د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

لۀ کمپيوټر نه د چينايي ؤايروس پاکول اوس د څو ثانيو خبره ده!!!

فاطمي
15.12.2009

ګرانو دوستانو!
د سلامونو او نيکو هيلو پۀ وړاندې کولو سره غواړم د کمپيوټر د ستونزو او مشکلاتو د هوارولو پۀ لړ کې د يوه پوستکالي (سافټ وېر) پۀ ملتيا يوه بله پۀ زړۀ پورې حل لاره درسره شريکه کړم .
ښاغليو! اکثره وخت لۀ فلش ميموري نه زمونږ کمپيوټر ته داسې وايروس داخل شي چې لۀ ډرايوونو څخه Open کمانډ ورک شي او پۀ ځای يې د چينايي د حروفو پۀ شان حروف او سمبولونه ښکاري ددې ستونزې د هوارولو لپاره مې يو ډېر پۀ زړۀ پورې سافټ وېر پۀ ليکه کړی تاسو يې وړيا ښکته کولی شئ ، کۀ چېرې مو کمپيوټر پۀ چينايي وايروس ککړ وي نو لۀ ښکته کولو څخه وروسته پۀ نوموړي سافټ وېر ډبل کليک وکړئ او سيستم مو لۀ چينايي وايروس څخه پاک کړئ .
د يادونې وړ ده چې کوم پوستکالی (سافټ وېر)ما پر ليکه کړی انسټالولو ته يې ضرورت نشته پۀ دې معنی چې کله پۀ نوموړي پوستکالي (سافټ وېر) ډبل کليک وکړئ سم لۀ واره فعاليت پيل کوي او سيستم مو لۀ چينايي وايروس څخه پاکوي ، خو يوې خبرې ته مو پام وي چې لۀ سافټ وېر لۀ چلولو څخه وروسته خپل کمپيوټر ريسټارټ کړئ .
د سافټ وېر د ښکته کولو لپاره پۀ لاندې پيوند کليک وکړئ :
http://www.4shared.com/file/159430952/5e7f69c4/Fatimi.html

پۀ سپېڅلې پښتنه مينه
سيدجمال الدين فاطمي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more