تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري مرستې
پوښتنه
هیښ
25.10.2009
سلامونه
درنو خویندو او وروڼو!
دیوه مشکل سره مخامخ یم اوهغه داچې ځینې معلوماتونه دانترنیت په پاڼو کې دعکس په شکل ثبت شوي دي،لکه دریاضي او فزیک فورمولونه او رسمونه.ددې معلوماتو رانقلول دټول افغان پاڼې ته دنویې موضوع په شکل او یا دچادځواب دپاره زما دپاره یوه نوې تجربه ده چې ورسره نابلده یم ،که لارښوونه راته وکړئ ښه دزړه دخلاصه دعا به درته وکړم چې الله (ج) دتاسو په خپل مراد ورسوي.
مننهپوښتنه
محمد احمد حمي
25.10.2009
وروره خداى دي خوښ او خوشحاله لره.
په خپله دعكس را نقلول يوه ستونزمنه دنده ده په تېره بيا په ټول افغان كي، آسانه لار داده چي دهمغه عكس لينك په خپله نوشته كي ايږده يعني پر هغه عكس كليك وكړه او بيا د Copy Image link توري انتخاب كړه او هغه پيا په خپله ليكنه كي كاپي كړه. لكه چي ما په دې لاندي ليكنه كي ايښي دي:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=5003
چي دعكس لينك يې دا لاندي دى:
http://www.benawa.com/images/uploads/1256035961_image002.png
خداى دي وكړي چي كافي جواب مي درته ليكلى وي.
عنوان
Rahmat spesalai
26.10.2009
هېښ صاحب او نوروښاغلو او اغلو ګډونوالو!
سلامونه
په هر ه ویب پاڼه کښې مو چې انځور خوښ شو د انځور په Properties باندې ښۍ کلیک وکړۍ او د Address URL مخې ته لیکل شوی لینک په بشپړه توګه کاپي کړۍ ، وروسته خپلې لیکنې چې د فورم په هر پاڼه یې نوشته کوۍ ،راشۍ
د خپلې لیکنې په هر برخه چې انځور ایښودل غواړۍ راکاپي شوی لینک و نښلوي .
نښلول شوی لینک د موس د کرسر په واسطه انتخاب کړۍ
وروسته ستاسو د لیکنې د پاڼې په پاسنۍ برخې کښې د Img په کماند باندې کلیک وکړۍ
نور خپله لیکنه تیره کړۍ
راکاپي شوی لینک نښلول شوی دي
http://www.tolafghan.com/stuff/images/afy/hyacinth_4.jpg
راوړل شوی لینک انتخاب کړۍ
اوپاس په Img کمانډکلیک کړۍ نورلیکنه تیره کړۍ انځور به له لیکنې سره خپور شی
[img:05500d4c87]http://www.tolafghan.com/stuff/images/afy/hyacinth_4.jpg[/img:05500d4c87]
که انځور کمپیوتر کښې وي نو لومړی انځور یوې ویب پاڼې ته Upload کیږي او ورسته په پاسنۍ طریقه لینک راوړل کیږي او ....
لاندې ویب پاڼې کښې وړیا تاسو خپل انځورونه اپلوډ کولای شۍ
http://tinypic.com
په درنښت
رحمت
http://shenban.bloguna.tolafghan.com
مینه پال
01.11.2009
http://www.tolafghan.com/forum/login.php?redirect=posting.php&mode=reply&t=5011[img][/img]