د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

دپښتنې ژوند؛ کلتورکه ظلم؟

حمید هڅــاند
26.09.2009

بسم الله الرحمن الرحیم
ثنااوستایني هغه لوړذات لره دي چې موږ انسانانوته یې ژونداو اوداشرف المخلوقات لقب یې راوباښه.
درنواوسرلوړوافغانانو،نن ستاسوپروړاندي دنن ورځي یوه تــــــــــــــــوده اوجنجالي موضوغ ږدم؛ هیله لرم خپل لیدلوری څرګندکړۍاودحل لاره یې هم په ګوته کړۍ!
غواړم دافغان مېرمني په اړه یوڅه خبري وکړم.لکه چې څرګنده ده زموږپه جګړه ځپلي هېوادکې هیچا هم خپل حق ندی ترلاسه کړی. په داسي یوه هېوادکې چې له خلکونه یې دژوندحق اخیستل کېږي هلته نودعدالت خبره څومره پرځای توری دی داهرچاته څرګنده ده. خو درنوافغانانو،په افغانستان کې که دخلکودژوندخبره ده خوپړه به یې په پردیولښکرواویاپردیودسېسوورواچوله شي،که زده کوونکي ته دحق نه ورکول دی، که له زده کوونکي نه دښوونځي دتللوحق اخیستل کېږي،که مودیني عالم اوښوونکي ته په سپکه سترګه کتل کېږي خوبهــــــــــــــــــــــــــــــانه موزده ده،سمدلاسه دخپلي بدمرغی خبري شروع کړو اووایوچې دپردیوپه دسېسوکــــــــــې څومره بې وسه یو!! زه نن یوه دیوه داسي ظلم یادونه کوم چې یواځـــــــــــــــــــــــــــــــــــــي همداموږاوتاسویې کوونکي یو. پوهېږۍ څنګه؟
ښځه هم اشرف المخلوقات ده،ښځه زموږ اوستاسودپښتني کوردملاتیرده، ښځه زمااوستاخور،مور،ورېنداراو... ده،ښځه زموږدپښتون بچي دراتلونکـــــــــې جوړونکې ده. که پښتنې مېرمني ته شریعت ورکړی حق ورنکـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړل شي،زمااوستادکورنۍ دملاتیرماتېږي،زموږپښتون راتلونکی نسل دناسالمي روزني څښتن کېږي. ښځوته دحقوقوله ورکولو نه زمامطلب دهغوهقوقوندی چې دبشرخقوق یې نارې وهي،بلکه شریعت ورکړی حق اوحقوق دي.
پښتني ټولنه دخپل ډېرټینګ دریځ له مخي چې لري یې دداسي خبرپروړاندي سخت غبرګون ښیې نوځکه غواړم له تاسونه یوڅوپوښتني وکړم ترڅوپه هغه څــــــــه وپوهېږۍ چې زه یې دلته غواړم له تاسوسره شریک کړم:
. په سړه سینه سوچ وکړه،خپلي کورنۍ ته وګوره،ټولي ښځینه په نظرکې ونیسه اووایه،ستاسوپه کورنۍ کې څومره مېرمني لوست کولی شي؟،څومره مېرمني دقرانکریم تلاوت کولی شی؟؟؟،دڅومره مېرمنولمونځ سم زده دی؟؟؟،ایاکولی شي اسانه فقه غوندي یوکتاب پخپله ووایې ترڅووپوهېږي حیض اونفاس یانې څه؟؟
ښځینه ټولنه څومره په بدعتونواخته ده، ددوی زیارت ته تګ ،هلته دقبرخواته لمونځ کول ، ترې طواف کول او... ته مو کله فکر کړیدی؟ ایاپه کلي کي مودښځولپاره یوه مدرسه یوښوونځی شته؟څومره ډاډه یاست خپل بچي به موله مېرمني نه سالمه روزنه وویني؟.
ښاغلو،زموږ ښځینه ټولنه پرموږ حق لري ترڅودوی سمي وپوهوو،ددوی دیني مالومات زیات کړو،دوی دقرانکریم په تلاوت وپوهوواودلمانځه په سم اداکوولویې سرورخلاص کړو. ماداسي ډېري مېرمني لېدلي دي چې عمریې بیخي نورنودځوانۍ له مهاله دسپینساریتوب خواته اوړي خولایې هم دقرانکریم تلاوت نه وي زده. ماله یوې سپین سارې نه چې لاهم دقرانکریم په تلاوت نه پوهېده پوښتنه وکړه چې څنګه دقرانکریم تلاوت کوې؟ راته یې ځواب راکړ: زوی جانه هسي ګوتي پرې تېروم،خدای پاک خومهربانه دی رانه قبلوی یې!!! زه باورلرم چې الله پاک خومهربانه دی اودوی ته به انشاالله هرومروثواب ورکړي خو ددوی پړه هم دیوچاغاړي ته لوېږي چې همدازه اوته یو!!!. په ښځینه ټولنه کې بیخي نورشیونه رواج لري ماچې کله خپلوانومېرمنوته دیني درس ورکاوه نوکله کله به یې عجیبې خبري کولي،مابه ورنه وپوښتل چې داموچېري ویلي دي ویل به یې چې پلانۍ انا اوپلانۍ دادکي ویل!!. هغوی ته سم ندي ښوول شوي هغوی مجبورنوي شیان جوړکړي.
دوهمه موضوع چې غواړم یاده یې کړم دښځینه ټولني دژوند ډول دی.ایااسلام کې یې داویلي دي چې پیغله دي ترهغوپرکورکیني ترڅویاخوسپینسارې شي اویادښه ولوریوه مرکه راشي؟ ایاشریعت داوایې چې دنجلۍ واده دې له یوداسي چاسره وشي چې ان دنجلۍ موراوپلاریې لاسم نه پېژني،نجلۍ خوپرېږده؟ ایاشریعت داوایې چې کونډه دې هرومرولېوراویاډېرنژدې دوست ته کېنول شي ؟؟ په شریعت کې داراغلي چې کونډي موپه نومونو کړۍ چې دازماکونډه ده اوهغه دده؟؟ شریعت داوایې چې نجلۍ دې واده شي بیادې په کال یواځي یوځل دنوي کورله څلورودېوالونونه دپلارکره پرېښوده شي؟؟؟ ایا کله موهم سوچ کړی چې ښځه هم زړه لري؟؟؟ داوروستۍ خبره ښایې یوڅه هغه دچاخبره چپه وي خوورورجانه یواځي لس ورځي په خپل کورکې ننوځه اومه وزه وګوره څه پېښېږي!.زه نه وایم ښځي دي بهرچکري پیل کړي خوکه ورته دسیل باغونه اوپارکونه جوړشي چېري چې یوآځي ښځي تلای شي څومره به ښه وي.
کله به مودښځي دپېري کیسې اورېدلي وي، یاموښایې څوک له خپلوانونه پېری ولري اودرته ویلي یې وي چې پلاني زیارت ته مي بوځه .... ګوره داسي ونه کړې په ګناه اخته کېږي . زه به یې لامل درته ووایم :
میرمني په کورونوکې زړه چاود حالت ته رسېږي. دچکربله بهانه نه وي ، بی پېریان بهانه کړي اودکوم زیارت دچکر هوس وکړي. نوځکه زه خووایم چې ورته لازم چکرورکړۍ ،سات یې تېرکړۍ، درس پرې ووایاست، له اسلام نه یې خبره کړۍ، داولاد له حقوقویې خبره کړۍ، دقران تلاوت وروښایاست، دحیض اونفاس پرمسلویې خبره کړۍ اوانشاالله خوښه کورنۍ ، دسالمي تربیې اولاداودخوشاله ژوندڅښتنان به شۍ. زه باورلرم چې دثواب ګټونکي به هم شۍ.
په دې هیله چې یووخت دپښتني دودونوپرځای شریعت واکمن شي
حمید(هڅاند)/هند


دپښتنې ژوند؛ کلتورکه ظلم؟

مینه پال
26.09.2009

ښاغلی هڅاند سلامونه مې ومنه!
ستاسولیکنه مې ولوسته، که رښتیاراباندي وایې هیڅ داسي خبره نه وه پکې چې ماراایستلی وای؛ زه یې یواځی تایید کوم.
کاشکي زموږپښتانه پوه شي، هغه چې ځان ته سم سړی وایې هم [color=red:2ec6f66c3d]کله چې یې کورته وګورې نوهغه ستاپوښتنې به ټولې بې ځوابه پاتې شي [/color:2ec6f66c3d]. زما موخه داده چې ستاټولې پوښتنې به دنه ځواب ومومي.
په مننې سره
مینه پال دغزني ولایت


عادل عادل
30.09.2009

سلامونه

په رښتیا چې دغه دردوونکي مصایب زمونږ په ټولنه کې موجود دي.

ددې بدمرغیو ټغر ټولول یوازې او یوازې په تعلیم او اسلامي زده کړو سره ممکن دي.

تاسو سپین سرې یادې کړې، خو تر اوسه ډیر داسې نارینه هم شته چې لمونځ یې د همدې ډول مظلومو او محرومو میندو څخه زده کړئ دئ، ځکه چې پخوا به لمونځ ښودل د ادې وظیفه وه.

په پښتني ټولنه کې د غلطو او زړه دردونکو دودونو نه یو هم د ښځو په وړاندې خشونت، تریو تندئ او په ورځني ژوند کې د هغوی د رایې پر ځای په خوله د سکوت مهر لګول دي.

په کلیوال ژوند کې خو هغه چا ته غیرتي ویلئ شي چې میرمن یې ډبوي، او یا هم داسې د خشونت نه ډک برخورد ورسره کوي چې د مسکینې میرمنې ساه ورنه خیژي.

ددغې پوچو او جاهلانه دودونو د تاثیر نه هیڅ پښتون خالي ندئ پاتې شوئ، تاسو به چیرته داسې یو پښتون شاعر او ادیب راوښیئ چې د میرمنې ستاینه یې کړې وي، که وي هغه ټول په ناروا او پټو یارانو ولاړ شعرونه او مصرئ دي چې ټولنه زنا او فساد ته راکاږي.

دا منم چې د مور ستاینه شوې او قدر یې شته، خو همدغه مور چې کله د بابا میرمن وه، چا ستایلې، چا یې قدر بیان کړئ، او چا یې د حق د اداکولو ترغیب او تشویق وړاندې کړئ؟


هیښ
01.10.2009

سلامونه

هر انسان چې په سینه کې ئې زړه دکاڼي په شان کلک نه وي او لږ څه احساس ولري ،نو دافغانستان دښځو دکورني او اجتماعي غیر انساني وضعیت او بدمرغه ژوند په هکله به ئې داوښکو په ځای وینې له سترګو وبهیږي .
ځنې وخت چې کله دخپلو خلکو دې بدې ورځې ته ګورم ،چې یوه بدبدختي نه وي ختمه شوې او بله ئې په ځائ را پیدا شي ،په خپل ټول تاریخ کې ئې ښه ورځ نه ده لیدلې ،دبې سوادئ او جهالت نه نیولې تر بې اتفاقۍاو خودخواهۍ پورې ،دسرزورۍ نه شروع تر بې سرۍ پورې ،دلوږې نه نیولې تر بې دوائۍ پورې ، دمادي فقرنه نیولې تر فرهنګي نیستۍ پورې ،دیوه یرغلګر نه خلاصون او دبل په منګولو کې لویدل او نورې ناخوالې نو دا پوښتنه راته پیداشي چې افغانانو څه ګناه او جرم کړئ دئ ؟ چې د دا ډول مصیبتونو او ناورینونو سره تل لاس او ګریوان دي او دنن ورځې ژوند ئې دپرون نه بدتر او بدمرغه تر دئ .
ددې سوال دحل دپاره دراز راز عواملو او ځوابونو تر ځنګ دا فکر راته په مغز کې را وګرزي ،چې دا به دالله (ج) قهر وي چې په دې قام رانازل شوئ دئ او دهغه ظلم ،غیراسلامي ،غیرانساني او غیر عاطفي برخورد او رویې له کبله چې دپښتنو خویندو ،میندو ،لوڼو او میرمنو سره جریان لري به جزا وي او دا جزا به ترهغه وخته دوام لري ترڅو پښتانه ددې نارواوو او تعدی نه لاس واخلي او زموږ معصومو ،مظلومو ،صبرناکو اوپه ژوند کې په مرګ محکومو او ژوندیو شهیدانو ته دانسان په سترګه وګوري او انساني مقام ئې ومني.
دپښتنو میرمنو سره دټولو دیني،انساني ،مدني،اخلاقي او عاطفي موازینو او اصولو خلاف رویه کول هغه هم دخپلو خپلوانو (پلار،ورور،خاوند،کاکا،ماما او...) له لوري دپښتنی ټولنې په زړه هغه ناسورزخم او دافغاني کلتو ر په ټنده هغه تور داغ دئ چې زغمل او پاتې کیدل ئې نور دهر پښتون دپاره که ځوان دئ او که بوډآ،که عالم دئ او که امي ،که روحاني دئ او که روڼ اندئ په حاضرژوند کې لوئ شرم او په اخرت کې ستر عذاب دئ چې ددې شرم او عذاب نه دخپلو ځانونو دخلاصولو له پاره ئې جدي او فوري تدبیر په کاردئ.

پښتانه دخپل تاریخ په دوران کې دازادۍ ،خپلواکۍ او یرغلګرو سره دمبارزې او مقابلې اوږد تاریخ لري او په دې برخه کې ئې بې شماره فداکارۍ،شهکارۍ او قهرمانۍ سرته رسولې دي ،خو دخپلو خویندو ،میندو ،لوڼو او میرمنو د ظالمانه اسارت او محکومیت دغیر انساني زندان ددیوالونو په نړولو او ددې بې عدالتۍ په ختمولو کې پاته راغلي اودپښتنو ښځودمظلومیت او زخمي زړه دفریاد اوریدلو ته ئې دتش غرور او ړانده جهالت له کبله غوږونه کاڼه او سترګې ړندې دي.

دپښتنو میرمنو ددې مصیبت باره حالت دتداوم او دنه تغیر مسؤلیت دټولنې په هغه قشر پورې اړه لري چې دخلکو دادارې ،رهبرۍ،ارشاد او لارښوونې ادعا کوي لکه روحانیون ،روښانفکران ،باسوادان ،سیاست مداران او ددولتونو ګردانندګان،چې دخپلو شخصي ،فامیلي او ډله ایزو مفاداتو له کبله ئې نه دخدائ(ج) احکام عملي کړي او نه ئې دانسانیت اصولو ته توجه کړي ده ،ترڅو پښتني ښځې دخپلو خدائي ،فطري او انساني حقوقو نه برخورداره شي.

دپښتنو په ټولنیز جوړښت کې ددیني عالمانو او امامانو ټولنیزه رابطه اوتماس دوولس سره ترهردولتي او حکومتي مرجع ډیره نږدې اوکلکه وه او ده اوترهرچا په وولس کې ددې ناوړه رواجونو دوجود اودښځوسره دغیرعادلانه سلوک او چلند لیدونکی او شاهدان وو او دي ،نو بناءً ددې غمیزي دورکولودپاره باید تر ټولو دمخه لمړئ دیني عالمانو خپل شرعي تکلیف په دې هکله رفع کړئ وائ او ددې ناروا او ظالمانه سلوک مخه ئې په قاطعیت سره نیولې وائ ،لاکن بدبختانه لکه هرڅه چې په افغانستان کې فرمایشي ،نمایشي او مصلحتي صورت نیولئ دئ ،نو روحانیون هم ددې قاعدې څخه مستثنا نه دي او دپښتني خویندو او میندو د ژورو ټپونو ددرملنې او دخشونت نه دخلاصون دپاره ئې دالله (ج) داحکامو دتطبیق په ځائ درواجونو سره دسازش او جوړجاړي لاره دمختلفو ملحوظاتو او انګیزو په اساس انتخاب کړي او ددې وحشت دنابودلو له پاره ئې کوم دپام وړ کارنه دئ کړئ.
داسلام مقدس دین چې دانسان جوړونې او دانسان د معنوي روزنې او پالنې له پاره ارزښتناکه دستورونه او احکام لري او دښځو سره دتبعیضي او غیرانساني رویې سخت مخالفت لري ،ددرباري اواجرتي اخوندانو اوانګریزي پیرانو او حضرتانو دبې مسؤلیتۍ،بې تفاوتۍ او جفا له کبله دمزخرفو او ورستو رواجونو او دودونو سره په مبارزه کې دکلک او محکم سنګر په توګه نه دئ کارول شوئ او یوازې دحاکمه او ظالمانه طبقاتو دستم او ظلم ددوام دپاره دیوې وسیلې په توګه ورڅخه سؤاستفاده شوې ده ،دپښتني میرمنو هغه امیدونه چې یوه انساني ژوند ته رسیدل او ددې بدبختیو څخه خلاصون وو ددیني واکدارانو له لوري په مایوسئ او ناامیدئ بدل شول .

ددې تر څنګ هغه څوک چې دروښانفکرئ او مدنیت مدعیان وو هم دپښتنو میرمنو ددې تورې ورځې په ختمولوکې دپام وړ او ضروري اقدام او حرکت نه دئ کړئ ،بلکه دخپلو تقلیدي او جعلي نسخو له کبله ئې دافغاني ښځومشقت باره ژوند نور هم تریخ کړئ او دکونډتوب ، بورتوب ،یتیم توب اوورور مړتوب غم ئې د خپلو افراطی او بې سنجشه اعمالو او افعالو په ترسره کولو سره وراضافه کړئ دئ.دیوه پوشالي ،غیروولسي اومصنوعي قدرت دلاسته راوستلو له پاره ئې خپل ټول عمر دپردیو اډیولوژیګانو او افکارو په نشرولو او خپرولو کې دخپلو خلکو سره ددښمنۍ تر پولې ضایع کړئ ،مګر دافغاني میرمنو دظالمانه چاپیریال دتغیر دپاره ئې دټولنې دعیني او ذهنی شرایطو په نظرکې نیولو سره خپله انساني او افغاني وظیفه نه ده اجراکړي ،حال داچې دروحانیونو تر څنګ په دوهم کتارکې همدا روښانفکران دي چې دټولنی دعامه اذهانو دتنویر ،پوهولو او خبریدنې مکلفیت لري ، خلکو ته دښو اوبدو دتمیزاوتوپیر قدرت اولیاقت باید ددوئ په وسیله صورت ونیسي ،چې متاءسفانه زوموږ تش په نامه روښانفکرانو کې دالیاقت او وړتیا بروز ونه کړ اوحتا پخپله دسیده او سمې لارې دپیداکولو نه عاجزدي او دپردیو نه په کاپې کولو او سازشونو ئې اکتفا کړې ده .

همدارنګه هغه خویندې او میندې چې دسواد ،علم او پوهې دزده کړې زمینه ورته مساعده شوې ده او څه ناڅه ئې سترګې غړیدلې دي هم دپښتني میرمنو دخاموشه او شدید درد او عذاب نه ځانونه پردي کړل او خپله همبستګي ئې ورسره وشلوله ،دوئ هم دهندي او غربي مبتذلو کلتورونو او موډونو دتقلید په مرض ګرفتارې شولي او ځانونونه ئې د سینګار ددکانونو په شان د مک اپ ویترینونه وګرزول .
هغه مثالي اونمونه اي رول چې دافغانستان په سنتي او وروسته پاته ټولنه کې باید دوئ ادا کړئ وائ او په خپلو کړنو او اداګانو ئې دخلکو دتحسین او تقدیر توجه جلب کړی وائ او په دوسیله ئې دخلکو ذهنونه روښانه کړي وائ ا و دښځو دزده کړې او تعلیم اهمیت ئې په خپل درانه اوباحجابه ظهور او حضور سره په ټولنه کې عملاًپیاده کړئ وائ،له بده مرغه چې زموږ دښځینه باسواده او تعلیمیافته قشرله لوري ادا نه شو او بالمقابل په خپلو غلیظو اوافراطي فیشنونوسره ئې دخلکو حساسیتونه او شکونه دښځو دتعلیم په برخه کې نورهم زیات شول .
داووځنې علتونه او عوامل چې دپښتني میرمنو ددې رقتباره ژوند په تداوم او ددوئ دژوند دنه بدلیدو په برخه کې ئې اساسي رول لوبولئ دئ .

دپښتنو میرمنو ددې فلاکت باره او غیر انساني حالت دتغیر او دهغوئ دانساني مقام داحیا کولو له پاره یوه پراخه،جدي، هراړخیزه اوبې له ځنډه مبارزه او تلاش په کاردئ .ددې غمیزي له منځه وړنه دیوه سازمان ،یوه تحریک او یوه دولت دتوان نه خارج ده ،بلکه دټولنې ټول افراد،سازمانونه ،اقشار او تشکیلات باید دخپل توان په اندازه ددې ناروا ووڅخه دافغاني میرمنو دخلاصون او نجات له پاره خپل ایماني ،انساني او اسلامي مسؤلیت ادا کړي او ددې بېعدالتۍ دورکولو له پاره جدي اقدام وکړي.

زموږ په ټولنه کې چې ټول غړي ئې داسلام دمقدس دین پیروان دي او ځانونه خپلو دیني او مذهبي اعتقاداتو ته متعهد بولي ،روحانیون او علمایې کرام دخلکو دذهنونو په روښانولو او د ښځو سره دغیر انساني چلند نه دمنع کولو دپاره ډیر مهم او برخلیکټاکونکئ رول لري او دپښتني میرمنو ددې غمجن حالت دختمولو اودیوه انساني وضعیت دراوستلو له پاره دنورو تلاشونو او کوښښونوترڅنګ ډیره مؤثره او اغیزمنه لاره ددیني عالمانو ،ملایانو ،مولویانو ،واعظانو او طالبانو له لوري ددې ناوړه دودونوپه مقابل کې تبلیغ او د نارینه وو خبرول او پوهول دي ،چې په جوماتونو ،ممبرونو،مدرسوکې دخطبو ،موعظواو بیانیو په وسیله دپښتني میرمنو دمظلومیت او معصومیت غږ پورته کړي او پښتانه دښخې دعظمت او مقام نه اګاه کړي.
دهیڅ شخص او مرجع خبره دپښتون زړه او دماغ ته دومره ژر او سیده نه شي ننو تلائ لکه دیوه دیني عالم ،نو زموږ روحانیون باید دخپل معنوي نفوذ او قدرت څخه کارواخلي او دپښتني میرمنو ددوزخي ژوند په تغیر کې خپل دیني او انساني فرض ادا کړي او پښتانه په دې معتقد کړي چې ښځه هم انسان او دخدائ مخلوق دئ او دنارینه ووسره دعقل ،احساس ،عاطفې،ترحم ،مینې ،استعداد،وړتیا،هیلې،ارمان ،خیال او هوښیارئ له مخې کوم توپیر نه لري.

ددیني علماوو ترڅنګ روښانفکران ،هنرمندان ،سیاسي ـ اجتماعي سازمانونه او ګوندونه باید ښځې چې دافغان ملت دبدن دنیمائې نه زیاتې برخه تشکیلوي واقعاُ دخپل بدن برخه وبولي اود هغه غیرانساني او فرسوده دودونو او رواجونوسره چې پښتنه میرمن ئې دانسانیت دکتارنه غورځولې او ژوند ئې ورته په دې دنیا دوزخ ګرزولئ مبارزه او مجادله دخپلو پلانونو او پروګرامونوپه اولویت کې راولي .
همدارنګه هغه خویندې چې سواد او پوهې ته لاسرسی لري باید ترهرچازیات د پښتنی میرمنو درد او رنج احساس کړي، دجهالت او ناپوهئ په بند کې اسیرې او دغیرانساني دودونو قربانیانې پښتنې میرمنې هیرې نه کړي،په بېځایه او سپکو تقلیدونوسره دخلکو کینه اونفرت دتعلیم اوزده کړې سره ونه هڅوي او خپلې کړنې او رویې داسې تنظیمې کړي چې داسلامي معتقداتو او افغاني سوچه فرهنګ سره په تضاد اوتقابل کې نه وي .دعلم او سواد ترڅنګ دحیا او لوړو اسلامي او انساني ارزښتونو په لرلوسره په ټولنه کې داسې وځلیږي چې خلک دپوهې او تعلیم اهمیت ته لیواله شي اوپه خپلو اعمالوسره خلک دې مسئلې ته متوجه کړي چې دیوې نیکمرغه،مترقي او رشیدې ټولنې جوړونه یوازې دښځو په رشد او مشارکت کې امکان لري .نیکمرغه هغه ټولنې دي چې نارینه او ښځې ئې دسیاسی،اقتصادي،اجتماعي ،فرهنګي او تربیتي ستونزو دحل کولو له پاره په ګده بې له تبعیض او تعصبه خپل جسمی او فکري استعدادونه او وړتیاوې په کاراچوي،نه هغه ټولنې چې ښځو ته دمریونواوکالیو په سترګه ګوري.
دهغه ورځې په هیله چې پښتنې میرمنې خپل انساني کرامت او مقام ته ورسیږي او دبدمرغیو توره شپه ئې دنیکمرغئ په سهار بدله شي.

مننه


دپښتنې ژوند؛ کلتورکه ظلم؟

حمید هڅــاند
02.10.2009

ښاغلی عادل عادل اوهېښ ورورجانه سلامونه مې ومنۍ!
له تاسونه مننه کوم چې په خپلوارزښتناکولیکنوموزمالیکنې ته درنښت وروباښه.
دیوې خبري یادونه غواړم وکړم اوهغه داچې مادالیکنه لمړي په ټولګړوبحثونوکې ددې لپاره خپره کړه چې هلته ویونکې زیات سرورښکاره کوي اوماویل چې هلته یې دویونکوشمېرښایې زیات وي اوورسره سم مي دښځوحقوقوپه برخه کې هم خپره کړه.
زماله اټکل سره سم هلته ورته ځوابونه ډېرورکړل شول اولیدونکې یې هم زیات ؤ.
هېښ ورورجان ته غواړم په ځآنګړي ډول ووایم چې ستاارزښتناکه لیکنه مې ډېره خوښه شوه که وشې کولای خپله دالیکنه په ټولګړوبحثونوکې زمادهمدې لیکني په ځواب کې کاپې کړې ډېره به ښه شي.
په بېساري درنښت اومنني
حمیدهڅاند/هند


Ramya
07.11.2009

Interview God

"Come in," God said to me, "so, you would like to interview Me?"

"If you have the time," I said. ([url=http://www.wotlk-powerleveling.com]wow power leveling[/url])

He smiled through His beard and said: "My time is called eternity and is enough to do everything; what questions do you have in mind to ask me?"

"None that are new to you. What's the one thing that surprises you most about mankind?"

He answered: "That they get bored of being children, are in a rush to grow up, and then long to be children again. That they lose their health to make money and then lose their money to restore their health. That by thinking anxiously about the future, they forget the present, such that they live neither for the present nor the future. That they live as if they will never die, and they die as if they never had never lived..."

His hands took mine and we were silent. After a long period, I said, "May I ask you another question?"

He replied with a smile. [url=http://www.lowxx.com]Wow gold[/url]

"As a Father, what would you ask your children to do for the new year?"

"To learn that they cannot make anyone love them. What they can do is to let themselves be loved.

To learn that it takes years to build trust, and a few seconds to destroy it.

To learn that what is most valuable is not what they have in their lives, but who they have in their lives.

To learn that it is not good to compare themselves to others. There will be others better or worse than they are.

To learn that a rich person is not one who has the most, but is one who needs the least.

To learn that they should control their attitudes, otherwise their attitudes will control them.

To learn that it only takes a few seconds to open profound wounds in persons we love, and that it takes many years to heal them. [url=http://www.power-leveling-game.com/Silk-Road-Gold/]Sro Gold[/url]

To learn to forgive by practicing forgiveness.

To learn that there are persons that love them dearly, but simply do not know how to show their feelings.

To learn that money can buy everything but happiness.

To learn that while at times they may be entitled to be upset, that does not give them the right to upset those around them.

To learn that great dreams do not require great wings, but a landing gear to achieve.

To learn that true friends are scarce, he/she who has found one has found a true treasure.

To learn that they are masters of what they keep to themselves and slaves of what they say.

To learn that they shall reap what they plant; if they plant gossip they will harvest intrigues, if they plant love they will harvest happiness. [url=http://www.gamegoldweb.com/Silkroad-Online/]Sro Gold[/url]

To learn that true happiness is not to achieve their goals but to learn to be satisfied with what they already achieved.

To learn that happiness is a decision. They decide to be happy with what they are and have, or die from envy and jealousy of what they lack.

To learn that two people can look at the same thing and see something totally different.

To learn that those who are honest with themselves without considering the consequences go far in life.

To learn that even though they may think they have nothing to give, when a friend cries with them, they find the strength to appease the pain.

To learn that by trying to hold on to love ones, they very quickly push them away; and by letting go of those they love, they will be side by side forever. [url=http://www.gamegoldweb.com/Aion-online/]Aion kina[/url]

To learn that even though the word "love" has many different meanings, it loses value when it is overstated.

To learn that they can never do something extraordinary for Me to love them; I simply do.

To learn that the shortest distance they could be from Me is the "the distance of a prayer."


حمید هڅــاند
07.11.2009

ټولوګډونوالو، لوستونکواوخور رامیاته!
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
اغلې رامیاغواړم ووایم چې که دې لیکنې په پښتوژبه ولیکې ښه به وي.
ستادتبصرې په ځواب کې:
Dear sister Ramya, your comment conveys a good message but there are some points, you would better not mentioned.
first: God said"come in" is not a true statement regarding Allah. if one see God while sleeping ,then it is OK , else no one can meet God, physically.
Second: (He smiled through his beard). it is even a sin if someone equals God with mankind and gives him the features that we have such as beard and so on
3th:As a father...............e
please , remove the sentence , as it is against the principles of Islam. what do muslim believe of Allah is very clear from Sura e Ekhlas. recite the verses of Holly Quran:
قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ ﴿١﴾
(1) Say: He is Allah, the One and Only;

اللَّهُ الصَّمَدُ ﴿٢﴾
(2) Allah, the Eternal, Absolute;

لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ ﴿٣﴾
(3) He begetteth not, nor is He begotten;

وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ ﴿٤﴾
(4) And there is none like unto Him.
په بېساري درنښت اومنني
حمیدهڅاند/هند


عبد السلام
08.11.2009

حمید(هڅاند صاحب! وروره جانه به درته نه وایم!!!!
وخت دې هسې د مسیحی طالبانو سره په اپلټو مه ضایعه کوه،
هغوي نه درته ځواب درکوي اونه هم ستا خبرې ورته معنی لري.
دا ددې فورم دچلونکو وظیفه ده چې یا خو بې معنی اوبې ګانه لیکنې ړنکې کړي او یا هم ورته ځواب ووایې.
تاسو ځان مه په عذابوئ. هغوي هسې خپله متحد الماله دنده ترسره کوي.


میوند ننګیال
09.11.2009

عبدالسلامه ۱
ته څنګه ویلی شی چی ګالبان مسیحی طالبان دی ایا کوم دلیل لری او کنه هسی دی بدی راځی


عبد السلام
09.11.2009

[quote:718ed0a5ea]
عبدالسلامه ۱
ته څنګه ویلی شی چی[color=darkblue:718ed0a5ea] ګالبان [/color:718ed0a5ea]مسیحی طالبان دی ایا کوم دلیل لری او کنه هسی دی بدی راځی[/quote:718ed0a5ea]

میوند خانه! مطلب دې څه دی؟ په خبرو دې پوه نه شوم.


حمید هڅــاند
09.11.2009

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
عبدالسلام ورورجانه؛ ته که په ځان مصرف نه راولي ، پروا نلري :lol: ، خو موږ یې هغه دچا خبره په کیسه کې نه یو؛ ورورجان ویل مو عادت ګرځېدلی دی.
د اغلې رامیا لیکنه، دناسمو تورو په کارولو سره بیا هم ښه پیغام لري. اصلا دالیکنه مې ښایسته ډېره موده مخکي په کومه پاڼه کې لېدلې وه. ددې لیکني لیکونکی غالبا عیسوی دي. د رامیا هم خوښه شوې ده، بېله دې چې وګوري ، ایا د اسلام له لارښوونو سره سر لګوي کنه، په ټول افغان کې یې خپره کړه. زه خو وایم چې پرېږده داډول کسان وپوهول شي. بې ځوابه به یې نه پرېږدو. ددې لیکني خپروونکی/ خپروونکې به غالبا مسلمان څوک وي ،نو ځکه بحث کول ورسر ه ځکه ښه دی، چې ښایې وپوهول شي. ګټې یې دوې دي:یو ددوی پوهېدل اوبل موږ ته دیوڅه کریډټ جمع کیدل ( ثواب).

عبدالسلام وروجانه ! په پای کې به درته ووایم چې ( دا زما نظردی!!).

په درنښت اومنني
حمیدهڅاند/هند


عبد السلام
10.11.2009

دروند اونازولی ورور حمید هڅانده ! وعلیکم السلام ورحمته الله وبرکاته:
ستا په شان ورنو ویاړم ،خدای دپراخه پوهې او لوړ مقام خاوند کړه .
زما انتقاد چې هرڅومره وچ دی ،یوازې لورونه مې په تا پیرزو ده نه وچوالئ!
تاچې کوم ځواب هغې مسیحۍ ته ورکړی ۱۰۰/۱۰۰ په ځای دی ، تر دې بل بهتره ځواب نشته.

ولې پام دې وي چې : په اول کې ورته متوجې نه وي چې مخاطب دې څوک دی!

او زما بله مشوره درته دا ده چې دStevphen Covey دمسیحې افکارو ترڅنکه د وزیرمحمد ګل خان لنډکۍ پښتو هم تر نظر تیره کړه بده به نوي!
او که موخوښه وي دسعدی ګلستان هم بد نه دئ.

په درناوی

نور بیا

[quote:1a9248bd20]اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
عبدالسلام ورورجانه؛ ته که په ځان مصرف نه راولي ، پروا نلري ، خو موږ یې هغه دچا خبره په کیسه کې نه یو؛ ورورجان ویل مو عادت ګرځېدلی دی.
د اغلې رامیا لیکنه، دناسمو تورو په کارولو سره بیا هم ښه پیغام لري. اصلا دالیکنه مې ښایسته ډېره موده مخکي په کومه پاڼه کې لېدلې وه. ددې لیکني لیکونکی غالبا عیسوی دي. د رامیا هم خوښه شوې ده، بېله دې چې وګوري ، ایا د اسلام له لارښوونو سره سر لګوي کنه، په ټول افغان کې یې خپره کړه. زه خو وایم چې پرېږده داډول کسان وپوهول شي. بې ځوابه به یې نه پرېږدو. ددې لیکني خپروونکی/ خپروونکې به غالبا مسلمان څوک وي ،نو ځکه بحث کول ورسر ه ځکه ښه دی، چې ښایې وپوهول شي. ګټې یې دوې دي:یو ددوی پوهېدل اوبل موږ ته دیوڅه کریډټ جمع کیدل ( ثواب).

عبدالسلام وروجانه ! په پای کې به درته ووایم چې ( دا زما نظردی!!).

په درنښت اومنني
حمیدهڅاند/هند[/quote:1a9248bd20]


حمید هڅــاند
11.11.2009

یوځل بیا دې په سلامونو لمانځم!
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
عبدالسلام وروره؛ الله پاک دې په دې او راتلونکې نړۍ، داړو کې سرلوړی لره.
که رښتیا درته ووایم نو، ستا تبصرې باور وکړه ، ډېر خوښ کړم. هیڅوک نشي پوره کېدای، یو له بل څخه به مشورې او لارښوونې اخلو. دلوروېنې توري دې هغه دچا خبره بیخې واخیستم. زه هیڅکله په نیوکه نه خپه کېږم، بلکه هیله لرم، زما په تبصرو او لیکنو کې چې هر ډول تېروتنه وي، په سمون کې یې راسره مرسته کوئ.
هیله مې داده چې زما مخکېنۍ تبصرې به انشاالله زړه نه وي در وهلی. په مخکینۍ تبصره کې مې دشوخۍ له مخي یو څو جملې درته لیکلې وې.

په درنښت اومنني
حمیدهڅاند/هند


imovie converter

simongbo
27.09.2010

imovie converter

We love movies, and we love enjoying video movie on the iMovie. Frequently, we are met with troubles when we [url=http://www.applemacvideo.com/articles/how-to-make-a-home-movie-using-imovie.html]import video to imovie[/url] or editing thrm after our enjoyment. You maybe trying to add movies to your website, publish them on YouTube, create versions for iPod, iPhone, and Apple TV, or play on iTunes, QuickTime. Hopefully you can make it. But, to the disappointment, most of the triers may alreday have failed. The biggest problem is that the formats for imovie are quite limited. If you want to [url=http://www.applemacvideo.com/articles/how-to-make-a-home-movie-using-imovie.html]import video to imovie[/url] from flv, mov, wmv etc. you will need a [url=http://www.applemacvideo.com/articles/how-to-make-a-home-movie-using-imovie.html]imovie converter[/url]. [url=http://www.applemacvideo.com/articles/how-to-make-a-home-movie-using-imovie.html]imovie video converter[/url] can convert all the popular video formats into imovie. Also you can create video clips on Mac or merge videos into one file to [url=http://www.applemacvideo.com/articles/how-to-make-a-home-movie-using-imovie.html]convert video to imovie[/url] supported MP4 video. The [url=http://www.applemacvideo.com/articles/how-to-make-a-home-movie-using-imovie.html]mac video converter[/url] can also split audio file to Mp3, AAC, AIFF, etc. Here is most common way to [url=http://www.applemacvideo.com/articles/how-to-make-a-home-movie-using-imovie.html]import video to imovie[/url] with [url=http://www.applemacvideo.com/articles/how-to-make-a-home-movie-using-imovie.html]imovie converter[/url]. Free download the [url=http://www.applemacvideo.com/articles/how-to-make-a-home-movie-using-imovie.html]imovie converter[/url], just [url=http://www.applemacvideo.com/articles/how-to-make-a-home-movie-using-imovie.html]import video to imovie[/url] converter, select the formats you like, start and the [url=http://www.applemacvideo.com/articles/how-to-make-a-home-movie-using-imovie.html]imovie converter[/url] will satisfy all your needs.

[url=http://www.applemacvideo.com/imovie/convert-avi-to-imovie-mac.html]avi to imovie[/url]
[url=http://www.applemacvideo.com/howtoconvert/avi-to-appletv-mac.html]avi to apple tv[/url]
[url=http://www.applemacvideo.com/mpegmac/convert-mpg-to-avi-mac.html]mpg to avi mac[/url]
[url=http://www.applemacvideo.com/howtoconvert/avi-to-itunes-converter-mac.html]avi to itunes[/url]
[url=http://www.applemacvideo.com/mpegmac/convert-avi-to-mp4-mac.html]mac avi to mp4[/url]
[url=http://www.applemacvideo.com/howtoconvert/movmac/avi-to-mov-mac.html]avi to quicktime converter[/url]
[url=http://www.applemacvideo.com/howtoconvert/avi-converter-for-mac.html]mac avi converter[/url]
[url=http://www.applemacvideo.com/articles/how-to-make-a-home-movie-using-imovie.html]imovie converter[/url]
[url=http://www.applemacvideo.com/howtoconvert/vob-converter-for-mac.html]vob to avi mac[/url]


عادل عادل
29.09.2010

سلامونه

[quote:aceed2d48d]simongbo[/quote:aceed2d48d]

خدای خبر سړئ یې که ماشین

دلته یو داسې کانورټر وړاندې کړه چې د پښتني کلتور تر نامه لاندې د ښځو په وړاندې ظلم او خشونت په عاطفه او عدل سره واړوي.


ډاکتر وطنمل
29.09.2010

ګرانو همکارانو السلام عليکم و رحمة الله و برکاته !
پورتنۍ سکالو د ليکوال له خوا د ګټورو ملي بحثونو په فوروم کې وړاندې شوې او يوڅه څيړل شوې ده، چې دلته په يو کليک سره خيز وروهلی شئ :
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=4929

نو که نور خپلې ليکنې هملته وغځوئ بده به نه وي .

په همدې موخه به دغه سکالو وتړو . په مينه مينه او درناوي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more