د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

دانځورډوله لیکنی د نقلولو طریقه به څنګه وی ؟

jamila
11.06.2009

زما سلامونه ومنئ !

زه یوه کوشنی ستونزه لرم هغه داسی چی له یوه پیج نه بلی هغی
ته دانځورونو د نقلولو چم او طریقه می زده ده خو که یو ورور یاخور
دا مهربانی وکړی چی دانځورډوله لیکنی د نقلولو طریقه را وښیی
یعنی ځینی هغه لیکنی چی لکه دانځور په توګه ثبت وی یالاسی او قلمی
لیکنی وی دهغو دنقلولو طریقه به څنګه وی ؟

ستاسو خور جمیله


naimtullah
12.06.2009

وعليکم سلام!
که لېکنه د انځور په شکل وې د هغې ليکنې د ساتلو(save) کولو لپاره په هغه لېکنه شى کليک وکړه هلته به ليکلي وې چې ( Save picture as) په هغه کليک وکړه او ځاى ورته وښيۀ چې په کوم ځاى کې يې ساتل غواړي نوم ورکړه هغه لېکنه به د انځور په ډول سيو شي.
لاسې او قلمي ليکنې به لومړى د سکينر په واسطه سکين کړي له هغه وروسته مونږ هغه هم د انځور په ډول سيوکولاى شو.


jamila
12.06.2009

محترم نعمت الله ورور ډیره مننه

خو زما مطلب د انځورډوله لیکنی سیو کول نه و بلکی په پیج نښلول و
لکه دا لاندی انځور چی ما له بل ځایه راخیستی او دلته می نښلولی دی :

[img:1760e4a960]http://fs1.shtyle.fm/dynimg/usrphoto/E6/F5/8582630.jpg[/img:1760e4a960]

خو زه لاسی لیکنه چی دانځور په شکل وی په داسی طریقه نشم رانقلولی


محمد احمد حمي
13.06.2009

درني خوري ، نيكي هيلي او سلامونه

لومړى بايد ددغي ليكني فارميټ (Format) يا بڼه او ډول معلوم كړي چي آيا JPG دى يا Bitmap (bmp اوكه بل شى دى ، په ويب پاڼو كي اكثره JPG ښه ثبتيداى شي او هم يې هر ځاى دنښلولو قابليت موجود وى، نو كه دغه ياده سوي ليكنه چي ته يې دعكس په ډول نښلول غواړي په JPG بڼه باندي نه وي ، لومړى يې په JPG بڼه واړوه ، دا دډيرو پروګرامونو له لاري كولاى سي ، شايد چي ورسره بلده به يې ، كه نه وي نو دهغه په اړه به هم څه وليكم .

وروسته له دې څخه بايد پام دي وي چي JPG عكسونه په خپله دپيكسل Pixel له لحاظه واړه او لوى وي ، دبيلګي په ډول كله چي يو JPG عكس پر ډيسك ټاپ پروت وي كه هغه ته دماؤس كرسر ورنژدي كړو نو ديوې ثانيې هومره وخت څخه وروسته كمپيوټر په خپله دهغه د Pixel شمېره درته ښيي چي ددې عكس پلنوالى دومره پيكسله او اوږدوالى يې دومره پيكسله دى مثلا : 200 پر 300 يا داسي بل ډول ، نو دويب پاڼي په ځينو ځايونو كي هر ډول jpg عكس نه نښلول كيږي بلكه ديوې معلومي اندازې پيكسل لرونكى عكس او يا تر دې اندازي كم پكي نښلولاى شو ، اوكه تردې اندازي دزيات پيكسل لرونكى عكس دنښلولو هڅه پكښي وكړو نو هغه يې نه قبلوي .
دا عمليه هم دبيلا بېلو پروګرامونو له لاري ترسره كيږي چي ديوه عكس پيكسل زيات او يا كم شي .
نو كيدى سي چي په كوم ځاى كي ته دعكس نښلولو كوشش كوي او هغه نه نښلي سره له دي چي نور عكسونه ورپكي راځي ، علت به يې يا په فارميټ كي وي او يا په سائز كي ، او پورتنيو ټكو ته په پام كولو سره به ان شاء الله وكولى شي چي ستونزه حل كړي، والله اعلم.

خوشاله اوسې .


عبدالمتین
02.05.2010

[quote:1d39a04354="jamila"]محترم نعمت الله ورور ډیره مننه

خو زما مطلب د انځورډوله لیکنی سیو کول نه و بلکی په پیج نښلول و
لکه دا لاندی انځور چی ما له بل ځایه راخیستی او دلته می نښلولی دی :

[img:1d39a04354]http://fs1.shtyle.fm/dynimg/usrphoto/E6/F5/8582630.jpg[/img:1d39a04354]

خو زه لاسی لیکنه چی دانځور په شکل وی په داسی طریقه نشم رانقلولی[/quote:1d39a04354]

سلامونه جمیلی خورکی،
ستاسو په غوښتنه زما سر خلاص شو!
تاسو غواړی یو انځور له خپل کامپیوټر څخه دانټر نیټ پاڼی ته ورپورته کړی اوتاسو نشی کولایی،
په اول قدم کی تاسو لاندی لینک خلاس او هغه انځور دلته ورپورته کړی http://www.4shared.com/
ورسته هغه انځور ډانلوډ یا کیک کړی ترڅو سایز غټ شی بیا کاپی یا دهغو انځور لینک په خپله انټر نیټ پاڼه کی ولګوی
نو انشاالله ستاسو ستونزه به حل شی مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more