د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

پښتو دژبې په توګه

Farhad zaheer
23.08.2004

...............................................[color=red:57abdff2a0] پښتو دژبې په توګه[/color:57abdff2a0]
پښتو يوه ډيره توانمنده ژبه ده دغږونو يا تورو شمير ئې حتی دڼړۍ والو پرمختلفو ژبو لکه انګليسی او المانی په پرتله زيات دی .که څه هم تراوسه پورې دپښتو ژبې ټولو ګړونوته توری نه دی نيول شوی خو دهغه تورو شمير چې اوس دپښتو په عربی ليکدو کښې پکارول کيږی ٤٦ ته رسيږی دپښتو دميخی ليکدو دکښې لکه څنګه چې پخوا مو ياده کړه ٣٧توری تر اوسه معلوم شوی حال دا چې دانګليسی ژبې د تورو شمير ٢٦او د جرمنی ژبې دتورو شمير ٣٠دی . په دې حساب دپښتو ژبې توان دانګليسی او جرمنی ژبو څخه زيات دی يعنی دودې ډير قابليت لری خو کار ورته نه دی شوی .
د ويبو ( لغتونو )اونومو نو ټولګه ئې دانګليسی او جرمنی ژبو په پر لته ډيره کمه ده .داځکه چې انګليسی او جرمنی ژبو ته که څه هم توان ( ظرفيت ) ئې دپښتو ژبې څخه کم دی ، ډير کار شوی دی او لغتونو پانګه ئې زياته ده لنډه دا چې پښتويوه توانمندژبه دچې ډډئې غټ دی او ډير څه پکښې ځائيږی . که چيرته مونږ دويی ( لغت )سر چينه ددانو تخم وګڼو او په مصوره ژبه خبرې وکړو نو د پښتو ژبې نه يوزې دويبوتخم زيات دی.بلکې ددغه تخم نه ئې هم غټه ده او ډير څانګې لری. مطلب دادی چې د لغت دتخم ديوې دانې څخه ډيرې نوې ويې ( لغتونه )او نومونه جوړيدلی شی. دپښتو ژبې دلغتونو دپانګې د پراختيا ودې او سوچه کولو لپاره يو شمير پښتنو ليکوالانو او ژبپوهانو هڅې پيل کړی دی په تيره بيا دپوهاند ډکتور مجاور احمدزيار او لطيف جان بابی او دپښتو ټولنې همکارانوپه دې برخه کښې دخپلو امکانات سره سم او چت ګامونه اخستی دی .ددې هڅو پلار محمد ګل خان مومند دی چي په هغه کم شميره قامی مشرانو کښې شميرل کيږی چې دافغانستان په بيروکراسۍ کښې د وزارت مقام ته رسيدو سره سره ئې خپلې ژبې او کلتور ته شا کړې نه ده ، وزير ګل محمد خان مومند ته پته وه چې ځينې پښتانه د افغانستان د حکومت دغيزې له کبله په پښتو کښې دفارسی لغتونه کاروی سره ددې چې پخپله ژبه دچای د څښلو يا سکلو په ځائې د چای خوړل وائې چې په فارسی ژبه د کښې پکرول کيږی او چای خوردن ورته وائی. محمد ګل خان مومند دپښتو ژبې ودې سوچه کولو ته ملا وټړله .پښتو ګرامر او ډير نور کتابونه ئې وليکل .دده دهاند ( کوښښ ) په اړکښې پښتو ټولنه په ١٩٩٥ اويو شمير نومونه لکه دشينوارو دبالا نوم دکلی نوم ئې پښتو کړ او هسکه مينه ونومول شو.همداغسې د معلم په ځائې ښوونکی او مکتب پر ځائې ښوونځی او همدغسې نور په خلکو کښې روج شول . دپښتو ژبې دودې او سوچه کول دهلو ځلو په لړکښې لاندو ټکوته پاملرنه ضروری ده.
١: که کوم نوی لغت چې ضرورت ورته وی دپښتو ديو لغت اوتلې شی نو پکار ده چې ترکيب ئې دډيرو ويبو څخه جوړه شی.
٢:همداغسې نړی وال ويی لکه کمپيوټر چې په پښتو کښې ورته مناسبه ويی نه پيداکيږي پکار ده چې خپله ونيول شی او پښتو ژبې په قالب کښې راوستل شيی.
٣:سيمه ايزې ( محلی )پښتو ويی ( لغتونه ) چې د ژبې د خاص اړخ پورې اړه لری بايده دی چې عامې شی او په دې برخه وګرځی چې ټول پښتانه پرې وپوهيږی .

Doctor Kabir Stori
ډاکټرکبيرستوری


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more