د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ښكنځل په اسلام كې څه حكم لري؟


طالب جان
15.09.2004

دعادل صيب دوه پوښتني :
.-1 ښكنځل په اسلام كې څه حكم لري؟؟؟ جواز لري كنه؟؟
2- كه ښكنځل په اسلام كې جرم وي نو بيا ئې سزاڅه ده؟؟
محترمه مکرمه عزتمنه او پتمنه وروره عادل (وطنمل) صيب :
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
په سياسي بحثونو کي مي دښکنځلو په اړه دځينووروڼو افراط اوتفريط وليدناببره مي سترګي ستا په پورتنيو دوو پوښتنو ولګيدې څنګه چي پوښتنه مهمه وه ځکه يي ځواب ويلو ته مټي رانغاړم .
ترهرڅه له مخي ښايي داروښانه کړو چي په چا تهمت لګول يا بهتان ورپسي ويل هم دبدوويناووپه کړۍ کي راځي چي سزا يي په شريعت کي څرګنده ده چي حدقذف يا دبهتان ويلو سزاورته ويل کيږي چي اتيا دُري دي . ددې څه ځواب په مقابل بهتان ويلو په هر حالت ناروااوحرام دی .
پاتي شوې له دې پرته نوري ښکنځاوي نود احنافودوتلي عالم علامه شامي رحمه الله له تقرير سره سم کله چي مونږ نصوصوته ځيرشو نو مونږته دځوابي ښکنځا دناروا والي او مباح والي دواړه آياتونه او حديثونه په ﻻس راځي .
دې نصوصو ته په کتلو سره علماو ويلي دي چي ښکنځل دوه ډولونه لري :
لومړی يي هغه دي چي په کولو سره يي قاضي سړي ته تعزيرا سزا ورکولې شي چي دا بيا دقاضي تر خپلي رأيي پوري اړين دي چي څومره سزا ورته ټاکل مناسب بولي خوداسزا ښايي دحد ترکمي درجې يعني څلويښتو دُرو هم لږوي دمثال په توګه خداي مکړه څوک چاته ووايي ديوثه ، حرامکارې اوداسي نور....... نودهغوآياتونو او حديثونو له مخي چي دښکنځاو ځواب پکي ناروا بلل شوی لکه
بئس اﻻسم الفسوق بعد الايمان ، يا ،
سباب المسلم فسوق

دداسي ښکنځلو ځواب ورګرځول ناروا دي . ديادوني وړده چي په سياسي بحثونو کي چي ځينووروڼو دښکنځلودناروا والي کوم دليلونه وړاندي کړي ووهغه پدې ډول ښکنځلو ورحمل کيږي .
دوهم ډول هغه ښکنځل دي چي په کولو يي قاضي چاته سزا نشي ورکولې لکه خداي مکړه څوک چاته ووايي لعنت دي وي په تا يا بې عقله يا رسواشي اوداسي نور...نوهغو نصوصو ته په کتلو سره چي دښکنځلو دځواب مباح توب ورڅخه څرګنديږي دداسي بدو ځواب په همهغي اندازه چي هيڅ ډول زياتی به پکي نه وي مباح دي . لکه په تفسير قرطبي کي چي تردې آيت ﻻندي راځي (وجزاء سيئة سيئة مثلها} فينتصر ممن ظلمه من غير أن يعتدي)
خو ددې هيڅکله دا معنا نه ده چي شريعت ګواکي ددوهم ډول بدو په ځوابولو امر کوي نه خبره داسي نه ده بلکه تر هرڅه بښل غوره دي ( الثالثة: قوله تعالى: {فمن عفا وأصلح} قال ابن عباس : من ترك القصاص وأصلح بينه وبين الظالم بالعفو {فأجره على الله ) ( وإذا ما غضبوا هم يغفرون} [الشورى : 37]. خو که بيا هم څوک دچادبدو ځواب په بدو سره وايي نو داورته په وروستني ډول کي مباح او په لومړي ډول کي ناروادي . والله اعلم بالصواب .



Adil watanmal
16.09.2004

محترم او مكرم مولوي صاحب طالب جان
................................................ السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

محترم مولوي صاحب زه ډيره زياته مننه درڅخه كوم چې دغه جنجالي مسئله دى راته حل كړه ما خو به چې كله د محترم حليمي صاحب دلائلو ته كتل او بل طرف ته مي نورو دلائلو ته كتل نو حيران وم چې كومه لاره غوره كړم خو دا د الله تاسي ته اجر دركړي چې دا موضوع مو راته روښانه كړه او اوس پوه شوم.

په اخر كې يوځل بيا درڅخه مننه كوم او الله دى زمونږ سره په حق باندي ثابت قدمه لره.

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل



ع کريم حليمي
17.09.2004

ګرانه محترم ووره طالب جانه السلام عليكم ورحمة الله وبركاته !
مننه ستاسو له ليکني ٠ موږ په يوه ليکنه کي هم داندي ليکلي چه اسلام امر کوي دښکنځلو
بلکي ليکلي مي دي چه اجازه سته چه د بدو جواب په بدو ورکي ٠ او عفوه ښه ښئ ده

[quote:f2aee08b16]هيڅکله دا معنا نه ده چي شريعت ګواکي ددوهم ډول بدو په ځوابولو امر کوي نه خبره داسي نه ده بلکه تر هرڅه بښل غوره دي ( الثالثة: قوله تعالى: {فمن عفا وأصلح}[/quote:f2aee08b16]
نه هيڅکله موږ ندي ليکلي چه د جواب ور کولو امر سوۍ دۍ ٠ موږ ويلي او ليکلي چه اجازه ده
دغه دوې خبري چه امر ، اجازه په حقوقو او په شرعه (محکمه )کي يوعالم فرق کري ٠
او قطعأ ما په هيڅ ليکنه کي ندي ليکلي چه دښګنځلو اجازه سته و چاته ٠ يوازي ئې د جواب اجازه سته
دليلولونه ډير دي يو ئې دغه حديث دي ٠
حدثنا عبد العزيز بن عبد الله، حدثنا إبراهيم بن سعد، عن صالح، عن ابن شهاب، عن عروة بن الزبير، أن عائشة ـ رضى الله عنها ـ زوج النبي صلى الله عليه وسلم قالت دخل رهط من اليهود على رسول الله صلى الله عليه وسلم فقالوا حدثنا عبد العزيز بن عبد الله، حدثنا إبراهيم بن سعد، عن صالح، عن ابن شهاب، عن عروة بن الزبير، أن عائشة ـ رضى الله عنها ـ زوج النبي صلى الله عليه وسلم قالت دخل رهط من اليهود على رسول الله صلى الله عليه وسلم فقالوا [color=darkred:f2aee08b16]السام عليكم‏[/color:f2aee08b16].‏ قالت عائشة ففهمتها فقلت وعليكم السام واللعنة‏.‏ قالت فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم ‏"‏ مهلا يا عائشة، إن الله يحب الرفق في الأمر كله ‏"‏‏.‏ فقلت يا رسول الله ولم تسمع ما قالوا قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ‏"‏ قد قلت وعليكم ‏"‏‏.‏
.‏ قالت عائشة ففهمتها فقلت وعليكم السام واللعنة‏.‏ قالت فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم ‏"‏ مهلا يا عائشة، إن الله يحب الرفق في الأمر كله ‏"‏‏.‏ فقلت يا رسول الله ولم تسمع ما قالوا قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ‏"‏ قد قلت وعليكم ‏"‏‏.‏
طلب جانه وروره ! تاسو پوهيږۍ چه سام هغه مرګ ته ويل کيږي چه په زهرو مړ سي ٠
نو مبارک جواب ورکي ٠ چه د زهرو مرګ دي پر تا وي ٠ او بي بي عائشي رضي الله عنها پر نبي ص ږغ وکۍ
چه يهودي درته وويل سام ٠ نو مبارک ورته وفرمايل چه په [color=red:f2aee08b16]قد قلت وعليکم [/color:f2aee08b16]
او عائښې رض ته وويل چه نرم جواب ٠



طالب جان
20.09.2004

محترمو مکرمو او عزتمنو وروڼو او خويندو : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
دعزت څښتنه حليمي صيب : دښکنځلو په اړه ځما ليکنه عامه بڼه لري . په هيچا باندي هيڅ ډول نيوکه نلرم. خما لپاره دټول افغان په زړه پوري پاڼي ټول چلوونکي، ليکونکي ،اوکتونکي داحترام وړدي .اودهغوي عزت کول خپله ديني دنده بولم . بيا هم کچيري ځما په ليکنه خداي مکړه ستاسي زړه ازار شوی وي نوبښنه غواړم .



ع کريم حليمي
20.09.2004

محترمو مکرمو او عزتمنو وروڼو او خويندو : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
[color=blue:5b9b8a3405]الله دي رحم وکړي[/color:5b9b8a3405]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more