د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

دپښتو ډيجيټل پر ليكه كتابتون لړۍ : Pashto Digital Online Library \\ 01

محمد احمد حمي
07.06.2009

بسم الله الرحمٰن الرحيم

الحمد لله رب العالمين ، والصلاة والسلام على اشرف الانبياء والمرسلين ، وعلٰى آله الطيبين واصحابه الطاهرين ، وعلينا معهم اجمعين . وبعد :

دټول افغان ټولو درنو لوستونكو او كتونكو ، او دارنګه نورو ټولو ښاغلو هېوادوالو ته دزړه له كومي نيكي هيلي او سلامونه وړاندي كوم .

پس له سلامه ، بخښنه غواړم چي خداى سته دومره وخت نه لرم چي خپله ليكنه په منظَّم شكل درته وړاندي كړم ، البته څه چي مي په زړه كي دي ، كم چي زما دزړه آواز دى ، غواړم چي خلاصه يې درته وړاندي كړم :

كيدى شي ډير وروڼه به هم پوهيږي چي دا يو حقيقت دى چي دنړۍ پر مختللو خلګو او هيوادونو دخپلو ژبو دپرمخ تګ لپاره ډير څه كړيدي ، بيلګي يې :

1. دانګريزي ژبي لپاره په لاندي ويب پاڼه او دارنګه نورو ډيرو ويب پاڼو كي (چي موږ به په خبر يو يا نه يو) په زيات شمېر كتابونه موجود دي چي هرڅوك دخپل ضرورت لپاره ګټه ترې اخيستلاى سي ، تاسي ددې ويب پاڼي د Search په خانه كي ديو انګريزي كتاب نوم وركړى چي ډير څه به درته په ګوته كړي :
http://www.archive.org

2. همدارنګه دعربي ژبي داسلامي او نورو كتابونو لپاره مستقل ويب سايټونه جوړ شويدي چي يو يې دا دى :
www.waqfeya.com

او په سلهاوو نور يې هم شته چي كتابونه تياروي او پرنيټ يې پورته كوي.
لنډه دا چي دنورو ژبو لپاره هم دا خدمت په پراخه كچه ترسره سوى.

دپوښتني ځاى دادى كم چى زما زړه يې تل دردولى دى چي ولي پښتو ، كمه چي دنړۍ ديو مهذَّب او باتوره قوم ژبه ده داسي شاته پاته ده ، چي هيڅ يو سايټ يې په پراخه كچه خدمت نه دى كړى ، هو! دا منم چي لله الحمد ثم لله الحمد ډير كار سويدى ، خو بايد ومنو چي ډير لا پاته دى ، كه موږ او تاسي داُردو او فارسي سره سيالي كوو ، او تر هغوى په پر مختګ كولو سره فقط ځان ته قناعت وركړو ، نو زما په ګومان دا به لويه تيروتنه وي ، بايد ډير زيات كار لا وشي .
ددې خبري احساس هم راسره شته چي په بعضو پښتو ويب پاڼو كي به خامخا څه ناڅه كتابونه موجود وي لكه بينوا ، زموږ دا زړه ته رانژدې ويب پاڼه ټول افغان او نور ... خو چي څه پكښې موجود دي هغه په ويب پاڼه كي په جلا جلا صفحو كي ټايپ شوي چي دراجمع كولو خواري يې بيرته دكتونكي په انتظار ده ، ښه دا ده چي دا كتابونه هر يو بېل بېل په يو فايل كي دايم ايس ورډ MicroSoft WORD را جمع سوى واى او هغه په يو ZIP فايل كي ثبت سوى او پر ليكه سوى واى تر څو دويب پاڼي كتونكي هغه كښته كړي او ګټه ورڅخه واخلي ، له هرچا سره هر ځاى انټرنيټ وجود نه لري .
دا ځكه چي تاسي وګورئ عربو څومره كار كړيدى :

دالمكتبة الشاملة په نامه يې يو پروګرام جوړ كړيدى چي تعارف او تفصيل يې زيات وخت غواړي ، مطلب دا چي دا پروګرام عربي كتابونه دايم ايس ورډ په شكل وايي ، او لازمي سهولتونه لكه ، Find , Copy , Paste او نور ټول يې پكښي درج كړيدى ، ددې پروګرام جوړوونكي سره زما رابطه سته ، ان شاء الله په آينده كي به زه ورسره رابطه وكړم ترڅو چي دپښتو قابليت (Support) هم په دې پروګرام كي راسي ، او بيا به يې موږ هم استعمالوو ، خو پوهيږئ چي دا هم زيات تكليف ته اړتيا لري ، ځكه اړينه ده چي بايد ددې پروګرام بټنونه ټول پښتو سي ، او دا پروګرام چي ورسره يو پنځه ايم بي MB هيلپ Help يا لار ښوود فايل هم شته ، هغه هم په عربي دى بايد دا هم په ښتو سي ، خو په دې احساس كي تر اوسه پوري زه لكه درمې څخه دورك سوى پوسه يا وزګوړي په شان يوازي يم ، دا غم ځكه له تاسي شريكوم چي كيدى سي څه ناڅه همت او شهامت لرونكى ملګري پيدا كړم ، ترڅو دا كارونه پر مخ بوزو ،.ددې پروګرام ويب پاڼه دا لاندي ده :
http://www.shamela.ws/

ديادوني وړ ده چي دنړۍ دګوټ ګوټ څخه عربي طالب العلمانو ددې پروګرام لپاره تر 11000 زرو زيات عربي اسلامي او نور كتابونه برابر كړيدى ، چي په هغو كي يو دقرآن كريم تفسير هم دى چي 840 ټوكه دى او هر ټوك يې تر پنځه سوه زياتي پاڼې لري ، دارنګه نور كتابونه چي په سلګونو او لسګونو ټوكان لري دې پروګرام ته تيار سويدى ، عجبه لا دا چي دا پروګرام ديو منظَّم شركت يا ادارې لخوا هم نه دى جوړ سوى بلكه ديوه يوه وګړي دهمت او شهامت ثمره ده ، كه رښتيا ووايم چي كله ددوى دا همت ووينم نو ژړا مي په سترګو كي بې له اختياره را ښكاره شي ، ولله الامر من قبل وبعد .

ديادوني وړ ده چي دا كتابونه يوازي هغه دي چي دوى دورډ څخه ودې پروګرام ته برابر كړي دي ، يعني لومړى يې دا كتابونه دسكينر Scanner په واسطه سكين كړي او بيا يې په ايډوب پي ډي ايف PDF فارميټ كي سره برابر كړي ، وروسته يې دعربي او سي آر OCR (Optical character recognition) په واسطه ويلي او بيا يې له اصله سره تصحيح كړي ، بيا يې همدې پروګرام ته تيار كړي او وروسته يې پر انټرنيټ وړيا پورته كړي تر څو نور وروڼه كار ورڅخه واخلي ، او هغه كتابونه چي سكين سوي او ايډوب پي ډي ايف PDF فارميټ يې برابر كړي دى او پر نيټ يې پورته كړيدى ، مګر لا تر اوسه يې دورډ فايل نه دى تيار سوى او دې پروګرام (المكتبة الشاملة) ته نه دي طرح سوي ، نو زما په ګومان داسي كتابونه تر ميليون 1000000 هم زيات دي ځكه يوازي له ما سره دا ډول كتابونه تر يو نيم سل 150 جي بي GB زيات موجود دي چي نور مي ځاى نه درلودى چي را كښته كړى مي واى ، او پردې پي ډي ايف كتابونو لګاتار كار شروع دى او ورځ په ورځ يې دايم ايس ورډ فايل تياريږي او پر انټرنيټ پورته كيږي ، او ورسره ورسره نوى نوى كتابونه هم سكين كيږي .

خبري ډيري دي ، خو څه سر دي خوږوم ، په همدې هيله مي په يوازي سر دپښتو كتابونو دسكينولو كار پيل كړ ، چي لله الحمد ثم لله الحمد تر اوسه مي تر شل زره زياتي پاڼي سكين كړيدي او ان شاء الله په نژدي راتلونكي كي به يې وخت په وخت پر انټرنيټ پورته كوم ، چي له هغو څخه لومړى دا مبارك كتاب فتاوٰى محمَّدي صلى الله عليه وسلَّم ده ، چي ستاسي په وړاندي مي ايښي ده .

______________________________________________________
اصل مقصد :::

دنړۍ په ګوټ ګوټ كي دنورو افغانانو وروڼو څخه دا هيله لرم چي په دې كار كي راسره مرسته وكړي ، يعني په خپله چي كومو كتابونو ته لاس رسۍ لري هغه سكين كړي او بيا يې سره پر ترتيب او انټرنيټ ته يې راپورته كړي ، دسكين او بيا دترتيب كولو په اړه كه څوك نا بلده وي دهغو لپاره به ان شاء الله په آينده كي دا عاجزه بنده ددې كرښو ليكونكى او نور وروڼه وخت په وخت مهمي لار ښووني ليكي .
زموږ راتلونكى هدف به ان شاء الله ديو پښتو او ، سي ، آر OCR پيدا كول وي چي تر څو كم كتابونه تيار او سكين سويدى هغه په ووايو او دايم ايس ورډ فايلونه يې هم تيار كړو .

همدارنګه پښتو ژبه ژباړو ته ډيره اړتيا لري ، په راتلونكي كي به ان شاء الله هغه وروڼه سره وپيژنو څوك چي دنورو ژبو څخه دژباړلو توان لري ، بيا به دنورو ژبو دمهمو كتابونو څخه يو يو كتاب په څو څو برخو ويشو او هر يو ورور به خپله برخه پوره كوي او را غونډيږي به ، وروسته به يې دچاپ په لټه پسې كيږو .

په پاى كي پر ټولو دټول افغان غړيو وروڼو ږغ كوم چي په فورمونو كي خپل مهم وختونه په شعرونو ، ټوكو ټكالو ، سياسي اوږدو اوږدو بحثونو مه تيروى ،
په دې كي شك نسته چي دا شيان دمجلسونو مالګه ده او بې له دې به مجلس نيم ګړى وي ، خو كه دا مالګه دومره ډيره وي چي پر اصلي خوراك زياته وي ، بيا به يې څه خوند وي ؟؟؟

كم چي مهم كار دى هغه پاته دى ، درځئ چي ليڅي را ونغاړو او دا مهمي تشي ډكي كړو .

حضرت عمر رضى الله عنه فرمايي : دعقل مند سړي خبري لږي خو كار يې ډير وي او څوك چي برعكس وي دهغه خبري ډيري خو كار يې لږ وي .
خداى جل جلاله مو ښاد آو آباد لرئ .
هيله ده چي تاسي به زموږ دحوصلې افزايي وكى او هم مو په ګډه باندي كار كولو ته دروبلئ.

_____________________________________________________-
فتاوى محمَّدي صلى الله عليه وسلم دلاندي لينك څخه دركښته كړئ :

http://rapidshare.com/files/241895722/Fatawa_Muhammady__P.B.U.H__Pashto.zip.html

راتلونكى كتاب به ان شاء الله سبا پورته كړم چي دعلامه عبد الحى حبيبي رحمة الله عليه د (نوموركي مؤرخين) څخه عبارت دى.

والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته


محمد احمد حمي
07.06.2009

دوهم كتاب :
پښتو ادب او نړېوال كلى

تنقيدي وتخليقي مقالې
عارف تبسُّم ،

لينك :

http://rapidshare.com/files/241951245/pashto_adab_aw_nariwaal_kaley_Arif_Tabasom.zip.html


محمد احمد حمي
07.06.2009

لا له وړاندي دقرآن كريم پښتو ترجمه او تفسير چي په تفسيرِ كابلي سره مشهور دى ، دواړه ټوكونه يې په لاندي لينك كي پورته شويدي :

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=4400

او هم دحكمتيار صاحب په قلم كښل شوي 27 كتابونه دټول افغان په لاندي پاڼه كي موجود دي :

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=4455


محمد احمد حمي
07.06.2009

دافغانستان او پښتنو دتاريخ نوم وركي تاريخ ليكونكي (مؤرخين)
ليكونكى : علامه پوهاند عبد الحبى حبيبي (رحمه الله)
دلاندي لينك څخه يې كښته كړئ :

http://rapidshare.com/files/242030785/Pashto_Habibi_NoomWraky.zip.html

ورپسې كتاب دفقه حنفي ديو معتمد كتاب (الهداية) پښتو شرح (اشرف الهداية) ده چي پر شپږ زره صفحو باندي مشتمله ده او شپږ ټوكونه لري ، سكين يې لله الحمد پوره شوى خو اوډنه او ترتيب يې پاته دى ، په نژدې راتلونكي كي به ان شاء الله بشپړ او پر ليكه شي .


محمد احمد حمي
12.06.2009

دسياسي فكر تاريخ (ژوره څېړنه)
ليكونكى: چارلز هاويلند
ژباړه : سپين تڼۍ
دبي بي سي پښتو له ويب پاڼي څخه كښته شوى ، طرح شوى ، دوباره په پي ډي ايف فارميټ پر ليكه شوى .
ډاونلوډ لينك:

http://rapidshare.com/files/243775935/political-thouths-

Pashto.zip.html


محمد احمد حمي
12.06.2009

لومړى لينك صحيح نه دى
سم لينك :

http://rapidshare.com/files/243775935/political-thouths-Pashto.zip.html


ludin
13.06.2009

سلامونه تاسو ټولو ته

http://www.ketabtoon.net ډير وخت کيږي چې ورباندې کار کوم او تروسه پورې مې ۷۸ کتابونه ورکې اچولي دي.


pattang
13.06.2009

وروره غټ کار دې کړی دی ، ستا په کار مونږ ټول وياړ لرو او الله د نور هم تو فيق درکړي ٠

[quote:171e1abe3c="lodhi_dynasty"]سلامونه تاسو ټولو ته

http://www.ketabtoon.net ډير وخت کيږي چې ورباندې کار کوم او تروسه پورې مې ۷۸ کتابونه ورکې اچولي دي.[/quote:171e1abe3c]


و.افغان
14.06.2009

دروند ورور محمد احمد حميد، او ښاغلې lodhi_dynasty صاحب.
ډیره ښه، خداي جل جلاله مو روغ جوړ، تر او تازه لره.
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
دپښتو کتابونو او ژباړو دکتابتون لپاره ديوې ځانګړي ویبپاڼې پلان لرم، چې ددی
فارسي کتابتون په څير به وي، ان شاء الله.
http://www.aqeedeh.com/ebook/index.php

زه کوښښ کوم، چې له خپلو ملګرو او دوستانو دهغوي ليکلې يا ژباړلې کتابونه
راټول کړم، او په يوه کتابتون کې ځاي ورکړم، البته يواځې اسلامي کتابونه،
ددی نورو کتابونو لپاره نورې ویبپاڼې شته، او فعلي طور سره ځينو درنو ښاغلو
پری کار هم پیل کړیدی.
په درنښت


محمد احمد حمي
14.06.2009

ښاغلى وهاج ساپى صاحب وعليكم السلام ورحمة الله وبركاته
خداى مو خوښ لره ، ډيره نيكه اراده دي ده ، زه خو دومره وس نه لرم چي بېله ويب پاڼه ورته جوړه كړم ، تا ته دي خداى جل جلاله توفيق دركړى چي دا كار ترسره كړي ، او زه به هم تر خپله وسه مرسته درسره كوم .
بايد ووايم چي كه خداى كول له نن څخه دوې مياشتي وروسته به زما دكتابونو دسكين كولو كار نور هم تيز شي ، بيا به ان شاء الله ستا دبرېښنايي كتابتون دويب پاڼي په سلو كي 50 برخي درته په يوازي سر تياروم.

او ويب پاڼه چي تا دعقيدې دويب پاڼي په شكل جوړول غوره كړيده ، نو هغه پاڼه مي وكته او خوښه مي شوه ، البته دا دمځكي رنګ يې زما په ګومان تر ساده سپين ، آسماني رنګ يا بل يو خوندور رنګ ورته غوره كړه ، او هم چي دپښتو ژبي څو ټكي ورباندي په ښه ډول ډيزاين شوي وي لكه : پښتو برېښنايي كتابتون ، يا داسي نور توري .


محمد احمد حمي
14.06.2009

ساپى صاحب تا چي داسلامي كتابونو خبره كړيده
نو دا مي هم ډيره خوښه ده چي دې ته بايد ډير پام ورواړول شي او له نيكه مرغه زما لاس رسى هم ديني كتابونه ډير دى ، لكه چي بيلګي يې ددې سكالو په مخكنيو ليكنو كي ښكاره دي او كه ژوند وو په راتلونكي كي به هم ان شاء الله دوام ولري،
او دا ځكه لكه تا چي وويل چي دشعري ټولګو ، ناولونو او داسي نورو دپاره نورو وروڼو ډير كار كړيدى ، خو له هغوى سره هم عملي څيړنيز كتابونه ډير كم وي ، نكلونه ، افسانې ، ناولونه ، شونډان او باړخوګان يې زياتره برخه تشكيلوي ، نو دعلمي ، نويو تحقيقي او څېړنيزو كتابونو لوري ته هم دپام اړول اړين دي.
له تاسو محترم څخه ډيره مننه

لودين ludin صاحب ته دي خداى جل جلاله اوږد ژوند او روغتيا ورپه برخه كړي چي لا له وړاندي يې په دې خدمت پسي مټي رانغښتي دي او هم دي خداى عزَّ وجلَّ نور ګړندى كړي ، او بايد چي وخت په وخت دټول افغان دې سكالو ته سر را ښكاره كوي ، ځكه چي په همدې سكالو كي به وخت په وخت ان شاء الله نوى مواد تر لاسه كوي .

او هر ورور (كه دټول افغان رسمي غړى وي اوكه ميلمه) چي له دې سكالو څخه دكتابونو په ترلاسه كولو سره ګټه تر لاسه كړي ، نو مهرباني دي وكړي ځان دي په ټول افغان كي رجسټر كړي او زموږ دحوصلو دلوړولو په خاطر دي څه راته وليكي ، تر څو چي موږ ته هم شيطان دا ونه وايي چي هسي عبث بوخت يې او وخت دي خداى مكړه ضائع شو .

دټولو لوستونكو او كتونكو څخه يو كهكشان مننه


محمد احمد حمي
18.06.2009

قصص الانبياء للامام الحافظ ابى الفداء عماد الدين ابن كثير الدمشقي
پښتو ژباړه: مولانا الحافظ محمد احمد الحقاني الافغاني

ديادولو ده چي دانبياء عليهم السلام پر قصو او واقعاتو باندي ډير كتابونه ليكل سوى ، خو په ټولو كي يې دضعيفو روايتونو دشتون ستونزه موجوده ده ، يوازى دا داسرآئيلياتو او واهياتو روايتونو سره دلوى مبارز علامه ابن كثير رحمة الله عليه قصص الانبياء دى چي واقعات يې دقرآن كريم او صحيح احاديثو په رڼا كي ليكلي دي ، او ځاى پر ځاى كمزورى روايت هم نقل كوي خو ددې دپاره چي لوستونكى په آګاه كړي او خبر يې كړي چي دا روايت ضعيف دى ، دا كتاب مخكي عربي وو بيا پښتو ته ژباړل سويدى .
دلاندي لينك څخه يې كښته كړئ.

http://rapidshare.com/files/245782317/Qisasul_Anbeyaa__Ibni_Kaseer__Pashto.zip.html


محمد احمد حمي
18.06.2009

دملنګ جان خوږې نغمې
شاعر : ملنګ جان مرحوم
زيار او اوډنه : لال پاچا ازمون
مخونه : 460
دعلامه سيد جمال الدين افغاني فرهنګى ټولنه

دكښته كولو لينك :

http://rapidshare.com/files/245883001/Pashto_Khozyy_Naghmee.zip.html


محمد احمد حمي
20.06.2009

(په دينى مسئلو كي) دشخصي تقليد مسئله (تحقيق او څيړنه يې)
مؤلف: مفتى اعظم حضرت مولانا مفتى محمَّد شفيع صاحب (رحمة الله عليه)
ژباړه: محمد احمد الحقاني الافغاني
خپرندوى: مكتبه رحيميه ، كاسي روډ ، كوئټه ، پاكستان
مخونه : 45

دكښته كولو لينك
http://rapidshare.com/files/246793747/Taqleedi__Shakhsy_Pashto.zip.html


محمد احمد حمي
23.06.2009

حقپالونكي (دحق دلاري داتلو غازيانو او شهيدانو معتمد لنډ تاريخ)
ليكونكى : قيام الدين كشّاف
چاپچاري : مكتبه حبيبيه ، ارګ بازار كندهار ، افغانستان

دكښته كولو لينك :

http://rapidshare.com/files/247717476/Haqpalonkay__Pashto.zip.html


محمد احمد حمي
23.06.2009

دلوى اختر او قربانۍ احكام
(درې بيلا بيلي رسالې)
مؤلف : (2 رسالې) مفتى اعظم مولانا مفتى محمد شفيع (رحمة الله عليه) (1 رساله) مولانا مفتى محمد رفيع عثماني صاحب ، صدر مدرس دار العلوم كراچى

ژباړه : محمد احمد الحقاني الافغاني
خپرندوى: مكتبه رحيميه ، كاسي روډ ، كوئټه ، پاكستان
مخونه : 25

دكښته كولو لينك

http://rapidshare.com/files/247784533/Pashto_Masaaeel_aw_Ahkaam_da_Qurbani.zip.html


ludin
04.07.2009

ډيره مننه د تاسو ټولو له جوابونونه،

محمد احمد حمي صاحب تاسو نه هم مننه چې کتابونه مو اپلوډ کړي او ستاسو ټول کتابونه ما په کتابتون کې خپره کړي. فعلن د کتابتو د کتابونو شمير له ۷۸ نه ۹۱ ته رسيدلۍ.

زه ټول افغان فورم ته کله نا کله رازم خو زما پښتو ليک ډير کمزوری ده نو دې لپاره په بحصونو کې برخه نه اخلم.


محمد احمد حمي
05.07.2009

لودين صاحب له تاسو نه هم يوه نړۍ مننه
دا چي ستا دكتابتون دكتابونو شمېر 91 ته رسيدلى نو ما شاء الله
او په نژدې څو ورځو كي به ان شاء الله نور كتابونه هم پر ليكه كړم چي نهو 9 ته يې شمېر رسيږي او ټول سوچه ديني او اسلامي ډير ګټور او مفيد كتابونه دي
داوس لپاره دټول افغان محترمو لوستونكو ته دوه 2 نوي كتابونه وړاندي كوم

لومړى: داوداسه مسائل
ليكونكى: مولانا محمد رفعت قاسمي ددار العلوم ديوبند استاذ
ژباړه: ملا فضل الرحمن
خپرندوى: رشيديه كتاب پلورنځى ، كوټه
238 مخونه

دكښته كولو لينك

http://rapidshare.com/files/252351171/Da_Awdasah_Masaael_Pashto.zip.html

دوهم : دغسل مسائل
ليكونكى: مولانا محمد رفعت قاسمي ددار العلوم ديوبند استاذ
ژباړه: مولوي ميرزا محمد شكيب
خپرندوى: رشيديه كتاب پلورنځى ، كوټه
138 مخونه

دكښته كولو لينك

http://rapidshare.com/files/252353287/Da_Ghusl_Masaael_Pashto.zip.html


محمد احمد حمي
11.10.2009

او دا هم دګران ورور ښاغلى نجيب آرين له لوري ډالۍ شوي بي ساري زيات قيمت لرونكي ډالۍ

فتاوى دار العلوم ديوبند مدلَّل او مكمل پښتو 12 جلده

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=4974

دلوى خداى جل جلاله له لوري ورته جنت الفردوس او عالي مغفرت غواړم


محمد احمد حمي
20.10.2009

بهارستان مكمله او آسانه پښتو شرح دګلستان دشيخ سعدي رحمة الله عليه

ليكونكى: ددار العلوم ديوبند دفارسي څانګى استاذ

چاپ: مكتبة شيخ الهند
مخونه : 350

دكښته كولو لينك

http://rapidshare.com/files/295333168/Baharistan_Sharh_Gulistan_Pashto.zip.html


محمد احمد حمي
20.10.2009

او دا هم ګلستان په خپله
پي ډي ايف PDF او دايم ايس ورډ فايل په بڼه ليكلى يې هم يوځاى دركښته كړئ

http://rapidshare.com/files/295334859/Golestan_Sadi.zip.html


و.افغان
20.10.2009

حميد صاحب
سلام علیکم
له مجاملې پرته چې له ژبې زيات مې زړه تاسو ته په دعا دی.
الله مو په ټولو شرعي او روا کارونو کې موفق لره.

په درنښت


محمد احمد حمي
20.10.2009

دسعدى صاحب بل ښكلى تصنيف بوستان له لاندي لينك څخه كښته كړئ:

http://rapidshare.com/files/295336365/Boostan_Saadi.zip.html


محمد احمد حمي
20.10.2009

ددې كړۍ بل كتاب ديوان حافظ له لاندي لينك څخه كښټه كړئ:

http://rapidshare.com/files/295339913/Divan_Hafez.zip.html


محمد احمد حمي
20.10.2009

دقيامت علامې
ليكونكى: مولانا محمد عاشق الٰهى البرنى المدنى
ژباړه: محمد احمد الحقاني الافغاني
چاپ: مكتبه رحيميه ، كاسي روډ ، كوئټه
مخونه : 140

دكښته كولو لينك

http://rapidshare.com/files/295347516/Alamati_Qiyamat_Pashto.zip.html


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more