو د دغې اساسي موضوع په ارتباط لږې
پا ملړنې کړي دي .
زماپه اند دا ډېړه مهمه مسله ده چې په هغې بايد غور وشي . [/quote:0eb0730f10][/quote:0eb0730f10]


نظرمحمد
02.06.2010

وروره عبدالسلام خانه، سلام و عليکم،
د کورنې د پالنې له مخې چې دوې په کورونو کې را لوې شوي دي ، دومړه امکانات نه لړي چې دژوند په ډيرو ارخونو کې 
(لکه فورم کې) فعاله  برخه واخلي .

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more