د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

د لنډيو شاعران څوک دي؟

باتور
10.11.2009

[color=darkred:49337eb1fe]د لنډيو شاعران څوک دي؟[/color:49337eb1fe]
د پښتنو په غرو او رغو کې ، په کلیو او ښارو کې ، په شنو درو او لویو دښتو کې ، د ابشار خنګ او د کږدۍ اړخ ته د چوپان په شپیلۍ او د بڼوال په درو کې بلاخره د پښتنو د خاوری په هر ګوټ کې له دی اشعارو څخه په یو شان خوند اخیستل کیږی . زاړه یې د ځوانۍ د خاطراتو په یاد وايې ، زلمیان او پیغلې يې د خپل زلمیتوب شور او مستي پکښې لټوی ، مینانو ته د راز او نیاز رویباری کوی ، توریالی ورسره د تورو په میدان کې ګډیږی او مسافر يې په مسافري کې د خپل وطن تنده پری ماتوی . د اشعرو نه چې څومره ساده، سلیس او روان دی هغومره د پردیو ژبو له اغیزې څخه پاک او سپيڅلې دی.

[color=brown:49337eb1fe]د لنډيو ځانګړتياوې[/color:49337eb1fe]
د دیوانونو شعرونه که د عربی عروضو تابع دي خو دا شعرونه نه یوازې د عربي عروضو څخه بی نیازه دي بلکه د سېلاب)Syuabl(سیستم په اساس ځانته عروض لری ، لومړی برخه یې لنډه )٩( سیلابه او دوهمه برخه یې اوږده )۱۳( سیلابه ده . د دی اشعار ویل څرګند خصوصیت دا دی چې زیاتره پکښې د ښځې له خوا نارینه ته خطاب وی او څنګه چې د ښځې احساسات تر نر رقیق ، تاثیرات یې تر نر اغیزمن او اغیز یی تر نر وخوندور دی نو به لنډیو کې هم طبعاً تر نورو اشعارو خوند او اغیزه زیاته محسوسه کیږی ، همدا شان هره یو لنډۍ د ملی موسیقی یو داسی نوټ بللی شو چې پر مختلفو طرزو او آهنګو باندې کیدای شی ، لکه : رزم ، بزم ، د سفر ، ناستی ، اټن ، غم او د خوښی د حالاتو د راز راز لحنونو سره سمون خوری یعنی هره یوه لنډۍ د ملی موسیقی پر ډول ډول آهنګونو او وزنونو باندې ږغیدای شی ، دا څو لنډۍ چې دلته د پارسی او انګریزی ترجمی سره لوستونکو ته وړاندې کیږی دا د دی راز ملی اشعارو یوه ډیره وړه نمونه ده ، که نه وی دا راز په زرګو نو زرګو نو لنډۍ شته چې تر اوسه را غونډی شوی نه دی یوازی یوه برخه یې د پښتو ټولنی د کتاب په شکل چاپ کړی ده . که دا نمونه د لو ستو نکو خوښه شوه نو بیا به زیار باسو چې دا راز شعرونه یوه بله مجموعه د ترجمی سره مينوالو ته وړاندی کړو . د پښتو ژبې داولسۍ ادب يو ځانګړی شعری صنف يا ټو لګی دی چې شفاهې ادب هم ورته وايې . لنډۍ د شعر د نورو ډولونو نه يو بيل او بشپړ ډول ځانګړی فورم لری . چې لو مړۍ نيم بيتي يې نهه سيلابه او دوهم نيم بيتی يې (۱۳) سيلابه کيږی چې دا ځاتکړنی په نورو شعری فورمونو کې نه ليدل کيږی . په پښتو اولسی ادب کې د لنډۍ لپاره نور نو مو نه هم شته چې د بښتون اولس لخوا په دی ټولو نو مو نو پيژ ندل کيږی .لکه: ټپه ، مصره او ټيکی .... چې دی هر نوم ته يو ځانګړی فلسفه موجوده ده چې د بيلګې په ډول يې زه يادونه کوم . لنډۍ ته ځکه لنډۍ وايې چې د سيلا بونو له مخې لنده او دمانا له پلوه ديره اوږده او غښتلی وی او يا داچې چې لو مړۍ نيم بيتی يې ددوهم نيم بيتی نه لنډ وې لکه دا لا ندې لنډۍ :
د لنډی ونې نه دی ځار شم
لکه سيسي چې په کمر ولاړه وينه

[color=darkred:49337eb1fe]مصره[/color:49337eb1fe]
لنډۍ ته مصره هم وايې او دا ځکه چې په پخوا زما نو کې د توری او ډال جنګونه وه او د هغو جنګونو په مهال د جنګ ښه او پياوړی توره به په مصر کې جوړ يدله ،نو د مصری توری شهر ت ډير زيات وه او هغه به ډيره تيره او ځلا نده هم وه ،نو د لنډۍ تا ثير او ښکلای يې د مصری توری سره تشبيه کړی چې د ميوند په جنګ کې د ملا لې د خو لې مصره د يا دولو وړده :
که په ميو ند کې شهيد نه شوی
خدايږو لا ليه بې ننګې ته دی سا تينه
د ملا لې د خولې دا لنډۍ د پښتنو د بر يا ليتوب او د ښکيلاک د ما تې سبب شوه يعنې دی لنډۍ په پښتنو ز لميانو کې هغه جذ بات او احساسات راو پاروی چې د سر خندنې په رو حيه کې غليم مات کړ او خپلی سينی يې د انګر يزی ښيکلاک توپونو ته سپر کړی او په غليم يې هجوم وروړ تر څو يې غليم پر شا و تا مبا وو .
او بر يې خپل کړ . زما په قبر لاړی تو کړه که يې د ننګ ګو لې په شا خوړلی وينه همدا ډول لنډۍ ته ټپه هم وايې ،او دا هم يو ه د تسميی وجهه لری خغخ دا چې د لنډۍ تا ثير د سړی په زړه ټپ جوړه وې . يعنې که توری او ټو پکی ښکاره ټوپونه جوړه وې ،نو لنډۍ بيا پټ زخمونه د انسان په اوجود کې جوړولی شي چې يواځی احساس يې کيږی ،خو ليدل کيږی نه لکه دا لا ندې لنډۍ :
باور مې نه شی که به روغ شم
بلا زخمو نه مې په زړه دی مړ به شمه
٭٭٭٭٭٭
د روغيدو تمه مې نه شته
جانان په غشو د بڼو ويشتلی يمه
با ڼه دی ورو جګ کړه شير ينې
ما ته دی سم د زړه په سر ټو مبلی د ينه

د لنډۍ بله ځا نګړنه داده چې شاعر يې معلو مه نه وې د هر چا يعنې د هر پښتا نه او پښتنې د خيال او زړه خبری دي . بله داچې وخت او ځايې هم معلوم نه وې ، چې د چا له خوا ،څه وخت ،او په کوم ځای کې ويل شوی دي ،او نه يې چا ته د تعداد پته لګيږی . د لنډيو کتابونه چاپ شوی ، خو د تعداد په اړه يې څوک څه نه شی ويلی او نه يې کوم ليکوال ته څوک منسو بولی شی ،او نه څوک په ويلو کې انتيظار با سی . حتی کله کله يې خلک يو د بل په وړاندې د مسا بقې په ډول هم وايې په تيره پښتنې پيغلي او زلميان لکه دا ټپه :
د ټپی وار راسره کيږده
ما ته بي واره ټپه خوند نه را کوينه
٭٭٭٭٭
ما سره سمه سيا لی مه کړه
ما د لنډ يو سپاري لو ستلی د ينه

د لنډيو وو يونکي زياتره وخت تور سري وي . او د لنډیو ډيره بر خه د ښځو له خوا ويل کيږي ،او يل شوي دي . د لنډيو د منځ ته را تګ په باب کو مه خا صه نيټه نه شته او اټکل کيږی چې د زرو کا لو څخه هم بخوا قدامت لری وڅيړونکي په دی عقيده دی چې ښا يې لو مړنې په لاس راغلی لنډۍ او يا په بل عبارت يوه زړه لنډۍ دا وې :
سپوږمې سر وهه را خيژه
يار مې د ګلو لو کې ګو تي ر يبينه
لنډۍ چې د پښتو اولسی ادب او فلکلور اساس تشکلوی . د ژوند په هره بر خه کې د خپل مو ثر يت مظاره کړی وپښتا نه ځوانان او پيغلې يې د مينې ، هجران ، و صل ،غم ، او خو شحالی په حا لتو نو کې وايې ، مشران يې په خپلو خبرو کې د ځينو مسا يلو د تا يد لپاره وايې : ،حتی کله کله تری د متل په حيث د خپلو خبرو د قوت لپاره کار احستل کيږی ،نو ويلای شو چې په لنډيو کې د انسان ژوند هر اړخ او هره پيښه انځور شوی ده چې دا انځور يدنه په ساده او روانه ژبه چې د اولس ژبه ورته ويل شوي ده نو ځکه ورته اولسی ادب وايې . دلته د ټو لنيز ژوند د څو اړخونو او پيښو یا دونه کوم ،چې په پښتو لنډ يو کې په څو مره ساده ،روان او ظر يف انداز را نغاړل شوی او يو اوږده کسه يې په لنډو الفا ظو کې بیان کړی .که لو مړۍ د عشق بر خه او دهغه څو حا لته راواخلو ښه به وې .
زه به عاشق سړی پو هيږم
يا يې رنګ زيړ وی يا يې شو نډي وچي وينه

په دی که خو شک نه شته ،چې په عاشقی او مينه کې جذ ببی ،غم ، خو شحالی ، مينت ، پيغور او تهمتو نه وي ،چې دا يو حالت هم د لنډيو نه دی او هر يو يې په خبل وار تعر يف کړی ،هر حالت يې ژبه ور کړی او غږو کې يې دي او په هغه ژبه کې غږولی په کو مه چې ټول پښتون قوم پو هيږی لکه د جدايې به وخت يې عا شق خپلی معشو قي ته د اسی وایې :
جانانه دومره را سره واي
لکه بر يښنا چې د با رانه سره وينه

[color=brown:49337eb1fe]د لنډۍپیژندنه[/color:49337eb1fe]
د لنډۍ پیژنې په اړوند په ځینو کتابونو ، لیکونو او خپرونو کې داسې راغلي دي :( لنډې په اولسي ادبیاتو کز هغه ادبیات دي چې د اولس بې نومه او بې نښانه شاعر پکې پدې بریالی شوی چې د بشر د ژوند تر ټولو عالي شیبې په دوو نا متوازنو بیتونو کې په ایجاز بیان او تصویر کړی دی .۱) استاد حبیب الله رفیع لیکی : (( لنډۍ یو هغه دوه مسره ایز نظم دی چې لومړۍ او دوهمه مسره یې نه په قافیه کې سره یو شی او نه په وزن کې سره رابري وي .)) لنډۍ هغه موزون ، غیر متعارف ، مستزاد ، حکمي مقفی ، غیر مصرع بیت دی چې لومړۍ برخه یې نهه )٩(څپې او دویمه برخه یې دیارلس))١٣( ( څپې وې )) د پښتنو په مختلفو سیمو کې لنډۍ په مختلفو نومونو پاندې نومول شوي دي البته چې په هر محیط کې به یې د بیلې بیلې وجهې سبب شوی وي ، او هر یو نوم ایښودونکي به د یو خاص صفت او مقصد په لحاظ نوم پری ایښی وي . نو لدې کبله د لنډۍ په نومونو کې اختلاف معلومیږي . څو نومونه چې په بیلو بیلو محیطونو کې وربا ند ایښودل شوي دي په لاندې ډول دي : لنډۍ د کندهار او پکتیا پښتانه یې لنډۍ بولي چې دا اصطلاع د کثرت په توګه په دوي کې موجوده ده او هم د هري سیمې باسواده خلک یې پیژني .

بل تعريف
لنډه د مفرد مؤنث کلمه ده ، لنډۍ د لنډه بڼه ده ، د لنډۍ لومړنۍ برخه لنډه او دویمه برخه یې اوږده ده ، له دې کبله ورته لنډۍ وایي. یا دا چې په دی ډول نظم کې یو ډول تاثیرات پراته دی ، چې په اوریدونکی په محضی اوریدو سره یو داسي ډول اغیزه کوي چې په خوله یې تعریف نه کیږی او اکثر پښتانه یې په محض اوریدو سره په ژړ ا کیږی او په زړه کې یې یو هیجان او سوز پیدا شي ، نو ځکه یې د هغې لنډۍ نوم چې د مار په معنی ده په دې نظم باندې ایښی ده. راورټي : ((د پښتو مشهور ادیب چې په قام انګریز ؤ)) د پښتو ژبې او دب ته یې ډیر خدمت کړی دی ، د دې پورته قول یې تايید کړی دی او لنډۍ په باب کې لیکی :(( د پښتو ژبې یو ډول اشعار دي ، چې د ولاړې موسیقي په ذریعه ویلی کیږي ، د زیات جوش او حرارت نه ډک دی ، او ماته د دې په ذریعه خپل وطني او ملي سرودونه را په یادیږي .

[color=darkred:49337eb1fe]د لنډیو ادبي او معنوي ویش[/color:49337eb1fe]
لنډۍ د پښتو په فولکلوري ادب کې یو ځانله فورم دی چې د شکل له پلوه ډیري زړي دي ، د موضوع په لحاظ هم دومره متنوعي دی چې د پښتني ژوند ټولي خواوي پکې په واقعي او طبیعي بڼه انځور شوي دي او سړۍ د پښتنو د اجتماعي ژوند دومره باریک موضوعات پکې پیدا کولاي شي چې په نور سندرو کې بیا په دي کم و کیف نه دي بیان شوي .

[color=brown:49337eb1fe]د لنډیو معنوی او حماسي انځور[/color:49337eb1fe]
فخر او حماسه
په خپل دین ، قوم ، ژبه ، نیکونو میړاني ، ز ړورتیا او نورو اوچتو صفتونو ویاړ کولو ته فخر ویاړنه وایی . (( حماسي هغه شعرونو ته ویل کیږی چې موضوع یې ، جنګ ،مړانه ، ښندنه ز ړورتیا ، ننګ غیرت ، توره او ویاړنه وي . لکه لاندې لنډیو  :
علم دریاب کوشش کشتی دي
په کشتی کینه په دریاب و ګرځه میینه
٭٭٭٭٭
چیرته چې علم حاصلیږي
هلته به خاوری کړمه غوښي خپل هډونه
٭٭٭٭٭
مورې لنډۍ توره مې راکړه
پر دین غزا ده زه خپل ځان شهیدومه
٭٭٭٭٭
که له میونده روغ راستون شوي
خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتیــــــنه

[color=darkred:49337eb1fe]ګودر او لنډۍ[/color:49337eb1fe]
ګودر د پښتنو د کلتور د کتاب هغه رنګينه پاڼه ده، چې له نوم څخه يې د سړي زړه ته ديدنونه، مينه او ښکلا خپل ځان ورښکاره کوي، او د ښايستونو د يوې ټولګې په شان ورته ځان ښکاره کوي. څرنګه چې دنوم څخه معلوميږي چې ګودردپښتوژبې سوچه کلمه ده اودپښتنوټولوسيموکې دګودرکلمه عامه ده . کله چې موږ دګودرکلمه په خوله اخلو نوحتمآ زموږذهن ته دپېغلې ،منګي او ماذديګري کلمې راځي .داهغه کلمې دي چې دپېغلو،ځوانانو،شاعرانو،سندرغاړوله خواپه داسې الفاظواو کلموکې ستايل شوي چې انسان داوريدولو توان په ځان کې نه ويني چې په اوريدلويې دځوانی جزبه او د مينې ولوله راپاروي . دپښتنو په سيمه کې دګودرغاړه په مازديګري کې د پېغلو په تودواکاړو ګرمه وي ځکه چې دا داسې ځای دی چې خپلې همزولې په کې جمع کيږي . ګودر چېرې چې ښکلې او مستې پيغلې د اوبو راوړلو په بهانه خپلو همزولو سره د زړه خواله کوي، خوښي کوي، د خپلو مينو ديدنونه کوي. ګودر د ويالې او چينې سره هغه ځای ته ويل کيږي، چې په هغه ځای کې د منګي خوله په اسانۍ سره د اوبو په واسطه ډکيږي. او د هغه سره نږدې کورونه د خپلو ورځنيو ابو د پوره کولو کار اخيستل کيږي، چې ګودر ته معمولاً انجونې ځي او ډېرې په خوښۍ د ګودر څخه د اوبو راوړلو ته خوښيږي. څرنګه چې زموږ په وطن او په ځانګړې ډول د پښتنو په سيمو کې د ښځو په تګ راتګ، مېلو او مستيو ته اجازه نه شته دی او نه هم په کې بې له ګودر څخه کوم بل ځای شته دی، نو پښتنې انجونې ګودر ځانته په دنيايي جنت کې شمېرې، ځکه چې هلته د خپلو همزولو انجونو سره د زړه د نړۍ رازونه شريکوي او د خپلو يارانو سره د ديدن څخه خوند اخلي، څوک په کې نوی د يارانې تار غځوي او څوک په کې خپلو زړو يارانو ته ټينګښت تارونه تړي. دلته يوه پښتنه انجلۍ د خپل يار د ديدن لپاره په ځان تکليف مني او کوز ګودر ته اوبو پسې ځي، چې هغه د پښتنو په قول په يوه تېر دوه ښکاره کوي، چې وايي:
اوبه د هر ګودر خوږې دي
جانانه ستا دپاره کوز ګودر ته ځمه

دلته د ګودر په بهانه د يار د ديدن کولو سربېره د پښتنې انجلۍ د مينې سپېڅلتوب هم ځان ښکاره کوي، چې د خپلې مينې لپاره په ځان تکليف ګالي او د يار ديدن کوي. په ګودر کې نه يوازې د انجونو خنداګانې او د بنګړو شرنګهار شتون لري، بلکې هلته د ګودر څخه يوه څه لرې په هغه سيمه کې چې ګودر ورته ښه مالوميږي، ډېر زلميان هم ليدل کيږي، چې ډېرو انجونو په منځ کې د يوې انجلۍ د سالو خبره داسې په لنډۍ کې رانغاړي:
پر ګودر سور سالو ښکاره شو
ما وې دې تورو اوبو اور واخيست مينه

دلته د سالو يا ټکري سور والی او هغه هم د يوې داسې انجلۍ په سر چې په مستۍ ورځينې هخوا دېخوا سر اخلي او دا پرې د خپل مين زړه زخمي کوي. او يا هم کومو زلميانو، چې د ګودر د غاړې د مستو انجونو کتار او ټولګه ليدلې وي، هغه بيا ځان د ګودر د غاړې په شان غواړي، چې د انجونو د سرتاج شي او يا هم انجونې يې په خپل لاس راوشکوي او د زړه په سر يې کيږدي. لکه چې وايي:
خاونده ما د ګودر ګل کړې
چې جينکۍ مې شوکوي سر کې مې ږدينه

دلته د هغه ګل يادونه شوې، کوم چې د ګودر په غاړه وي او انجونې هغه راشکوي او په خپلو وېښتانو کې يې د مستۍ د نښې او د وېښتانو د ښايست لپاره ټوکوي، چې د خپل مين زړه پرې ټکور کړي. يا هم ځينې ميينان ګودر ته د ټولو انجونو او يا هم د جوړه انجونو له تګ څخه سرټکوي او د خپلې مينې سره د بلې انجلۍ راتګ ورته ټکه ښکاري، لکه چې وايي:
په ګودر څه ټکه لوېدلې
چې کشره خور يې بدرګه ورسره ځينه

د پښتنو د کلتور د کتاب د پاڼو څخه دا جوتيږي، چې پښتانه انجونې يوازې حتا ګودر د اوبو پسې هم نه لېږي، يا يې کشره خور او يا هم کشر ورور ورسره ليږي، خو دلته دا کشره خور دې خوار عاشق ته د ټکې په څېر راغلې، چې دی يې د خپلې مينې سره د همرازۍ څخه بې برخې کړی دی. که څه هم د مور څخه خوږه او نيږدې څه نشته خو کله چې يوه نجلې په کورکې د موراو پلار له خوا ورته رد او بد وويل شي هغه خپل ډک زړه ګودرته وړي اودګودرپه غاړه دخپل زړه بړاس اوباسي . کله چې دګودرغاړه په شنواوسرورنګونوپټه وي نوځوانان يې بياپه شعرونواولنډويو کې انځوروي :
پرګودرسورسالوښکاره شو
ماوې دې تورواوبو اورواخيست مينه

کله چې په ګودردنجونوسره ، سپين او شنه ټيکري راغونډشي چې ددوي دټيکريودرنګونوتيزوالی دومره تيز وي چې داوبورنګ هم ځان سره اړوي .چې دلته دلنډۍ ويونکي هم دې ټکي ته اشاره کوي او وايې چې کله سور سالو په ګودر راښکاره شي دغه سور رنګ دومره تيزوي لکه داور تاو چې سړی سيزي که څه هم اوبه داور ضد وي خو بياهم هغه تاثيرات چې په سور سالو کې وي اوبه او اور ورته هيڅ دي .
يار مې ټو پک زه يې مر مي يمه
په تورو غروکې يې ويشتم ورکه يې کړمه
٭٭٭٭٭
ورشه د يار خبر دی واخله
چې بی د يدنه دی سا ته لیو نی شونه
٭٭٭٭٭
ما ز ديګر چير ته وی چې نه وې
خوری وری زلفی په بام ولاړه ومه

[color=brown:49337eb1fe]په لنډيو کې انځورونه او تشبېهات[/color:49337eb1fe]
په بښتو لنډيو کې انځوړ یز کليمات ،تشبيهات او هم وزنه لغتونه په ډیر هنری وروان ، ساده دول راوړل شوی دی . د لنډۍ مو جود فورم ورته يو خاص خوند او ښکلا ور بښلی ده لکه دا لنډۍ :
زلفی دی بی شماله ښوري
لکه استاد شاګرد ته لښته خو ځو ينه

دلته د زلفو لړ داستاد د لښتی سره تشبیه شوی دي که څه هم د زلفو نرمي او ظرافت بايد د يوي لښتی سره تشبيی نه شی ، خو د لښتی تاندوالی او د ګوزر کيفت چې د لښتی درد په ښکاره ډول او د زلفو درد پټ احساس ددی تشبيه مانا ته ډير قوت ور بښی او که يو بل ماناوې تړاو ته يې ځیر شو . که د استاد د لښتی خو ځول شاګرد دی ته اړ با سی چې د يو مضمون لو ست ښه زده کړی . خو دا هم بی ځايه نه ده ،چې د يار زلفي هم سړی ته د مينې درس ورکوی . هغه د خوشحال بابا خبره چې وايې :
بدرګه که محبت راسره نه وايې
يک تنها به به خو نخوارو لارو تلل څوک

که په لنډيو هر څومره وغږيږو ،نو د بس ټکۍ به پيدا نه کړو ،ځکه لنډۍ زمو نږ د اولس هغه قيمتی او ارز ښتنا که پا نګه ده خلا صيدل يې نا شونې ده او د يادولو وړ خبره خو دا ده ، چې دغه پا نګه خداي (ج) يواځی په پښتو پيرزو کړ يده . نوری زبي له دی نعمته بې بر خی دی او کمال يې په دی کې دی چې دا داولس خبري دی واو داولس د زړه خبری دی او داولس دزړه نه راوتلی دي ،ځکه نو داسی څوک به نه وې چې لنډۍ يې زده نه وې یايې نه پيژنې ،ځکه په لنډيو کې زياتره د ټو لنې حالات ، ټو لنيز ژوند ، او د چا پيريال په اړه مفا هيم رانغاړل کيږی ،حتی کلتوري مسايل په ډيره ساده ژبه انځور شوی دي لکه دا لا ندې لنډۍ :
که مور او پلار دی خداي رضا کړل
د ماما ګانو به دي زنې ونيسمه

زمو نږ په پښتنه ټولنه کې دا دود دی چې د جنې په غو ښتنه کې لومړۍ حق د پلار او مور دی . او دهغوی د رضا حاصلول يوه حتمې خبره ده ، خو کله کله يا په اکثره ځا یونو کې ماماګان هم ددي صلا حيت لری چې نجلۍ دواده او يا په عامه اصطلاح دبر خليک په ټا کلو کې رول ولری . چې په پورته لنډۍ کټ مټ مفهوم په لنډو الفا ظو کې رانغاړل شوی دی او يا دا لنډۍ :
په ما دی ټول کلۍ خبر کړ
په تا دې يو دادا خبر دی زړه دی چو ينه

دلته هم د کليمو د رواجونو او دودونو مسله ده . چې په پښتنو کې يا دونې پټې وي .او که دغه راز په ډاګه شی ، نو بد عواقب به ولری . خو د مينې جذبات بيا کله کله انسان ته دومره جر عت ورکړی . چې انسان د خپلی ټولنې او ټو لنیز قانون نه سر غړاويې ته مجبوروی . لکه دا لنډۍ :
په توراور بل مې جنګ جوړ يږی
زما بې غوره ياره ځه چې تر ينه ځونه

چې البته داحالت د ينې استعراق يا جنون مرحله ده چې سړی خپل استو ګنځی پر يږدی . او د ناخوالو له لاسه د ټو لنې نه تجد يديږی . خو په هر صورت ملامتيا ددي مۍلو مو انسانانو هم نه ده . ځکه هغه دچا خبره ده . )دمينې نازولی حالت ته جنون وايې ( نو چې د سړی مينه دیره نازولی شی ، نو هغه به ولی نه جنون کيږی . دوی چې جنون شی ، نو د دونيا ټول خواږه او د معشيت ژوند شاکړی او بلاخره د جنون په سمندر لاهو شی .او خپل هر څه د خپلی ميني نه قربان کړی . هغه د اختر و صيب خبره چې
سرو مال به درته دوه په ميدان کيږدم
کومه ورځ چې ستا د مينې جواری شوه

نو دغسی پښتانه مينان هم ځان یو له بله قربانوی . او دا خو ښکاره ده چې بښتانه په قربانې او ځان تيرونه کې نوم لری لکه دا لاند ې لنډۍ :
د غرغری ميدان ته راشه
سبا مې ستا په تهمت دار ته خيژوينه

خو معشو قه بيا د خپل غاشق پدی حال فخر کوی . او وياړی ،چې دا قر بانې يواځی او يواځی ددي مينې ته ورکوی . او خپل سپيڅلی روح د يوی سپيڅلی مينې قر بانوی . او وايې :
خاونده ټوله مې تری زار کړی
زما په سر يې غرغري منلی دينه

په بای کې دومره وايم چې لنډيو ته زه دومره عقيده لرم چې که په پښتو کې هيڅ شعر نه وايې او يواځی همدا لنډي وی ،نو د پښتو ادب لپاره به کا فی وايې . او په اخر کې دادی کوم چې پښتا نه دی ژوندې وې او پښتون دی اباد وې . او خدای (ج) به پری د ابدی عمر پيزو وکړی
عمر دی ډير شه خپله ياره
زما د زړه ستنی په تا ولاړی د ينه
د ګودر اومنګي انځور په لنډيو کې
اوبه دهر ګودر خو ږی دي
جانانه ستا لپاره کوز ګودر ته ځمه
٭٭٭٭٭
اوښکي مې سيند غوندې بهيږی
بیا به د سيند د غاړی نهکوم سيلونه
٭٭٭٭٭
بيلتونه چيرته چې ځی لاړ شه
ګودر ته مه ځه چې بې پاتی شينه
٭٭٭٭٭
پرګودر سور سالو ښکاره شو
ماوې دی تورو اوبو اورواخيسته مينه
٭٭٭٭٭
پلاريې دبر کلی ملک دی
لور يې د کوز کلی منګی راډکو ينه
٭٭٭٭٭
په ګودر څه ټکه لو يدلی
چې کشره خور يې بدرګه ورسره ځينه
٭٭٭٭٭
خا ونده دا ګناه مې معاف کړی
بيا به دخوړ په عاړه نه کرم ګلونه
٭٭٭٭٭
خاونده ما دګودر ګل کړی
چې جنکي مې شوکوی سرکې مې ږد ينه
٭٭٭٭٭
خوله به د خدای په رضا درکړم
منګۍ مې ولی ښوروی لنده دې کړمه
٭٭٭٭٭
د زلفو تار مې اوبو دروړو
په غم شر يکه مينه نيسه ګودرونه
٭٭٭٭٭
د کشمالو منجيله وکړه
چې خو شبوی دی د منګۍ د بيخه ځينه
٭٭٭٭٭
دګودر غاړه ورته نيسه
د نجلۍ خوی د مرغاوې دی رابه شينه
٭٭٭٭٭
دګودر هر بو ټی دارو دی
چې پری لګيږی د نجو نکو پلونه
٭٭٭٭٭
د منکو ټو کتار يې جوړ کړو
لنډۍ بازار يې په ګودر ولګاونه
٭٭٭٭٭
که دی زما ديدن ياد يږی
د ګودر غاړه اجاره واخله مينه
٭٭٭٭٭
که د يدن کړی ګودر ته راشه
زه به منګۍ په لپو ورو،ورو ډکومه
٭٭٭٭٭
ګل مې د لاسه اوبو دروړ ه
په غم شر يکه لا ليه نيسه ګودرونه
٭٭٭٭٭
ګودر ته ځم راپسی راشه
زه به منګی په لپو ورو،ورو ډکومه
٭٭٭٭٭
ګودر په سر مې قبر جوړ کړه
چې مات منګی جنکۍ زما په قبر ږد ينه
٭٭٭٭٭
ما دګودر په غاړه ښخ کړی
چې جنکۍ مې مات بنګړی په قبر ږد ينه
٭٭٭٭٭
منګي يې ټول په ډنډ غو په کړل
د شيطا نۍ منګی په لپو ډکو ينه
٭٭٭٭٭
يو ګوټ اوبه منګی نه راکړه
د وصال تږی يم اوبه بهانه کومه
مات کودړی
دګودر په غاړه پروت و مات کودړی
و يلی زه وم روغ منګی کلال جوړ کړی
٭٭٭٭٭
د لته لو بو کې زه مات يوه ځلمی کړم
يوی پيغلی په اوږو ومه راوړی
٭٭٭٭٭
د جهان هره زره کې عشق عيان دی
مات کودړی سره هم د عشق داستان دی
٭٭٭٭٭
ډير مين په دی ګودر دې يو ځای شوی
ډير منګي دلته مات شوی لند بیان دی
په لنډ يو کې دګودر انعکاس
اوبه د کوز ګودر خوږی دی
لیلا د يار لپاره بر ګودر ته ځينه
٭٭٭٭٭
اوبه دکوز ګودر خوږی دی
زه د مين د پاره بر ګودر ته ځمه
٭٭٭٭٭
او به د کوز ګودر خوږی دی
د ليو نی د خو بی کنګل پکی راځينه
٭٭٭٭٭
بدن درياب زړه مې ګودر دی
د غم ويلی پکې رګونه تللی دينه
٭٭٭٭٭
بیا به منګی ته ګو تی نه کړم
مور د ګودر د تلو نه ما منعه کوينه
٭٭٭٭٭
پاس په ګودر د پيغلو جنک شو
د سور سالو مير منی ما تی ګډوينه
٭٭٭٭٭
پاس په ګودر ولاړی ګله
نصیب د چا يې او به زه در خيژومه
٭٭٭٭٭
پاس په هوا راشه جانانه
د ګودر لاري راڼيزو نیولی دينه
٭٭٭٭٭
پټ د ګودر په غاړه کينه
چې ياره پټ په پټ وکړو ديدنونه
٭٭٭٭٭
پرګودر سپينه سينه اوړی
په لاره تير يدم ودی ويشتمه
٭٭٭٭٭
پر ګودر ګڼي ونی کیږده
چې شا ليلا منګی په سوری ډکو ينه
٭٭٭٭٭
پر ګودر نښه راته کيږده
د ما زد يګر اوبو له ځمه وا به يې خلمه
٭٭٭٭٭
پر ګودر څه بلا لګيږی
چې کشر ورو يې بدرګه ورسره ځينه
٭٭٭٭٭
په ګودر سور سالو ښکاره شو
چاوې سالو دی وچاوې اور ولګيده
٭٭٭٭٭
په لوی ګودر دی څڼی پری ولی
په نری بادی يې وچوی مين دی کړمه
٭٭٭٭٭
پیغله ګودر ته روانيږی
زړه يې منجله کړو پری منګی راوړی مينه
٭٭٭٭٭
تاسی دی بر ګودر ته ګوری
د بيغلو جنګدی منګو ټی ګذاره وينه
٭٭٭٭٭
ته د ګودر غاړی ته راشه
ما په منګی کې پراټی راوړی دينه
٭٭٭٭٭
ته ماز ديګر ګودر ته راشه
په ګودر کيږی په اسانه ديدنونه
٭٭٭٭٭
ته ماز ديګر ګودر ته راشه
زه به منګی په لپو ورو ورو ډکو مه
٭٭٭٭٭
جانانه ستا د زړه لپاره
زه په غرمه د ګودر غاړی له درځمه
٭٭٭٭٭
خاونده بيادی مازد يګر کړ
پهګودر جوړشو دمنګيو کتارونه
٭٭٭٭٭
خلکه ګودرګوري ګډيږی
زه بې ګودره ګډيدمه لا هو شومه
٭٭٭٭٭
داده ګودر غاړه راواخله
لکه زخمی هيلۍ په ډبکې ناسته يمه
٭٭٭٭٭
د اسری منګولې نری غاړه
ګودر ته لاړه دچا ژوند خرابوينه
٭٭٭٭٭
دا سرې منګولۍ نری غاړه
ګودر ته لاړه برګ منګی ترخکې وړينه
٭٭٭٭٭
داسري منګولی نری غاړه
لکه کو تره په مکيز ګودر ته ځينه
٭٭٭٭٭
د جلا لا ګودره وران شی
په جنکودی سا لنډی ولګاو نه
٭٭٭٭٭
ددی ګودر غاړی ته ګوره
نری لګی دی پيغلی زړونه وديتوينه
٭٭٭٭٭
دګودر خواکې وني کيږده
چې شا ليلا منګۍ په سیوری ډکو ينه
٭٭٭٭٭
دګودر زر اجازت راکړه
ما ته کو څه کې جنکی ولاړی دينه
٭٭٭٭٭
دګودر غاړه به ښا يسته کړی
ورله روان شول د بلبلو کاروانونه
٭٭٭٭٭
دګودر غاړه پری ښايسته ده
څا نګه دی خدای شامدام روغه لر ينه
٭٭٭٭٭
دګودر غاړه ورته نيسه
دجنلۍ خوی دمر غاوی دی رابه شينه
٭٭٭٭٭
دګودر غاړه ورته نيسه
ليلا دجنو ميره ده مخکې دربه شينه
٭٭٭٭٭
دګودر غاړه ورته نيسم
زما جانان پردی لار تللی رابه شينه
٭٭٭٭٭
دګودر غاړهيې ناغه کړه
زلمو په غاړهکړه دصبر تاويزونه
٭٭٭٭٭
دګودر غاړه دي اغزي کړه
په سترګو ړوند شی بخملی پڼي لرمه
٭٭٭٭٭
دګودر هر بو ټی داروده
چې لګيدلی پری د پيغلو پلونه
٭٭٭٭٭
دګودر هر بوټی دارودی
جونی پری هره ورځلاسونه لګو ينه
٭٭٭٭٭
دګودر هر بوټی تازه ږې
هرمزد يګر پری جو نې سترګي لګو ينه
٭٭٭٭٭
دګودر هر مازد يګری ښه وې
چې جونې ټولی ماز د يګر سيل له راځينه
٭٭٭٭٭
دمازد يګر اوبوله مه ځه
په ګودر زانګی دکوډګرو تاويزونه
٭٭٭٭٭
د مازد يګر ګودر ته راشه
ما په منګی کې پراټي راوړی د ينه
٭٭٭٭٭
د مازد يګر ګودر له مه ځه
پيغلی ابو پر ځای و يني دکو ينه
٭٭٭٭٭
د مازد يګر ګودر له راشه
زه به منګی په لپو ورو،ورو ډکومه
٭٭٭٭٭
د ماز د يګر ګودره وران شی
په خندا درشم په ژړا درنه راځمه
٭٭٭٭٭
د يدن دی سین کړه را لا هو کړه
زه په غاړه دګودر ولاړه يمه
٭٭٭٭٭
زلفی يې بیيا پر مخ خوری کړی
د ماز د يګر ګودر له څی ځان سنګارو ينه
٭٭٭٭٭
سترګي دي ډکي تو مانچي دي
چې د ګودره را ختم ودی ويشتمه
٭٭٭٭٭
سترګی هوسۍ صراحی غاړه
بيا دګودر په لاره مسته ياره له ځمه
٭٭٭٭٭
شاه دګودره روانيږه
زما نړ يږی د زړګی پا خه برجونه
٭٭٭٭٭
شاه دګودره روانيږه
لکه د بڼ مر غۍ وړه شنه يې خالونه
٭٭٭٭٭
شاه دګودر له لوری راغله
لکه پا چا ورته پيري ولاړی دينه
٭٭٭٭٭
شال يې په سر اوږی په غاړه
ګودر ته لاړه عاشقان ر نځورو ينه
٭٭٭٭٭
شو مازد يګر ځان يې سنبال کړو
خپلو همزلو سره کوز ګودر له ځينه
٭٭٭٭٭
شو ماز د يګر ګودر له لاړه
لکه هو سۍ په لاره اخلی قد مو نه
٭٭٭٭٭
شو ماز د يګر ګودر له لاړه
په اردلۍ کې سيهلۍ ورسره ځينه
٭٭٭٭٭
که ته ر يښتيا پر ما مين يې
د ګودر غاړه اجاره واخله مينه
٭٭٭٭٭
ګودر ته ځم را پسی را شه
يوه شيبه به دی په شه زړه وو ينمه
٭٭٭٭٭
ګور له ځم را پسی راشه
منګي مې دوه دي نری ملا مې ما تو ينه
٭٭٭٭٭
ګودر له ځمه را پسی را شه
ما په منګې کې پراټي را وړی د ينه
٭٭٭٭٭
ګودر ته دواړه خو يندي راغلی
يوه يې ويشتل کا بله يې غشي ټو لو ينه
٭٭٭٭٭
ګودرته ځم راپسی راشه
زه به منګی په لپو ورو،ورو ډکومه
٭٭٭٭٭
ګودر ته ځم راپسی راشه
وخت مازد يګردی چې پری وکړو د يدنونه
٭٭٭٭٭
ګودر له غبرګې خو يندی راغلی
ګو له ماری د خمارو ستر ګو کو ينه
٭٭٭٭٭
ګودر له ځمه خو شحا ليږم
چې مې جانان کر لې لاره کې سره ګلونه
٭٭٭٭٭
ګودر ته ځی په مخه راغلې
ګيبی ګيبی پرتو ګ دی لاره نه راکو ينه
٭٭٭٭٭
ګودر کې سری لمبی شوی پورته
د چا د زړه په دنيا اور ولګيد نه
٭٭٭٭٭
ګودر شو ګرم مازد يګر دی
ليلا همزولو سره قينج مکيز کو ينه
٭٭٭٭٭
ګودر له ځم چې اوبه راوړم
په سرو منګلو به يې جانان له ورکومه
٭٭٭٭٭
ګودر له ځم چې مانګی مات کړم
سپو ږمۍ زړه شوه اوس تیاره کې ياره ځمه
٭٭٭٭٭
ګودرته څی ناوخته کيږی
د خيال کاته کوی په اور يې ستی کړ مه
٭٭٭٭٭
ګودر له ځی او پښو ته ګوري
پاچاهی لارکې د خيال مه ږده قد مونه
٭٭٭٭٭
ګودر په سر مې قبر جوړ کړی
چې مات منګی پيغلی زما په قبر وينه
٭٭٭٭٭
ګودرکې هره ورځ اختر وې
منګي په سر ورله راځی جو نی سيلونه
٭٭٭٭٭
ګودر د غدونو څه کم نه دی
پکې پښيږی شنی پاخی کټه بازونه
٭٭٭٭٭
ګودر دی عمر له اباد وې
مازد يګري پکې وی اخترونه
٭٭٭٭٭
ګودربادشا منګی وزير دی
وزیر هميشه د خپل يار سلام کو ينه
٭٭٭٭٭
ګودره ټول درته لو ګی شم
په سور سالو کې ليلا ستا خواله را ځينه
٭٭٭٭٭
ګودرکې هره ورځ اختر وې
رنګ رنګ پکې وی د خو بانو محلسونه
٭٭٭٭٭
ګودرته راغلی برابره
يا خو لګۍ راکړه يا منګی در ماتو مه
٭٭٭٭٭
ګودر دی عمر له ودان وې
په دی بهانه د حانان وکړم د يدنونه
٭٭٭٭٭
ګودره بخت دی غلبه دی
د پيغلو جنو سيل کوی حيران دی کړمه
٭٭٭٭٭
ما په ګودر د جنو ښخ کړی
ګو ندې ملا له پر ما کيږدی قد مو نه
٭٭٭٭٭
ما زد يګر تل لری خاونده
چې ماز د يګر په ګودر وشی د يدنونه
٭٭٭٭٭
مازديګر پيغلی ښی اغلی
منګي په ولو دګودر غاړی له ځينه
٭٭٭٭٭
ما سره سم ګودر له لاړ شه
منګي مې دوه دی نری ملا مې ما تو ينه
٭٭٭٭٭
منګی به تخرګ ګودر له ځمه
دغه يو ځای دی چې بری کيږی د يدنونه
٭٭٭٭٭
منګي کې موری اوبه نه شتهخ
زه د اوبو لپاره کوز ګودر له ځمه
٭٭٭٭٭
ولی به زه ور پسی نه مر م
اوږی په غاړه ما زد يګر ګودر له ځينه
٭٭٭٭٭
وخت د ځوانې مې نيمه خوا شو
يار بې وفا شو ارمانې به ګودر له ځمه
٭٭٭٭٭
هغه ساعت به کله راشی
چې د اشنا سره به بر ګودر له ځمه
٭٭٭٭٭
هر مازد يګردی لوی اختر دی
ګودره ! ځکه دی صفت هر ځای کو مه
٭٭٭٭٭
جنۍ د پلاره دی وير يږم
ګودر ته راشه کور ته نه درسره ځمه
٭٭٭٭٭
چې ماز د يګر شی زړه مې ښه شی
په ګودر حوړ شی د منګيو کتارونه
٭٭٭٭٭
چې مازد يګر شی عاشقان ژاړی
چټه له خياله منګی وړی په ګودرونه
٭٭٭٭٭
چې يوړم يوړم اوبو يوړم
چې بې ګودره ګډ يدم اوبو به وړمه
٭٭٭٭٭

رفيع الله ستانکزی

په درنښت


larghonay laraway
12.11.2009

السلام علیکم!
باتور صیب ایله چې زما د خوښې موضوع دې رامنځته کړې ځکه چې له یوې خوا څېړنیزه ده او له بلې خوا مې لنډۍ ډېرې خوښې دي. ولې که اجازه وي نو د ګران رفيع الله ستانکزی په لیکنه به لږ رڼا واچوم:
ستانکزی صیب په رښتیا هم ښې لنډۍ راټولې کړي او ښه څېړنیزه لیکنه یې پرې کړې ده خو ګران ستانکزي ته یو وړاندیز لرم او هغه دا چې د افغانستان د زړو لیکوالو په څېر کړندود دې نه پالي بلکې دی ځوان دی او نوې معیاري څېړنې دې وکړي. د بېلګې په توګه ده تاریخ او لنډۍ سره خلط کړي دي په داسې حال کې چې لنډۍ شفاهي یا ولسي ادبیات دي چې خپل اصول لري او تاریخ لیکنه خپل اصول غواړي. ده یوه لنډۍ لیکلې او بیا یې له تاریخ سره تړلې چې دا کار تر ده پخوا نورو هم کړی دی. خو له تاریخ لیکنې سره اړخ نه لګوي ځکه چې تاریخ ماخذ غواړي او دوی اټکل لیکلی:
سپوږمې سر وهه را خيژه
يار مې د ګلو لو کې ګو تي ر يبينه

[quote:7c4304e841]اټکل کيږی چې د زرو کا لو څخه هم بخوا قدامت لری وڅيړونکي په دی عقيده دی چې ښا يې لو مړنې په لاس راغلی لنډۍ او يا په بل عبارت يوه زړه لنډۍ دا وې :
سپوږمې سر وهه را خيژه
يار مې د ګلو لو کې ګو تي ر يبينه[/quote:7c4304e841]

لومړی خو دا لنډۍ مصنوعي معلومېږي او رښتونې ولسي لنډۍ نه ده. ځکه لومړۍ مسرۍ یې (نه) څپې نه ده بلکې اته څپې ده. خو که په پورتنۍ لنډۍ کې د سپوږمۍ پر ځای (سپوږمیه) ولیکو چې ځینو همداسې لیکلې ده بیا له ولسه لرې کېږي ځکه په ولس کې هیڅوک هم سپوږمۍ ته (سپوږمیه) نه وایي. سپوږمۍ ته سپوږمیه ویل ښکلا، هنریت او ظرافت ټول له منځه وړي.
فرض به کړو چې د پورتنۍ لنډۍ څپې هم برابرې دي او ریښتونې ولسي ده نو د کوم ماخذ له مخې ویلی شو چې دا تر ټولو زړه لنډۍ ده او د دومره کلونو لنډۍ ده؟ ایا تاریخ په اټکلونو تکیه کولی شي؟ همدا راز د مصرۍ تورې خبره هم کوم قوي او ریښتونی ماخذ نه لري او نه خو پښتنو له مصریانو سره کومه تجارتي راکړه ورکړه درلوده. ځینو پخوانیو لیکوالو بیا د دې لنډۍ په اړه لیکلي چې دا خو به پخوانیو پښتنو د سوما بوټي رېبل او شراب به یې ترې جوړول. په داسې حال کې چې تر اوسه هیچا هم د سوما بوټی نه دی معرفي کړی او نه یې پېژني. د سوما بوټی داسې دی لکه د هما مارغه، چې دا کومه تاریخي خبره نه شي کیدلی بلکې افسانوي تخیل دی.

[quote:7c4304e841]د لنډۍ بله ځا نګړنه داده چې شاعر يې معلو مه نه وې[/quote:7c4304e841]یوه بله خبره چې ستانکزی صیب یې په خپله هم مني او رښتیا هم ده چې لنډۍ شاعر نه لري ولې له بلې خوا د دې لپاره چې مصرۍ تورې ته خبره وربرابره کړي نو لنډۍ ته شاعره ټاکي او دا تېروتنه تر ده مخکې نورو هم کړې ده:
[quote:7c4304e841]که په ميو ند کې شهيد نه شوی
خدايږو لا ليه بې ننګې ته دی سا تينه [/quote:7c4304e841]

[quote:7c4304e841]د لنډيو شاعران څوک دي؟
د پښتنو په غرو او رغو کې ، په کلیو او ښارو کې ، په شنو درو او لویو دښتو کې ، د ابشار خنګ او د کږدۍ اړخ ته د چوپان په شپیلۍ او د بڼوال په درو کې بلاخره د پښتنو د خاوری په هر ګوټ کې له دی اشعارو څخه په یو شان خوند اخیستل کیږی . زاړه یې د ځوانۍ د خاطراتو په یاد وايې ، زلمیان او پیغلې يې د خپل زلمیتوب شور او مستي پکښې لټوی ، مینانو ته د راز او نیاز رویباری کوی ، توریالی ورسره د تورو په میدان کې ګډیږی او مسافر يې په مسافري کې د خپل وطن تنده پری ماتوی . د اشعرو نه چې څومره ساده، سلیس او روان دی هغومره د پردیو ژبو له اغیزې څخه پاک او سپيڅلې دی. [/quote:7c4304e841]
د ښاغلي رفیع الله ستانکزي پورتنۍ خوږه، ادبي او هنري تبصره هم د تامل وړ ده ځکه ټول پښتانه لنډۍ نه وایي. لنډۍ یوازې د پښتونخوا په ځینو سیمو، پکتیا، خوست او ننګرهار کې دود دي. دا چې په دې څو کلونو کې راډيوګانې هم ډېرې شوې او سندرغاړو ښې ډېرې کیسټې هم ثبت کړې او عامې شوې، یا ځینو پخوانیو داسې لیکوالو لنډۍ راټولې کړي چې د هغوی په سیمو کې لنډۍ دود نه دي دا په دې معنی نه ده چې لنډۍ د ټولو پښتنو دود دی. د بېلګې په توګه که تاسو په کوټه، کندهار، هلمند، زابل او ځینو نورو سیمو کې څېړنه وکړئ نو د هغوی په ودونو کې (غاړې، د اتڼ نارې او نورې بدلې ) وایي. ډېرو پخوانیو استاذانو د ودونو سندرې او دودونه لیکلي خو په یو کې به یې هم لنډۍ ونه ګورۍ. لنډۍ د رباب او منګي سره په حجره او دیره کې ویل کېږي. د یادو سیمو خلک ښه سوچه پښتانه او میلمه پال خلک دي خو اوس هم په کې د رباب او منګي سره د لنډيو او سروکو د مجلس دود نشته، بلکې اټن کوي. دا چې ځینې نوي سندرغاړي یې اوس وایي دې ته ولسي ادبیات نه شو ویلی. او که چېرته بیا د ولسمشر کرزي غوندې ملي مشارکت ترې جوړوئ نو دا بیا بېله خبره ده.

[quote:7c4304e841]لنډۍ د کندهار او پکتیا پښتانه یې لنډۍ بولي چې دا اصطلاع د کثرت په توګه په دوي کې موجوده ده او هم د هري سیمې باسواده خلک یې پیژني .[/quote:7c4304e841]

ستانکزي صیب ته او خدای چې یو شی یوازې باسواده خلک پېژني نو هغه ولسي شو؟ ایا ستا ولس ټول باسواده دی؟ ایا ولسي ادبیات د سواد پر بنسټ ولاړ دي؟

[quote:7c4304e841]د لنډيو وو يونکي زياتره وخت تور سري وي [/quote:7c4304e841]

رفیع الله ستانکزي په خپله لیکنه کې ضد او نقیض خبرې کوي چې عین خبرې پخوانیو لیکوالو هم کړې دي. لکه پورتنۍ جمله کې لیکي چې د لنډیو زیاتره ویونکې تورسرې وي. خو په یوه بله کې بیا لیکي د لنډيو شمېر نه دی معلوم نو دا له کومې معلومه شوه چې اکثره د تور سرو له خوا ویل شوې دي؟
دا خبره اصلاً سلمی شاهین کړې ده چې یوه تېروتنه ده. کوم ثقه دلیل او ماخذ نه لري او نه کوم ارقام ښودلی شي. د ستانکزي صیب په همدې راټولو کړیو لنډیو کې هم د نارینه وو شته او هم د ښځينه وو. نو دا خبره دقیقه نه ده چې زیاتره یې د تورسرو له خوا ویل شوې دي.

[quote:7c4304e841]د لنډۍپیژندنه
د لنډۍ پیژنې په اړوند په ځینو کتابونو ، لیکونو او خپرونو کې داسې راغلي دي لنډې په اولسي ادبیاتو کز هغه ادبیات دي چې د اولس بې نومه او بې نښانه شاعر پکې پدې بریالی شوی چې د بشر د ژوند تر ټولو عالي شیبې په دوو نا متوازنو بیتونو کې په ایجاز بیان او تصویر کړی دی .۱) استاد حبیب الله رفیع لیکی : (( لنډۍ یو هغه دوه مسره ایز نظم دی چې لومړۍ او دوهمه مسره یې نه په قافیه کې سره یو شی او نه په وزن کې سره رابري وي .)) لنډۍ هغه موزون ، غیر متعارف ، مستزاد ، حکمي مقفی ، غیر مصرع بیت دی چې لومړۍ برخه یې نهه )٩(څپې او دویمه برخه یې دیارلس))١٣( ( څپې وې )) د پښتنو په مختلفو سیمو کې لنډۍ په مختلفو نومونو پاندې نومول شوي دي البته چې په هر محیط کې به یې د بیلې بیلې وجهې سبب شوی وي ، او هر یو نوم ایښودونکي به د یو خاص صفت او مقصد په لحاظ نوم پری ایښی وي . نو لدې کبله د لنډۍ په نومونو کې اختلاف معلومیږي . څو نومونه چې په بیلو بیلو محیطونو کې وربا ند ایښودل شوي دي په لاندې ډول دي [/quote:7c4304e841]
پورتني تعریفونه ټول یوازې د لنډۍ د جوړښت په اړه خبرې کوي چې یو ته هم د لنډۍ تعریف نه شو ویلی. لنډۍ شعر دی او شعر ته تر اوسه پورې چا کوټلی تعریف نه دی پیدا کړی.

[quote:7c4304e841]بل تعريف
لنډه د مفرد مؤنث کلمه ده ، لنډۍ د لنډه بڼه ده ، د لنډۍ لومړنۍ برخه لنډه او دویمه برخه یې اوږده ده ، له دې کبله ورته لنډۍ وایي.[/quote:7c4304e841]

پورتنۍ ډېره عجیبه جمله ده. که زه له ستانکزي صیب وپوښتم چې ولې ورته اوږدړۍ نه وایي ځکه چې دویمه مسرۍ یې تر لومړۍ اوږده ده؟ زما په نظر ښه اټکل نه دی.

[quote:7c4304e841]یا دا چې په دی ډول نظم کې یو ډول تاثیرات پراته دی ، چې په اوریدونکی په محضی اوریدو سره یو داسي ډول اغیزه کوي چې په خوله یې تعریف نه کیږی او اکثر پښتانه یې په محض اوریدو سره په ژړ ا کیږی او په زړه کې یې یو هیجان او سوز پیدا شي ، نو ځکه یې د هغې لنډۍ نوم چې د مار په معنی ده په دې نظم باندې ایښی ده.[/quote:7c4304e841]
یاره که سړی یې راټولې کړي نو په سلګونو لنډۍ دي چې د ژړا پر ځای سړی خندوي نو پورتنی اټکل هم سم نه دی. که د ګودر په اړه د ستانکزي صیب لنډیو ته ځیر شو نو یوه یې هم سړی نه ژړوي. بلکې ډېرې داسې لوڅې لغړې لنډۍ دي چې حتی د انګریزي ژبې په اصطلاح سکسي دي او د انسان شهوت راپاروي خو زه یې دلته نه لیکم.

[quote:7c4304e841]راورټي : (د پښتو مشهور ادیب چې په قام انګریز ؤ) د پښتو ژبې او دب ته یې ډیر خدمت کړی دی ، د لنډۍ په باب لیکی ( د پښتو ژبې یو ډول اشعار دي ، چې د ولاړې موسیقي په ذریعه ویلی کیږي ، د زیات جوش او حرارت نه ډک دی ، او ماته د دې په ذریعه خپل وطني او ملي سرودونه را په یادیږي . [/quote:7c4304e841]

باور وکړه د بل وطن او بلې ژبې سړی دی خو د لنډيو په اړه یې دومره پخه خبره کړې چې سمه د کاڼي کرښه ده.
[quote:7c4304e841]که له میونده روغ راستون شوي
خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتیــــــنه[/quote:7c4304e841]
دا یوه نوې جوړه شوې مصنوعي لنډۍ ده چې حتی خوند هم نه لري. ځکه له یوې جګړې نه سړی غازي هم راستندی شي. په جګړه کې مرګ مهم نه دی بلکې بری مهم دی.

[quote:7c4304e841]اوبه د هر ګودر خوږې دي
جانانه ستا دپاره کوز ګودر ته ځمه [/quote:7c4304e841]

پورتنۍ لنډۍ هم منطقي نه ښکاري بلکې مصنوعي ښکاري ځکه که چېرته څوک ووایي چې اوبه د هر ګودر خوږې دي نو بیا خو کوز ګودر ته تلل په جانان کوم احسان نه شو. احسان خو هغه وخت وي چې د ګودرونو تر منځ د ښه او بد توپیر وي، معشوقه د ښه او بدپه توپیر پوهه شي او بیا هم تکلیف پر ځان ومني او د جانان لپاره کوز ګودر ته لاړه شي. د پورتنۍ لنډۍ اصلي ښه شکل داسې دی:
کور ته مې کوز ګودر نږدې دی
زه د جانان لپاره بر ګودر ته ځمه
اوبه د بر ګودر خوږې دي
جانانه ستا لپاره کوز ګودر ته ځمه

لاندې لنډۍ هم ډېره پېچلې شوې ده. ځکه د ګودر ګل کوم خاص ګل نه وي او نه داسې کومه اصطلاح شته چې څوک ووایی (د ګودرګل) بلکې د ګودر د غاړې ګل، د کمر له پاسه ګل، د ډاګ ګل او داسې نور.
[quote:7c4304e841]خاونده ما د ګودر ګل کړې
چې جينکۍ مې شوکوي سر کې مې ږدينه [/quote:7c4304e841]
د پورتنۍ لنډۍ یو بل ورانټ ما داسې اوریدلی دی:
ما د ګودر د غاړې ګل کړې
چې جینکۍ مې شوکوي سر کې مې ږدینه

[quote:7c4304e841]پرګودرسورسالوښکاره شو
ماوې دې تورواوبو اورواخيست مينه [/quote:7c4304e841]
پورتنۍ لنډي هم مصنوعي شوې او خرابه شوې ده چې سکته هم ښکاري. ښه یې داسې ده:
په ګودر سور سالو ښکاره شو
ما وې په تورو اوبو اور ولګیدنه

لاندې لنډۍ نوې او ډېره ښکلې ده. زما ډېره خوښه شوه.
[quote:7c4304e841]يار مې ټو پک زه يې مر مي يمه
په تورو غروکې يې ويشتم ورکه يې کړمه [/quote:7c4304e841]
٭٭٭٭٭
په پای کې ګران رفیع الله ستانکزي ته دومره وایم چې ښه لیکوال دی، د لیکوالۍ په اړه یې ښه معلومات ليکلي خو [color=red:7c4304e841]د لنډيو په اړه یې یوه خبره هم نوې نه ده لیکلې. ټولې خبرې یې زړې او د پخوانیو مشرانو لیکوالو په څېر له تېروتنو او اټکلونو ډکې دي. [/color:7c4304e841]
په لنډیو لاندې کسانو هم لیکنې کړي چې دوی یوازې د پښتو ټولنې د نیمګړي کار یادونه کړې ده.
په لنډیو ډېرو کسانو مقالې لیکلي یو څو کسانو یې کلسیونونه هم چاپ کړي چې یوه یې د پېښور تکړه څېړونکې پېغله سلمی شاهین ده چې د پښتو اکیډمۍ نه د هغې څېړنه او ځیرنه ډېره ښه او پخه ده. همدا راز د پېښور صابر او د کامې غریب یار هم د لنډیو د غورچاڼ ټولګې لري او شپون په لنډیو یوه مقاله ليکلې ده.
سلیمان لایق هم په لنډیو کار کړی خو لکه څنګه یې چې کمونیزم وشرماوه لنډیو ته یې هم په همداسې سپکه سترګه کتلي چې په یادولو نه ارزي.


باتور
16.11.2009

ښاغلي لاروي ته سلامونه،

له څېړنيز نقد، تصحيح او رڼا اچوني څخه دي مننه، خبري دي د تائيد وړ دي .

د مصرۍ، مصره يا مصرع اصل مصراع )ور( دی، عربان هغه وره ته چي دوه دړي ولري مصراع وايي او يودړي ور يا دروازې ته درب وايي. . په نظمي ادبياتو کي د شعر بيتونه له مصراع سره تشبېه کوي، د بيت لومړۍ برخي ته د مصراع يا د وره يوه دړه )خوا( او دوهمي برخي ته يې د مصراع دوهمه دړه وايي . .
ستا په قول له مصر سره کوم تړاو نه لري .

مصراع :

[img:64aeada167]http://www.irantrip.com/Iran/images/abyaneh-door.jpg[/img:64aeada167]

[img:64aeada167]http://www.designerscraft.com/images/Door_11.JPG[/img:64aeada167]

په درنښت


باتور
16.11.2009

درب :

[img:5f7b80759f]http://www.1sfhome.com/PR_HRII_WineCellarDoor.gif[/img:5f7b80759f]

په درنښت


larghonay laraway
17.11.2009

سلامونه!
باتور صیب د مصرع په اړه دې ښکلي معلومات لیکلي دي. دا چې په پښتو او فارسي ادبیاتو کې د شعر د یو بیت دوه بېلابېلې برخې هره یوه د مصرع په نامه یادوي چې دوی هم له عربانو اخیستی او کیدی شي چې عربانو د همدې دروازې له دوو پلو اخیستی وي. اوس په پښتو کې مصرع د مسرۍ په بڼه لیکي او پاړسو کې اوس هم مصرع لیکل کېږي.
یوه لنډۍ :
د لنډۍ وار درباندې راغی
شوتل خورکې رنګ دې زېړ وتښتیدنه


عادل عادل
07.12.2009

سلامونه

دغه نوع ادبیاتو ته خو ادبیات ویل زیاتی دی

که ادبیات وای نو شاعر به یی مالوم وو


عبد السلام
08.12.2009

ټولو ته سلام او د لوی خدای د رحمت او برکت هيله لرم!

زه په دې روان بحث کي د ګډون لپاره دلته نه يم راغلی، صرف له ښاغلي لاروي څخه يوه پوښتنه لرم، هغه دا چي:

په کوم حساب او دليل ښاغلي رفيع الله ستانکزی

ته [color=darkblue:4d074757f0]رفیع الله نیازي [/color:4d074757f0]خطاب کوې؟

په خپله پورتنۍ ليکنه کي دي، څلور پنځه ځله درفیع الله نیازي خطاب ورته کړی، په دې که زموږ سرونه خلاص کړې ښه به وي .

باتوره! دبې اجازې تصرف څخه بښنه غواړم .
:lol: :lol:


larghonay laraway
08.12.2009

السلام علیکم
عبد السلام صیب د ښاغلي رفیع الله ستانکزي نوم رانه په تېروتنه کې نیازی شوی ؤ. دا ځکه چې مونږ په همدې دواړو نومونو دوه ځوانان لیکوال لرو. سمونه مې وکړه.

عادل جانه شفاهي ادب همدې ته وایي چې سینه په سینه، له یو نسل نه بل ته بدلېږي. همدا راز دغه ادب د بدیاني ګلونو غوندې بې مالیاره راټوکېږي، غوړېږي او خزانېږي .
دا نو تاته چا ویلي چې شاعر ولري هغه به ادب وي او که شاعر نه لري هغه ادب نه دی؟
که هر استاد درته ویلي وي تېروتی او بحث فورم به دا ګټه درته ورسوي چې ادبي ژانرونه وپېژنې!
په پښتو شاعرۍ کې تر اوسه هیڅ شعر د لنډۍ سره په ښکلا، خوږوالي، قوت، صلابت، صراحت، انځوریزتوپ، تخیل، شعریت، رمز، طنز او کنایه کې سیالي نه شي کولی!!!!!!!!


عادل عادل
08.12.2009

سلامونه

لاروئ صیب خبره مو سمه ده، لنډئ ادبیات دي، خو په دې شرط چې محتوی یې یو معیار ولري نه داچې ستا په قول سکسي خبرې او بې ادبي هم پکې ځای ولري.

[color=orange:b87a7b8eab]بام ته راپورته شه خوله راکړه - - خلک به وایي چې سیرلئ دئ پاڼې خورینه[/color:b87a7b8eab]

زمونږ تر نیمایي زیاتې لنډئ داسې دي چې نر او ښځه دواړه پټې یارانې او اخلاقي فساد ته تشویقوي.

[color=white:b87a7b8eab]ښې او نازکې لنډئ هم شته چې خدای شته زما ډیرې خوښیژي، لکه چې وایي:

زړه مې نرئ دی لکه لوټه - - - - د سهار باد یې ښوروي لکه کمر[/color:b87a7b8eab]

یو وخت به د پالټاک په یوه خونه کې د لنډیو سوال او ځواب وو، پدې کې یوې پیغلې (خدای خبر چې په سر کې به یې یو نیم تور ویښته هم و کنه) هم برخه اخیسته، پیل به یې ښه و، خو اخر به پکې داسې انډوخر جوړ شو، چې نور به حیا اجازه نه درکوله چې هلته پاتې شې.


باتور
08.12.2009

ښاغليو عبدالسلام، عادل او لاروي ته سلامونه او احترامونه !

عادله وروره،
لنډی د متلونو په شان زموږ د ادبي فولکلور هغه برخه ده چي نه يې خاص ليکونکی او نه يې هم ويونکی معلوم دی، حد او سرحد هم نه لري .

دا چي بعضي څوک سکسي بڼه ورکوي، دا د هغو په شخصي ادب او تربيه پوري اړه لري، داسي به نه کوو چي د يو څو سپږو لپاره ټول پوستين اور ته واچوو. .
ستا خبره ښې ښکلي، خوږې، نازکي او په ادب برابري لنډی هم ډېري دي .

عبدالسلام خانه وروه، زما د ليکني په طرز پوري دي يو څه پوزخند وهلی، لېکن د دې لپاره چي په راتلونکو کي هم د وروڼو په شان سم بحثونه سره وکړای شو، دا بې تصرفه تصرف :wink: به دي نالوستلی وګڼم .

دا لاندي لينک هم زما له خوا تاته تحفه :

http://www.hewad.com/landay/

په درنښت


حمید هڅــاند
08.12.2009

درنو ښاغلیو،هریو باتور او لرغوني لاروي ته سلامونه .
لنډۍ رښتیاهم بېلابېل نومونه لري چې ځیني یې لنډۍ، ټپې،مسرې،او مسرۍ دي.
دباتور ورور په وینا مسرې له مصراع څخه اخیستل شوی نوم دی چې په عربي کې هغه وره ته ویل کېږي چې دوې دړي ولري. دلته وړ ده چې دوه ټکي په پام کې ونيول شي،
لمړی: لکه چې لرغوني لاروي ورور ویلي دي، پښتنو خو داسي نژدې اړیکي او راشه درشه یا سوداګري له مصر سره نه درلوده چې اغیز یې ان تر لنډیو ورسېږي.
دوهم: سره له دې چې لرغوني لاروي ورور په اند لنډیو ته نېټه ټاکل یوڅه هغه دچاخبره زړه ته نه لوېدونکې خبره ده خو بیا هم حبیب الله رفیع په دې ګروهه دی چې لنډۍ ډېري لرغونې دي چې ښاغلي استاد یې بېلګه ددې لنډۍ ورکړې ده:
مازیګری دی ښېرې مکړه
ته به دناز ښېرې کوې رښتیابه شینه
دده په وینا دا لنډۍ دهغه مهال ده چې په افغانستان کې دلمر لمانځنه کېده.
لنډۍ ته نېټه ټاکل به پرځای کار وي او یانه، خو بیا هم لنډۍ ډېري پخوانۍ دي ، نو ځکه نومونه به یې هم دمهال په تېرېدا سره ګڼ شوي وي. که د مسریو نوم له مصري توري مصراع نه اخېستل شوی وي نو بیا خو دا نوم د راوروستو پېرونو دی، که څنګه؟.
د[ لنډۍ] توري په اړه هم ویل کېږي چې دا له لنډي مار نه اخېستل شوی دي. لنډی مار چې په کلېوالو سیمو کې دلنډۍ په نوم یادېږي ، دخلکو په وینا یو له ډېرو زهرجنو او خطرناکو مارانو څخه دی. لنډیو ته ځکه دانوم ورکول شوی دی چې لنډۍ همدومره اغېزناکي دي. لاروی وروره، داویل رښتیا هم سم نه دې چې ووایو د لنډۍ په اورېدلو سړي ته ژړا ورځي نو ځکه یې ورباندي نوم لنډۍ ایښی دی خوکه دژړا پرځای دلنډیو دځانګړي اغیز یادونه و شي نو پر ځای خبره به وي ، ځکه په لنډیو کې دا اغیز دی چې یواځي یوه لنډۍ کولی شي یوڅوک د پوره یوه شعر نه هم زیات اغېزمن کړي.
دلرغوني لاروي ورور یوه نېوکه داده چې که دلنډیو ویونکي مالوم نه وي نو بیا ولي ځیني لنډیو ته ویونکي هم لیکل شوي دي.
لاروی ورورجانه زما په اند، که د لکونو لنډیو ویونکي مالوم نه وي او یواځي د ګوتو په شمېرهغو مالوم وي او یو څوک دهمدغو ګوتو په شمېر لنډیو ترڅنګ دویونکو نومونه هم ولیکي نو دومره خبره به نه وي. په ځانګړې توګه دملالي لنډۍ چې له یوې ډېري مهمي پېښي سره تړاو لري
د لنډیو د ځای په اړه هم لاروی ورور نېوکه کړې ، وبه منو چې لنډۍ په ټولو پښتنو کې (نه وې) دود خوبیا هم لنډۍ دولسي ادبیاتو هغه یواځینی ډول دی چې نژدې ټول پښتانه ورسره اشنا دي/ؤ .
اوپه پای کې ـــــ

ځان یې زړو جامو کې جوړ کړ
لکه په وران کلي کې باغ دګلو وینه

په درنښت اومنني
حمیدهڅاند/هند


عادل عادل
09.12.2009

سلامونه

دروند باتور وروره، ستاسو د خبرو سره موافق یم

که دیدن کړې بیړه راوکړه
عمر د ژمي مازدیګر دی تیر به شینه

که دیدن کړې بیړه راوکړه
د سر تبئ مې ګلوي خاورو ته ځمه

په پښتو لنډیو او شعرونو کې د مسافرئ او پردیسئ نه ډیر نالښت شوئ، ددې نه جوتیژي چې د پښتنو د ژوند ډیره برخه په تیره بیا د ځوانئ موده په نیکمرغه مسافرئ کې تیریژي، الله پاک دې د ټولو پښتنو منګولې ډکې اوپه خپلو کورونو کې هوسا او بسیا ژوندورکړي، آمین


larghonay laraway
10.12.2009

د پښتو ژبې د ادبیاتو په اړه مارګيستيرن ويلي دي، پښتانه چې لنډۍ او خوشال لري نو د خپلې ژبې او ادب د ميراتېدو وېره دې نه کوي.
دلته د عادل په نامه یو چا د لنډيو په ډېر سطحي نظر ورکړی دی او معلومېږي چې ډېر مبتدي لیکوال دی. خو زه دې ځوان ته مشوره ورکوم چې ډېره مطالعه دې وکړي او که په رښتیا هم له ادبیاتو سره مینه لري نو ټول افغان ویب پاڼه که له پوهنتون سره سمه نه ده نو ترې کمه هم نه ده، ډېر څه به زده کړي!
لنډۍ د پښتو ادبیاتو یوازینی او پیاوړی ژانر دی چې په دوو لنډو ګنډو مسریو کې چې لومړۍ یې (نهه) او دویمه یې (دیارلس) څپې ده؛ دومره پراخه او ویړه موضوع رانغاړي چې په نظم، غزل، قصیده او کوم بل شعر کې یې په ډېره اوږده توګه او په سختۍ رانغښتلی شو. دا چې په لنډیو کې هم مینه شته، هم محبت، هم پند، هم نصیحت، هم پیغور، هم ستاینه، هم غندنه، هم خوشالي، هم غم، هم مرورتیا، هم پخلاینه، هم بلنه او هم رټنه، هم ..... او هم د عادل په لهجه سکس نو دا د لنډۍ کمال دی ځکه دا ټول د انسان د ژوند بېلابېل اړخونه دي او یوازې لنډۍ دي چې په خپل قوت سره یې په خپله لمن کې د انساني ژوند ټول اړخونه ځای کړي دي. او دا هم د لنډيو قوت دی چې په هغو پښتنو یې هم ځان منلی چې د لنډيو دود په کې هډو شته هم نه! دا یې لاڅه کوې چې د پېښور هندکیان هم اوس د لنډیو په طرز هندکوه شعرونه جوړوي چې د کوزې پښتونخوا مشهور سندرغاړی (رحیم شاه) له همدې لامله ښه شهرت موندلی دی. (اول به کبهی کبهی غم تا...) او که تر دوی راتېر شو نو په تاجکو یې هم اغېز ښکاره دی چې ببرک کارمل په یوه غونډه کې د سټیج په سر باندې یوه لنډۍ ویلې وه خوترې غلطه شوې وه او له دوو لنډیو یې یوه جوړه کړې ده چې نیمه د يوې او نیمه د بلې لنډۍ برخه ده لکه :
که په میوند کې شهید نه شوې
د یار لپاره درمسال جارو کوومه
چې سمه بڼه یې همغه مصنوعي لنډۍ ده چې په میوند جګړې پسې جوړه شوې ده:
که په میوند کې شهید نه شوې
خدای ګو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه
دلته زه د میوند جګړې په اړه بحث ځکه نه کووم چې دا بحث د میوند جګړې نه دی نو حمید هڅاند صیب ته همدومره وایم چې دا ټولو پښتنو سترو سترو لیکوالو منلې چې لنډۍ شاعر نه لري او دا رښتیا هم ده.
اوس به دې ته راشو چې زمونږ له ځینو لیکوالو تاریخ او ادبیات ګډېږي چې دا یوه غټه تېروتنه او نیمګړتیا ده. دا چې مونږ په یوه لنډۍ کې لمر ووینو او تشریح یې داسې وکړو چې دا د لمر لمانځنې د وخت لنډۍ ده نو دا خو یوه تاریخي خبره شوه او تاریخ بې ماخذه نه وي. نو هسې یو اټکل شو او په اټکلي خبرو باید خپل ځوانان بې لارې نه کړو. پاتې شوه د استاد حبیب الله رفیع خبره کیدای شي دغه لنډۍ د لمر لمانځنې یا زردشتي دین سره شباهت ولري او د همغې دورې وي خو دا یوازې یو نظر دی او حکم نه دی. مونږ حکم نه شو کولی چې دا لنډۍ د هغه وخت ده ځکه چې حکم یا غوڅه فیصله پرېکنده دلیل او ماخذ غواړي.
که داسې وي نو د دې لنډیو په اړه به څه وایو:
مازدیګر لمونځ چیلم د چرسو
دیدن د یار راغی چې کوم ړومبی کړمه
مازدیګر نه وې کم نصیبه
خورې ورې زلفې په بام ولاړه وومه
د مازدیګر زېړیه لمره
په چا اخترکړې څوک د غم ژړا کوینه
مازدیګر ښه دی دیدن کېږي
ورکه غرمه شه لیلا کور کوي خوبونه
مازدیګری به دې په غم کړم
نور د منګي په خوله کې مه وړه زېړ ګلونه
چې مازدیګر شي زړه مې ښه شي
چې ماسخوتن شي د زړه زنګ مې اوبه شینه

په لسګونو لنډۍ دي چې د ژوند بېلابېل اړخونه په کې یاد شوي او له ځینو دینونو او مذهبونو سره هم سمون خوري چې مونږ یې په کوم دین او مذهب پورې نه شو تړلی.او نه ورته تعبیرونه جوړولی شو. خو که تعبیر یې کړو هم دا به یوازې د یو شخص تعبیر وي نه سل په سلو کې واقعیت!

هڅاند صیب دا هم لیکلي چې د ګوتو په شمېر لنډیو تر څنګ که د هغوی د شاعر نوم ولیکو .
یوه لنډۍ هم داسې نشته چې له اسمانه راغلې وي ټولې چا جوړې کړي خو د ولسي ادبیاتو ځانګړنه همدا ده چې د چا نوم ورسره نه لیکل کېږي. داسې کیدای شي چې یوه لنډۍ د یوې جګړې انځورګري او نماینده ګي وکړي خو د معلوم شخص نماینده ګي نه شي کولی. لکه :
خدایه جنګ راولې باړې ته
چې لیونۍ مې په مردۍ قایله شینه
یا چېرته باړه چېرته انګرېز دی
بې ننګي زور شوه اوس انګرېز باړې ته ځینه
باړې ته انګریز ځکه نه شو تلای چې هلته عجب خان افریدی ؤ او ښځې به یې ترې نیولې وای. لکه چې نیولې یې وه. دا لنډۍ ځینو بدله کړې او لیکلي یې دي چېرته باړه چېرته چترال. په داسې حال کې چې په چترال کې له انګریزانو سره ډېرې جګړې نه دي شوي.
یا لکه دافغان روس د همدې لنډ تېر شوي جهاد انځورګري په ډېرو لنډیو کې شوې ده:
ترکیه دا دې بد بختي ده
د لکړۍ په غاښي نه خېژي ټانکونه
د نور محمد ترکي په وخت کې او ترهغه وروسته مهاجرتونه شروع شول چې ډېره مشهوره لاره یې د لکړۍ غاښی ؤ چې پښتونخوا ته خلک پرې تلل.
د اوسني بمبارد او امریکایانو په اړه :
د الیکوپټر په څېر کږه شوې
لکه القاعده دې په راکټو وویشتمه
او داسې ډېرې نورې هم شته چې یوازې د یوې پېښې او جګړې نماینده ګي کولی شي خو د یو خاص شاعر نوم ورسره نه شي لیکل کیدای.
هو ! لنډۍ کله کله د یو خاص شخص ستاینه هم کوي لکه د کونړ د یو غازي خان ستاینه په دې لنډۍ کې شوې ده چې د مرګ په اړه یې چا د جګړې او قهرمانۍ ستاینه کړې ده:
مجان په لوړه غونډۍ خښ کړئ
لاسونه یې پرېږدۍ چې ټوپکې چلوینه
دا چې ځینو تاریخ لیکونکو تاریخ او ادب سره ګډ کړی او د اشخاصو نومونه یې لیکلي دا یې تېروتنه کړې . لندۍ د ولسي یا شفاهي ادب یوه ښکلې او پیاوړې برخه ده. په ټوله نړۍ کې د شفاهي یا ولسي ادب ځانګړي لیکوالان نه وي. بلکې کلکسیونران یې وي چې همدغه شفاهي او ولسي ادبیات یې راټول کړې وي لکه د (ګریم وروڼه) چې په اروپا کې یې لومړی شفاهي ادب راټول کړل. یا لکه په پښتو لنډیو کې سلمی شاهین او نور چې د لنډیو کلکسیونونه یې جوړ کړې دي.
اخرنۍ لنډۍ دې دا وي
اخر یې مه کړې د یارانو مجلسونه


عادل عادل
12.12.2009

سلامونه

[quote:e1a14513b9]......یاره که سړی یې راټولې کړي نو په سلګونو لنډۍ دي چې د ژړا پر ځای سړی خندوي نو پورتنی اټکل هم سم نه دی. که د ګودر په اړه د ستانکزي صیب لنډیو ته ځیر شو نو یوه یې هم سړی نه ژړوي. بلکې ډېرې داسې لوڅې لغړې لنډۍ دي چې حتی د انګریزي ژبې په اصطلاح سکسي دي او د انسان شهوت راپاروي خو زه ی ...........[/quote:e1a14513b9]

لارویه وروره ستا د توصیو نه مننه، خو ته هم خپل ځان وپیژنه او هم خپل حد، ته او خدای چی د سکس کلمه پدې بحث کې زما قول او لهجه ده که ستا ؟ ما په خپله لیکنه کې بد وکړل او ستا د همدغې قول نقل قول مې کړی خو ته اوس په پوره سپين سترگی سره دغه ټکی ماته منسوبوې؟؟

[quote:e1a14513b9]که په میوند کې شهید نه شوې
د یار لپاره درمسال جارو کوومه
چې سمه بڼه یې همغه مصنوعي لنډۍ ده چې په میوند جګړې پسې جوړه شوې ده:
که په میوند کې شهید نه شوې
خدای ګو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه [/quote:e1a14513b9]

دلته دې بیا تاریخ ته چیلکه اچولې ده چی گواکی د ملالې لنډۍ مصنوعي ده، ستا او کارمل فرق په څه کې شو؟

ودې ځغلم شرم نلرې د خپلې خولې د لاسه دومره ورټل شوې لکه هزار بلا تشبه شیطان.

که مو د نادودو د لیکلو نه لاس نه اخلئ نو حد اقل خو زما نه ځان لرې پیایه او خر دې هم لنډ تړه.

خر دې کړه لنډ پړئ دې غوټې
نور مې په پوله باندې مه ږده قدمونه

یاددښت: د غوټو په اچولو سره پړئ لنډیژي

په درنښت


larghonay laraway
13.12.2009

د بحث فورم په اړه ډېرې مباحثې، نصیحتونه او حتی ګواښونه وشول چې باید اخلاقي معیار په پام کې ونیول شي خو د عادل غوندې ځینې کسان چې یوازې ښکنځلې یې یادې وي دا د دوی په کورنۍ تربیې پورې تړلې ده.
زه نه غواړم چې د هر چا سره له موضوع ووځم. یو ځل بیا هم وایم چې سکس د انسان د ژوند یوه برخه ده او لنډۍ یوازې سکس نه بلکې د انسان د ژوند ټولې خواوې رانغاړي.
لنډۍ شفاهي ادبیات دي چې له تاریخ سره یې موضوع بشپړه بېله ده. زه نه غواړم چې له هر چا سره کوڅه یي بحث وکړم.


باتور
13.12.2009

ټولو ته سلامونه او احترامونه !

لارويه وروره،

په تا څه وشول؟
زه دي له کلونو کلونو راهيسې ليکني لولم او خوند ترېنه اخلم . . د ښو او درنو ليکنو تر څنګ دي تل مخالف طرف ته په درنه سترګه کتلي.

دا مه هېروه چي ستا نوم د نورو محترمو چلونکيو تر څنګ د بحثفورم په بېلابېلو برخو کي ليکلی، ليدونکي، لوستونکي او ليکونکي له چلونکيو څخه د نورو درنو ليکوالو د ليکونو په پرتله د زياتري حوصلې او زغم تمه لري . .

زه په خپله له هغې ورځي راهيسې چي نوم مي د چلونکيو په قطار کي ورګډ شوی، له خپلو ليکنو او د ليکنو له ځوابولو سره د پخوا په پرتله ډېر پام کوم، هره يوه د ليکلو وروسته يو دوه واري لولم، اصلاح کوم يې او بيا يې درجوم . . له درج نه وروسته يې بيا هم لولم اوبېځايه ټکي يې اصلاح کوم.

دا نه ده چي ماته د پخوا په شان د بعضيو د بېځايه او مغرضو ليکنو په ځوابولو کي غصه نه راځي، بلکه د دې لپاره ده چي اوس زما د ليکنو د ناسمتوب له کبله د بحثفورم حيثيت او قدر ته ضرر رسېږي ، هم د ګډونوالو خاطر ازرده کوي او هم نويو لوستونکو د ګډون د مخنيوي سبب کېدای شي. .
مسؤوليت يا بايد په غاړه وا نه خلو او چي بيا يې واخلو نو سم يې ادا کړو.

ستا او عادل خان تر شخړي پوري به دا پې در زيات کړم چي لومړی ته پې ولګېدې !!

پورتنۍ، خپلي او دهغه ليکني يو ځل بيا ولوله او غور پې وکړه.

[color=white:1a1b2b1dda]د بحثفورم د سمون او د بحثوالو د تړون په امېد ![/color:1a1b2b1dda]

په درنښت


حمید هڅــاند
13.12.2009

ښاغلی لاروی، ښاغلی باتور ښاغلی عادل عادل او ټولو ګډونوالو ته تاوده سلامونـــــــــه وړاندي کوم.
[quote:4e7ac0cd25]دا چې ځینو تاریخ لیکونکو تاریخ او ادب سره ګډ کړی او د اشخاصو نومـــونه یې لیکلي دا یې تېروتنه کړې .[/quote:4e7ac0cd25]
زه ، ته ، ټول پښتانه او ان د نورو ژبو لیکوالان، هغوی چې له پښتو ولسي ادبیاتو خبــــر دي، مني چې لنډۍ د اولس مال دی، ویونکی /شاعر یې نه ښایې چې ورسره ولیکل شي. خو داچې له ځینو لنډیو سره یې د ویونکو نومونه هم راغلي دي نو دا زما په اند دلیکوالو تېروتنه نه ده بلکه دا نادوده حالت(exception)دی. نادوده حالت ځکه ورته ویلی شوچې دلته لیکوال د لنډیو دشاعر نوم ځکه اخلي چې لنډۍ دلته محض لنډۍ نــــه وي بلکه له یوې بلي ارزښتناکې او تل پاتې موضوع سره تړاو لري. بېلګه به یې بیــــــــــا د ملالې ویل شوې لنډۍ درکړم. زه خووایم چې د ملالې له لنډۍ سره د ملالې نوم یادول یو اړین ټکی دی. سره له دې چې د ملالې ویل شوې لنډۍ هم لندۍ ده خو د ملالې نـــــــــــــــوم ورسره له دې امله نه راځي چې ملالې ویلې ده بلکه د ملالې دنوم یادونه دلته بېــــــــــــــــل اوځانګړی ارزښت لري.

[color=yellow:4e7ac0cd25]په پای کې هیله لرم چې د باتور ورور نصیحت ، لاروی ورور د چلونکي او عادل عادل د فورم دغړي په توګه ومني؛ زه به د دمجلس دواړو ملګرو ته لاندنی انځور ډالۍ کړم.[/color:4e7ac0cd25]

[img:4e7ac0cd25]http://larawbar.com/Images/landey/plog-content/images/__________-______-________/________/ashna-may-gul-la-lasa-1.jpg[/img:4e7ac0cd25]
په درنښت اومنني
حمیدهڅاند


larghonay laraway
15.12.2009

سلامونه!
باتور او حمید هڅاند صیب!
زما هدف همدا دی چې په موضوع باید بحث وشي. خو دا چې ځینې له موضوع څه چې حتی له چوکاټه هم وځي نو اخر سړی مجبورېږي چې یو څه ورته ولیکي. ولې بیا هم زه چاته ښکنځله نه لیکم، نه مې لیکلې او نه به یې ولیکم خو څوک چې بې تربیې غږېږي نو خامخا به ورته وایو چې تربیه یې سمه نه ده.
په هر حال ما د همدې بحث فورم چلوونکي ته یو شخصي پیغام هم لیکلی ؤ چې له موضوع وتلې لیکنه باید ړنګه شي خو په هر حال.
خبره د ښاغلي رفیع الله ستانکزي په لیکنه وه چې د لنډیو په باب یې لیکلې وه.
ما خپلې انګېرنې، نیوکې اونظر ورته لیکلی دی. که هر څوک زما په لیکنه نقد کوي او یا یې ځواب لیکي نو بیا به هم زه ترې مننه وکړم ځکه چې زما نیمګړتیا به راسمه کړي.


عادل عادل
19.12.2009

سلامونه

د ښاغليو او درنو وروڼو هر یو باتور صیب او هڅاند صیب څخه ډیره مننه کوم، خدای مو همداسې ریښتني، خدای ته نژدې او مخلص لره، آمین

لاروئ صیب دې خدای لري، همدا به یې خوی او فکر وي، مونږ خو یې بدلولای نه شو، او نه هم ورسره کینه ساتو، دوی دې هم زمونږ نه ددې تضمین نه غواړي چې هر څه ته یې سم ووایو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more