د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

په ښځی تیری

و.افغان
09.03.2007

دلوي څښتن جل جلاله په نامه

الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله، وعلی آله وصحبه ومن والاه.

په ښځه تیری
له ډیر وخت راهیسی د وخت د کمۍ له وجهی چی کله کله زما دآرام دکمۍ سبب هم ګرځی؛ نشومی کولای چی د انترنت د نړیوال جال په رسیو کی څه غوټه کړم، خو بیا به می هم ډیر وخت ځینی لیکنی او تودی خبری له نظره تیزی تیرولی، او الله حاضر دی چی په دغه لیکنو کی به ماته د حبیب الله غمخور لیکنو ډیر خوند راکاوه، له پښتو سره دهغه مینه ، له پښتو څخه دهغه دفاع، او د پښتو دسنګر په بچیانو کي دهغه هیښتیا زه نورهم دهغه دلیکنو لوستلو ته ډیره لیواله کولم.
خو پرون ما د هغه د لیکنو یو بل اړخ ولید، ما هیڅ تصور نه کولو چی غمخور صاحب د ستری پښتو پالوونکی به دغسی څه لیکی، زه ددغه لیکنی په لیدلو هک پک پاتی شوم، زړه می ودرید، ژړا راغله، او نږدی وو چی سترګی می د اوښکو په ځاي ویني وبهوی:
د هغه دلیکنو دغه اړخ دغربیانو دډنډورچیانو، اود عزت او پت ددښمنانو بدرګه کوله.
دده دغه لیکنه د ښځو دنړیوالي ورځی په مناسبت وه، که څه هم ډیر ترخه حقایق په دغه لیکنه کی شته دي، خو ده ددغه خطرناکو مریضتیاګانو د علاج لپاره په شاتو پیچلي زهر وړاندی کړي وو.
په لنډه توګه هغه دلیکنی په بیلا بیلو برخو کی د اسلام ځینو احکامو ته سپکاوی کړی، او د افغانی میرمنی لپاره یی په زغرده دغربي ازادۍ، بی حیایۍ، او بربنډتوب، غږ پورته کړی دی،او بیایي افغانه پاکه پیغله بی پردګۍ، بی حجابۍ، او د سړو اختلاط ته هڅولی ده، دایی غوښتي چی افغان میرمنی دی هم د اروپا او امریکی د ښځو په شان د ازادۍ لپاره پاڅونونه وکړي، او دغه پتمنه او له عزت ډکه په پښتو او غیرت ولاړه ټولنه ددوسیو، بی غیرتیو او فحاشۍ خوسا ډنډ ته وروغوځوي،او په دی لړ کی باید ښځه سپورتمینه، کارګره، ډمه، فنکاره، دوکانداره، قاضۍ، رئیسه، ولسمشره او بالاخره هر څه شي، او دخپلی دعزت کوډۍ او جونګړی څخه رابهره شي، او ځان دځناورو او بیرحمه لیوانوغیږی ته وغورځوي، داسلامي فتواګانو په زغرده او بی شرمۍ سره مقابله وکړي، کومو قوانینو او فتواګانو چه هغی ته د عزت خوندي ژوند بخښلی دی، په دین ولاړ خلک يي بنسټ پاله او بورجوازیان بللي، او په لیکنو کی یی د کمونستانو او نوری کفري نړۍ د هغه مصطلحاتو څخه هم ډډه نه ده کړی، کوم چه هغوي د مسلمانانو په ضداو دهغوي د سپکاوۍ لپاره کاروي، چی دهغو له جملی څخه دبورجوازیانو او بنسټ پالو لفظونه دی.
او ددی سره سره یی د سعودي عرب اسلامی حکومت ته کلکه ګتنیونه کړی، او ویلی یی دي، چه دغه دولت ښځو ته حقوق نه دي ورکړی، او په دغه دولت کی ښځی آزادی نه دي، او د ژوند د سختو او ناخوالو سره مخ دي، او ددی خبری د تایید لپاره یی هم یو کتاب ته ِِاشاره کړی ده،
زه غمخور صاحب او دهغه هم فکره ملګرو څخه پوښتنه کوم، تاسی پښتو څه ته وایاست؟؟
آیا پښتو فقط دغه دوه دیرش توري دي چی مونږ یی په خپله ژبه اړوو او راړوو، اوبس؟ او یا که څه نورو څیزونو لره هم شامله ده، که تاسی وایاست چی پښتو همدغه توري دي، نو ستاسی دغه هاندونه ،کوښښونه، او دهغی لپاره ځوریدنه هیڅ کومه معنا نه لری، بلکه زه یي یوه بیعقلي او سادګي بولم.
خو زه وایم: پښتو یو کلتور دی، پښتو یو ثقافت دی، پښتو غیرت دی، پښتو له پت څخه ډک تقالید او عنعنات دي، پښتو یواځي ژبه نده، پښتنه ټولنه یوه اسلامي، غیرتي، پتمنه او عزتمنده ټولنه ده، ته په کوم بنياد پښتنه پیغله بربنډۍ ته هڅوی، ته په کوم اساس پښتنه ځوانه بی حیایۍ، بی عفتۍ، فحاشۍ، او اختلاط ته هڅوی، ته په کوم پښتانه کلتور پښتنی میرمنی ته دفسق، فجور، زنا، هلاکت، دیوسۍ، او ګندګۍ لار هواره وی.
هو مونږ پښتانه مسلمانان یو، په اسلام ویاړو، په ډکه خوله افتخار پری کوو، په دی ایمان لرو چی حق دین دي، د هر وخت او هر ځاي لپاره صالح دی، متمدن او پيشرفته مذهب دی، او په دغه قضیه کی د دښمن د بی ځایه تهمتونو اوبهتانونو څخه نه ویریږو.
اسلام د ښځو حقونه خوندي کړي دي ، او هغی ته يي ازادي وربخښلی، مګر په اسلام کی ازادي خپل حدود لري، او همدغه حدودو سره دانسان او دحیوان فرق کیداي شي، او هيڅکله هم دغه حدود دتمدن او پیشرفتۍ مخه نه نیسي.
اسلام ښځه د نابودۍ او دهلاکت له تورو سمڅو څخه راوویستله، او دايی واضحه کړه، چی ژوند ددواړو حق دی، او د ښځی او سړي بهتري او لوړوالی یواځی په تقوی او پرهیزګارۍ سره تلل کیداي شي.

په اسلام کی ښځه او سړی ګډ د تمدن جوړونکي دي، خو هر یو جنس خپلی ځانګړتیاوی لری، او نه تنها چی اسلام په تشجیعی طور سره لار ښوونه کړي وي، بلکه د ښځی او د نر د دواړو حقوق او ضوابط یي په قانوني توګه وټاکل.
اسلام ښځی ته د خپلی خوښی د میړه اختیارولو واک ورکړ، هغه یی له میراث نه برخمنه کړه، د هغی سر یی اوچت کړ، د هغی دقتل په حالت کی یی قصاص واجب کړ، دښمن ته د پناه ورکولو حق یی ورکړ، د هغی حق یی په بچو دپلار په نسبت په څلور ځل واجب کړ، په پرده او حجاب کی يي هغی ته دتعلیم او مسجد ته دتګ حق ورکړ، د پیسو مالکه یی کړه، دهغی لپاره یی مهر واجب کړ، همدارنګه په میړه باندی یی دهغی لپاره خرچه او اوسیدګاه لازمی کړه، او که سړۍ له دغه حقوقو وتښتي، نو اسلامی قضاء یی دیته اړباسی چه دغه قوانینو ته غاړه کیږدي، ښځی ته یی د سړی سره د ژوند د نه تیریدو په حال دا حق ورکړ، چی قاضی ته لاړه شی،او طلاق ترلاسه کړي، هغه يی واده ته وهڅوله، او میړه ته یی دهغی سره دښیګڼی امر وکړ.
د ښځی د اخلاقو، عزت، ناموس، او درناوۍ لپاره یی خورا زیات قانونه وضع کړل، د حکومت ریاست او دټولنی د ساتنی مسوولیت یی دنارینه وو په اوږو ور بار کړ، او دښځو دهلو ځلو مخ یی د کور لور ته کړ، ځکه د ښځی حقیقی او رښتیونی څیره دا نه ده، چه هغه قاضۍ، ددفتر ماموره، او یا دفوځ سپاهۍ جوړه شي، د ښځی وظیفه تر دغه ټولو ډیره مهمه او درنده وظیفه ده، چی هغه داسی تکړه سړي تیار او تربیه کړي، چی آینده وکولاي شي خپل دین، ملت، او هیواد ته خدمت وکړي، او مخ په وړاندی يي بوځي.
خو د کینه ناکو غربیانو دغه کورني روابط، تړونونه، انسجام،مینه او محبت په مسلمانی ټولنه نه پیرزو کیږی.
یوی فرانسوۍ لیکوالی (هاري) په یوه بیانیه کی د ختیځ ښځو ته داسی وایي:
(تاسو زمونږ د اوروپایی ښځو سره سیالي مه کوۍ، زمونږ په لاره مه ځۍ، ځکه تاسو په دی نه یاستۍ پوهیدلی چی مونږ دغه ازادي په کوم قیمت تر لاسه کړی، هو، مونږ دغه ازادي د خپل عفت او ابرو په پلورلو تر لاسه کړی، له تاسو څخه زما غوښتنه داده، چی تاسی باید دکور ښځی واوسۍ په خپلو کورنیو كي سپیڅلی ژوند تیر کړۍ، تاسی باید د اولاد لپاره مهربانه میندي واوسۍ، او کوښښ وکړۍ تر څو د اولاد لپاره مهربانه، میندې جوړې شۍ)
په اوروپایي او غربي ټولنه کی ښځه له پردیو نارینه وو سره ګډون هیڅ عیب نه ګڼي، ان تردي چی پیغلی کولاي شي په آزادانه ډول، په آزاده فضا کي خپل یاران خپلو کورونو ته بوځي، او مور او پلار یی مجبوره دي تر څو دغه میلمه په ورین تندې وپالي، جنکۍ له خپلو یارانو سره سفرونه کوي، او قانونا ازادی او دیموکراسي ده، آیا تاسی هم دغسی دیموکراسی د افغانستان د پیغلو لپاره غواړۍ، په غربی دیموکراسۍ ټولنه کی اوس دعفت سوال بیخی له منځه تللی، او که چیری انجلۍ د واده په شپه باکره (پرده لرونکی) وخیږی، دا د هغی لپاره ستر عیب دی، او دغه ډول انجونی دوي دمرتجعینو په نامه سره یادوي.
ددغه مخلوطی ټولنی ددغو جنسی انحرافاتو په نتیجه کی د غیر قانوني اولادونو په اړوند احصایه چی د ملګرو ملتو داداری له خوا په 1959 یواځی په راجستر شوو نومونو کی غیر قانونی اولادونه پنځه اویا په سلوکی ښودل شوی وو، چی دغه حرامزاده ګان بیا افغانستان او عراق غوندی ځایونو ته د جنګ لپاره لیږلکیږي، نو دښځی کوم حقوق دي، او دا کوم تمدن دی، ښځه په غرب کی د سوداګرۍ د توکي په شکل استعمالیږې، په امریکایی ټولنه کی بدلمنه ښځی اوس آتیا په سلو کی شمیرل شوې دي.
آیا ددغی آزادۍ او دیموکراسۍ لپاره تاسی چیغی وهۍ،
په امریکا کی د سینمایی صاله په نامه پوهنځی کی د هری اونۍ په اخره شپه کی محصلینو ته د هایفبو فلمز دادا رو جوړ شوي سکسی لوڅ فلمونه ښودل کیږی، چی دهمدغو فلمونو څخه په پیروي پیغلی او ځوانان یو دبل غیږې ته لویږې، چی دا راز لوبی هلته بالکل عادي ګڼل کیږی.
نو اۍ د دیموکراسۍ ډنډورچیانو! تاسی په افغانستان کی دا رنګه اختلاط او ګډ تعلیم غواړۍ.
خو له دی سره سره داهم نه هیروم چی دا اوس په ځینو پښتنو ټولنو کی د ښځی مسلم حق پیمالیږي، لکه ښځه په دغه ټولنو کی د مالي میراث په توګه وړل کیږي، د یوه کوچني ماشوم نکاح کولو ته مجبوریږی، او خپل میړه خپل غیږ کی لویوي، او میراث ورته نه ورکول کیږی، او د بدلمنۍ په نوم په پراخه حق سره یي میړه په وژنه لاس پوری کوي، او دقتل په حالت یې د قاتل کورنۍ د سوری په توګه مقابل لورې ته ودوي، مهر یې اخیستل کیږی او ولي یا سرپرست یې خپل جیب کی اچوي، چی له دغه ټولو کارونو څخه اسلام بیزاره دی.
مونږ په زغرده وایو چه: تعلیم او علم حاصلول زموږ په دین کی یو مطلوب څیز دی، بلکه د علم د ځینو څانګو حاصلول حتمي، ضروري، او واجب دي، ولو که دغه تحصیلوونکی ښځه وی او که سړی، ښځه په کی تعلیم د سړي په رنګ ده، خو مونږ دا پوښتنه کولاي شو، چه د بربنډوالې، سینی ښکارکولو، پونډیو او ورون ښکاره کولو او د تعلیم تر منځ څه علاقه ده؟؟؟!!!!
کوم عزت د ښځی دی، چی د هغی عکسونه او ښایستوالی په بازار د تجارتی توکو په شان استعمالیږی، خو کله چی د هغی د ښکلا پاڼه ژیړه شي، نو دیوه بیکاره ماشین په توګه یي وغورځوي.
په دغه پیاوړی ټولنه کي د بدشکلی ښځی څه ارزښت دی ، دبوډیګانو او نیاګانو څه ارزښت دی، دبوډاګانو او بوډیګانو لپاره جوړو خونو کی مرګ ته شپی سبا کوي، نه یی د پوښتنی څوک وي، او نه یي څوک زیارت کوي.
خو اسلامي ټولنه کی او اسلام کی چی د ښځی عمر زیات شي، احترام يی زیات شي، حق يی لوي شي، هغی خپله دنده سرته رسولی وي، او اوس د ځامنو، نوسیانو، کورنۍ، او ټولنی دا دنده وي ، چه هغه ډیره ښه وپالي.
او دښځی حق په مال ، ملکیت، مسوولیت، ددنیا او داخرت د خکلو او بدو سزا ګانو کی د سړي سره یو شان دی، او هغه ځینی مسایل چی په هغی کی دښځی او سړی توپیر شوی دی، هغه یو طبیعی کار دی، ځکه برابروالی او مساوات په خلکو کی د هغوي دپیدایشي او اخلاقي صفتونو پوری اړه لري، نو څومره چی دغه صفات په دغه څیزونو کی نږدی وي، هومره مساوات ددغه څیزونو تر منځ ډیر پیاوړی او نږدی وي.
نا ممکنه ده چی د ټولو وګړو تر منځ د مطلق مساوات فیصله وکړو، ځکه چه دغه وګړي په ډیرو څیزونو کی توپیر لری، د مثال په طور سره، زه څنګ وکولاي چی یو ډاکتر چی څلویښت کاله یی تجربه او علم کړي وي د یوه جاهل سړي سره په حقوقو او واجباتو کی برابر کړم، دا د قانون په علم کی ناشوني ده، همدارنګه دښځی او سړي تر منځ ځینی فرقونه په حقوقو او واجباتو د هغوي په فسیولوجی، پیدایشي، اکتسابي، حالت پوری اړه لری، د مثال په طور سره میراث ته راځو چه غمخور ورته په خپلو خبرو کی اشاره کړی، او د اسلام دی ستر الهی قانون ته يي زما په اند سپکاوی کړی، ځکه الله فیصله کړی، چی ښځه به یوه برخه میراث وړي، او سړي به دوه برخی، نو مونږ په دی ایمان لرو، او ددی الهی قانون حکمت په ډاګه کولاي شو.
1- څنګه چی میراث د اسلامي نظام یوه برخه ده، نو دغه برخه دسړي او ښځی د مسوولیتونو او هغوي پوری داړوندو احکامو څخه منځ ته راغلی، او مخکینۍ قاعدی ته بیا اشاره کوم، چه هیڅکله مثلا ددوه کارګرو برابروالی لازمي نه دی، اګر که دواړه سړي دی، خو هر یو په بل ځانګړي امتیازات لري، په یوه دولت کی ډیر خلک کار کوي، خو د ټولو حقوق هیڅکله برابر نه وي، هو په احترام، تقدیر کی ټول انسانان مساوي دي، او بهتر دالله په نیز پرهیزګار وي.
2- د سړي د برخی زیاتوالی په میراث کی له وجهی دی، چی هغه پوری په اسلامی عام نظام کی ځینی اړوندی وظیفی او واجبات تړل شوي دي، او همدغه سړي د ښځی د مهر او دهغی دنفقی او خرچی مسوول دی، او ښځه له دغه تکلیف څخه خلاصه ده.
3- کله چی دیوه قاتل ددیت ورکولو قضیه راشي، ښځی دقاتل ددیت ورکولو څخه خلاصی دي، ولو که قاتل یی ځوي او یا ورور وي ، همدغه سړي وي چی په ګډه دهغه قاتل دیت خلاصوي کله چی د مقابل لوری له طرفه معاف کړاي شي،
4- دلور ټوله خرچه په اسلامي نظام کی تر ودیدو په پلار وي، تر هغه وروسته په میړه، تر هغه وروسته په بچیو وي، او هرکله که کوم سړی وغواړي له دغو حقوقو او واجباتو څخه وتښتي، د اسلامي نظام د نیولو او جزايي کولو سره مخ کیږي.
5- خو که غربي ټولنی، ددیموکراسۍ دډنډورچیانو مجتمع ته راشو، نو وبه ګورو چی پلار به د لور داتلس کلنۍ په عمر تر هغی بیزاري اعلان کړي، او هغه دیته مجبوره شي، چی ځان لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي، او ډیر کرته دغه مړۍ ډوډۍ هغی ته د هغی دعزت او شرف په مقابل کی تر لاسه کیږي.
6- اسلام طلاق منځ ته راوړه، او دطلاق احکام یی په تفصیل بیان کړل،سره له دی چی نصرانیت په طلاق قائل نه دی.
ښځه په اسلام کی د سړي په شان الله ته په عبودیت قائله وي اوبس، او دغه عبودیت دازادۍ او حریت یوه لویه مرتبه ده، نو د هرپادشاه د هتکړیوڅخه ازاده شي، او زړه یی یواځي الله ته په مخه وي، او سر یي یواځی داسمانونو، ځمکو، لمر، سپوږمۍ، اودستورو پروردګار ته ټیټ وي.، پداسی حال کی چی دیهودیت او نصرانیت دین کی ښځه خبیث جراثیم بلل شوی ده،
دښځی دازادۍ غربی مفهوم دښځو یوحرکت پیدا کړ، چی دهغی ترشا دیهودو قوي لاس وو، او دغه حرکت اخلاق تباه کړل، بنیادي فکرونه یي ړنګ کړل، او هغه تاداوونه يي رانوړول په کومو چی ټولنه ولاړه وه، په فردي او ځانګړي شعور اوچته شوه، داسی شعور چی سړی یی خپل شریر دښمن وباله.
دغه حرکت په یوی ګنده فکری ولاړ دی: هغه دا چه : ټولنه یواځی او یواځی په فرد منځ ته راځی، نه په کورنۍ باندی، او دغی فکری مفهومونه او ارزښتونه سرچپه کړل، دمادی څیزونو سره یی تړاو شو، او ددینونو،او عقیدو سره یی دښمني شروع کړه، دالحاد او خدایناشناسۍ ته یی لاری هواری کړی، فحاشي، لواطت، زناکاری او فسق او فجور یی روا وباله، او دغه کارونه یی دشخصي حقونو له ځانګړتیاوو څخه وګرځول.
دغه غربی ازادۍ د ښځی سره څه وکړل؟؟؟ هغه یی په بازار دهر توکی دخرڅلاو لپاره رواجوونکی وګرځوله، دخوندونو او شهوت په بازار کی یی ډمه او سندرغاړی کړه، دهغه لیوانو په منګلو کی ښکیل شوه، کومو چه دهغی دازادۍ ناری وهلی،
ډیرو سړو او ښځو ودونه پريښودل، ځکه چی دهغوي حاجت د غیر شرعی جنسی اړیکو له خوا پوره کیده، د بیلګی په توګه دامریکی وزیر خارجه کوندلیزا رایس تر اوسه لونډه ده، سره له دی چی څو کرته هغی ته پیغور ورکړ شو، خو هغه چی دبچیو عاطفه په زړه کی نلری، او دامریکایانو په خوله په امریکایی عسکرو یی زړه درد نه کوي، او د بوش لخوا ټیل وهل کیږي، نو نور څه غواړي.
فیلیبس ماکینلی، امریکایي لیکواله وایی:
آیا مونږ به ښځی وشمیرل شو، که بیرته خپلو کورونو ته ستنی شو، وروسته له دی چی خپل جنس او ځان سره موخیانت کړیدی، بیا وایی: زه په زغرده وایم: زما په دی ټکی کي ډیر غوڅ نظر دی ، زه په دی اصرار کوم چی باید مونږ باندی په کور کی دپاتی کیدو ډیر حقونو دي، چی هغه باید سرته ورسوو، او دغه حقونه سرته رسول زمونږ لپاره کافي دي، چی زمونږ ژوند او زړه ډک کړي.
په نړیوال څلورم کانفرانس کی چی دښځی د تعلیم لپاره جوړ شوی وو، په شپږم وصیت کی دا وویل شو:
څرنګه چی اختلاط د پوهنی پرمختګ پوری هیڅ اړه نلري، او اسلام هم اختلاط نه مني، نو په اسلامی دولتونو کی دښځی او سړی درسځاي او کارځاي باید جداوي،
که چیرته ښوونکي کم وي، کولاي شو د بند تلویزیونی سیستم څخه کار واخلو.
داختلاط او بدمرغی دیموکراسۍ بدمرغه څیري وايي : چه دغه دیموکراسي سړی او ښځه یوبل سره عادي کوي، او وروسته دغه دشهوت غریزه د دواړو تر منځ مړه شي،خو واقع بل څه ښودي، هغه دا چه ددواړو تعلق ښه اسان او په غټه کچه شي، او بالآخره دواړه په زنا کی واقع شي،
او زمونږ دغه ملګري چی اروپا کی اوسيږی، هغوي په دی ښه پوهیږي، خو سترګي، پټوي، بل شهوت په انسان متجدد څیز دی، په دغه توګه نه ختمیږی.
خو که مونږ مسلمانان یو، په اسلام ایمان لرو، او دهغه په مصداقیت عقیده لرو، دیته ضرورت نلرو چی دغرب دغه سوالونو ته ځواب ووایو، نبی کریم × په حدیث شریف فرمایي: خلوت یا ځانته کیدل دی نه کوي سړي د پردۍ ښځی سره،مګر هغه وخت چی دهغی ښځی سره محرم وي، او په بل حدیث کی راځي: هر سړي د یوي پردۍ ښځی سره ګوښه شي، نو شیطان د هغوي دواړو دریم وي.
اوس داختلاط یا دګډ تعلیم ځینی سلبی اغیزی بیانوو:
دامریکا په لیسو کي بلاربې یا حاملداری انجونی په سلو کی اته څلويښتو ته رسیږي.، او دغه شمیره هر کال په زیاتیدو ده، سره له دی هرڅه محصلین مظاهری کوي او وايي: مونږ جینکۍ غواړو، مونږ غواړو ځانونه په مزو کی ډوب کړو.
یوه بله قیصه وایی: چی یو نوولس کلن محصل په خپل استاذ ګولۍ وچلولی، لدی لامله چی دهغوي دواړو په یوی جینۍ جنګ وو.
نو غمخور او دهغه ملګرو ته وایم ، آیا تاسو غواړۍ چی دغه ارمغان افغانستان ته راوړۍ.
ځینی احصایی وایی: چی یولک او شل زره انجونو چی عمر یی له شلو کالو کم دی په غیر قانونی توګې بچی زیګولی.
او دغه اختلاط ددی سبب ګرځیدلی چی ایډز خپلی ګندی ريښی خوری کړي.
او دیوی احصایی له مخی ویل شوی دی: چی په هرو لسو محصلو کی شپږ محصلی د جنسی تاوتریخوالی ښکار شوي.
او دغه ګډ تعلیم او اختلاطی نظام نور زیات ضررونه لري، چی ځای یی له بیانیدو تنګ دی.
دښځی د ازادۍ دغربی ډنډوری موخه داده چی له سړي څخه دقوامت حق سلب کړي، الله جل جلاله د کورونیو دساتلو لپاره سړي ته د قوامت حق ورپه برخه کړی، ددی مثال دیوی پادشاهۍ دی، او ممکنه نه ده چی یوه وخت کی دی دوه پادشاهان په یوه ځاي کی حاکمان وي.
زمونږ اسلامی ټولنی دیته ضرورت نلری چی ښځه له کوره بهر ووځی، ځکه دهغی نفقه دهغی په پلار، میړه، او سرپرست ده، خو په اروپا او امریکا کی د ښځی د کارکولو څو لاملونه دي:
• پلار په غرب کی دلور په خرچی مکلف نه ګڼل کیږي، کله یی چی عمر اتلس کلنۍ ته ورسي، او ډیر کرته پلار ته د هغه دکور کرایه ورکوي.
• هلته خلک د خپلو شهواتو لپاره ژوند کوي، نو غواړي چه ښځه په هر میدان کی هغوي سره ښځه حاضره وي، چی خوند ترینه واخلي.
• نړیوال جنګونه او دډیرو ښځو کونډیکیدل له دغو لاملونه څخه شمیرل کیږي.

• بخل او ځانځاني هلته ډیره زیاته ده، داولادونو په تربیت اهتمام نه کوي، او ددین، تربیی، او اخلاقو هیڅ پروا نلري.

• ښځه هلته خپله د ځان لپاره دخاوند کور برابروي، او میړه ته مهر تقدیموي، او څومره چی د ښځی مال ډیر وي هومره دسړو رغبت په هغی کی زیات وي.
• ښځه هلته دیوی ورکی ازادۍ لټون کوي، او کله چی کار وکړي، او څه پیسه لاس ته راوړي، نو ځان ته دوکه ورکړي، او ووايي: اوس ازاده یی، لدی وروسته يي خوښه چی چا سره څملي له چا سره اوده کیږي، او له چا سره یاري کړي.
په دغه ټولنه دښځی فسیولوجي جوړښت په نظر کی نه دی نیول شوی ، هر کار پری کیږي، او ډیر کله د کار په ځاي د جنسی تاوتریخوالی سره مخ کیږي، او دهغی دکار مزدوري تر سړي کمه وي، اګر که یوی برخه کی کار کوي.
ښځه او دسیاست قضیه:
ښځی ته اسلام خپل واجبات او حقوق په ګوته کړي، اسلام ښځی ته دا اجازه نه ده ورکړی چه هغه دی قاضۍ شي، ښځه چی خپل کورني واجبات په ښه ډول سرته ورسوي، دا دهغي لپاره لویه کامیابي ده، زمونږ نبی کریم × په صحیح روایت کی فرمایی: هیڅکله به داسي قوم کامیابی حاصله نکړي ، چی په ځانونو یی ښځه مقرره کړي وي،
بل حدیث کی نبی کریم × فرمایی: سړي هغه وخت هلاکيږي چی د ښځو اطاعت وکړي.
او بل الله جل جلاله فرمايي: الرجال قوامون علی النساء:
ترجمه: سړي پر ښځو حاکمان دي.
او داسلام ټول فقها په دی متفق دي، چی ښځه پادشاه کیداي نه شي،
او څرنګه چی قضا، ریاست، ولسمشري، د زیرکتوب بشپړوالې، اود عقل پوره والې ته ضرورت لر ي، او دغه څیز په ښځه کی په پوره توګه متحقق نه دی، ځکه ښځه همیشه خپلی عاطفی پسی منډی وهي، او بل ددغه کارونو څخه دا لازمیږي چی ښځو پردو سړو سره اختلاط وکړي، او بې محرمه سفرونه وکړي، دسړو په محفلونو شرکت وکړي، او دښځی په پيدایشی او اجتماعی لورې ډیر خطرنا ک دی، کله به داسی هم کیږی چی ولسمشری ته ضرورت شي، خو ولسمشره بچۍ زیږوي، او یا يي بچی په نس وي، او دهغی له امله ګنګسه وي، او یا میاشتنۍ مریضتیا پری راغلی وي،نو دهغي له وجهی یی په دماغو بوج وي.
بل ښاغلیه غمخوره!!!
تا چی د سعودي په اسلامی قانون نیوکه کړي ډیره بیځایه دی کړی، او دهغی د تایید لپاره تا یوکتاب ته اشاره کړی وه، فکر نه کوم که تا هغه کتاب لوستلی وي، خو زه دی ددغه کتاب لوستلو ته مجبور کړم، او ومی وایه، ګرانه مخکی له دی چی زه په کتاب خبری وکړم داوایم: چی دلته ښځو ته داسلام په چوکاټ کی پوره ازادي ده، دلته دښځو حقوق خوندي دي، دلته ښځی ښی خوشحاله دي، دلته شرعي محکمو د هغی دهر شکایت لپاره خپلی دروازی پرانیستلی، خو چه ته کمه ازادي غواړي، دپاریس دانجونو ازادي، دسویډن د جینکو بربنډتیا، دلندن د ښځو فسق ، زناکاري او فجور، دامریکا دښځو جنسی شذوذ، نو الحمد لله هغه دلته وجود نلري،او نه به دلته پښې وکړي، او نه د ریاض انجوني دا غواړي، دسعودي انجوني دالله په لاره روانه دي، او دغی ښځی چه دغه کتاب لیکلی هغه دنوښتمندو(حداثیین) له ډلی ده، چی مشري یی ترکي الحمد کوي، هغه ملحد دی، او وايي : چی شیطان او الله جل جلاله والعیاذ بالله د یوې روپۍ دوه مخونه دي، نو آیا غمخوره ته دداسي ښځی او دداسي مشر دعقیدي معتقد یي؟؟
بله دا چه دغه کتاب ما ولوست، او محتوی یي په لاندی ټکو کی بیانوم:
1- دغه دڅلورو انجونو قصه انځوروي، چی د کتاب عنوان وايي: چی ددوي د ریاض د ښار دي، خو وروسته د کتاب محتوی وايي چه : هغوي ژوند په خارج کی تیر کړي، او له څلورو څخه دری انجوني، په ناکامو محبتونو او فاشلو تجربو، او ودونو کي را ایساری شوي دي، او څو څو کرته له ناکامو هڅو سره مخ شوي، شرابونه یي څښلي دي، سپي یی تربیه کړي دي، او د سړو په جامو کي يي ګاړي چلولی لدی لپاره چی ځان لپاره لونډان پیدا کړی،چی ددوي خوا ور یخه کړي، او ګرمایش یي له منځه بوځي،او څلورمه انجلۍ په دوي کی کامیابه ده، او له دوي سره کومک کوي، او دا ټوله قصه يي په يوه عاطفي پوښ پيچلی ده، ګواکی د ریاض انجوني ټولی داسی دي، او موخه او هدف يی دادی، چی د ریاض دښار پاکی انجونی بدلمنۍ ته راوبولي، او په دغه قسم کارونو پیل وکړي، او دهغوی دعفت په سپینو او پاکو جامو تور دغ ولګوي،او لیکونکی چی رجا صانع نومیږي، وايی: ما خپله همدا کارونه کړي دي، او دا حقیقت دی، او ما ددغه ښځو نومونه بدل کړي، او مالګه او مرچکی می ورسره ګډ کړی چی خوند وکړي.
ما چی کله داکتاب ولوست، حیران شوم، او ځان سره می وویل: هرو مرو دا دکوم بل ریاض باره کی غږیږی، چی یا په پاریس کی دی، او یا سانفراسیسکو کی دی، زه په سعودي داوو کالو راهیسی اوسیږم خوما دا قصی نه دی لیدلی، او که دا ښځه بالفرض رښتیا وایی نو ددی مثال داسی دی: چی یو سړی د ګلو یو لوي باغ ته ننوځی، ډیر ښایسته باغ وي، خو هلته په یوه څانګه کی یو ګل خراب شوي وي، نو دا سړی شروع وکړي، چی داسی خراب شوی وو، داسی ګونګوټان هلته خوزیدل، داسی چینجی خوزیدل،داسد تور شوی و، تا به ویل لکه تور سکاره .....،
خو ای غمخوره، ته خبر یی چی کله رجا صانع کتاب: بنات الریاض، چی په بیروت کی چاپ شوی، په اخبارونو کی ځوږ جوړ کړ، همدغه وخت کی یوی بلی سعودۍ په پاریس کی په یونړیوال کانفرانس کی د فزیک په څانګه کی دلوړي پوهتیا په سبب یوه لویه جائزه حاصل کړه، داسی حال کی چی خپل مخ يی په شرعی حجاب کاملا پټ کړی وو، او دغه دشرف جائزه یی، تر لاسه کړه، دغه ښځه دوکتوره (ریم) وه، چی دملک عبد العزیز په جامعه کی استاذه وه، او دغی بلی ډمی ته پکار وه، چی دخپل وطن ښیګڼه یي بیانه کړی وه، داسی حال کی هغی دډاکټرۍ شهادتنامه دریاض د ښار د اسلامي پوهنتون څخه اخیستی وه.
دغه کتاب چی غمخور یی صفت کړی دی په لاندینی نورو شیانو هم مشتمل دی:
• د ښځی محبت (مقصد یی غیر شرعی روابط) یی دپردی سړی سره په دین نومولی، او دغه سړی یی ددغی ښځی لپاره عبادت ځاي ګرځولی دی.
• دقدر یعنی د الله فیصله سره یی دیوی جنۍ دشمنی بیان کړیده.
• ویلی دی: چی دمحبت لمانځلو لپاره زمونږ هیواد کی اختر منعه شویدی، او زه وایم: چه داد محبت اختر له کومه راغۍ، مونږ دومره کمزوری شو، چی خپل ارزښتونه تر پښو لاندی کړو، او دغرب د نامسوولیته،بی احساسه کارونو او ګندګیو د ډاګ او ډانکی بچیو ثقافت پسی لاړ شو.
• دپالبینۍ کتابونو ته مراجعه کول، چی دا په اسلام کی حرام کار دی.
• د میلادي اویا زیګیز کال په سر کی اختر کول. او دا هم را معلومه چی زمونږ دین کی ناروا دی، د نصاراوو کار دی، خو مونږ نفسی شکست خوړلی، او هر کله مات شوی د قوی تقلید کوي.
• په دین باندی ریشخند وهلی دی، او همدارنګه یی په علماوو او ښو خلکو پوری ملنډی وهلی.
• نور شرعي مخالفتونه په دغه قیصه کی ډیر زیات دي، لکه د حجاب لری کول، بغیر محرم دښځی سفر کول، سپی تربیه کول د غربیانو غوندی، یارانی کول، شراب څښل، فسق اوفجور کول، او حتی تردی حده پوری چی اقرار یی کړی، چی زه ددغسی انجونی له ډلی یم، او کوشش یی کړی چی دسعودیانو ځوانانو څخه دخلکو زړونه ورتور کړي.
نو غمخور جانه !! دا دهغه کتاب قصه ده، چی تا یی صفت کړی و، له دی وروسته ته نور څه غواړې،
تاته وایم دالله جل جلاله څخه وویریږه او ددغه دغربۍ ازادۍ اهداف او مقاصد چی ته یې له ما ښه پیژنی، مه پوره کوه، او زمونږ د پتمندو ، عزتمندو، غیرتمندو، او پاکو پیغلو د بی پته کولو، بربنډلو، او لوڅولو دعوت مه چلوه، الله جل جلاله فرمایی: ( ان الذین یحبون ان تشیع الفاحشة فی الذین آمنوا لهم عذاب الیم فی الدنیا والآخرة).ترجمه: هر هغه څوک چی خوښه ګني چی خوره شي بدکاري په مؤمنانو کی هغوي لره ډیر دردناک عذاب دی په دنیا او آخرت کی.
اسلام باندی انتقاد مه کوه، که مسلماني در کي وي، نو خپل قلم داسلام په ضد مه څرخوه، پیغلو ته د شرعی او د اسلام پریښودو ثقافت مه ورښیه.
ستا نوری لیکنی می ولیدی، چی هغی کی تاسی د اساسی قانون په مادو کی داسلام د ټکی د اضافه کیدو څخه سرخوږاوی ښودلی وو، هغه د آمر بالمعروف شکلي او علی الورق ریاست باندی دی په زړه غر ولاړ وو، او بالجانب مقابل دی په بنسټ پاله باندی نومولي، اګر چه زه نه د برلمان له غړو څخه دفاع نه کوم، اونه د کابینی له غړو څخه، او په هغوي کی ډیر معلوم جنایتکاران چی باید په سزا ورسیږي، زه يو درویشت کلن ځوان یم، له هیڅ یو ګوند سره تړاو نلرم، محصل یم، خو خپل دینی او ټولنیز درد دیته وهڅولم چی دغه څو کرښی ولیکم، خو که د هغوي له خوا داسلام کلمه اضافه شي نو کوم بد کار نه دي، ته ولی د بنسټ پال لفظ استعمالوی، که مسلمان یی باید په خپلو اصولو باندی افتخار وکړي، او په اسلامي بنسټونو ودریږی، او که د کوم بل دین معتقد یی او یا دعلمانیت معتقد یی نو په دی پوه شه چی لادینۍ ته زمونږ په اسلامي ، غیرتي، او سرښندویه ټولنه کی ځای نشته، او په دی هم پوه شه چی مونږ دغه زهرجن قلمونه ښه پیژنو، دا دغیرتي ابدالی کور دی، دستر میرویس میهن دی، دملالی پیغلی په غیرت ولاړ وطن دی.
ای دافغانستان دلوړو غرونو شنو زمریانو!
دا دین تاسی ته په ډیرو قربانیو او سختیو رارسیدلی، تاسو چیرته یاست، ګیدړان په منبرونو ختلی دي، پام وکړۍ ، دالله نه وویریږۍ، چی دا دین ضایع نه کړۍ، تاسی به ذلیل شۍ، الله به دا دین په بل چا وساتي.
نو مات دی شي هغه قلمونه چی دمحبت ، مینی، او عدالت د پاکو نومونو لاندی تاریاک او زهر رانغاړي،
ټوټی دی شي هغه ګوتی چی د الله دین (اسلام) ته د بورجوازۍ او تخلف نسبت کوي.
او شنډ دی شي دهغه لیکوال او شاعر خیالونه، چی دده ددین بی عزتې کیږي، پیغلی يي بی پته کیږي، له بوډاګانو سره يي لواطتونه کيږی، او دۍ بیا هم د تورو زلفانو په لومو کی بند وي.
ای دافغان ملت قدرمنی، پاکلمنې، او غیرتمندی، موری، خوری او لوري:
ته دغسی نه یی څنګه چی دغه غربیان او دهغوي ګوډاګیان یی غواړي، او نه به دغه رنګ شي کوم چی له حیا څخه خلاص خلک یی غواړي، او نه به ددغه زهرجنو قلمونو او تریاکجنو لیکنو ښکار شی، خپل سرونه په ډیری غیرتمندۍ سره د هندوکش دغرونو غوندی لوړساته، تاسی زمونږ دسر سترګی او د وجود زړونه یاست، نو پام وکړۍ چی د خپل پروردګار نه بغیر بل چا ته سر ټیټ نه کړۍ، او د سپو د غپا پروا مه کوۍ، زر دی چی زمونږ د وطن له آسمان څخه دغه د آوړي توره وریځ له منځه ولاړه شي،
وآخر دعوانا ان الحمد لله رب العالمین.

لیکونکی: سراج الحق وهاج صافی


khalid afghan
28.03.2007

ګرانه سراج خانه!
كه څه هم د مضمون محتوا دى ښه ده خو د الفاظو لټون دى مناسب نه بريښي. تاسو ته ښه مالومه ده چې دا مضامين به ښځينه لوستونكي هم لري، خو بيا هم تاسې داسى توري كارولي چې ان ما ته يې په لوستو شرم محسوس شو. ځكه نو تاسې نه په اينده كې دې ټكي ته د پام كولو تمه لرم.

د ښځو د حقوقو په اړوند ما مفصل مضمون ليكلى دى، خو دلته بيا څو خبرو ته اشاره ضروري ګڼم:
د ښځو قضاء:په خاصه توګه نن سبا چې د ښځو اړونده مسئلې د محكمو مخ ته پرتې دي ډيره ضروري مسئله ده. زه به له تاسى اسانه پوښتنه وكړم: د زنا او زنا بالجبر په مسئله كى به نارينه قاضي ډيره ښه فيصله وكړي او كه ښځينه؟ هغه ښځه چې محكمى ته راشي، سړي قاضي ته به د واقعى قصه څنګه بيان كړي؟ او كه تاسى دا غواړۍ چې هغه ښځه دى دا تېرى وزغمي او مجرم دې خلاصې تڼۍ ګرځي؟ دا خو فقط يو مثال دى، داسى په لسګونه نور مثالونه زمونږ مخ ته شته. د حضرت عائشې رضي الله عنها نه به خلكو د ديني مسائلو پوښتنى كولى، هغې به فتواګانې وركولى. په دې اړوند يوه خبره بايد په ذهن كې ونيول شي: پخوا كه ځنې علماو د ښځو قضاء نه منله نو صحيح يې ويل، ځكه د قانون تدوين نه و شوې نو هر چا به د قران او حديث او يا د فقهاؤ د كتابونو نه مستقيما مسائل استنباط كول. نن خو ټول مسائل تدوين شوي، قوانين ليكل شوي نو څرنګه چې سړى د كتاب نه استنباط كولاي شي يوه ښځه هم په پوره توګه د قانون نه ګټه اخيستلاي شي.

د پوځ مسئله: ايا د رسول الله صلى الله عليه وسلم يا د خلفاء راشدينو په زمانه كې به ښځى پوځ كى د زخميانو د علاج او ساتنې لپاره جګړې ته نه تللې؟ نو مطلقا دا ويل چې ښځې دى كور كى كښيني، تاسې ته څنګه ښكاري؟ په نازو انا خو مونږ ډير وياړو چې د نر غوندې په ميدان ولاړه وه، نو نن مو ولى د ښځو نه تمه بالكل پرې ده؟ ملاله انا همدا شان! دا خو پښتو ده كه نه!

د قانون جوړولو مسئله:
د حضرت عمر په وخت كى هغوي اعلان كړې و چې هر نفر به د جګړې تر ختميدو پورى كور ته نه راځي! خو يوه ورځ چې حضرت عمر د يوې ښځى خبرى واوريدلى، نو كور ته راغى او د حضرت حفصه رضى الله عنها نه يې پوښتنه وكړه چې يوه زنانه د خپل خاوند نه بغير څومره موده تيرولى شي، نو ځواب يې واوريد چې تر څلورو مياشتو، د دې نه اخوا نو بيا ډيره مشكله وي. حضرت عمر زر تر زره فرمان جاري كړ چې بايد ټول پوځيان د څلورو مياشتو نه وروسته يو ځل د لږ څه مودې لپاره كورونه ته راوګرځي او په بدل كې يې نور جګړې ته لاړ شي. مانا دا چې سړي د ښځو په نفسياتو صحيح نه پوهيږي، ځكه نو نن چې تمدن وړاندې تللې او هره ورځ نوي قانون ته اړتيا راولاړيږي بايد ښځينه غړي د قانون سازې په پروسه كې برخه ولري. د دې لپاره بيا ضروري ده چې ښځى رايه وركړي (انتخاباتو كې برخه واخلي) ځكه بايد خپل استازي وټاكي تر څو د هغوي په اړونده مسئلو كى سم تقنين وشي.

په دفتر كې كار كول:
كه چيرې يوه ښځه د اسلامي حجاب د مراعات كولو سره سره دفتر كى كار كوي، نو څه مشكل په پيښ شي؟ كه دا خبره چې خلك به ورته په بده سترګه ګوري په دليل كې وويل شي، ډيره عجيبه ښكاري، ځكه مشكل خو اوس خلكو كې دى نه په ښځه يا د هغې په حجاب كې!

الرجال قوامون على النساء:
د ايت په تفسير كې هر دا ويل كيږي چې دا مطلق قواميت نه دى بلكه د الله او د الله د رسول د اوامرو سره سم اطاعت دى او بس! تفسير الطبري - (ج 8 / ص 290)
وذلك تفضيل الله تبارك وتعالى إياهم عليهنّ، ولذلك صارُوا قوّامًا عليهن، نافذي الأمر عليهن فيما جعل الله إليهم من أمورهن. ځكه نو كه سړى خپله ښځه د پلار سره د سلام او كلام نه منع كوي ايا په ښځه د خپل خاوند خبره منل ضروري دي؟
راځو د سعودي مسئلې ته، تو دا د يوه خاص هيواد لانجه ده ضروري نه ده چې مونږ ورته احساساتي شو، خو څو سوالونه:
• سعودي په كوم دليل د نر، ښځې، ماشوم او بوډا د تفريق نه بغير، او پرته له دېنه چې د دفاع موقعه وركړي، د چرسو يا پوډرو تاجرانو ته د مرګ سزا اوروله!
• د ښځو موټر چلول منع ؤ، ايا په كوم حديث كې راغلي؟
خو اوس د امريكايانو د خوشحالولو لپاره امير عبدالله دواړه كارونه حل كړل. د مرګ سزا ختمه شوه او ځينو ښځو ته د موټر چلولو اجازه وركړل شوه. اوس، سعودي يا خو مخكې غير اسلامي ؤ او يا اوس دى، نو ځواب غواړم! كه مونږ نن امريكايانو "استعمار" كړي يو، سعودي خو هغوي دعوت كړي دي، نو څنګه دې په مونږ زړه خوږيږي خو په سعودي كې خوشاله ژوند كوې؟

په بنسټ پال باندې دومره وارخطا كيدل غير عادي دي! يو نفر چې ځان يو نظام ته منسوبوي بايد په اساسي اصولو باندې ټينګ ودريږي. بنسټيز اصول چې تر څو ونه منو، ځان ته څنګه مسلمانان ووايو؟ نو مونږ ټول بنسټ پال يو او بايد چې ټول عمر همداسې ژوند وكړو!

ديموكراسۍ كې كوم داسى شيان دي چې د اسلام سره متضاد دي؟ البته زه د اصلي نظام پوښتنه كوم، نه د رواجي ديموكراسې!
مننه او د ځوابونو په انتظار!


khalid afghan
05.04.2007

salam سراج صاحب!

تر اوسه د ځوابونو په تمه يم!

او که زما د خبرو سره متفق ياستئ؟


محترمه

قاري محمد حسن
24.05.2009

زه پدې موفقه لرم چې هغه ښځي چې ديني زده كړه ولري نو په قضا كې دي كار وكړي خو دلته يو سوال راپيدا كيږي چې تاسي څومره مطمئين ياست پداسي حال كې چې هره ورځ يا اونۍ او ياهم هره مياست دا اورو چې په پلاني تاريخ په دوه كلنه يا درۍ ، څلور تر ديارلس كلنو نجونو پوري ورباندي تيري كيږي او مجرمين يې هم په خپله امنيتي كسان وي ايا دغو قاضيانو ته به څوك هيڅ ونه وايې دا به ډيره د انديښنې وړ نه وي چې د كورنوپه دننه كې له دې جانيانو څخه ماشومانې نه شوې په امن كې پاتي نو دا د لويو ، قاضي صاحبانو دروازي ته به څوك ونه دريږي ؟ مننه ستاسو ورور اسير له پكتيكا نه


عادل عادل
09.06.2009

سلامونه

دروند وهاج صیب سترګې دې جار شم.


Re: محترمه

pattang
09.07.2009

ډېر خوښاله شوم چې يو ښرنوال دلته را پيدا اودغاټول مجله چلوي ٠
توفيق او بری درته غواړم الله پاک دې په اسلامي جامو پټ لره ,

[quote:d3b8e05b0c="قاري محمد حسن"]زه پدې موفقه لرم چې هغه ښځي چې ديني زده كړه ولري نو په قضا كې دي كار وكړي خو دلته يو سوال راپيدا كيږي چې تاسي څومره مطمئين ياست پداسي حال كې چې هره ورځ يا اونۍ او ياهم هره مياست دا اورو چې په پلاني تاريخ په دوه كلنه يا درۍ ، څلور تر ديارلس كلنو نجونو پوري ورباندي تيري كيږي او مجرمين يې هم په خپله امنيتي كسان وي ايا دغو قاضيانو ته به څوك هيڅ ونه وايې دا به ډيره د انديښنې وړ نه وي چې د كورنوپه دننه كې له دې جانيانو څخه ماشومانې نه شوې په امن كې پاتي نو دا د لويو ، قاضي صاحبانو دروازي ته به څوك ونه دريږي ؟ مننه ستاسو ورور اسير له پكتيكا نه[/quote:d3b8e05b0c]


Ramya
07.11.2009

I have two adopt sisters

An only child, a perfectly ordinary little girl in rural Wisconsin, I wanted sisters more than anything. When I turned seven, my parents made a decision that delighted me beyond measure: they chose to adopt. ([url=http://www.power-leveling-game.com/]Wow Power Leveling[/url])

It was Christmastime when my two new sisters, aged 6 and 3, arrived from Colombia. They came with a great flourish of celebration, as friends and relatives visited us bearing gifts to welcome them. That evening our guests went home and we were left to ourselves. My sisters and I went to the bedroom we were to share; as we crawledsintosour beds, our parents came to each of us, tucking us in and saying goodnight.“Te amo,”they whispered to my new sisters in Spanish,“I love you.”

From the beginning these newcomers were like my own flesh and blood; we played and bickered and learned just as if we had always been sisters. From the beginning we all were my parents' daughters equally, as they supervised and scolded and encouraged us. [url=http://www.wotlkgold.org/gold-report.asp]world of warcraft gold[/url]

 Life seemed great. Beneath the surface, however, my parents were struggling with their own marital problems. As we girls were approaching our teen years, my parents uttered the fateful words,“We're getting a divorce.”

My sisters had been hurt before. They had been dealt a great wound when their birth mother abandoned them, and none of us understood the depth of their inner turmoil. It was a pain that now resurfaced, as the emotions from that abandonment years earlier overwhelmed them.

We all struggled during this time. My father remarried and strove to provide some sort of stability for us through this new family: another mother, brother and sister. But the bonds between my parents and sisters continued to disintegrate. By the time I left for college, my family was in profound disarray. [url=http://www.wlkgame.com/wow-gold.html]world of warcraft gold[/url]

  During my college years, my outlook on life evolved in significant ways. This personal transformation led my parents and sisters to reevaluate their own lives and make changes that ultimately brought us together as a family. My mother and father have again become great sources of encouragement for us three sisters. They have succeeded in providing our lives with a foundation of stable love. One of my sisters has recently married,and family gatherings are now occasions of happiness and renewal. 

 Chinese friends sometimes ask me why I am in China, working at a low salary when I could be prospering in America. It is the experiences I went through while growing up that have made me who I am today. I am on the staff of CBN, a humanitarian organization in Beijing that seeks to help people in distress. Among our many projects, we often work with orphans. [url=http://www.cardkeystore.com]cd keys[/url]

My colleagues and I have sent a number of orphans to the US and Canada for free operations. One is a little girl named Xiao Chu who was born with a weak heart. She was abandoned as a baby. By age two she was already experiencing shortness of breath and loss of appetite. Her future looked grim. Last January we flew her to Canada for surgery, along with two other orphans with heart problems. The operations were successful, and all three children have since returned.

We are also working in some of Beijing's orphanages and schools for the mentally handicapped. Every week we visit various schools, playing games with the children and teaching them English. Not long ago we organized a conference with orphan expert Sherrie Eldridge to define the special challenges that orphans face. The conference was of benefit to orphanage directors and adoptive parents alike.

Our charitable organization also provides funds for cleft-lip and palate operations for the poor. One young woman in Gansu, for instance, had spent her life watching the world go by from the refuge of her room, afraid to go outside because of her cleft lip. Now she can leave her house and be a participant in life rather than a spectator.

In western Gansu we have been building cisterns in villages that are short of water. In a region with so little rainfall, some people have to walk great distances to fetch water for their daily needs. Contributions from individuals and companies have enabled us to build over 500 cisterns, each big enough to supply a family of seven for an entire year. [url=http://www.power-leveling-game.com/aion-online-gold-kina/]Aion gold[/url]

So this is how I have chosen to lead my life.

At one orphanage I visited this past July, I came face to face with two little girls aged 3 and 6. They looked up at me with their cautious brown eyes, and I felt I was once again lookingsintosthe eyes of my sisters fifteen years ago.I realized how much adoption had meant to each of us in my family. Fifteen years ago, my sisters too were sitting in an orphanage, with no one to call their parents and no place to call their home. Now they have both in the unconditional love of my family.


ای هی

k
06.01.2010

ای هی . . .
تاسو ته به زه چشې ووايم ،مونږ ناپوه يو - هوښيارانو هيڅ هم پټ نه دي پريښي ريښتيا يې ويلي چې :
(ښځه يا د کور ده او يا د ګور)


باتور
06.01.2010

درنې او محترمې ) k ( خورې !
او يا هم وروره :

په عامه توګه د وحشيانو د کلمې کارول خو ښه کار نه دی .

د وحشي اشخاصو نومونه وليکه ، د وحشيتوب يو دوه علتونه او دليلونه يې وليکه !

په عامه توګه په دې يا ها د غلطو نومونو ښېودل خو د عقلمندانو کار نه دی .

په درنښت



12.01.2010

درنو ورونو السلام عليکم و رحمة الله و برکاته!

وهاج صيب ډير حقايق په ليکه کړي او په حقه يې لويديځواله يعنې ليبراله دموکراسي غندلې ده !
[color=blue:93814b8a43]تيروتنه به دا وي چې څوک له دې برحقې او اړينې غندنې څخه دا نتيجه واخلي چې ملي (افغاني) اسلامي ولسواکي هم ونه مني، واقعيت او حقيقت د غربي ليبرالې دموکراسۍ او ضد ديموکراتيکو ديکتاتوريو په منځ کې پروت دی او هغه ملي اسلامي دموکراسي ده ![/color:93814b8a43]
[color=red:93814b8a43]په ملي او اسلامي ولسواکۍ کې د ښځو ونډه په ټولنيزو، سياسي ،اقتصادي او اداري و آن عدلي چارو کې د افغاني پت اسلامي حجاب او نفسي تذکيې د ساتلو سره خوندي شي![/color:93814b8a43]
[color=white:93814b8a43]داچې چې مونږ تل د ولسواکۍ سره په ملي او اسلامي قيد و شرط زور غورځوو او تاکيد برې کوو، د هغې موخه د هغه بدبختيو مخه نيول دي
چې د ليبرالې غربي دموکراسۍ سره تړلې دي او داسې بريښي چې محترم وهاج صيب ترې اوس خبر شوی دی ! مونږ د وهاج صيب انديښنې
تاييدو او د غربي دموکراسۍ پر ضد يې د ملي اسلامي ولسواکۍ له پاره مبارزه کې بشپړ ملاتړ کوو او په دغه دوه اړخيزه مبارزه
کې ورسره ګډ بري له لوی خدای څخه غواړو ![/color:93814b8a43]


و.افغان
16.01.2010

درنو وروڼو!
له څرګندولو څخه مو مننه.

پتوال صاحب:
د لېبرال دموکراسۍ بطلان خو لکه لمر واضح دی، لېبرل دموکراسي
برسېره پر دې چې د يوه ملت او قوم ديانت، عنعنات، او کلتور له منځه وړي، او په
ډلييزه توګه يې وژني؛ د هيڅ یو ملت د ترقۍ سبب هم نه دی، د يوې ټولنې ترقي
د هغې ټولنې په اجتماعي عدالت، حوار او جايزې بيان ازادۍ پورې تړلې ده، په دې
شرط چې د نورو پر حقوقو په کې تعدّي او ظلم نه وي.

ځمونږ په ټولنه کې غټه ستونځه دا ده چې حوار نشته، يو بل ته قناعت ورکول نشته،
هر څوک پرته له استثناء يوې خبرې ته د يوه معينې زاويې څخه ګوري، او ځان ورته په
حق ښکاري، او بل ورته په بطلان مبين کې غرق ښکاري، البته د ټولو سره د حق
څه نه څه فيصدې موجوده وي، د چا سره لږه او د چا سره ډېره، هر يوه د خپلې خبرې د
صحت او أحقيت لپاره د حق يو څنډه يا څو څنډې نيولي وي، او همغه خلکو ته
ښکاره کوي، خو دېته نه ګوري چې له دغې څنډې پرته نورې راڅخه پاته دي،
که چېرته د حق دغه وېشل شوې ټوټې سره راټولې شي؛ نو کامل پوره حق ترې
جوړيږي.

نن چې په کابل کې کومه ديموکراسي جاري ده؟ آيا دا د افغانانو په خوښه ده؟ آيا
افغانان داسې ديموکراسي غواړي؟ آيا دا ديموکراسي د اسلام سره په ټکر کې نه
ده؟ يا غالبې اجزاوې يې په ټکر کې نه دي؟.

هو! دغه لېبرل او عين حال کې لېبرل ناقصه ديموکراسي ښکېلاګرو په زور د خپلو
مفادو لپاره په مونږ تحميل کړې ده، دوی ښځو ته څه ورکړل؟ د افغانستان ښځينه
وګړي په ډول ډول ناروغيو مړې کيږي، له لوږې څخه کړيږي، د کورنۍ ستونځو
ښکار کيږي، د تعليم څخه لرې پاتې دي، په وړو انجونو جنسي تېری په تکرار سره
کيږي.
په لارو کوڅو او بازارونو کې سوال ته
ناستې دي، له سترګو پټې ښځې په ځای پرېږدئ، دغه يو محدود شمېر چې له خلکو
د يوې مړۍ ډوډۍ سوال کوي؛ د هغوی لپاره هيڅ هم ونه شو.

يواځې هغو ښځو ته مجال ورکړ شوی دی، چې بهرنيو سازمانو پورې تړلې او د
هغوی ايجنټانې دي، بهرني تابعيتونه لري، او هغو ته وفادارې دي، لکه د نورو داړه
مارانو او ښامارانو چې د دوی په لاسونو کې څه غورځول کيږي؛ هغه هم بېرته
وبهرنيو ته يې فايده رسيږي، البته نوم پرې د افغان ايښودل کيږي، يو نمايشي لوبه
يې روانه کړېده، حقيقت کې هيڅ هم نه دي شوي، او د دې ګوډاګي او پردي پال
حکومت څخه د ښو تمه کول پکار دي.

په درنښت



ع کريم حليمي
19.01.2010

مکرم او محترم دانشمند پتوال صاحب ، وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاتهُ
تاسو ته په ډېر احترام عرض لرم ، ((لیبرالې غربي دموکراسۍتړلي)) ، نه !!!
بلکي "لیبراله غربي د بیان اذادي " ستاسو مطلب ده ؟؟

دموکراسۍ غربۍ ،شرقي ، اسلامي ، او کفري نه لري ، یوه دموکراسی ده ، هو خدای او راستي چه سي نو دبیان ازادي ته کفري او شرقي او غربي او پښتني او ایرانۍ ......... ویللای سو

په درنښت


محمدغزنوي
10.02.2010

[quote:b6f6c744cb="khalid afghan"]salam سراج صاحب!

تر اوسه د ځوابونو په تمه يم!

او که زما د خبرو سره متفق ياستئ؟[/quote:b6f6c744cb]
په اسلام کې دمیرمنوحقوق
داسلام مبارک دین ښځه داحترام وړهستې اودکور ملِکه ګڼې ، اوهغې ته یې ، قانونې ،سیاسې ،معاشي، مذهبې،اومعاشرتې ټول هغه جائزحقونه ورکړي ،چې دایې مستحقه بلل کیږي ،ددي خبري اعتراف نه یواځې مسلمانان بلکه نامسلمان روشن فکران هم کوي ،

دمثال په توګه مشهورفرانسیسې محقق ډاکټرګستاؤلي بان لیکې : اسلام دمسلمانومیرمنوپه تمدنې حالت باندي ژوره اغیزه وکړه ،اوهغه یې دذلت په ځای دعزت اوانسانیت درجې ته پورته کړه،او په هرمیدان کې یې دترقي په لورروانه کړه،دمثال په ډول دقرآن دوراثت قانون اودښځوحقوق دیورپ دقانون اوحقوقوپه مقابل کې ډیرزیات ګټوراووسیع دي ،اودښځوله فطرت سره زیات تړاولري،
خواتین اوراسلام ساینسې تحقیقات ص\ ۸۲

یوبل مؤرخ ای بلایئډن لیکې : هغه اسلام چې (حضرت )محمد«صلی الله علیه وسلم » راوړی په هغه کې دښځوطبقې ته دومره حقوق ورکړل شوي چې تردي له مخه همدي اړخ ته په ټول انسانې تاریخ کې نه دي ورکړل شوي،
خواتین اوراسلام ساینسې تحقیقات ص\ ۸۲

آیرینامیډکس بیالیکلې: چې محمدصلی الله علیه وسلم درې شیان دخپل ځان لپاره خوښ کړي ،لمونځ ،عطر،اوښځه ،داځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ښځه دډیراحترام وړوه، په هغه زمانه کې چې خلکوبه خپلې لوڼې ژوندۍ خښولي رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوئ دژوندپوره حق ورکړي ؤ. Women in Islam 1930

اوپیټرګریپټس لیکې : محمد(صلی الله علیه وسلم ) دښځودحقوقوداسي ساتنه کړي چې مثال یې نه لیدل کیږي، دهغې قانونې هستې موجوده شوه چې له کبله یې دوراثت په مال کې حق داره شوه ،اوهغه خپله داقرارنامې قابله شوه ،اوپه چادري کې نغښتې مسلمانې میرمن ته دژوندپه ټولو شعبوکې هغه حقوق حاصل دي چې ترنن پوري عیسایې لوړتعلیمه ښځوته هم په لاس نه دي ورغلي، ـــــــ مجلة فاران سیرت ۱/۶/۲۰۰۳

یوبل مشهوریورپې لیکوال ورهملټن لیکې : په اسلام کې دپردي دائره دومره تنګه نه ده لکه چې بعضې کسان ګومان کوي بلکه داعین دحیا،غیرت اودوقارله تقاضوسره هم آهنګه ده ، ــــــ اسلام اوعربې تمدن ص\ ۹۸

اسلام ښځوته دمورغوندي لوړمقام ورکړی،اوپه اسلامې ټولنه کې موردومره زیات حیثیت لري چې په نوروتمدنونوکې یې ساری نه لیدل کیږي،په قرآن شریف کې لوی خدای جل جلاله ځای په ځای له موراوپلارسره دښه سلوک تاکیدکړی ،اوپه حدیث شریف کې راغلي چې جنت دمورترقدمونولاندي دی ، اودمورهره خبرمنل یې په خپل اولادفرض کړي،
اوچې کله بیایوه مسلمانه ښځه دیومسلمان دژوندملګري جوړیږي نوهم اسلام هغې ته بې شماره تحفظات ورکړي،خاوندته یې حکم ورکړی چې له هغې سره ښه رویه وکړي وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ سورة النساء۱۹
یعنې په ښواخلاقوله هغوئ سره چلندکوئ ،دهغوئ دخوړواونفقې خبراخلئ ،اودهغوئ بدي دهغوئ په نیکې سره پټوئ ،اوکه خدای مکړه په مزاج اوطبعیت کې موافقت پیدانشي ،اوپه زړونوکې دمینې اومحبت په ځای کرکه اونفرت پیداشي،اوپه داډول ګذاره کول ګران شي،اوله بیلتون پرته یې بله لارممکنه نه وي نوبیاهم قرآنې تعلیمات دادي چې له کورونویې شړئ مه بلکه په ډيرښه طریقه سره یې له خپل ځان څخه بیلې کړئ ،چې هغه طریقه دطلاق ده چې په اسلامې احکاموکې ستراهمیت لري اودټولې نړۍ له مذاهبوښکاره توپیراوښیګڼه لري،

مغرب چې کومه تش په نوم آزادي ښځوته ورکړي اوپه هغې سره ئې دهغې ټول حقوق غصب کړي ،چې له کبله یې اوس غربې معاشره له اخلاقي لیوله تشه توره ده ،بي حیایې اودفحاشي چنجیانوهغوئ له دننه څخه ډیربدخوړلي دي اوأوس پخپله یورپې اوغربې مفکرین په دي فکرکې دي چې څنګه وکړای شي له دي فتنې چې یواځې دښځوله یومخ بې پردي کولواوکلي ازادي څخه ورپیښې شوي ځان خلاص کړي ،دسویت یونین یعنې روسیې آخري پاچاګورباچوف په خپل کتاب کې (پراسټرایکا)کې لیکلې : چې دمغربې تمدن له کبله چې ښځه له کوره وایستل شوه په دي سره یقیناموږته یوڅه معاشي پرمختګ راپه نصیب شو،ځکه چې نارینه هم کارکوي اوښځینه هم ،لیکن هغه نقصانونه چې دښځوپه بې لاروي اولوڅ والي کې راغلي هغه ترهغه ګټوڅوچنده زیات دي چې موږحاصلي کړي،څکه په هغه سره زموږکورنۍ سیستم (family system) تباه اوبربادشو،چې دانسان فطرت یې تقاضاکوي،ځکه خوزه په خپل ملک کې ــــ پرواسټرایکاــ په نامه سره یوتحریک پیلوم چې بنیادي مقصدبه یې داوي چې ښځه بایدپه کورکې کښینول سي اوهسي نه چې د (family system) دتباهې له کبله ټول قوم په تباهې کې ولویږي ،

دیونامسلمان دغه څرګندونې دهغه چالپاره یوښه دلیل دی چې تش په نامه دښځودازادي نعري وهې اوپه ایرکنډیشن دفترونوکې ناست غواړي چې مسلمانې خوندي له دي عزت څخه محرومې کړي کوم چې اسلام دوئ ته وربخښلی دی ،

غلط تبلیغات دکم عقله انسانانوپه ذهنونویوعجیب اوغریبه فلسفه مسلطه وي که یوه ښځه دموراوپلار،ورور اوخور،اودخپل خاوند،اواولادونواوکورانتظام کوي نوداقیددهغې لپاره ذلت بلل کیږي ،لیکن که چېری همدغه میرمن په هوټلونوکې پردیوخلګوته ډوډۍ پخوي ،اودهغوئ موټراوکورونه صفاکوي،اوپه طیاروکې دخلکوچوپړ وهي اوپه دکانونوکې دخلکودراجلبولولپاره موسکۍ کیږي ،اوپه دفترونوکې دافسرانونازبرداري اوبوټ پالشې کوي نوهغه بیایوازاده اوعزتمنه میرمن بلل کیږي ،

که لږغوراوفکروشي نوهغه اسلام اودین چې ښځوته یې څوارلس سوه کاله مخکې ازادۍ ورپه برخه کړي هغوئ ته یې انسانې ټولنه کې ژوندورپه برخه کړي اواحترام وړهستې یې بللې ،اودعزت جامې یې ورپه تن کړي ،اودکورواک اواختیارات یې ورکړي ،که لوروي نوکفالت یې دپلار په غاړه ،اوکه میرمن شي نوکفالت یې دخاوندپه غاړه ،آوکه خوروي کفالت یې دورورپه غاړه وي
داله نني غربي ازادي سره ډيرتوپیرلري چې په نتیجه کې یې له ښځودعزت جامې ایستلې اولوڅه اوبربنډه کړي یې ده ،دي تحریک خودکورشاهزادګۍ دفیشن په نامه بربنډه کړه اوله کورونونه یې دازادۍ په نامه راوایستله اوپه کارخانو،بسونو،اوبازارونوکې یې رسوا اویوه ذلیله نوکره کړه ،دماډل ګرلز په نامه یې دهغوئ دبدن یویوغړی نمایش ته وړاندي کړ،خدای خبرچې دورځې په اوږدوکې دهغې په جسم دڅومره انسانې درندګانوپلیت نظرونه لګیږي اوهغه دورځې څومره سپکې سپوري اوري اوهغه څوځله ذلیله کیږي
که څوک لږهم له عقل څخه کارواخلې بیابه هیڅکله هم په اسلام کې دښځوپه حقوقوګوت نیونه ونه کړي
خوافسوس زموږپه هغه تش نامه دانشورانوچې ځانونه خو مسلمانان اوپوهان بولي ولي دغرب له شهوت پرستانوڅخه په ډیرتأثر وایې چې په اسلام کې دښځوپه حقوقوتیری کیږي ،ولې مسلمانه ښځه لوڅه پوڅه اوبربنډه له نارینه ؤسره نه ګرزي ؟ آه داڅومره سترتیروتنه ده ؛
م م/محمد

له دافغانستان داسلامی امارت له اسلام پاڼی نه په مننه


زبير نجيب
11.02.2010

سلامونه،
وهاج صيب ډېره شه دې ځېړلې او دا هغه حقايق دي چې مونږ يې ګورو،
او ددې نړۍ (لوېديځ) ښځې ددې ژوند نه دومره تنګې دي، چې اوس د نارينه 
څخه هم نفرت کوي٠( اوس خو يا همجنسه کېږي يا به مزدوره وي يا به ځانوژنه کوي)دا ددې ژوند دې٠
الله نه توفيق درته غواړم



14.02.2010

[color=blue:9aad6657f5]الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله، وعلی آله وصحبه و سلم ![/color:9aad6657f5]
دروند ورور وهاج صيب او محترم او مکرم مولينا حليمي صيب او ګرانو لوستونکو السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !

چې سره پوه اوسو بايد ووايم چې غربي ولسواکي ليبراله، او ليبراله غربي ولسواکي ده !
په ليبراليزم کې حدود نشته او هر ښه د بدو پولو ته وراوړيدای شي !
له دې کبله مونږ د ولس هغه واک يا ولسواکي غواړو چې بي پولو او بي حدودو نه وي!
دغه پولې دوه سرچينې لري ، يوه پوله يې اسلام راښودلې او بله يې ملي ګټو او ملي کلتور راپبه ګوته کړې ده !
کله چې د ولس واک د اسلام او ملي کلتور په چوکاټ او پولو کې دننه پلې کيږي، نه يواځې د ټولنې پرمختګ پرې خوندي کيږي، بلکې اسلام او ملي ارزښتونو ته هم ګټه رسوي !

١- حکومت انتخابي ګرځي او مسلمانان په هرو ٥ کالو کې خپله رهبري د پرديو له
لاسوهنو پرته په خپله اراده له سره غوره کولی او ټاکلی شي!

٢- د ٥ کالو په بهير کې هم حکومت خپلې آزادانه خوښې ته نه پريښودل کيږي چې هر څه يې زړه وي هغه وکړي ، بلکې منتخبه ملي
شورا (ولسي او د مشرانو جرګه) پرې د ولس کنترول قايموي او حکومت د ټول ملت په زيان څه نشي تر سره کولی او هغه څه ترې غوښتل کيږي
چې ټول مسلمان ولس يې غواړي!

٣- په پارلمان او حکومت دواړو کې ديني عالمان، قومي او ولسي مشران، روڼ اندي، پوهان او مسلکي علمي شخصيتونه ونډه لري .
نوپه سياست کې ملي او ټولنيز توازن ساتل کيږي او غيرمترقبه او د ملت
له کنترول وتلې پيښې ، پردۍ لاسوهنې او بېځايه او له پلان وتلي بدلونونه ، بحرانونه او بي ثباتي منځته نشي راتلای !
شوری او مشوره په مهمو مسايلو کې د اسلام له نظره د مسلمانانو لپاره اړين امر دی ، حکه که په ګډه شورا او مشوره ملي او دولتي مسائيل حل نشي، له هغې څخه
فساد او نا امني را ولاړيږي !
د ديني فرايضو او واجبو اوامر، او د حرامو نواهي مافوق قانوني اعتبار لري ، بلکې قانون به په ټوله کې پر محمدي شريعت تکيه کوي !

٤ - د ټول هيواد د رغنده ځواکونو ګډون او همکاري رامنځته کيږي او د هيواد پرمختګ تضمينيږي!
تر کومه ځايه پورې چې د ملت همکاري او په ټولنه کې د رغنده ځواکونو په ګټه تماميدای شي تر هغو پولو پورې د بيان آزادي تضمين کيږي نه زياته !

د بيان د آزادۍ غه پولې به هم د آزاد ملت استازي (پارلمان ) ټاکي نه پردي سرچينې!
دا ډول ولسواکي نه يواځې ملي، بلکې اسلامي هم ده او د اسلامي خلافت پلي کول په اوسنيو شرايطو کې له دې پرته هيڅکله شونی نه بريښي!

د ښځو د کار او تعليم حقوق بايد خوندي شي ، خو کار او تعليم او تحصيل به
په اسلامي حجاب کې تر سره کيږي !
د کار له پاره د معلمۍ، استادۍ ، طبي ډاکترۍ ، طبي پرسونل ، علمي څېړنو ، ميديا او مطبوعاتو او داسې نورو برخو کې د کلک حجاب په مراعات کولو سره
دندې ښځو ته سپارل کيدلی شي او آن د نارينه و له ګډون پرته يې بيل او
مستقلانه تر سره کولای شي!

ومن الله التوفيق !


و.افغان
15.02.2010

ګران او معزز ورور پتوال صاحب:
خبرې مو ډېرې خوږې دي البته يواځې د کاغذ په مخ.

واقع کې قدرت لرونکي يا قدرت ته رسېدونکي کوادر د افراط او تفريط لاره خپلوي،
يا په خپلو منځو کې د عربو خبره علی طرفـَي نقيض واقع کيږي.

اسلام د ترقۍ او اجتماعي عدالت دين دی، هر څوک چې پرې په صحي معنا عمل
وکړي، نو هم پرمختګ وربخښي او هم له عدل، انصاف، او خوښۍ ډکه زندګي، چې
مادي او روحي حالت دواړه يې په سمې صافې لارې درومي.

ستونځه ځمونږ خپله بين الأفغاني فکري ستونځه ده، چې د اسلامي دين څخه مو
تصور او فهم تر ډېره حده د افراط او تفريط ښکار شوی دی، د کمونستانو تصور له
اسلامه خطا وو، ځکه چې هغوی فکر کوو چې اسلامي دين د ترقۍ دښمن دی، او د
دې لپاره چې مونږ ترقۍ ته لاره هوراه کړو بايد اسلام له منځه يوسو، د اسلام رمز
ملا او طالب دی، ملا او طالب بايد له منځه لاړ شي، خو که هغوی اسلامي دين په
صحي معنی پېژندلی وی؛ نو پر ځای د دې چې د اسلام او اسلامي رموزو
ختمولو پسې راواخلي؛ پکار دا وه چې طالب او ملا يې هم د اجتماعي
او سياسي ډګر افراد او په دغه قضيه کې اساسي شرکاء بللي وی، او د هغوی د سياسي
او ټولنيز فکر پراختيا او ودې ته يې لاره هوراه کړي وی، مونږ لکه د نورو ټولنو
غوندې پرته له شيطاني عجلې ګام په ګام پرمختګ کړی وی، خو افسوس چې داسې
ونشو، او په متضادو اړخونو کې سره واقع شو.

وروسته د ځينو ملايانو او طالبانو قاصر نظر د اسلام نه د دې سبب شو، چې د وطن
اقتصادي، سياسي او اجتماعي حالت نور هم بدتر شي، بلکه اسلامي سمعت ته هم
پوره زيان ورسيږي.

خبره دا نه ده چې مونږ کې قحط الرجال دی، او وسط خلک نه لرو، خو ځمونږ د دين او
وطن دښمنان د خپلو مفادو لپاره همېشه افراطي او تفريطي اړخونو ته د رشد لپاره په
پوره ځواک او اخلاص کار کوي، ځکه چې داسلام
په مقاصدو رسېدلي خلک، له افراط او تفريط څخه لرې اشخاص لومړۍ د اسلام
او بيا د خپل وطن په ګټه تماميږي، او په خپلې اسلامي سياسي صفا تګلارې د بهرنيو
لاسونه لنډوي.

په درنښت



ع کريم حليمي
17.02.2010

وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته ، ډېر ګران او محترم دانشمند ورور پتوال صاحب ،

[quote:9c4f02337a]د بيان د آزادۍ غه پولې به هم د آزاد ملت استازي (پارلمان ) ټاکي نه پردي سرچينې! [/quote:9c4f02337a]
دا چه تاسو دا پورته جمله د لوړ اواز په شانتي لیکلې نو زه ډېر ورته متوجه سوم
د بیان آزادي مي د مو تر شیدو خوښه ده ، او بعضي وخت سوالونه هم راته پېداکوي
که آزادي ښه ! مفهوم او اخلاق وي ، نو هر وخت او هر چيري به ښه ! دا نسي کېدای چه هلته ښه او دلته بده ده

د بیا آزادي یو جامعumfassendمفهوم دی ، زه هم د بې باروبنده آذادۍ سره علاقه نه لرم ، او آزادۍ
ته پولي ټاکل !، نو بیا کله دا ویلاي سو چه : آزادي !! د بیان په آزادۍ کښي حجاب غورځول یو مشروع
حق دی ، او اسلامي Gelehrter هم پر حجاب توافق ته ندي رسېدلي ، ستاسو نظر څه رنګه دی ؟
تاسو سعودئ ، ایرانئ ، د باغني او باغران ، د پخواني کابل ، او که د پرون د نورستان ، یا د پرون
د طالبانو حجاب خوښوۍ ، پارلمان ته ملائکي نه راځي ، او نه په راتلونکي ۵۰ کاله کښي امېد سته
تاسو ځان تصور کړی په پارلمان کښی ، او نظر څرګند کړی

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more