د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

دنعناع اودهغه دتیلوداستعمالولوګټی

afzali wardak
01.09.2009

دنعناع تازه اووچې پاڼې په اشپزخانه اوطبابت كې استعماليږي . وچې شوې پاڼې دتازه پاڼو په شان يوډول خوند او بوى لري دتازه پاڼوپه شان په سلاته ،مستو،غوښه،كباب،سابو اوچاي كې استعماليږي .په هغه موسم كې چې نعناع زيات پيداكيږي تاسو كولاي شي چې دنعناع پاڼې راټولې ښې يې ومنځي اوپه سيوره لرونكې ځاي كې وچې كړى كله چې پاڼې وچې شي تاسو په اسانۍ سره پوډر ترې جوړولاي شي او دا پوډر په شيشه يي بوتلونوكې وساتي ترځو په ژمي كي هم استفاده وكړۍ
هغه متنول Menthol چې په Peppermint كې موجود دي دهاضمې سيستم دخرابوالي دښه كيدو لپاره ښه درمل دي . او هم دتريخي توليدات هځوي او دهاضمې دسيستم يوه ډېره مهمه مايع لري.
يوه ګرمه پياله چاي چې له نعناع ځخه جوړشوي وي وروسته له ډېرې سختې غذا خوړلوځخه كه وځښل شي نو دمعدې سره دهغې په هضم كې كومك كوي.
كه يو موټى نعناع په جوش اوبوكې د۱۰ دقيقو لپاره واچول شي ډېر ښه دنعناع چاي ورنه جوړيږي.
دنعناع دتيلو استعمال:
دنعناع تيل عموماً په طبابت،اشپزۍ او همدا ډول دسنګار په دواګانوكې استعماليږي .
نعناع دمعدې دهضميت په زياتولوكې هم ډېررول لربوي.
هغه منتول Menthol چې په نعناع كې دي دريزش دعلايمو په كميدوكې كومك كوي په بعضي مواردو كې نعناع دسردردى اوتبې په كمولوكې هم مرسته كوي.ددې مهمو تيلو ارزښت په دې ورستيوكلونوكې ورځ په ورځ زياتيږي .
ددې مهموتيلو يو ابتدايي استعمال هم دخوشبويي په واسطه تداوي كې پكارځي،يعنې هغه تداوي چې دماغ او نور بدن دبوټوخوشبويي په وسيله تداوي كيږي.
دpeppermint او دSpearmint مهم تيل دنفس تنګي Asthma تبې،سردردي Sinusitis اوګنګسيت Vertigo دتداوي لپاره استعماليږي . دنعناع دا مهم تيل همدا ډول دمساج په تيلوكې،ژاولو،دغاښونو دمنځلو په خميرو(كريم) كې ،دخولي مينځلو په محلولونوكې اوپه شامپوګانو كې استعماليږي .
همدا ډول په شيريني بابو كې كيك اوكلچو كې ،جيلي ګانو كې،داتاقونو په سپرې كې هم استعماليږي .
همدا رنګه دا دنورو بوي لرونكوبوټوسره هم يوځاي كيږي لكه Levender اويا Bergamot نعناع دانسان ددماغي اواجسماني حالت ته ښه والى وركوي..
دنعناع اوبه (عرق):
دنړۍ په ډېرو هيوادونوكې له نعناع نه اوبه (عرق) ايستل كيږي چې دمعدي اونورو تكليفونو دلمنځه وړلولپاره استعماليږي چې دا كار زمونږ په هيواد هم شروع شوي . دنعناع اوبه ډېرې فايدې لري .
هاضمه سموي دغذا په هضم كې مرسته كوي.
اشتها سموي
دمعدې ګاز ختموي
دترخي توليدات هځوي
سرګرځيدل اوقى لمنځه وړي
اعصاب اراموي .

محلي بوټي پيژندونكې (يوناني طبيبان):
دنعناع دپاڼوځخه جوړه شوې خميره عموماٌ دجلدي مرض ايګزيما ازحلقوي چينچيو دتداوي لپاره استعماليږي. همدا ډول دهغو مريضانولپاره چې سردردي لري هم تجويزيږي .
نعناع دخولې دتازه كولو او يخولولپاره دډېرې پخوا زمانې ځخه دنړۍ په بعضو نقطو او برخوكې استعماليده.
همدا ډول كه دنعناع پاڼې په اوبو كې جوش شي اوبيا وروسته په خوله باندې غرغړه شي نو دخولې بدبديي لمنځه وړي او همدارنګه دستوني دتانسلي امراضولپاره هم ډېر مؤثره اوګټوره دي.
نعناع او دكورني جوړشوي سنګارونه:
فيشني اړخ: يوه كاچوغه تازه نعناع يوه پياله دعنبرومحلول witch hazel په يوه مرتبان كې ښه ټنګ بند كړي اوپه سړه او وچه هوا كې د يوې هفتې لپاره وساتۍ په دې جريان كې مرتبان هره ورځ وخوځوى اوبيا يې داستعمال لپاره په يوه بوتل كې خالي كړي چې البته دغوړين او نور مال پوستكې لپاره فايده لري.
دحشراتوځخه ځان ساتل:
يوه اندازه نعناع دململ په ټوكر كې وتړۍ او ديوبند په ذريعه يې خپلې غاړې كې زوړند كړي نو دحشراتو له صدمې نه به بچ شۍ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more