tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

آيا څه فکر کوئ چې دالمپيک په لوبو کی پښتنې نجونې ولی نشته ؟
پاڼي ته لاړ شئ 1, 2, 3, 4, 5  مخکي
 
نوې موضوع پېل کړئ   دا موضوع تړلې شوې . تاسو ليکنې بدلولی يا ځوابولی نشئ.    tolafghan.com دفورم سر ته   -> نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
Azad Nazer



دغړيتوب نېټه: 19 سپتمبر   2002
ليکنې: 97

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   اګست   16, 2004 2:46 am    عنوان   : آيا څه فکر کوئ چې دالمپيک په لوبو کی پښتنې نجونې ولی نشته ؟ Reply with quote

زما تصوور دادې :

څوفيصده پښتانه خپلو لورګانوته اجازه ورکوي چې مکتب ته ولاړی شي ؟ دپښتنو دمېرمنو او کوچنيانو دروغتيا او حفظ الصحې لپاره څومره پښتنې ډاکټرانې اونرسانې وجود لري ؟
دپښتنو ښځودتعليم اوتربيې لپاره څومره ښځينه استاذانې شته ؟
په داسې حال کی چې دغوپوښتنو ته قانع کوونکې ځواب نه شوويلای ځنګه کوولای شو دپښتنو نجونو دبدني روزنې اودپښتنوددماغي پالنې په هکله فکروکړو ؟
فرض کړه که په پکتيا اوکندهار کی دنجونولپاره د جودو او تايک-وان -دو ښوونځۍ جوړې شوې وای ، عاقبت به يې څه وو ؟

څه سربه پرې خوږوو، رښتياويلوته هم سړې نه پريږدي ٠ که پښتون ليکوا ل يا شاعر يې نو قدر به دې هله وشي چې خپل وخت په دې مصرف کړې چې دپښتون دشملې اودغېرت صفتونه وکړې ٠ ترټولو لوی غېرتي پښتون هغه دې چې ډېر يې وژلي وي ٠
دپښتنو دپاچاهۍ درېسوه کاله تېرشول خو هيڅ يې ونه کړل ، حتا خپله ژبه اوخپل نوم يې په چا ونه شوپېژندلې ٠ پښتانه دځمکی پرسر هغه ((هزارخېل )) قوم دې چې نه يې دنړۍ خلک پېژني اونه دوی پخپلو منځو کی سره يوبل پېژني ٠

په درنښت

ازادنظر
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ډاکتر وطنمل
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 24 جولاي   2002
ليکنې: 411

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه اګست   22, 2004 9:23 pm    عنوان   : Re: دالمپيک په لوبو کی پښتنې نجونې ولی نشته ؟ Reply with quote

درنو لوستونکو ، ګرانو ورونو سلامونه مې بيا هم ومنئ!
محترمو، دغه موضوع تر هر چا مخکې زمونږ لوستونکو و ليکونکو خويندو نظر څرګندونې غواړي، خو مونږ په پلو شخصي ناندريو سره هغوی ته هډو حق او چانس نه ورکوو چې دوی خپل اند په دې اړه بيان کړي. نو
ددې له پاره چې بحث ګټور او هدفمند مسير ته داخل شي، او زمونږ پتمنې خويندې هم پرې نظر څرګند کړای شي ، يو بل ته له شخصي ځوابونو څخه صرف نظر اړين بريښي او د هوتک جان خبره ماله يې په سر راښکل شوه. صرف له همدې کبله به ما وبخښئ او له ما څخه نه خفه او نه هم راته په غصه شئ ! که په دې بخښنه وتوانېدئ ، نو بيا ددې توان هم لرئ، چې پر اصلي موضوع هم بي غصې او پوره آرامۍ سره خپل تحليلي نظرونه وړاندې کړئ. که ځير شو په موضوع کې صرف دغه ټکي او جالبې پوښتنې په ډيره بي طرفه توګه مطرح شوي او ځواب هم په بالکل بيطرفانه توګه غواړي:



١ ــ څوفيصده پښتانه خپلو لورګانوته اجازه ورکوي چې مکتب ته ولاړی شي ؟ دپښتنو دمېرمنو او کوچنيانو دروغتيا او حفظ الصحې لپاره څومره پښتنې ډاکټرانې اونرسانې وجود لري ؟

٢ــ دپښتنو ښځودتعليم اوتربيې لپاره څومره ښځينه استاذانې شته ؟

٣ــ په داسې حال کی چې دغوپوښتنو ته قانع کوونکې ځواب نه شوويلای ځنګه کوولای شو دپښتنو نجونو دبدني روزنې اودپښتنوددماغي پالنې په هکله فکروکړو ؟

٤ــ فرض کړه که په پکتيا اوکندهار کی دنجونولپاره د جودو او تايک-وان -دو ښوونځۍ جوړې شوې وای ، عاقبت به يې څه وو ؟

٥ ــ څه سربه پرې خوږوو، رښتياويلوته هم سړې نه پريښودل کيږي ٠ که پښتون ليکوا ل يا شاعر يې نو قدر به دې هله وشي چې خپل وخت په دې مصرف کړې چې دپښتون دشملې اودغېرت صفتونه وکړې ٠ ترټولو لوی غېرتي پښتون هغه دې چې ډېر يې وژلي وي ٠

٦ــ دپښتنو دپاچاهۍ درېسوه کاله تېرشول خو هيڅ يې ونه کړل ، حتا خپله ژبه اوخپل نوم يې په چا ونه شوپېژندلې ٠ پښتانه دځمکی پرسر هغه ((هزارخېل )) قوم دې چې نه يې دنړۍ خلک پېژني اونه دوی پخپلو منځو کی سره يوبل پېژني ٠ په درنښت ، ازادنظر

څومره ښکلې موضوع ګانې دي، په هره ګڼه چې څوک معقول او ګټور څه وړاندې کول غواړي ، نو د لوستونکو له پاره به د قدر او مننې وړ وي . الله تعالی دې مونږ ا و تاسوته ددې نيک کار توفيق راکړي .په مينه او درناوي. ستاسې يو ورور . وطنمل


وروستی ځل بدلون  ډاکتر وطنمل   په   ١   شنبه اګست   22, 2004 9:45 pm   ورکړی دی   ,  د بدلون شمېره  1
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
لونګين



دغړيتوب نېټه: 17 ميئ   2004
ليکنې: 45
ځای: پښتونخوا

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه اګست   22, 2004 9:39 pm    عنوان   : salam Reply with quote

ګران ازاد نظر صيب !
لمړی د وطنمل صيب نه ډيره مننه چې جنجالي شيان ئې لري کړل .
دغه مشکلات نه يوا ځي په پښتنو کې بلکې دنړۍ په ډيرو هيوادو کې ليدل کيږي
او مسال ئې دريمه نړۍ ده.
کلتورې شيان او دهغوي ډير ژربدلون اسانه کار ندي او ډير وخت غواړي .
په کابل کې هم ډير پښتانه اوسي چې دهغوی کورنې اړکي داطرا في پښتنو
ځخه فرق لري .يعني ټول وا ړه ئي ښونځي ته ځي له برق ،تلويزيون اوبرښنا
سره اشنا دي. دغه مشکلات مونږ هلته حل کولا ي شو چې په افغانستان کې
يو له ملې غرور ډک ، په اسلام او په مسبتو عنعناتو ولاړ دولت راشي
او بيا دهرشي لپاره يو نورم کيږدي ترڅو چې د کلتور، اسلا م او علمي
مخبو ونې تر منځ کړ کچ رانشي .

په درناي ستاسو لونګ
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
Adil watanmal
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 25 جولاي   2004
ليکنې: 268

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   اګست   23, 2004 4:56 am    عنوان   : Reply with quote

ګرنو لوستونكو سلامونه او نيكې هيلې مې ومنې
د ازد نظر پدى موضوع كې ليكنه ئې كه په غور سره ولولو نو په ليكنه كې ئې د پښتون قوم ډير زيات سپكاوي كړي او دده په اند پښتون قوم يو جاهل وحشي او بيرته پاتي قوم دى او غټ سبب ئې دا په ډاګه كړي دى چې پښتونو خپلي ښځي په كورونو كې كينولي دى ولي د نڅا و ميدانو ته نه راباسي ولي اجازه نه وركوي چې د حيواناتو په څير چې د كوم پټي نه ئې خوښه شي څه وخوري او ولي دا حق نه وركول كيږي چې د چا سره ئې خوښه شي د هغه سره د خوشحالي يو څو شپي او ورځي تيريكې او ولي ئې پلرونه اجازه نه وركوي چې پداسي لوبو كې شركت وكړي چې د بدن هر غړي ئې تماشبين وګوري او ......... او زه فكر كوم چې ازاد نظر صاحب چې كله د ځانونو د بربنډولو په ميدانونو كې او د نڅا په تالارونو كې پتمني پښتني افغاني پيغلي ونه ګوري نو د غيري افغاني ملګرو په منځ كې به څومره خيجالت كيږي او زړه به ئې ملايانو اود پښتنو جينكيو وپلارانو ته څومره ازار كوي . الله دى درته اجر او صبر دركړي ازاد نظر صاحبه. اوپښتانه وائې چې د صبر مڼي خوږي وي. خو فكر نه كوم چې په خپل ژوند دى دا ارمان پوره شي ځكه هر قوم خپل ثقافت او عنعني لري او هر قوم چې كله خپل ثقافت او ژبه پريښودله نو په لنډ وخت كې د قوم بنياد ختميږي او د پښتون قوم ثقافت په اسلامي وصولو ولاړ دى كه ته غواړي چې پدغه وصولو كې څه بدلون راولي نو دا كار هغه وخت ممكن دى چې يا د پښتون قوم له اسلام نه وباسي او په يو بل باطل دين كې چې دغه كارونه پكې جواز لري دا خل كړي او يا خو ټول د غرب غوندى چاپيريال كې ميشته كړي چې ده ټولو نظر ستاسي غوندي مبارك شي.
او كه ته غواړي چې د ويدا په شان دى پښتني جينكي خپل ځانونه لوڅ كړي نو كه دغه خبره په افغانستان كې كومې پيغلي ته وكړي چې ځان د ويدا په شان بربند كړه نو پښتانه خو لا څه كوي جنكې به دى خوله تر غوږو وشكوي. خو همدغه خبره كول وه يوي پيغلي ته په هغسي جاپيريال كې چې ته پكې وسيږي ډيره يوه عادى خبره ده او هغه كولي شي د خپل پلار او مور او ورنو په مخكې دا كار وكړي ځكه چاپيريال او كورني تربيه ډير رول لري او يو چوپان ده كتابخاني په ارزښت څه پويهږي لكه څنګه چې يو خړ پښتون د لوڅو جينكود ليدلو په خوند څه پوهيږي.
زه ډير افسوس كوم چې ستا په شان انسانان هم د پښتون په قوم كې شته چې د خپل قوم عزت او ناموس وه كفارو ته ډالي كوي. او فخر هم پري كوي. او خپل قوم ته ښكنځلي هم كوي. ډيره د افسوس خبره ده.
خو زما دا خبره هيڅ كله هم هيره نكړي چې پښتني پيغلي چې تر څو په اسلام كې وي نو دغه ارمان دى نه پوره كيږي ځكه په اسلام كې دحجاب كول فرض دي او منكر د فرضونه كافر كيږي دا يوه متفق عليه مسئله ده او د اولمپيك په اكثرو لوبو كې برخه اخيستونكې جينكې بايد په خپل بدن باندي د نيم ګز ټوټي نه زياته ونلري. نو ته د كومي پښتني پيغلي لپاره دا خوښه وي چې هغه دى په داسي لباس وي؟؟؟؟؟؟؟؟؟
زما داليكنه د هغه چا لپاره ده چې پدي قانع وي چې اسلامي فلسفه د انسان د ټولو مشكلاتو د حل لاره ده او ديمكراسي يو ډاګيز كفر دى چې غواړي يو انسان د بل انسان په عبادت كولو مجبور كړي او د خداي د عبادت نه ئې وباسي.
نو د ځانونو لوڅول د زرګونو انسانانو په منځ كې د اسلام په هنداره كې حرام دى. د زياتو معلوماتو لپاره په اسلام كې د حجاب مسئله وګوري. او د يمكراسي په هنداره كې كومه ګناه يا جرم نه دي نو څوك چې مسلمان وي بايد د اسلام وقانون ته غاړه كيږدي.

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
عادل وطنمل
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ MSN Messenger
حيات الله



دغړيتوب نېټه: 04 جولاي   2004
ليکنې: 5
ځای: وردک

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   اګست   23, 2004 8:58 am    عنوان   : عادل وطنمل صيب مننه Reply with quote

دآزادنظر وروراودۍ ته ورته داخلاقونه دۍ بربنډۍ ليكنو ته دۍ خداي همداسي قلمونه باقي لري...خوښ اوبريالي اوسي....
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست AIM Address Yahoo Messenger MSN Messenger
pattang
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 05 اګست   2004
ليکنې: 5018
ځای: Germany

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   اګست   23, 2004 12:04 pm    عنوان   : azad nazar Reply with quote

سلام عليکم عادل وطنمل صيب!

وروه ازاد نظر زه له ډيره وخته را هسې له نورو فورومونو څخه پيږنم اوهغه ډيرمسلمان په
پښتنواوننګ او ناموس ولاړ سړی دي. کوم شيان چې ازاد نظر دجهاد په وختوکې ليدلي
دي هغه ورته ډير زور ورکوي او دغه ډيرې بيعدالتۍ او بيناموسيګاني , کومې چې
نوموړي ليدلي دي اغيزه لري،نوڅکه ئي دزړه له درده داسي يوه ليکنه کړي ده،چې يوڅه
احساساتي ده خو جنائي نده ، او کوم يو افغان احساساتي ندي ؟
وطنمل صيب ته دي خداي خير ورکړي چې دهغه ليکنه ئي په ښکلي ډول سره تحليل کړي ده.
وروه ولي ددوهم ځل لپاره دي موضع ته نجس رنګ ورکوي او هدف دي څه دي٠؟
ته خودومره هم پام وکړه چې اوس پښتنې ښځې دامر يکا ئي عسکرو له خوا څخه تلاشي
کيږي اوپه ځان ئي لاس ور وهي داسي يوه پيښه د افغانستان په تاريخ کي نده شوي
اوروسانو هم داکارندي کړي اود پښتنو لپاره دغه کار مرګ دي !!!.
وروره فکر وکړه امريکايان ولي افغانستان ته راغله ؟؟ داد ي چا جهالت وو؟؟
وروره زه په ١٢٠٩٠٢٠٠١ تاريخ ديوه غټ طالب سره ناست وم او سياسي خبري
مو کولي دخبروپه ترځ کښې په ښځو خبره راغله او هغه داسي راته وويل :
( له مونږ نه غټ بينا موسان نشته ، مونږ له ښځو ځخه کار او بار واخيست او پري بند مو کړ
او هغوي اوس په پنجاپ ، کراچۍ کې بد کارونه کوي زه ددي دوسي زور نور نلرم خپل
معاش مي واخيست کارنور نکومه اوصبا ورځ پاکستان ته ځم که له ما سره ځي نو زه به
دي په خپل موټرکې تر پيښوره پوري ورسوم).
عادل صيب ! زه شکر په کور کې هره ورځ لونځ کوم خو داسلام سره بايد سياسي شعور وي
اومکتبي علم ورسره څنګ په څنګ روان وي او دا ځګه چې اوس نړي سرحدونه له منځه
وړې اوديوه شريک کلتور دپيداکدلو خواته کوشش کيږي او مونږ او تا سو دي تحول ته بايد
بيدار , چمتو او تياري ولرو او دا کار هلته ښه کولی شو چې دجهالت په ځاي علميت ولرو
اوله چټي احساساتو ځان لريونيسو٠.خداي پاک دي وکړي چې خفه نشي.
په درنا وي ستاسو ورور پتنګ


وروستی ځل بدلون  pattang   په  ٢   شنبه   اګست   23, 2004 10:42 pm   ورکړی دی  , د تغير شمېره   2
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
Adil watanmal
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 25 جولاي   2004
ليکنې: 268

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   اګست   23, 2004 6:12 pm    عنوان   : Reply with quote

د عزت وړ پتنګ صاحبه او ګرانو لوستونكو سلامونه اونيكې هيلې مې ومنې.
پتنګ صاحبه د قلم ژبه دى راته توتله ښكاري ځكه په خپله ليكنه كې دى ډير خبري مجهولي پريښيدى او ستا ليكنه په ښكاره ده ازاد نظر صاحب د ليكنې سره په بعضي برخو كې تضاد لري او زه مو په سوچ كې واجولم ځكه ته وايې چې ((وروه ازاد نظر زه له ډيره وخته را هسې له نورو فورومو څخه پيږنم اوهغه ډيرمسلمان په پښتنواو ننګ او ناموس ولاړ سړی دي)) او ازاد نظر ليكنه په ډاګه كوي چې هغه له پښتون قوم نه ډير بيزاره دى ځكه د هغه په نظر پښتون يوجاهل خوني او ازاري قوم دى او زه فكر قوم چې ازاد نظر صاحب به ځان په داسي قوم كې شميري هم نه. او خبره دى د ننګ او ناموس كړي زه نه يم خبر چې دا كوم قسم ننګ او ناموس ته يادوي چې يو انسان د خپل قوم پتمنې پيغلي د زرګونو خلكو په منځ كې په داسي جامه ليدل غواړي چې ټوله له نيم ګز ټوټي نه جوړه شوي وي او پدى فخر كوي چې د هيواد د پيغلو هر غړي ئې تماشبين وه ګوري نو ګران پتنګ صاحب هيله لرم چې ده داسي قسم ننګ او ناموس په اړوند معلومات راكړي.
او دوهمه خبره د جهاد پر وخت ازاد نظر صاحب چې كومي بي ناموسي او بي عدالتي ليدلي . وروره اول خو مي پدي وپوهوه چې ازاد نظر صاحب د جهاد پر وخت په كوم صف كې ولاړ وه د مجاهدينو او كه د كمونستانو او دغه بي ناموسي او بي عدالتي ئې په كوم صف كې ليدلي دى او همدا رنګې مهرباني وكړه چې يو څو بيلګې هم راته بيان كړه چې زمونږ د معلومات د اضافوالي سبب وګرځي او تر څو د خلقو اصلي څيري راته بربنډي شي.
د ازاد نظر ليكنې ته چې وطنمل صاحب كوم رنګ وركړي زه فكر كوم چې توره شړي به په صابون منځلو سره سپينه نه شي او ما په خپله ليكنه كې د ازاد نظر صاحب په ليكنه خپل نظر څرګند كړي د هغه علم په رڼا كې چې الله پاك ما ته راكړي خو څه مي چې ليكلي فكر كوم چې د ازاد نظر صاحب هم دغه مقصد وه او ما خو فقط د نوموړي د ارمان د پوره كيدو لار ورته په ګوته كړيده.
د پاي ټكي: پتنګ صاحب ډير زيات به دى ممنون شم كه ددغه غټ طالب چې كومه خبره درته كړي په باره كې ئې لږ شانته معلومات راكړي چې تر څو ګران لوستونكې دغه مباركه څيره وه پيژني.
پتنګ وروره له ياده ونه باسي چې د ازاد نظر ورور د قلم ژبه تر دي دمه لنده ده.

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ MSN Messenger
احمد



دغړيتوب نېټه: 23 اګست   2004
ليکنې: 25
ځای: دالله ځمكه

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   اګست   23, 2004 6:21 pm    عنوان   : نه داسي نه ده Reply with quote

پتنګه وروره! موفق اوسې خوزه داوايم جي تا تراوسه ازادنظر نه دي پيزندلي هغه يو بې وجدانه اوبې ضميره افغان دي.
هيله ده جې خبر مې ومني او رانه خپه هم نه شې.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
Azad Nazer



دغړيتوب نېټه: 19 سپتمبر   2002
ليکنې: 97

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   اګست   23, 2004 9:08 pm    عنوان   : Reply with quote

((پتنګه وروره! موفق اوسې خوزه داوايم جي تا تراوسه ازادنظر نه دي پيزندلي هغه يو بې وجدانه اوبې ضميره افغان دي. ))

لومړې بايدپه وياړ ووايم چې سرلوړې افغان يم اودغه تاپخپله تصديق کړه اودادې هم په ډاګه کړه چې ته يو نجس اوبې وجدانه او بې هويته جاسوس يې٠
که زه درته ووايم چې په ټولو کوايفو به دې رڼا واچووم اووبه وينو چې بې ضميره ته يې که زه Wink
بداخلاقه اوبې وجدانه نور څنګه وي ؟

دلومړي ځل لپاره دلته ليکنه کوې اوسم له لاسه خپل اصليت ښيې چې څومره پښتون اوڅنګه مسلمان يې ٠

بې مورده په چا پسې بدويل ، دبل چا سپکاوې ، په سپکه ژبه غږېدل او شکنځا کوول نه باضميره خلک کوي ، نه پښتانه درته ښه سړې يا ښه ښځه وايي ٠

ازاد نظر
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
Azad Nazer



دغړيتوب نېټه: 19 سپتمبر   2002
ليکنې: 97

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   اګست   23, 2004 10:28 pm    عنوان   : Reply with quote

(( د جهاد پر وخت ازاد نظر صاحب چې كومي بي ناموسي او بي عدالتي ليدلي . وروره اول خو مي پدي وپوهوه چې ازاد نظر صاحب د جهاد پر وخت په كوم صف كې ولاړ وه د مجاهدينو او كه د كمونستانو او دغه بي ناموسي او بي عدالتي ئې په كوم صف كې ليدلي دى او همدا رنګې مهرباني وكړه چې يو څو بيلګې هم راته بيان كړه چې زمونږ د معلومات د اضافوالي سبب وګرځي او تر څو د خلقو اصلي څيري راته بربنډي شي. ))


عادل وطنمل وروره !

ما پخپله مسلح جهاد نه دې کړې خود مهاجرت په وخت کی مې خېر ښېګړې دډېروافغاني کورنيو سره کړي ٠ دومره به کافي وي چې ووايم چې په هر جهادي تنظيم کی يوڅوک ضرورپېژنم ٠ او له دې څخه انکار هم نه کووم چې په خلقيا نو او پرچميانو اونورو کی به څوک نه پېژنم ٠ زما پلار په داسې وخت کی مهاجرت ته مجبور شوې چې په ټول پاکستان کی به له 1000 څخه زيات افغاني کډوال نه وو ٠
زه هغه سړې هم يم چې د سپتمبر د يوولسمې نېټې څخه مې د پښتنو دحقوقو څخه دفاع کړې اودتنکي غولېدلو طالبانو قتل می وغانده ٠ دا هغه وخت وو چې دبرکونج طالبان په سوړو ننوتي وو٠ خو هغه سړې هم يم چې دطالبانو درهبرۍ پاليسي هم غندم ځکه چې دومره بدنامي اوتاوان چې طالبانواوددوی عربي انډيوالانو اسلام او پښتنو ته ورساوه نه د نړۍ په تاريخ کې سارې لري او نه دافغان په تاريخ کی ٠
تاته د خپلې ډلې کوايف ټول ښه معلوم دي Wink

لکه څنګه مې چې پخوا ذکر کړې دادې بيا وايم چې په يوه لوري پورې نه يم تړلې ، يو ازاد اوخپلواک افغان يم اوستاسو غوندې ځان ته حق ورکووم چې خپل نظر څرګند کړم که څوک فکر کوي چې زما پوښتنې اونظريات پر ځای نه دي ، بې علمه او بې منطقه دي نو څوک چې علميت ، منطق اود لوړتهذيب څښتنان دي هغوی بايد په خپل علميت اواخلاقوماته قناعت اوزده کړه راکړي نه داچې زما نفرت دځان سره نورهم زيات کړي ٠ ما داادعا نه ده کړې چې زه له هررنګه ګناه پاک يم خو تاسو دهررنګه امتياز او بې ګناهۍ دعوه کوۍ نو چې په ټولو کړووړو پوره اوکره ياست بايدپه ثبوت يې هم ورسوۍ Exclamation



په هغه سيمه کی چې مونږ اوسېږو هر څوک مو پېژني ٠
که غواړې چې ما په زور اوزېر وپېژنې نو ماته دی د تلېفون نمبراواصل نوم زما د e-mail په ادرس راواستو ه اوزه به درسره خبرې وکړم ٠ که دغه کارنشې کوولای اود علمي او معقول بحث اهليت نه لرې نو ته دخپلې پښتو سره پرځای کښېنه اوزه به دخپل افغانيت سره ٠ په دې توګه به دواړه په ابو کی پاتې شو که څنګه ؟

نور دی په خدای سپارم

ازادنظر
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
pattang
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 05 اګست   2004
ليکنې: 5018
ځای: Germany

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   اګست   23, 2004 11:16 pm    عنوان   : Reply with quote

وروڼو سلام عليکم !
زه دمشر او کشر ورور غوندي په مرکه درته کينم ، چې په پښتنو کې يو منل شوئي پاکه
لاره ده او له ټولو ځخه د ا دي ورورۍ په توګه غوښتنه کوم چې په راتلونکې وخت کې له
دي موضع نه تير شۍ او په خپلو منځو کې يو شۍ ،ترڅو چې دښمن ګټه وانخلي او دهغو
ټکيو مراعات وکړۍ کوم چې وطنمل صيب دبين المللي قانون له مخي مونږ ټولو ته
ليکلي دي او په غيری مستقيم صورت سره ئي يواخلاقي اخطار مونږ ټولو ته راکړي دي٠

ستاسو نيکبختي زما نيکبختي او ستا سو خفګان زما خفګان دي٠

ومن الله توفيق
ستا سو ورو پتنګ
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
Adil watanmal
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 25 جولاي   2004
ليکنې: 268

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   اګست   24, 2004 6:34 am    عنوان   : Reply with quote

ازاد نظره وروره هيله لرم چې په تن بدن باندي روغ او جوړ وي.
وروره الله پاك دى ستاسي خدمتونه د افغان قوم لپاره په خپل دربار كې قبول او منظور وه ګرځوي.

وروره زه پښتون يم او زما كورني هغه وخت هجرت كولو ته مجبوره شوه چې زما عمر له يو كال څخه هم كم وه او اوس زه ده ٢٧ كالو په عمر يم او د كورني څو غړو مې د روسي وحشي لښكرو سره په وسلواله مبارزه كې د شهادت جام نوش كړي او والد صاحب مې څو ځلي زخمي شوي خو مرګ په نيټه دى او د روسي يرغلګرو او بوډاګيانو د ماتي خوړلو نه ورسته ئې نه د مجاهدينو په حكومت كې اونه ده طالبانو په حكومت كې كار كړي. نو زما تربيه په يوه پښتنه مجاهده كورني كي شويده.

(((تاته د خپلې ډلې کوايف ټول ښه معلوم دي))))
ګرانه زه پدى فورم كې د طالبانو د حكومت نماينده ګې نه كوم نو هيله لرم چې طالبان راته ډير مخكې مخكې مه كوه او دا عادت دى پريده چې هر اسلام اند ليكوال ته تاسي د طالبانو حكومت مخكي مخكي كوي. زه په خپله د طالبانو د ډيرو كارونو سره موافق نه وم او نه يم. او همدارنګه زه د طالبانو د حكومت پر وخت په يو نړيوال اسلامي پوهنتون كې په خپله زدكړه بوخت وم. او كله چې له پوهنتون څخه فارغ شوم نو صلبي يرغلګرو زمونږ په ګران هيواد باندى د استعمار جال غوړولي وه خو په خداي پاك دا يقين لرم چې دغه يرغلګر به ډير زر د افغانستان پريښودو ته مجبور شي او حال به ئې د وحشي روسانو او بوډاګيانو څخه بد شي.

(((تاسو دهررنګه امتياز او بې ګناهۍ دعوه کوۍ نو چې په ټولو کړووړو پوره اوکره ياست بايدپه ثبوت يې هم ورسوۍ)))
ازاد نظر صاحب په درناوي درڅخه هيله لرم چې خپله دغه خبره دى بيرته واخلي ځكه زما په ليكنو كې به ددى خبري ثبوت پيدا نكړي. ځكه زه پدي يقين يم چې هر انسان په ګناه كې واقع كيږي او په خپلو نظرونو كې سهوه كيږي. او كامل يواځي الله پاك دى انسان په خپلو ټولو كړو وړو كې ناقص دى.
د زړه سره په بحث كې دى د علميت او عقليت خبره كړي ده. زه كه څه ووايم شايد تاسي رانه خفه شي خو زه ما خو داسي خوښه ده چې يو دريمګړي اسلام اند ليكوال دي زما او ستا د ليكنو ته په نظر سره فيصله وكړي چې زه ما او ستا دعقليت او علميت امپير په كومه درجه ولاړ دي. او دا كار مشكل نه دي ځكه زه او ته دلته د قلم په ژبه سره غږيدلي يو.
وروره زه په هغه وخت وتاته خپل د ټيليفون نمره دركړم چې تاسي وماته د خپل ځان په باره كې لږ معلومات راكړي.چې ستا اصلي نوم څه دى؟ او اوس كوم ځآي كې وسيږي؟ كه لنډ وي راسره نو انشاء الله چې زر به ستاسي مبارك شخصيت سره ليده كاته وكړم.

په اخر كي يوځل بيا په ډاګه كوم چې زه يو افغان ، پښتون او اسلام اند ليكوال يم او د هيڅ كومي سياسي ډلي سره تعلق نلرم. او همدارنګه د پښتون قوم په لمن هيڅ يو تور داغ لږول نه پريدم.

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ MSN Messenger
احمد



دغړيتوب نېټه: 23 اګست   2004
ليکنې: 25
ځای: دالله ځمكه

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   اګست   24, 2004 6:37 am    عنوان   : صيي ده خوصرف.... Reply with quote

پتنګه وروره اوقدرمنو ورڼو لومړي مۍ نيكې هيلي اوسلامونه ومني!
ستا خبره به ومنم او كه نه ازاد نظرورور ته ما خپل عقلې جواب تياركړي وو.
صرف سلام ورته كوم او دغه دالله قول ورته ډالۍ كول غواړم چي الله داسۍ كسانو ته فرماييSad...وإذا خاطبهم الجاهلون قالوا سلاما).
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
Adil watanmal
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 25 جولاي   2004
ليکنې: 268

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   اګست   24, 2004 6:53 am    عنوان   : Reply with quote

پتنګ وروره غټ غټ لكه غرونه او روان لكه سندونه سلامونه مې ومنه.
د عزت وړه له نظر څرګندوني څخه دى مننه كوم او زه درسره موافق يم چې مونږ سره يو شو او دښمن ته د خبري كولو وخت ورنه كړو خو زه له ټولو ليكوالانو څخه هيله لرم چې په خپلو ليكنو كې دى هيڅ يوقوم ته په بد نظر نه ګوري او په خپلو ليكنو كې د اسلامي اخلاق وه پالي او له جزبي څخه دي كار نه اخلي.

پتنګ وروره ما په مخكينې ليكنه كې درڅخه هيله كړي وه چې يو څه معلومات د هغه غټ طالب په هكله راكړي چې تاته ئې ويلي وه (( له مونږ نه غټ بينا موسان نشته ، مونږ له ښځو ...........))) او يوځل بيا درڅخه هيله كوم چې د نموړي په اړوند معلومات راڅخه ونه سپموي.

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ MSN Messenger
islam dost



دغړيتوب نېټه: 03 اګست   2004
ليکنې: 58

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   اګست   24, 2004 10:14 am    عنوان   : Reply with quote

دسلا م وړلوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
ښاغلئ ازادنظرصيب داولي اودوهمي اودريمي پوښتنې ځواب دياخوله ماسره نشته اوياراته دومره ضروري نه بريښي خودڅلورمي پوښتنې ځواب دښايی لږڅه په دي ډول وي چي :
٤: عاقبت يی ښکاره دی هغه دا چي اوس به دپکتيا اوقندهارانجونو هم داولمپيک په لوبوکښي ګډون کولای اوستاسوپه څيرکسانودوياړسبب به ګرځيدلی وی ٠
داوالمپيک په لوبوکښي دپښتونوانجونوګډون غيراسلامي اودپښتاني کلتورخلاف کاردی چي هيڅکله هم ديوباوجدان مسلمان ته دمنلووړنه دی ٠دافسوس خبره په دي کښي ده چي ځيني خلک داډول غيراسلامي کارونوباندي وياړکوي ٠ اوپه ګناه باندي وياړکفردی ،
له بده مرغه چي زمونږځيني ليکوالان کله کله داسي ليکني کوي چي په لوی لاس ځان دکفرترسرحده رسوي ٠چي يواځينئ سبب يی داسلامي زده کړي کموالئ دی ٠لږترلږه دومره ديني علم خوپه نراوښځه فرض دی چي دهغه پواسطه خپل ايمان وساتلئ شي اوداسلام کفرترمنځ حدود وپيژني ٠ښايی يوتن به ډيرلوړتحصيلا ت اوعصري زده کړ ي کړي وي خوهغه فرضي اوضروري علم څخه به بي برخي وي چي زده کول يی په هرمسلمان فرض دي ،دروا اوناروا اوداسلام اوکفرترمنځ سرحدات پيژندل له ضروري اولازمي علم څخه شميرل کيږي لکه چي ديوحديث شريف په يوې برخې کښي راځي چي : ( ٠٠٠ يوسړئ به سحرمؤمن وي خوبيګا ته به کافر،يا به بيګايی مؤمن وي خوسحرته به کافرشوئ وي ٠٠٠) ،
په اسلام کښي عمومي قانون دی چي : روا ته ناروا ويل اوناروا ته روا و يل سړئ له ايمان څخه خلاصوي ،
زمونږاستاد ( خدای جل جلاله دوبخښي ) به کله کله زمونږ څخه داډول ذهني پوښتنې کولي چي : هغه کوم سړئ دی چي له يوپټي څخه دپياز پاڼې په راشکولوکافردی اوپيازدبيخ څخه په راويستلوګنهګاردی ،بيا دپوښتنې حل په دي ډول وو چي دپياز پاڼې راشوکاوونکئ داپيازپاڼه لږشئ ګڼي اودافکرکوي چي داحرام نه دی ځکه ورباندي کافرکيږي اودبيخ راشوکاوونکئ دپيازغلا کول حرام بولي له همدي امله هغه يواځي ګنهګا رګڼل کيږي ٠
نواوس ويلئ شوچي په اولمپيک لوبو کښي دښځوګډون ناروا ده اورواګڼونکئ ياپه هغو وياړل په خپله وپوهيږئ چي په کومه درجه کښي ده ، زما په اندخوپه دي لوبوکښي نارينه هم غيراسلامي لباس اغوندي ا نودښځولپاره په دي کښي ګډون دمنطق څخه لري خبره ده ٠
داسلام دبدني روزني او ورزش مخالف نه دی خوالبته داسلامي حدودوپه چوکاټ کښي ٠داچي دورزش سره سړئ قوت پيداکوي اواندامونه يی مظبوط کيږي اودکفارومقابلې لپاره تکړه روزل کيږي ځکه خوقوي مؤمن ترکمزوري مؤمن غوره بلل شوئ ٠
اوپه پای کښي دپتنګ صيب ددي ليکنې په ځواب کښي چي طالبانو له ښځوکارونه واخستل اوهغوی بياپه پاکستان کښي غلط کارونه شروع کړل ٠
پتنګه وروره خفه مه شي بدکارونه بدوښځوکول اوچي طالبانوهغه پري بندکړل خودبه يی بيا پاکستان کښي هغه بدکارونه تکراره ول ،نه د ي اوريدلي چي علت ځي اوعادت نه ځي اوس بيرته بياله هغو بدکارو ښځو څخه کابل ډک شوئ ٠

والسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

اسلام دوست
______________________
نه پوهيږم زه چي تاته له څه سره تشبيه درکړم ____ ګل سره اغزي دي دسپوږمئ پرمخ داغونه دي
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   دا موضوع تړلې شوې . تاسو ليکنې بدلولی يا ځوابولی نشئ.    tolafghan.com دفورم سر ته   -> نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ    ټول وختونه GMT دي
پاڼي ته لاړ شئ 1, 2, 3, 4, 5  مخکي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  5

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.