د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

په پښتو کښې د مختلفو ژبو متلونه

عارف افغان
20.08.2004

1. د خوړلو له پاره ژوند مه کوه،وخوره چې ژوند وکړې. ( امريکايي متل )
2. لږ خوړل خوندور او ډير خوړل بې خونده وي. ( چيني متل )
3. روغتيا نعمت دی ( دري متل )
4. د روغتيا خاوند هيلې لري ، د هيلو خاوند هرڅه لري. ( عربي متل )
5. هر ورځ يوه مڼه خوره، ډاکټر ته به دې اړتيا نه وي ( انګريزي متل )
6. چې ډير خورې ، لږ خوړلو ته به اړشې . ( اسپانوي متل )
7. ړانده ته شپه او ورځ يوه ده . ( پښتو متل )
8. چې پوهيږي هغه ځوريږي . ( پښتو متل )
9. هغه چې هيله له لاسه ورکوي ، ډير څه بايلي . ( اسپانوي متل )
10. تر وروستۍ سلګۍ پورې هيله من اوسه . ( انګريزي متل )
11. هيله نيمه سوکالي ده ( تورکي متل )
12. په خټو کې لوېدل ننګ نه دی ، ننګ دادی چې په کې پاتې شي . ( الماني متل )
13. هغه څوک چې وخت ته انتظار باسي ، له لاسه به يې ورکړي.(ايټاليايی متل)
14. ډير کلک باد هم د څاه اوبه ښورولی نه شي . ( جاپاني متل )
15. چې پښې لري او ګدايي کوي ، پښې يې تېری دي . ( عربي متل )
16. د بيکارۍ نه بېګار ښه دی . ( پښتو متل )
17. کار د ژوندانه مالګه ده . ( دري متل )
18. ناپوه د هر چا په کار کې ګوتې وهي . ( الماني متل )
19. کار اسان دی ، پيل يې ګران . ( پښتو متل )
20. چې د ملا تير يې کلک وي ، لويه دنده به ونه مومي . ( روسي متل )
21. اس خپلې وربشې خپله ډيروي . ( پښتو متل )
22. نر ميړه په کار ښه ښکاريږي . ( پښتو متل )
23. بې کاري لنګيږي ، خواري زيږوي . ( پښتو متل )
24. چې خولې وچې شي د کار ستړيا هېرېږي . (بيلژيکي متل )
25. هغه کار کۍ چې تل يوې کوي ، ډيره ځلېږي . ( يوناني متل )
26. چي څلوېښت ورځې له نورو سره ژوند وکړې يا به د هغوی غوندې شې ،يا به يې خوشې کړې . ( عربي متل )
27. په ځنګله کې يې وزېږوه ، په ښار کې يې لوی کړه . ( پښتو متل )
28. که د يوه چا په خوي بوي نه پوهيږې ، دوستانو ته يې وګوره . ( جاپاني متل )
29. هر څوک د خپلې سپيڅلتيا ساتونکی دی . ( هندي متل )
30. وچ هډوکی د شپېللو نه دی . ( البانی متل )
31. غل چې په غلا لاس بری نه شي ، ځان ته رېښتين وايي . ( مراکشي متل )
32. چې څه دې ورکړل چوپ اوسه ، چې وادې خيستل غږېږه . ( اسپانيايي متل )
33. ټول ښه دي ، خو دهر کار له پاره نه . ( اسپانيايي متل )
34. نيمګړتيا لټوونکي له نيمګړتيا وو سره مخامخېږي ، ځکه چې لټوي يې . ( سکاتلنډي متل )
35. مچۍ چيچي ، خو خپله هم مري . ( انګليسي متل )
36. درون وږی ځمکې ته ډير را کوږوي . ( ايرلنډي متل )
37. که له لېوه کره مېلمه ياست ، خپل سپی هم بوځۍ . ( روسي متل )
38. ژېړ سپی د سور لنډي ورور دی . ( دري متل )
39. پيشو که ړنده هم وي ، موږک نه پرېږدي . ( عربي متل )
40. د موږک د ډارولو له پاره کورته اور مه اچوه . ( پرانسي متل )
41. لېوه به پوستکی واړوي ، خو فکر نه اړوي . ( يوګوسلاوي متل )
42. پاک لمني او بې وزلي نه جوړه کېږي . ( يوناني متل )
43. ښه ملګري لويه شتمني ده . ( دري متل )
44. د خولې او زړه وينا چې يوه شي ، يارانه ترې جوړېږي . ( پښتو متل )
45. په يارانه کې بنګړي ماتېږي . ( پښتو متل )
46. په دوزخ کې هم ملګري موندل کېدای شي . ( اسپانيايي متل )
47. که دوست نه شي موندلي ، دښمني هم مه کوه . ( يوناني متل )
48. تر ناپوه ملګري ، بله بده بلا نه شته . ( پرانسي متل )
49. ازمېيلی مه ازمېيه . ( پښتو متل )
50. غوړه مال، يا ناپوه دی چې غواړي سپک مې کړي او يا چالا که دی چې غواړي ومې غولوي . ( چيني متل )
51. ډير خلک د يوه هډوکي له پاره له ځانه سپي جوړوي . ( سويډي متل )
52. غوره مال سړی يو پټ دښمن دی . ( مجاري متل )
53. پر خوله دي شين پسرلی ، پر زړه دې کړنګ ژمی ، ( پښتو متل )
54. غوړه مال پټ دښمن دی . ( هنګري متل )
55. د غوړه مال خبره په زهرو لړلي شات دي . (لاتيني متل )
56. وينا د پيسو غوندې لګوه . ( الماني متل )
57. که په جيب کې پيسې نه لرې ، په خوله کې شات ولره . ( يوناني متل )
58. بربنډ له لارې اوړي ، وږي نه . ( پښتو متل )
59. چاړه چې د سرو شي ، څوک يې پر ګېډه نه منډي . ( پښتو متل )
60. هيندو پېسې ګټي پښتون کيسې . ( پښتو متل )
61. اړ سترګې نه لري . ( پښتو متل )
62. پردی سپی په ډوډۍ خپل دی . ( پښتو متل )
63. لوږه د پاک لمنۍ تر ټولو بد ساتونکی دی . ( ايټاليايي متل )
64. که په ځنګله کې دې هم کور وي، بې ځايه لرګي مه سيزه . ( چيني متل )
65. سره زر انساني مقناطيس دی . ( فرانسوي متل )
66. تشه لاسه ته مې دښمن يې . ( پښتو متل )
67. چې يو يې خوري نور ورته ګوري ، د اسمان کاڼي دې پرې ووري. ( پښتو متل )
68. پيسې د لاس خيری دی . ( پښتو متل )
69. وږې ګېډه زړه سوی نه لري . ( دري متل )
70. که غواړي وپوهېږې چې هيواد څومره ګران دی ، څه موده بهر لاړشه . ( رومي متل )
71. مينه تر قانون اوچته ده . ( چيني متل )
72. د دروغو ډيوه رڼا نه لري . ( دري متل )
73. چي باران ودرېد، سيند به روڼ شي . ( ترکي متل )
74. که محکمې ته دې خپله غوښتنه وړاندې کړه ، پيشو به دې وګټې ، خو غوا به بايلې . ( چيني متل )
75. د سيند اوبه چې ټيټې شي ، تيږي يې راښکاره کېږي . ( انګرېزي متل )
76. بډې چې پر وره راننوځي ، نيا وله کړکۍ تښتي . ( ترکي متل )
77. روښتيا او سور ګل دواړه اغزن دي . ( اسپانيايي متل )
78. غو ا به توره وي ، خو پۍ يې سپينې دي . ( روسي متل )
79. په واوره کې د پښو پل نه پټېږي . ( جاپاني متل )
80. اوښ پر بډه نه وهل کېږي . ( پښتو متل )
81. که شپه تياره ده خو مڼي په شمار دي . ( پښتو متل )
82. لمر په دو ګوتو نه پټيږي . ( پښتو متل )
83. ښېګڼه غوره سياست دی . ( انګريزي متل )
84. په لوڅ لاس مارمه نيسه . ( يوګوسلاوي متل )
85. که خپلو نيګړتيا وو ته مو پام وي، د نورو به رانه هېرې شي . ( عربي متل )
86. د لاس ګنډه په غاښو مه نيسه . ( پښتو متل )
87. پر اوبوکرښه نه راکښل کېږي . ( دري متل )
88. چي کومه پېښه منځته رانه شي لېونی هم واکمني کولای شي .(الماني متل )
89. بوډاګان د مڼې رنګ او زلميان يې خوند ستايي . (يوناني متل )
90. زلمی د ځوانۍ په نېشه مست وي ، د چا نه اوري . ( پښتو متل )
91. که ځوانانو پوهه او زړو ځواک لرلای ، هر څه به سم وو . ( ايټاليايي متل )
92. دبې زرو ملګري ته زړورتيا نا شونې ده . ( الماني متل )
93. د يوه درناوي او دبل سپکاوي د مېړانې نښه نه ده . ( اسپانيايي متل )
94. زړور يوه ورځ مري ، بې زړه هر ورځ . ( پښتو متل )
95. زمری چې مړ شي ، ګيډړ يې هم لکۍ راکاږي . ( اسپانيايي متل )
96. د باز له ځالې باز الوزي . ( پښتو متل )
97. ټولې جګړې درې سر چينې لري : پيسه ، ښځه ، ځمکه . ( هندي متل )
98. کږه خوله په سوک سمېږي . ( پښتو متل )
99. په جګړه کې يو ګام د سلو کلو لار ده. ( پښتو متل )
100. بدمرغي د سوکالۍ تر څنګ ولاړه ده . (يوګوسلاوي متل )
101. بدمرغي له هغي کړکۍ نه راننوځي چې پرانيستې موپرېښې ده.(چکي متل )
102. انسان ترکاڼي کلک تر ګل نازک دی . ( پښتو متل )
103. خوندونه سرسري او دردونه ژور وي . ( چيني متل )
104. يوه بدمرغي بله زېږوي . ( ډنمارکي متل )
105. په هر ه بدمرغۍ کې يوه ښيګڼه هم شته . ( پرانسي متل )
106. اسمان لرې ، ځمکه سخته . ( پښتو متل )
107. او بو اخيستی ځګ ته لاس اچوي . ( پښتو متل )
108. اوبه چې تر سر تېرې شي څه يوه نېزه څه سل . ( پښتو متل )
109. خوږ خټکی د موږک خوراک شي . ( دري متل )
110. د پيمخې ساقي شراب خواږه وي .( روسي متل )
111. چې لمر ځلېږي ، سپوږمۍ ته اړتيا نه شته . ( روسي متل )
112. ښکلا د مينې مور ده . ( انګريزي متل )
113. ښکلا د ليدنکي په سترګو کې ده . (انګريزي متل )
114. خره ته يي ګل وينو ، هغه وخوړ. ( پښتو متل )
115. ښکلی د خدای هم خوښ دی. (پښتو متل )
116. نړۍ له خپل مين نه تښتي . ( ايټاليايي متل )
117. په يوه مينه کې په زرګونو بدمرغۍ شته. ( عربي متل )
118. په مينه او جګړه کې هر څه پېښېږي . ( اروپايي متل )
119. چې مور يې درخانۍ وي ، لور به يې ښاپيرۍ وي . ( پښتو متل )
120. چي سل خويه يې نوروي ، يو به يې د مور وي . ( پښتو متل )
121. چي مور ميره شي ، پلار پلندر شي . ( پښتو متل )
122. ارمان به کړې هلکه ، بيا به نه مومې ادکه . ( پښتو متل)
123. خندا په روغ زړه کيږي . ( پښتو متل )
124. انسان ټول ژوند زده کړه کوي ، خو بيا هم نا پوه مري . ( يوګوسلاوي متل )
125. وروستي غړي چي د ښځې په وجود کې مري ، هغه ژبه ده . ( هندي متل )
126. چوپيتا نه تېروځي . ( هندي متل )
127. مرګ ته زوړ و ځوان يو دی . ( پښتو متل )
128. مرګ په ماړه نس ښه دی . ( پښتو متل )
129. هنر ځواک دي . ( انګريزي متل )

Amenullah darez
امين الله دريځ


متلونه

(( ښه ))
22.08.2004

دريځ صاحيب ډيره مننه ، خدای دي ستا پر لاس نور برکت کښيږدي او حوصله دي زياته اوسه . ډير ګټور کار دي کړی چي د بيلا بيلو هيوادونو متلونه دي را يوځای کړيدي . يوځل بيا منه ډير په زړه پوري دي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more