د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

Regedit کار نه کوی؟

کریم
19.12.2009

السلام علیکم درنو هیوادوالو
یوه ستونزه راته پیدا شوی د کمپیوټر په تخنیکی برخه کی هغه داسی ده چی کله run کی regedit لیکم نو دا پیغام راکوی Regedit has been desibled by your administrator نو د حل په لاره کی یی که مرسته را سره وکړی


regedit

ځلاندّ
19.12.2009

کریم وروره سلامونه او نیکی هیلی می ومنه!
ستا ستونزه دواړخه لری یو یی ویروس او بل هم یوه طریقه لری
لمړی تاسو خپل کمپیوټر له ویروس څخه پاک کړی نو کله مو چی پاک کړو تاسو به run ته لاړ شی او هغلته تاسو gpedit.msc ولیکی نو یو جدول به راخلاص شی اوس تاسو administrative templete وټاکی بیا وروسته system چی هغه ښی خوا ته راخلاص دی و ټاکی دلته prevent access regestry tools رایت کلک وکړی او دلته properties وټاکی نو دلته دری انتخابه لری یو یی enable بل یی disable او بل یی no configur په نامه دی تاسو regedit چی کار نه کوی هغه ځکه ebable دی تاسو یی disable کړی کمپیوټر مو ریسټارټ کړی اوس وګوری چی ستاسو regedit کار کوی
یو نظر هیله لرم چی ټول په دقت پام ورته وکړی لکه څرنګه چی نن ځنی ویب پاڼی او بلاکونه په لیکه کیږی او زه نه پوهیږم چی څرنګه هدف لری ځکه هیڅ موضوع نلری تاسو باور وکړی ما څو پښتو ویب پاڼی او بلاکونه ولیدل هیڅ موضوع یی تعغیر نه کړو هغه دهغی پاڼی موضوع غلا کړی وه په خپلی پاڼی ته او نورو هم همدغه مرحله تعقیب کړی وه د افسوس ځای خو دا دی چی هغه ځنی ځان یادوی هغوی هم هدف نلرو د څو ویب پاڼو نه پرته .
که داسی وی خدمت خو لا څه کوی تباهی ده ځکه نور هیوادونه نن په انټرنیت ژوند مخ ته وړی او که چیری زمونږ هیوادوال دانګلیسی سره بلد نه وی نو هغه به پدی سایتو که څه زده کړی یوازی د ځان دشهرت لپاره دا کار کوی هیله ده څوک چی دا خبره منی خپلی مټی را ونغاړی
دعلم په زانګو کی مینه واخله ای پښتونه[/img]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more