د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

زما غوښتنه

malgarai
23.05.2003

[color=indigo:22dfd75fb3]............................مال،دولت نه درنه غواړم-زمــــــــــــا برخه استغنـــــا کړه
...........................چې دبل ﻻس ته نه ګورم-هسې ســـــــــــترګې را ته راکړه
...........................خير دی وږی ښه ېم خداېه -چه ستا وږي مې په ياد وی
...........................خو موړ زړه درځنې غواړم,هم مې ستـــرګې مړه خوا کړه
...........................دڅه سوز او دڅو اوښکو نه دې جـــــــــــــوړ کړم لکه شمه
..........................هـــــــــــــــــدېرو کښی مې مه سوزه ،ما دخپل کاله رڼا کړه
...........................د بل چــــــــــــــــــــــــا په سر ختل او لوړېدل نه درنه غواړم
..........................ما دخپـــــــــــــــــــــــــــــــــــلو پر ېوتلوپښتنو دﻻس امسا کړه
..........................تن می شووراسته هډوکــــــــــي،لکه خاورې د بيدياشوم
.........................دخـــــــــــــــلقت اړخ مي بدل کړه ،لږ څه روح راکی پېدا کړه
.........................دځوانۍ تنکۍ غــــــــــــوټۍ مې ګوره!مړاوی شوي رژېږی
.........................ای د عـــــــــــــام کــرم خــاونده لــــــږ څـــــه برښه يې خندا کړه
..........................درقـــــــــــــيب رهمنايۍ يم د کــــــــــــــــمرو نه غـــــــــورځولی
.........................زمـــــــا خپل فــــــــــکر رسا کړه،ړندې سترګې مې بينا کړه
........................ستــــــــا په خپل جلال قسم خورم که د بل غوښې به غواړم
........................خـــــــــو انســـــــــــان يم ،زما غـــــــوښې هم په نورو ناروا کړه
........................خـــــــلک وختــــــــــــل اسمان ته ،مونږ ﻻ اوس هم خبر نه يو
........................د غفـــــــــــلت لــــــــه خـــــــــوبه ويښه لــــره بره پښتونخوا کړه
.................................................................................دوست شينواری[/color:22dfd75fb3]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more