د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

ايا ومړ او مړېدل سم دي ؟؟؟؟

Ghairat
30.08.2009

ايا ومړ  او مړېدل  سم دي ؟؟؟؟ 
[color=blue:52fb053b85]مړېدل د (م)په سکون سره مصدر نه ، بلکې مړکېدل مصدر دی او مړشو ، مړکيږي او مړ به شي یې مشتقات دي ٠[/color:52fb053b85]
تاسو پرې څه اندځل لرئ ؟

 


Re: ايا ومړ او مړېدل سم دي ؟؟؟؟

pattang
30.08.2009

وروره زه خو داسې پو هېږم .
مړېدل : خېټه ډکول او مړکېدل دا مانا چې خېټه به ابدي خالي او بې حرکته وي٠
مړېدل،مړښت ، مړ ، مرګ ,.....
[quote:a0964a6823="Ghairat"]ايا ومړ  او مړېدل  سم دي ؟؟؟؟ 
مړېدل مصدر نه ، بلکې مړکېدل  مصدر  دی  او  مړشو ، مړکيږي  او مړ به شي  یې ممشتقات دي ٠
تاسو پرې څه اندځل لرئ ؟

 [/quote:a0964a6823]


عادل عادل
31.08.2009

سلامونه

زما په نظر:

1-مرل = مړ کیدل

کوم یو به مصدر وي؟

2-مړښت = مړیدل

کوم یو به مصدر وي؟


pattang
31.08.2009

عادل صيب سلا مونه !
زما مسلک ادبيات هم ندي خو د مکتب له دورې څخه ډېر کم په ياد راځي :
مرل به مصدر وي : زه مرم ، ته مرې ، هغه مري ....
مړ کيدل به يو خاص حالت ته وايې .
- مړښت نوم دی (اسم صفت ?) لکه مرګ اومړيدل به مصدر وي
زه مو ړيم ، ته موړ يې ، هغه موړ دی .....

خدای پاک دوکړي چې نور وروڼه رڼا پرې واچوي .

[quote:3fc55aff80="عادل عادل"]سلامونه

زما په نظر:

1-مرل = مړ کیدل

کوم یو به مصدر وي؟

2-مړښت = مړیدل

کوم یو به مصدر وي؟[/quote:3fc55aff80]


..Ahmadzai
01.09.2009

السلام علیکم

پتنګ صاحب او ټول وروڼه خدای مو روغ لره.

[quote:afdc0400bf]زه مو ړيم ، ته موړ يې ، هغه موړ دی ..... [/quote:afdc0400bf]
ګوره ټول به ماړه نه وي، څه به مړه هم وي، البته له لوږې.

په درنښت


Ghairat
02.09.2009

درنوورونو ماشأالله سکالومو ډيره روښانه کړه، وايي :
زه له لوږې نه م[color=red:6e50df2e33]ړ[/color:6e50df2e33]م ، بلکې مرم ،خو په ډوډۍ مړیږم !
د [color=red:6e50df2e33]م [/color:6e50df2e33] په فتحه مړېدل  او  د م په سکون مړېدل  دوه بيلې خبرې دي ، لومړی يې شته او دويم يې نشته ٠
 دمړینې مصدر همدغه مرل دی، په ځینومشتقاتوکې یې [color=yellow:6e50df2e33] ر[/color:6e50df2e33] په[color=red:6e50df2e33] ړ [/color:6e50df2e33] اوړي او کیدل ورسره مل کیږي، لکه مړ شو، مړکیږي،مړ به شي،
ولې هیڅکله مصدر مرل د مړل یا مړېدل شکل نه اخلي اونه ترې بیا [color=yellow:6e50df2e33]ومړ[/color:6e50df2e33] مشتق کیدای شي !
نو[color=blue:6e50df2e33]ومړ [/color:6e50df2e33] هم لکه [color=yellow:6e50df2e33]ول [/color:6e50df2e33] صرف یوه  ښکاره ،مشهوده سیمه ییزه غلطي ده چې باید له تعمیم څخه یې ډډه وشي!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more