د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

يوه مسئولانه خواله او مشوره

ډاکتر وطنمل
21.08.2004

[color=blue:f78baabd67]درنو ليکونکو او ګرانو لوستونکو . له سلام او نېکو له وړاندې کولو څخه وروسته هيلمن يم چې :
١ـ په خپلو ليکنو کې هڅه وکړئ چې بيطرفه واوسئ او په ټولګړې توګه خبرې وکړئ چې کو م مشخص سړي ته راجع نه وي. که ستاينه مو چاته راجع شي او بي اﻻيشه وي، دا کوم بد کار نه دی، خو هغه څرګندونې چې دځان له پاره يې نه خوښوئ، لطفأ له دې تيري څخه ځا وساتئ چې هغسې څرګندونې د بل چا په اړه در څخه سر ووهي.
٢ــ که د يو دريم کس د ستاينې له پاره په ټول افغان کې کوم دوست ، اشنا يا يو بيطرفه کس مخاطب کړئ، بده نه ده، خو د بل د کمولو او سپکاوي له پاره يو دوست هم مه مخاطب کوئ، دا نه يواځې په هغه چا ناروا تيری دی چې تاسو يې بد واياست، بلکې په خپل هغه دوست يا اشنا مو ه تيری دی چې په ښکاره توګه ورته د نوموړي غيبت کوئ ؛ او تر دې هم زيات دا د ټول افغان په وزينې پاڼې تيری او بي احترامي ده. لطفأ له دې ډول چال ـ چلند څخه په راتليزه کې ځانونه ټينګ وساتئ او
٣ـ که له چانه ګيله کول .او يا پرې تنقيد نيول غواړئ، پخپله همغه شخص مخاطب کړئ، ښايې تاسې نيوکې او ګيلې به دومره ناوړه اغيزه هم ونکړي لکه بل ته چې د هغه په اړه خپله خوله راسپړئ او په ډيره آسانۍ سره ورته صرف خپل زړه تشوئ ،خو په دې تګه خپل ځان ته د هغه دريم کس زړه له غصې څخه ډکوئ.
٤ـ ورونو دا پورتني اصول به د ځينو له پاره د منلو وړ او د ځينو له پاره د منلو وړ هم نه بريښي، خو په ټول افغان کې د سرغړونکو له پاره د يو خبر داري معنی لري او دغه وجداني اصول عملأ په يو ډول سزايي يا محدودونکي قوانينو بدليږي. نور تاسې او خپله مو خوښه ٠ په درنښت او سلامونو .[/color:f78baabd67]


خاټول
22.08.2004

ښاغلی وطنمل صيب زه بلكل درسره موافقه يم، اوژمنه كوم چي پورتني اصول به هرو مرو
مراعات كوم اوكه مي احياناكله داسي څه ليكلي وي چي دچا زړه پري ازار شوی وي نو يوځل
بيا بښنه غواړم.


salam


Kliwal
23.08.2004

[color=green:45367bc090]قدرمن وطنمل صېب سوكالي، خوشالي او آرامي دې تل مله شه.
ريښتيا چې زما په زړه پورې اقدام د وكړ. زه لا پخوا دداسې يوې غوښتنې په تمه وم، په ريښتيا چې زه دغه (ناندريو، سپكو او سپورو) خورا ډېرځورولم.
نو كه ستا دغه مشورې ته په لبيك ويلو كې تر محترمې خاټول مخ ته نه شوم،
خو د هغې په ډول درسره ټينګ بيعت ته په پوره وفادارانه توګه ولاړ يم.
او زه هم په خپل وار سره له درنو دوستانو نه د خپلو تېروتنو سوال كوم. هيله ده چې كوم ځاى يې زړه رانه نه وي آزار شوى او تمه ده چې دغه پورتني اصولو ته په درناوي سره د ټول افغان پاڼې په بډايه كولو كې زيار وباسي .
په كليواله مينه. [/color:45367bc090]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more