د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

غوړ او روغتيا

ډوکتر څپاند
19.03.2010

[color=white:0a584c128d]غوړ او روغتيا[/color:0a584c128d]

حيواني غوړي،کولسترول او مشبوع(SATURATED) غوړ لري٠
نباتي غوړي کولسترول نه لري،مګر دمشبوع غوړيو اندازه ،په مختلفو نباتي غوړيو کي په په متفاوته پيمانه موجود وي٠دانسان وجود،نوموړي مشبوع غوړي په کولسترول تبديلو لی شي اوډير کولسترول زموږ صحت ته مضر تماميږي٠
دغه راز،دپخلي په وخت کي غوړي سوزي او دود يا لوګی تری پورته کيږی چه پايله ئی د نسبتا ګټورو غوړيو،يعنی دغير مشبوع غوړيو (POLY UNSATURATED FAT اوMONOUNSATURATED FAT) تبديليدل په مضره يا مشبوع غوړيو ده٠
دانسان په بدن کې کولسترول په دوو اساسي شکلونو جوړيږي٠ يوئی مفيد شکل
دی چه ورته د زيات کثافت لرونکي(HIGH DENSITY) او بل ئې مضر دي چه دلږ کثافت لرونکي(LOW DENSITY) په نامه ياديږي٠
لمړنی ګروپ ياHDLځکه ګټور بلل کيږي چه دا ډول شحمي مواد،دبدن دنورو برخو نه وځګر ته دغوړينو موادو په انتقال ياترانسپورت کې مهم رول لري٠ځګر پخپل نوبت ، داغوړ په صفرا تبديلوي چه صفرا دصفرا په کڅوړه کې ذخيره اودهغي ځايه دضرورت په وخت ،دغذائي موادو دهضم لپاره کولمو ته ليږدول کيږي ٠مګر دکولسترول دويم ډول ، LOW DENSITY يا (LDL) دا
ترانسپور په معکوس ډول سرته رسوي چه پايله ئی دوينو درګونو تنګتيا ده٠
دغه راز غير مشبوع غوړ،په کولموکي دکولسترول دجذب سره رقابت کوي چه نتيجه ئی دکولسترول دجذب مخنيوی دی٠مګر دا ګټور ميخانيکيت له يوې خوا،دکولسترول په کمواله کې ډير جزئی يا ناچيزه تاثير لري اوله بلي خوا،څرنګه چه افغاني خواړه دسره کړو غوړيو په وسيله پخيږي،نو دپخولو په مرحله کي ګټور نباتي غوړي(غير مشبوع غوړ) په مضرو غوړيو(مشبوع)غوړ تبديليړي٠
[color=yellow:0a584c128d]ګټور غوړي؟[/color:0a584c128d]
مخکی ورته اشاره وشوه چه نباتي غوړي ،خاصتا CANOLA OIL او OLIVE OIL دغير مشبوع غوړيو په لرلو سره تر حيواني غوړيو مفيدتر دي،خو شرط ئی دادی چه اول،په ډيره لږه پيمانه،يعني دضرورت په اندازه مصرف کړی شي اودويم داچه سره يا لوګی نشي !
CANOLA OIL يا دشړشم غوړي، دحرارت په مقابل کی د OLIVE OIL يا دزيتون دغوړيو په تناسب لږ شانته زيات مقاومت لري٠
ماهيان اودهغوی غوړ (FISH OIL) هم دغير مشبوع ، خاصتا MONOUNSATURATED FATS په لرلو سره نسبا ګټور غوړي ګڼل کيږي٠همدا سبب دی چه دماهي غوړي ياروغن ماهي،په وينه کې دکولسترول دراټيټولو لپاره ،توصيه کيږي٠

[color=yellow:0a584c128d]نتيجه؟[/color:0a584c128d]-دډير غوړ دمصرف نه مخوی وکړې٠
-نباتي غوړي بهتره دي٠
-بي غوړه شدي او دهغه محصولات ګټور دي٠
-دماهي،الوتونکو مرغانو،چرګ او غوائي غوښه تر نورو غوښو ،بالترتيب بهتره بريښي٠
-که ډيره غوښه يا نباتي خواړه مصرف او دچاغوالي سبب وګرځي،پياد ولرې چه ستاسو بدن ،داضافي انرژئ نه غوړ او مضر کولسترول جوړولی شي٠
-ځيني خلک په طبيعي او ذاتي توګه په وينه کی ډير کولستر ول لرلی شي٠
-سګرټ ځکول،دنورو خطرناکو اضرارو علاوه،په وينه کی دHDL يا ګټوروغوړيو پيمانه را ټيټوي٠
-ورزش،سپورت او تمرينات دويني کولسترو ټيټولای شي او هم دسګرټو خلاف د مفي کولسترول ياHDL په زياتيدو کې مرسته کوي٠
-کله ناکله ډي کم مقدار ALCOHOL دمفيد کولسترول په زياتواله کې نقش لوبولی شي،مګر زيات مصرف ئی TRIGLYCERIDS (دا هغه ډول غوړ دی چه دويني په دوران او دپوټکي لاندې ذخيره کيږي) دزياتيدو سبب ګرځي،چه دا پخپل نوبت دوينو دشراينو په تنګواله او دپانقرس دناروغيو سبب ګرځي٠
-توره يا سبوس لرونکی ډوډۍ وخورئ٠
-د کيک،کلچې،چاکليټو،ايسکريم،مربا،کوچ ،شات او ورته خوړو نه دامکان په صورت کې پرهيز شئ٠
-ترکاري،سابه او ميوه بايد ددسترخوان په سر کې موقعيت ولري٠
دخپل ډاکتر هدايت مه هيروې
په درناوي،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more