د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

کمپيوټرمي سختې ناروغۍ نيولی دی

وصيل پېروز
26.02.2010

وروڼو!
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
له يوڅه وخت راهيسي مي کمپيوټرپه يوه داسي ناروغي اخته شوی چي پرله پسې خپل فايلونه کرپټ (crupt) کوي نوان داچي ټول کمپيوټربالکل جام کړي تردې چي زه اړشم دويم انسټالېشن وکړم خوداستونزه لاهم پرځای پاتي وي اوخپل کارکوي نوله تاسوهيله کوم چي ددې ستونزې دحل لاره راته په ګوته کړئ! .


لقمان
27.02.2010

وعلیکم السلام زه خو په کمپیوټر کې چندان وارد نه یم خو په crupt کې درڅخه or پاتې دي، سمه بڼه یې داسې ده: Corrupt، یعنې فاسدول، له منځه وړل...
او داسې ښکاري چې کمپیوټر دې قوي وایرس وهلی دی، زما کمپیوټر چې کله داسې شي نو زه مهم فایلونه ترې بل هارډډسک او یا USB ته کاپي کړم او په کمپیوټر کې له سره Partation وکړم یواځې دوینډوز په Instalation بسنه نه کوم.
نو زما مشوره داده چې ته هم بېخچنده هارډسک صفا کړې او له سره پارټېشن پکې وکړې.
بله لار نه یې زما په فکر نشته.


naimtullah
28.02.2010

محترمه !
لومړی وينډوز ورته نوی کړه کيدای شی په همدی وينډوز کې فايلونه کرپټ وي، او که بيا هم پخپله وينډوز مطمين يې ،بيا په دی انټي ويروس خپل سيسټم پاک کړه انشاالله ستونزه به حل شي.

http://rapidshare.com/files/169543768/kaspersky_2009.exe

http://www.4shared.com/file/83633173/e7311834/Kaspersky_Anti_Virus_2009_Portable.html


شبيراحمد
28.02.2010

په سلامونه مولمانځم

[quote:7c30d96525]زه مهم فایلونه ترې بل هارډډسک او یا USB ته کاپي کړم او په کمپیوټر کې له سره Partation وکړم یواځې دوینډوز په Instalation بسنه نه کوم. [/quote:7c30d96525]

لقمانه وروره وايرس چي کمپيوټرته لاړشي هغه په هارډسک کي نه بلکه په فايلونوکي ځاى نيسي که تاسوفايلونه بل ځاى ته يوسئ اوله نوي پارټېشن وروسته يې بيرته راوړئ نوپه لوى لاس به مويوځل بياخپل هارډسک ته وايرس راوړي وي .

[quote:7c30d96525]محترمه !
لومړی وينډوز ورته نوی کړه کيدای شی په همدی وينډوز کې فايلونه کرپټ وي، او که بيا هم پخپله وينډوز مطمين يې ،بيا په دی انټي ويروس خپل سيسټم پاک کړه انشاالله ستونزه به حل شي.

http://rapidshare.com/files/169543768/kaspersky_2009.exe

http://www.4shared.com/file/83633173/e7311834/Kaspersky_Anti_Virus_2009_Portable.html[/quote:7c30d96525]

داښه مشوره ده

ګران وصيل پېروزصيب ! کله چې دي نوي ونډوزانسټال کړه نوبياماته ووايه نوزه به هغه طريقه چې دکسپراسکي له انټالولومخکي بايدترسره شي درته وښيم
اوته به يې عملي کړې نوان شاالله کمپيوټربه دي داسي صفاشي چې ټول عمربه راته دوعاکوئ .

ستاسو شبير


لقمان
28.02.2010

[quote:cf76785b5a]لقمانه وروره وايرس چي کمپيوټرته لاړشي هغه په هارډسک کي نه بلکه په فايلونوکي ځاى نيسي که تاسوفايلونه بل ځاى ته يوسئ اوله نوي پارټېشن وروسته يې بيرته راوړئ نوپه لوى لاس به مويوځل بياخپل هارډسک ته وايرس راوړي وي . [/quote:cf76785b5a]

نه نه هیڅ خبره نشته زه هروخت همداسې کوم بیامې کمپیوټر رک روغ شي، وېرېږه مه، خو پام مو وي چې فولډر مه کاپي کوئ، یو یو فایل کاپي کوئ ځکه چې وایروس په فولډر کې دنورو فایلونو ترڅنګ غلی کیږي.صحیح ده ځینې فایلونه کرپټ کوي خو دافایلونه دومره خطرناک نه وي چې نورو ته خطر پېښ کړي. دا زمادشخصي تجربې محصول دی نعمت الله ورور هم ښه مشوره ورکړې خو دا طریقه کله هم زما دکمپیوټر ددرد دوا شوې نه ده. وايي چې: سل المجرب ولا تسأل الخبیر. له ازمویل شوي نه وپوښته، له متخصص او پوه مه پوښته.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more