د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

دنړۍ په ګوټ ګوټ كي دپښتو ژبي دنوو چاپيدونكو آثارو هراړخيز خبرونه

محمد احمد حمي
31.07.2009

بسم الله الرحمٰن الرحيم
هر ډول ستاينه يوازي او يوازي الله جل جلاله لره ښايى ، او بې شمېره درودونه او رحمتونه دي نازل كړي الله جل جلاله پر خپل غوره او خوښ نبي باندي چي ختموونكى دنبيانو دى، او دده پر اهل بيت، صحابه ؤ، او ټولو مؤمنانو باندي. آمين

لكه څنګه چي ټول پوهيږو چي افغانان دنړۍ په ګوټ ګوټ كي تيت او پرك شويدى او هم هر يو يې تر خپله وسه پوري دپښتو ژبي په خدمت كي بوخت دي چي بېلابېلي خپرونديي ټولني او مؤسسي يې جوړي كړي او ډول ډول نشريات او خپروني كوي، له دې امله ډيرى افغانان چي په يوه ځاى كي اوسيږي دنورو ځايونو دنشرياتو په هغو باندي نه خبريږي ، نو ددې لپاره چي هر يو افغان دنړۍ په هر ګوټ كي دخپريدونكو پښتو آثارو څخه خبر شي راځئ چي :

دنړۍ په ګوټ ګوټ كي دپښتو ژبي دخپريدونكو آثارو خبرونه دلته راجمع كړو
هيڅ يو ورور بايد په دې اړه بخل ونكړي او موږ دنوو خپريدونكو آثارو څخه ضرور خبر كړي،

دعلامه واقدي رحمة الله عليه مشهور كتاب (فتوح الشام) دلومړي ځل لپاره پښتو ته وژباړل سو ، او په كوئټه كي دمكتبه عمريه څخه په دوو ټوكونو كي د (داصحابانو داستان) په نامه باندي خپور سو.

ددار العلوم ديوبند مشهوري مدرسې فتاوٰى چي په (فتاوٰى دار العلوم ديوبند) باندي شهرت لري په لسو ټوكونو كي په پښتو ژبه باندي له چاپه راووته ، ويل كيږي چي ددې فتاوٰى يوه بله ژباړه هم راروانه ده چي تر مخكنۍ هغې ښه ژباړل سوي او ښه كمپيوټر سويده. والله اعلم

د (ولسي ډاكټر) په نامه باندي په پښتو ژبه يو ډير ګټور كتاب چي ديوناني طبو پر بيناد ناروغياني او دهغو علاجونه څيړي چاپ شو، صديقي كتب خانه، كاسي روډ، كوئټه. مخونه : نژدي 400


محمد احمد حمي
04.09.2009

فتاوى رحيميه ، لس ټوكه ، شا وخوا 4000 پاڼي

چي دهندوستان دلوى عالِم تاليف دى دلومړى ځل لپاره ژباړل شوي او مكتبه فاروقيه له پيښور چاپ كړيده


محمد احمد حمي
03.10.2009

فتاوى دار العلوم ديوبند په لس 10 ټوكه كي دوباره په ښكلى ليكبڼه او ښكلى تحقيق سره له چاپه راووته او په مكتبه حبيبيه ، ارګ بازار كندهار ، افغانستان كي ترلاسه كيدى شي.


محمد احمد حمي
26.10.2009

دهندوستان دمشهور عالِم مولانا مفتى كفايت الله صاحب مشهور كتاب:
كفاية المفتى
پښتو ته وژباړل سو او په نهو جلدونو كى دمكتبه فاروقيه پېښور لخوا چاپ سو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more