د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

د سايټ له محترمو چلونکو نه غوښتنه !

باتور
29.08.2009

د سلامونو او احترامونو تر څنګ !

د سايټ له محترمو چلونکو نه په احترامانه توګه يوه غوښتنه لرم، هغه داچي ښاغلي ajaza خان ته د طب، روغتيا او خوراکي موادو د څانګي عهده په رسمي توګه ور وسپارئ . . . د چلونکيو د نومونو په برخه کي د دده نوم هم د ښاغلي وطنمل د نوم تر څنګ وليکئ !

ښاغلي ajaza له کلونو راهيسې د ټول افغان د طب او روغتيا برخه په خپلو ليکنو نه يواځي ژوندۍ بلکه د ليدلو، ويلو او استفادې وړ ساتلي ده !

په درنښت


صديق اکرمان
30.08.2009

ښاغلې باتور صاحب!
ته باور وکړه دا خبره له ډيره وخته زما په زړه کښي وه چي د صحت او روغتيا د برخي په چلوونکو کښي دي د ښاغلې ajaza صاحب نوم هم وليکل شي.ځکه ښاغلي ajaza صاحب د صحت او روغتيا په برخه کښي په سلګونو ليکنې کړې دي.يو وار خو مي ښاغلي کامه وال صاحب ته شخصي پيغام هم وليږې.ما دوه مشوره ورته وليکلي اوله دا چي د صحت او روغتيا په برخه کښي دي د ajaza نوم وليکل شي.دوهم دا چي په ټولګړې بحثونو کښي دي د چلوونکو له نوم سره د ښاغلې پتنګ صاحب نوم وليکل شي ځکه هغه هلته له دوو زرو هم زياتې ليکنې کړي دي.الله سبحانه وتعالى دي وهاج ساپى،پتنګ صاحب،ajaza او نور ياران ژوندي لري.چي د ټول افغان حجره يي ګرمه ساتلې.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more