د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

آ

larghonay laraway
05.09.2009

د پښتو ګرامر برخې خوږو دوستانو ته سلامونه!
له ډېره وخته راسره په پښتو ژبه كې د (مد) په اړه پوښتنه وه خو دا خبره استاد محمداصف صميم او ځينو نورو راپه ګوته كړه چې په پښتو ژبه كې مد نشته. يوازې د آر په كليمه كې دى چې هغه هم ځينې خلك اوس يوازې په (ار) ليكي. خو په نورو پښتو ويونو كې د (الف) لپاره مد نشته ولې ځينې پښتانه ليكوال حتى په انګريزي او فرانسوي ويونو كې هم مد كاروي لكه (ارشيف) چې آره بڼه يې (Archives) دى خو لكه چې فرانسويان يې ارشيف بولي. ولې په پښتو كې يې (آرشيف) ليكي او د عربي مد يې پرې ورزيات كړى دى په داسې حال كې چې په آره بڼه كې يوازې په يو
(a)ليكل كېږي.
همدا راز (آژانس) چې په انګريزۍ كې (agency)ده او په يو A ليكل كېږي خو پښتانه ليكوال پرې مد ورزياتوي. پخوا به اس هم (آس) ليكل كېدو چې پاكستانيان يې اوس هم ماشومانو ته (الف مد آس) ښيي.
په عربي كې هم مد خپل قوانين او خپل حروف لري چې مخكې ترې راشي نو په الف مد ليكي.
په دې اړه كه له موضوع سره سم معلومات راكړئ ښه به وي.


Ghairat
07.09.2009

داسې بریښي چې آ رښتیا په پښتوکې نه وي او له نورو ژبو لکه دري لوعربي څخه پښتوته ور دننه شوی وي لکه آس، آرشیف اونور ۰
ددې پېښې دوه اړسټه (علتونه) شته :

۱ــ له پخوا راهیسې خبرونه لومړی دري ته اوبیا له دري څخه پښتوته ژباړل کېدل اودغسې اخځتوګې یې خپلې کړې دي!
۲ ــ هغه الف لرونکي ویوني چې یو سلیبل لري،دوزن د پورهکولو له پاره یې الف لکه آ اوږودتلفظ کیږي بې له دې چې مد پرې ليکل شوی وي لکه ښار، لار، کار .
که په همدغه تناسب الف ددغسې ویوني په اول سر کې راشي بیا  آ لیکل کیږي لکه [color=red:290c188a5a]آر[/color:290c188a5a]چې یواځینی مثال دی!

هو ، پکتیاواله لهجه بیا دوزن پروا نه ساتي او ښار ته ښَــر اوکار ته کــَر وايي .
په مينه 


larghonay laraway
08.09.2009

غيرت صيب كور مو ودان ايله چې پر موضوع مو بحث كړى. زما د پښتو نه بلكې د انګريزي يا فرانسوي ويونو په اړه هم پوښتنه وه لكه (ارشيف او اژانس) دا په انګريزي كې په يوازې يو(A) ليكل كېږي خو پښتنو او پاړسيوانو په كې مد ورزيات كړى دى چې دايې له كومه ورزيات كړى.


Ghairat
09.09.2009

[quote:5d813a44fc="larghonay laraway"]
غيرت صيب كور مو ودان ايله چې پر موضوع مو بحث كړى. زما د پښتو نه بلكې د انګريزي يا فرانسوي ويونو په اړه هم پوښتنه وه
لكه (ارشيف او اژانس) دا په انګريزي كې په يوازې يو(A) ليكل كېږي خو پښتنو او پاړسيوانو په كې مد ورزيات كړى دى چې دايې له كومه ورزيات كړى.[/quote:5d813a44fc]
لاروی صیب دايې د خپلې پستې مستې خولګۍ نه پرې ور زیات کړی، أروپايي ژبې هم دومره پستې نه دي لکه دري
چې زمونږ ددري ژبو خولې پرې بی تکلیفه وخوځیږي، ته باور وکړه چې پښتانه دخپلې ترینګلې پښتو له برکته د هرې اروپايي ژبې
تلفظ په اسانۍ سره کوي،خو دري ژبي ورونه مو په کې دلته اوهلته یوه فتحه یا کسره له ځانه ورزیاتوي ، څو يې ځان ته اسانه کړي،
وګورئ :
دوي Prinzip ته pr[color=red:5d813a44fc]a[/color:5d813a44fc]nzip ، امپریاليزم ته  چې د الف او پ په زېر  تلفظ کيږي  دالف او پ په فتحه
ا َ مپَریالیزم وايي،

مرستون  Mrastoon ته M[color=red:5d813a44fc]a[/color:5d813a44fc]rastoon او
Nangrahar ته Ning[color=blue:5d813a44fc]a[/color:5d813a44fc]rhar وايي،
نوداټول پېچونه او کږلېچونه چې له هره ځایه نرمیږي ،آژانس او أرشيف هم له هغه ځایه اوږدیږي او ترې مستثنی نه دی!
آژانس اوآرشیف پوره دوه سلیبله دي، صاف اوغځېدلی تلفظ کپږي ،خو له مد پرته يوه سلیبل ته رانږدې کيږي او را لنډیږي،
چې تلفظ یې هم ترينګلی کیږي، اودوی خو نام خدی له سیاسي پرته چې سوله ییزه ده ، نوریې دهرې ترينګلتيا سره ورانه ده،
په تیره بیاپه تلفظونوکې !


larghonay laraway
12.09.2009

غيرت صيب سلامونه!
وروره دا يوه خبره به درسره څوك ونه مني چې د (ارشيف او اژانس) اصلي ويونكي دا توري ترينگلي تلفظ كوي ځكه چې په يو A يې ليكي. كه بې ځايه مدونه او اوږدونې ښكلا وي نو د چين بين المللي راډيو پښتو خپرونې ډېرې هنري او بې ترينگلتيا دي ځكه هغوى داسې تلفظ كوي ( دا چين باين الملالي راډيو....)


Ghairat
13.09.2009

بس لاروی صیب خبره اوره اومنه یې مه، پخپله دې هم ثابته کړه چې څنګه چې د چینایانو ژبنی کلتور تر مونږ اوږود او په تلفظ کې چټکې چینايي ژبې یې خولې زمونږتر هغو ډیرې پستې کړې دي، نو د بین المللي ویونی هم ورته ترینګلی تمامیږي او په اوږدولو یې ځان ته آسانوي ،نو ځکه خويې په [color=blue:80e91aa6f6]باین المېلالي [/color:80e91aa6f6]اړوي .
هو، به دېسره به د چین رادیو پښتو نړیواله خپرونه ونه رښتیا هم بی ترینګلتیا وي،خوله دې کبله يې هنري نونشو بللی!

[color=red:80e91aa6f6]په پستې خولې څوک دکاڼونینې نه خوري
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ دا دغره پښتون نینې چیچي د کاڼو[/color:80e91aa6f6]!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more