د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

زيړی

ډوکتر څپاند
21.04.2010

[color=yellow:6105aefe48]زيړی
يرقان
Jaundice[/color:6105aefe48]زېړی هغه نارغي ده چه قريب هرڅوک ورسره اشنائي لر ي ،مګر په طبابت کې دډېروپيچلو ناروغيو په قطار کې راځي٠
پدې برخه کې غواړم چه ددې ناروغئ په هکله يو څه معلوما ت په ليکه کړم٠

زيړ رنګه ټوکي(ماده) او په بدن کی د هغه پيدايښت:

زيړرنګه ماده دانسان دوينې دسرو حجرو دتخريب يو محصول دی٠دسرو حجرو عمر په متوسط ډول ١٢٠ ورځې دی٠پدی موده کی هره ګړئ تازه حجرې جوړيږي او زړې حجرې له منځه ځي٠
کله چه د سرې حجرې عمرپوره شي،دنورو موادو تر څنګ ، يوه زيړ رنګه ماده چه دbilirubin په نامه ياديږي هم ازا ديږي٠په طبيعي حالت کې دا ماده دوينې دجريان په وا سطه دبدن لابراتوار يعنې ځګر (liver) ته انتقاليږي٠ځګر،دا زيړ رنګه ماده دويني ددوران څخه حاصل او دصفرا (bile) په جوړلو کی ترې کار اخلي٠صفرا په ځګر کې تر جوړيدو رو سته دصفرا په کڅوړه کې ذخيره او دضرورت په وخت کې دخوړو(غذا،food) دهضم لپاره وړو کولمو ته ازاديږي٠
ددې لنډو معلوماتو نه داسې برېښي چه زيړی ،دانسان په بد ن کې ددې زيړرنګه مادې يعنې د bilirubin دزياتوالي په اثر رامنځ ته کيږي٠
ددې متن نه داهم جوتيدای شي چه دانسان په بدن کې bilirubin په لاندنيو ميخانيکيتونو زياتيږي :
١- دزيړ رنګې مادې يا bilirubin دتوليد زياتوالی٠
ددې مادې توليد هله زيات شي چه يوګڼ شمير دوينې سرې حجرې په غير طبيعي يا ابنارمل ډول ،په يو ځلي تخريب او يو زيات مقدار زيړرنګه ماده (bilirubin) ازاده کړی شي٠ددی ډول ناروغيو مثالونه ډير دي خو دهغې نه دملاريا نارو غئ ځکه مهمه ده چه متاسفانه اوس هم هرکال په زرګونو هيوادوال ددې ناروغئ له امله خپل ژوندله لاسه ورکوي٠په ځينو ناروغانو کې دوينې سره ګردي (red cells،سرې حجرې) دجوړښت له نظره په ذاتي ډول نميګړتياوې لري٠ددی ډول ناروغيو پايله داشي چه سره حجرات لنډعمر لري اوپه اسانې سره تخريبيږي٠داناروغان کافي وينه نلري (کمخون ،anemic) وی،دپوټکي رنګ ئي دکورنۍ دنورو غړو په تناسب کمرنګه ښکاري (کيدې شي چه له همدې سببه ځيني خلک پدې عقيده وي چه دا ناروغان په "سپين زيړي " اخته شوې دي،مګر په عصري طبابت کې دسپين زيړي اسطلاح ،وجود نلري)٠
٢-دزيړي دويم ميخانيکيت دځګر دناروغئ دي٠پدی ډول نار وغيو کی ځګر نشي کولای چه دويني دسرو حجرو دطبيعي تخريب نه ازاده شوي زيړ رنګه ماده (bilirubin)، دويني ددوران څخه جلا کړي٠په پايله کی دزيړ رنګه مادې غلظت په وينه کی زيات او په پوټکي او سترګو کې زيړی ليدل کيږي٠
زموږ په هيواد کی داډول نارغئ خورا ډيرې دي٠ددی نارو غيو عوامل هم خورا زيات دي خوتر ټولو عمده ئي هغه وير وسي ناروغئ دي چه ځګرته صدمه رسوي٠دي ډول نارغيو ته viral hepatitis (يرقان انتاني) ويل کيږي٠
ددی ډول ويروسونو له ډلئ نه hepatitis B ,Hepatitis A او hepatitis C مهم دي٠
Hepatitis A په وروسته پاته ټولنو کې خورا زيات ليدل کيږي٠داناروغئ دناروغ سره داړيکې(تماس)او دناپاکه خوړو او ابو له لارې رامنځ ته کيږي٠څرنګه چه په فقيروټولنو کې مجهز بيتالخلا وجود نلري،يعني خلک خپل ضرورت په کور يا صحرا کې رفع کوي،او په صحي ډول تر ځمکې لاندې ،ځای پر ځایکيږي نه،نو ټول خلک همدغه فضله يا کثيفه موا د دهوا،خوړو يا څکلو په ذريعه خپل وجود ته داخلوي چه پا يله ئی نه يواځي دا ناروغي ده، بلکه په لسګونونورې نار وغئ لکه محرقه (typhoid) او داسهال او استفراق مرضو نه هم رامنځ ته کيږي٠
سره ددي چه د hepatitis A اخته ناروغ په سترګو او پوټکي کی زيړی ليدل کيږي او داناروغان دتبې،شديده بې ا شتهائي،استفراق او نورو اعراضو په سبب ډير ناروغه ښکا ري،خو که د ناروغ سره "عادي" يا ابتدائي طبي مرسته هم وشي، معمولاشفا حاصلوي او بدن ئي ددې ناروغئ په مقابل کې تقريبا په دايمي ډول معافيت ترلاسه کولی شي٠
دhepatitis B نارغئ هم دفقيرو هيوادو ناروغي ده٠متاسفانه چه زموږ په هيواد کی داحصايي داخستلو امکانات ډير ضعيف دي خو داسيا په سهيل ختيز(جنوب شرق )کي په هرو سلو وګړو کی ٣٠ تنه ددي ناروغې مصدومين دي٠
دا ناروغئ په درې ډوله، ديوه ناروغ شخص نه وروغ سخص ته انتقال يا سرايت کوي٠
اول دمور نه ماشوم ته: که مور پدې ناروغئ اخته وي دزيږيدنې په وخت کې ددی ناروغئ عامل (hepatitis B Virus) دمور نه ماشوم ته سرايت کوي٠
دويم:دميړه نه ميرمنې ته يا دميرمنې نه ميړه ته٠
دريم:دناروغ نه وروغ شخص ته دويني دانتقال په ذريعه،دپيچکارئ،واکسين او نورو طبي عمليو په پايله کي،پدې معني چه که طبي وسايل پاک (sterile) نه وي،يعني دناروغاو روغ تر منځ شريک کړی شي،ددی ناروغئ د انتقال خطر خورا ډير دی٠
دغه راز،هغه کسان چه په مخدره موادو اعتايد لري،دپيچکا ريو يا ستنو دشراکت په وجه پدی نارغئ مبتلا کيږي٠
Hepatitis C ناروغئ په فقيرو هيوادو کې ،په طبابت کی د ناولو وسايلو نه داستفادې يا ناروغ ته دناپاکې ويني دتطبيق له امله انتقال مومي٠په غربي نړئ کی د hepatitis C و يروس دHepatitis B او HIV پشان،دمخدره موادو د استعمال په ترڅ کی را منځ ته کيدی شي٠
ديادولو وړ ده چه پهHepatitis B اخته ناروغ،تر ناروغئ روسته ،کيدی شي چه کاملاشفا ياب او دتل لپاره ددې ناروغئ په مقابل کې معافيت پيدا کړي٠
مګر يو زيات شمير اخته خلک،سره ددې چه په ظاهري ډول ددې نارغئ نه شفا تر لاسه کوي،مګر دا ويروس ددوي په بدن کې تل ترتله ژوندی پاته کيږي٠داډول خلک ددی ناروغئ دويرس دانتقال يواځنئ منبع تشکيلوي٠په همدی دليل په غربي نړئ کي له يوې خوا ټولو ماشومانو ته ،ددې ناروغئ په ضد دواکسنونو تطبيق کيږي ،له بلي خوا دويني په بانکو نو کی دخيرات ورکونکي شخص وينه د
HIV،Hepatitis B& اوځيني نورو نارغيو دشتون لپاره معاينه کيږي٠دغه راز دروغتيا په مرکزونو کې ډير کلک وقايوي تدابير نيول کيږي چه ددی نارغيو دسرايت مخنوی وشي٠
خومتاسفان په افغانستان لا هم پدی هکله توجه نده شوی٠
کله هم داسې پيښيدا شي چه ځګر (liver) دزهري موادو لکه الکول،ځيني طبي دواګانو او زهري خوړو په اثر مصدوم شي او زيړی را منځ ته شي٠

دزيړي درامنځ ته کيدو دريم ميخانيکيت،صفرا په انتقال کی دبندوالی په وجه صورت مومي٠داډول ناروغي که څه هم په نوي زيږيدلي ماشوم کی ليدل کيدی شي خو زيات شمير ناروغان،معمولا دډير عمر لرونکي وي،چه زيات تفصيل ئي ددی بحث دحوصلې نه بهر بريښي٠

نوی زيږيدلي ماشومان،اکثرا هلکان،تر زږيدو دری ورځې روسته زيړی پيدا کولي شي٠
دا ډول زيړی خطرناک ندی او معمولا علاج ته اړتيا نه پيدا کوي،خو په ياد ولرې چه که ماشوم ناروغ بريښي،شدې نشي رودلی او يا بيدار نه وي،په عاجل ډول طبي مرسته تر لاسه کړې٠
لنډيز:
که څوک دزيړي په نارغئ اخته وي،دامکان په صورت کې بايد ديوه داسې ډاکتر سره چه پدي هکله اختصاصي معلومات ولري،مشوره وکړي٠
زيړئ کيدی شي ديوې ډيري معمولي او اويا دخورا خطرناکې نارغئ علامه وي٠
دزيړي پريکول،دناروغ په غاړه کې دپياز دغوټې بندول،تعويض او دخوړو نه پرهيز دناروغئ په علاج کی رول نلري٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more