د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

له پلش ډريو څخه معلومات ژر کافي کړئ

naimtullah
02.10.2009

له هر څه وړاندي د ټول افغان لوستونکو ته اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته.
که تاسو غواړي له خپل پلش ډريو څخه ژر تر ژر خپل معلومات کمپيوټر ته کافي کړئ بيا به دا طريقه له تاسو سره مرسته وکړي.
په ماى کمپيوټر(My computer) باندې ښى کليک وکړئ بيا د ماى کمپيوټر پراپرټي ته لاړ شئ
بيا په هارډوير(Hardware) کليک وکړئ.
له دي وروسته بيا په Device Manager کليک وکړئ بيا په Disk drive کليک وکړئ (په دي وخت کې بايد ستاسو پلش ډريو له کمپيوټر سره وصل وي).
تاسو به دوه ډريونه ووينئ يو ستاسو هارډيسک او دوهم ستاسو پلش ډريو په خپل پلش ډريو ډبل کليک وکړئ اوبيا Policies په کليک وکړئ اوس په(Optimize for performance) کليک وکړئ او OK يې کړئ.
ستاسو کار بشپړ شو خو له پلش ډريو ايستلو نه مخکې پلش Safely Remove کړئ.


عنوان

Rahmat spesalai
17.10.2009

ښاغلی نعمت الله ورور
سلامونه
ستاسو یاد شوې طریقه سره مې د امتحان کولولپاره له فلش څخه معلومات کمپیوتر ته کاپي کول پیل کړل
ستاسو ذکر شوې عملیه مې بشپړه کړه
مګر ستونزه راته پیښه شوه هغه داچې فلش کښې هیځ معلومات پاته نه دي
او کمپیوتر کښې هم معلومات ورک شول اوس که دومره ښه راسره وکړې ،لارښونه وکړۍچې هغه خپل د فلش معلوماتو بیرته په لاس راوړم فلش کښې یې له ځان سره واخلم نور مو له دې چل څخه تیر یم

په درنښت
رحمت


محمد احمد حمي
17.10.2009

نه پوهيږم چي دنعمت خان كوم ډول معلومات مراد دي چي ژر يې كافي كړو ، آيا انسټاليشن يادوي او كه بل څه ؟؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more