د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

یاهومېسنجرته په عین حال کې له څو ای ډی ګانوداخلیدل

محمدجان سروري
08.10.2009

تر هر څه مخكي سلامونه او ادب !!!

غواړم په دې لاندې څو کرښو کې درته ډیره په زړه پورې لاره وښایم چه ډیر ځل به تاسو همداسې هڅه کړی وی اویا به دکوم سافټ ویر په لټه وی چې درته همدا کړنه تر سره کړي،خوزه به درته داسې اسانه لاره وښایم چه په څو کلیکو به ستاسو دغه هیله ترسره شي.

هغه داسې که څوک دیاهو څو ای دي ګانې لري او غواړي چې په عین حال کې ټولو ای ډی ګانوته داخل شي څه بایدوکړي؟؟؟

حیرانیږه مه داکارهم شونی دی

دانتظارشیبې مو رالنډوم راځم اصلي خبرې ته -

ددې ګام لپاره تاسو بایدد run کړکۍخلاصه کړی(start-run یاwin+R)

دrun په کړکۍکې د regedit کلمه ولیکی او okکمانډ کلیک کړی

په نوې پرانستل شوې کړکۍ کې په HKEY_CURRENT_USERدوه ځلې کلیک کړی ترڅو لاندې مشتقات یې هم خلاص شې اه په هغه کې Software هم دوه ځلې کلیک کړی

ورسته په yahoo بیاپه pagerډبل کلیک وکړی

بیا په test کلیک وکړی او دکړکۍ په ښې اړخ کې right click وکړی او New انتخاب کړی او وروسته په DWORD Value کلیک وکړی چې د New value #2 نوشته به وګوری دلته تاسو باید New value # 2 ته نام ورکړی یعنی right click rename اونوم ورته pluralورکړی پس لدی یو ځلې بیا په New vallue رایټ کلیک وکړی modify انتخاب کړی چې د Edit Dword value کړکی خلاصیږی او په value date کې صفرلیدل کیږی هغه تاسو ۱(یو) کړی او ok بټن ته فشارورکړی.

اوس تاسو کولی شی چې په عین حال کې څو ای ډي ګانې یا هو مېسنجرته داخلې کړی.

[color=green:39484a8b44]لنــــــــــــډیز:-[/color:39484a8b44]

:open run windowe---write regedit-- click ok---Double clice HKEY_CURREN_USER--double click software---double click yahoo--double click pager and click test--right click in the right side windows selcet new and selece DWORD VALUE ---rename the NEW value # 2 and select modify --change the value from 0 to 1 and click ok

کـله کـیف کــړي کـله اورلـګوي شونډې

کـله ســـم په سړي تورلـــــګوي شـونډې

مایې شونډې سمې لمس په شونډونه وي

څومره زر په کلی شورلـــګوي شونډې
دا بيتونه دشبګير دي

[/url]


..Ahmadzai
08.10.2009

[quote:60b1d0bb2a]تر هر څه مخكي سلامونه او ادب !!!
[/quote:60b1d0bb2a]
محمدجان سروري
السلام علیکم
وروره هر کله راسې
زما په فکر تا د فورم نوم ته خاص فکر او توجوه نه ده کړې، محترمه دغه پاڼه خو د اسلامی دیني موضوعاتولپاره ځانګړې سوې.
د کمپیوتر او شعر لپاره ځانګړي پاڼې بیلې سوي ، ته کولی سې دغه افکار دې هلته ولیکې.
هیله ده د بحث خونې ټولې پاڼې یو ځلې وګورې، او بیا پکې لیکنې پیل کړې.
دا خو څه رادیوي پرګرام نده.
دلته خو د وخت کمی نسته، چې داسې په بیړه دې دکمپیوټر، او انډیوالانو بیتونه
زر زر سره تخته کړې، ښه په فرصت او سوچ سره لیکل کوه.
بیا هم درته ښه راغلاست وایم
په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more