د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

اسلام يوشامل دين دي!!!

احمد
28.08.2004

قدرمنو وروڼو او شريفو خويندو!
لومړي مې نيكې هيلې اوسلامونه ومني...اميد دي روغ اوسي....
محترمو!
داسلام مبارك دين يو شامل او كامل منهج اوتګلاره لري...اسلام دتعصب تنګ نظري اوبدګوماني نه پاك دين دي....
عزتمندو!
داسلام كړي صرف تر لمونځ كولو او روژي نيولو پوري نه څرخيژي ...بلكې اسلام اخلاق معامله عبادت دي ... او هم داسي نور....
په خلاصه توګه اسلام دبشريت ټولو اړخونو ته توجه كړي نو ځكه هم ټوله نړي ورته د شموليت او كامل والې په سترګه ګورې.....
محترمو وروڼو!
كه لژ څه خيال وكړو اسلام دماشوم دې پيدايښت نه مخكې ورته پوره توجه كړي دبيلګې په توګه : ماشوم چې كوم مراحل تي كوې دهغې مور ته كامله توجه شوي ، ترڅو د ماشوم په سالم رعايت او پالنه كې مهم رول ولوبوي...
بياورپسې دماشوم لپاره ښكلې نوم او... لكه چې رسول كريم(ص) په يوځاي كې فرمايې: تاسو په خپلو ماشومانو باندي ښه نمونه كيژدي ځكه داخرت په ورځ باندې تاسو دخپلو پلرونو اونيكنو په نمونو باندې را پورته كيژي ....
داخرت په ورځ باندې تاسو دخپلو پلرونو په نمو نو باندې را پورته كيزي ...بيا فرمايي: چي بهترين ا غوره نمونه عبدالله او عبدالرحمن دي اويا هم هغه نمونه چې په هغې كې دعبد كلمه ذكر شوي وي ...
درسول الله (ص) دماشومانو سره مينه او دهغوي سره لوبې او مستي كول سيرت او تاريخ را نقل كړي دي... ددې نه وروسته چې كله ماشوم لژ شانته رالوي شې دمراهقتوب لومړي مرحلي ته ورسيژي نو ددې لپاره چې دماشوم تربيه مكلمه شي اسلام ورته دسپورت امر كوې... (علموا اولادكم السباحة والرماية وركوب الخيل ) يعنې تاسو خپلو ماشومانو ته لامبو وهل دنښو ويشتل او په آس باندې سوريدل وروښيي....
كه همداسې خيال وكړو دماشوم والې نه وروسته چې همدغه ماشوم ځوانيژې نو اسلام دده په راتلونكې ژوند باندې اسلام پوره توجه كوې...چې تر څو يومسلمان ځوان دې بد اخلاقي نه بچ شي نو دحلالې نكاح(واده) امرورته كوې (يامعشر الشباب من استطاع منكم البآئة فليتزوج ...) خو كه دچا وس نه رسيژې نو هغوي ته نبوې نسخه شته چې هغه روژه ده (ومن لم يستطيع فعليه بالصوم فإنه له وجاء).

همداسي اسلام دمور او پلاراحترام ،دهغوي خدمت كول او ورسره نيكې كول خپل يو لوي اصل بولې....
اسلام خپلو ټولو وګړيو ته په يوه سترګه ګورې...په اسلام كې هيڅ نوعه بهترې اوبرتري نشته مګر په تقوې (دالله تعالې نه په يره او ډار ) سره ده...(ياأيها الناس إنا جعلناكم شعوباً وقبائل لتعارفوا إن أكرمكم عندا لله أتقكم) الحجرات سورت 26مه پاره.
داخبره صيي نه ده چې زه دپلانې پير زوي يم يا زه د لوي اخنذاده لمسې يم يا....
قدرمنو!
داخرت ورځ داسې يوه دهيبت او وحشت نه ډكه ورځ ده چې هرچا ته به صرف خپل ځان مطرح وې اوبس...يودبل نه ټول منډې وهې او تښتې به ...قران كريم دغه حالت په يو ښكلې شكل راته داسي تصويروې: (يوم يفر المرأ من أخيه وأمه وأبيه وصاحبته و بنيه...!!!!) داخرت داسې ورځ ده چې سړي به دخپل ورور مور اوپلار ښځې او بچيانو نه تښتي او ورنه به منډې وهې... نه مور او نه هم پلار دسړي مشكل او ستونزه حل كولاي شي...هرسړي به دخپل عمل مطاپق خولو كې ډوب وې (لكل امرئ منهم يومئذ شأن يغنيه) دعبس سورت 30 مه پاره. هر سړي ته خپل عمل په كار دي او بس ...زمونژ پوښتانه مشران چې وايي: خپل عمل دلاري مل دي...هغه خو په اصل كې دغه ورځ يادوي.
نو اي زما قدرمنو ليكوالانو وروڼو!
راځۍ چې ددغې هيبت ناكې ورځې لپاره څه زاد او توښه برابره كړو...او په خپلو ليكنو كې دالله تعالې نه وډارشو او هغه سبحانه وتعالې د ژوند په هره شيبه كې په خپلو ټولو اعمالو باندې حاضر او ناظر وګڼو اويواځي دهغې ورځې دمالك او څښتن لپاره كار وكړو كوم چې مونژ ئې ورته پيداكړي يوو...( وماخلقت الجن والانس الا ليعبدون) ما نه دي پيداكړي انسانان او پيريان مګر دعبادت لپاره مې پيداكړي...
اسلام چې ښځې ته كوم پوره حقوق وركړې دبشر قاصر ذهن دهغې دتكميل او تنقيد نه خالي دي....او همداسي نور....



طالب جان
29.08.2004

محترمه مکرمه اوعزتمنه وروره ( احمد ) صيب :

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
دقدروړه : لمړی درته دټول افغان ښکلي پښتو پاڼي ته په راتلو ښه راغلاست وايم .
بيا درڅخه دپه زړه پوري موضوع په ليکنه يوه نړۍ مننه کوم . په راتلونکي کي هم ستاسي دهمکارۍ په هيله .
ستاسي ورور طالب جان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more