د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

ديوټيوب ويډيونه غږيږي ؟

شبيراحمد
23.02.2010

دټول افغان کمپيوټرپوهانوته په ټوله مينه

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

پوښتنه مي داکوله چې ماپه کمپيوټرکي نوي وينډوزانسټال کړه اوخپل هغه براوزرونه چې زماخوښ دي هغه مي هم انسټال کړل .

اوس دغه فرابلم پکي راپيداشوچې ديوټيوب ويډيونه غږوي يوه ملګري راته ويل چې دالته به کانټينيو ټو ويډيو لکلي وي هغه کليک کړه خوپه هغه هم ونه شوه

پلش پليرمي انسټال کړه هغه هم کارونه کړ اوکه سم انسټال شوى نه دى

اوس که هرکتونکي ته ديوټيوب دويډيواګانودغږولولاره مالومه وي نودمهربانۍ له مخي دي يې نه راڅخه سپموي

په مننه

ستاسوشبير


ځلاندّ
24.02.2010

شبیر احمد وروره سلامونه:
دوه مهم علتونه دی اول که چیری تاته کوم پیغام درکوی نو ښایي هغه پیغام اکثره وخت د
flash player په نشتوالی دلالت کوی خو تاویل چی ما install کړی اوس بل علت دا کیدی شي چی ایا کوم ویرژن دی اکثره بروسرونه پخوانی نه support یا حمایت کوی نو ته یو نوی ویرژن چی وی انسټال کړه او دلته تا هغه پیغام چی درکوی هغه ووایه
او که چیری هیڅ پیغام نه درکوي او یوازی play کوی نه دا په دغه معنی چی یا خو په انټرنیټ سرعت کی مشکل دی او یا هم کوم بروسر چی ته استعمالوی هغه کې مشکل لیدل کیږی

ځلاند دپوهې پرمختیایي ټولنه www.zaland.net.ms


naimtullah
25.02.2010

شبير احمد صاحب له دی ځای څخه يې ښکته کړه
[url]http://thesp.paretologic.revenuewire.net/regcure/download?flash[/url]


شبيراحمد
25.02.2010

زړه ته راتېرنعمت الله صيب
دزړه له کومي مي سلامونه اوښې هيلي ومنه
[quote:d09e1c2d2f]شبير احمد صاحب له دی ځای څخه يې ښکته کړه
[/quote:d09e1c2d2f]
په دې لينک خودي دپيښوريانوپه اصطلاح هډودکليک کولوځاى نشته

اوله ځلاندصيب څخه هم مننه چې ګډون يې کړى ده
ګرانه زه ستاسوپاڼه خوراډېره ګورم خداى دي نورتوفيق هم درکړي چې هيوادوالوته په زړه پوري موضوع ګاني پکي وړاندي کړئ
خداى جل جلاله موپه خپلوهڅوکي بريالي لره
آمين
ستاسوشبير


كريم كامران
27.02.2010

[quote:cdecf5fdee="ځلاندّ"]
ځلاند دپوهې پرمختیایي ټولنه www.zaland.net.ms[/quote:cdecf5fdee]
ځلاند صیب ماته خو په پورتني لینک کې کټ مټ دټول افغان صفحه راخلاصیږي؟!

زما دانټرنټ په سروس کې څه فرق دی که څنګه؟ که نه شبیر احمد ورور خو یې خورا ډېره ګوري. نو بیا دا ولې داسې کېږي؟؟


ريان احمدزى
27.02.2010

ټولوګډون کونکيوته
السلام عليکم
له نعمت الله ورورڅخه مننه چې لنک يې نښلولى ده .

اوکامران صيب دځلان صيب پاڼه ماهم ليدلي وه دستايني وړپاڼه ده ډېرښه مضامين يې پکي راټول کړي دي خوچې کله مي ستاسوخبره وليدله نومي سمدستي دپاڼي دخلاصولونيت وکړخومتاسفانه چې له ماسره هم همداسي خلاصه شوه لکه څرنګه چې تاسوويلي دي .

له ځلاندورورڅخه يې دسمولوغوښتنه کوو چې يوځل بيايې هيوادوالوته وړاندي کړي اوله لوى خداى جل جلاله څخه ورته دلانيکوخدمتونودتوفيق غوښتنه کوو .


شبيراحمد
28.02.2010

محترمينو
السلام عليکم

ګران نعمت الله صيب سلامونه اوښې هيلي مي ومنه

داشى خومي راښتکه کړ خواوس يې په چل نه پوهيږم چې څنګه يې وکاروم ؟

کله مي چې انسټال کړ نويې دسکيننګ اپشن راکړکله چې مي کمپيوټرپرې سکين کړ نواته اوياپرابلمونه يې پيداکړل

کله چې مي مخته پسي نيکسټ کړ نوبيايې راڅخه ليسنس کي وغوښتله

اوس نه پوهيږم چې څنګه ترې کارواخلم ؟

ستاسودځواب په هيله

ستاسوشبير


naimtullah
01.03.2010

محترمه ، زما په خيال به سکين ته ضرورت نه وی.
داسی وکړه پدې لينک کليک وکړه ، هلته ليکلی دی چې تاسو بايد خپل کمپيوټر کې کوم شيان ولري او همداشان هلته په agree and install now کليک وکړه له هغه وروسته يوه بله صفحه درته خلاصيږي هلته چې کوم ورژن غواړي همغه ډونلوډ کړه او انسټال يې کړه ، انسټال کول يې ډير اسانه دی يوازي په next کليک کوه او دوو دقيقو کې انسټال کېږی.
http://get.adobe.com/flashplayer/


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more