د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د هيواد خپلواکي 85 يمه کاليزه

(( ښه ))
17.08.2004

ټولو هيواد والو ته د زړه له کومي د هيواد دخپلواکۍد 85 يمي کاليزي د رارسيدو په وياړ مبارکي وايم . هيله مي دا ده چي يوځل بيا زموږ ګران هيواد د خپلواکۍ او بشپړي سولي څښتن او د نړۍ د نورو هيوادونو سره سيال شي .
د خپلواکۍ د لاري د شهيدانو سپيڅلي روح ته دعا شجاعت او ميړاني ته يې د پښتونولۍ په دود سر ټيټوم.


کور دودا ن او غله د ي ډيره

لونګين
17.08.2004

کور دې ودا ن او غله د ې ډيره عتيق خانه!
وروره ازادي ازادي نشته او افغانستان کوم وخت ازاد وو٠؟؟
ستاازادي غوښتونکی ورور لونګين


Azad Nazer
18.08.2004

ګرانوهيوادوالو !

دسلامونو اودرنښت نه وروسته تاسومېړنو او کړېدلوخوېندواوورونو ته دهغې تاريخي ورځې په وياړ له فخره ډکې مبارکيانې وړاندی کووم چې دافغان اتل لارښود غازي امان الله خان دافغان اولس په وړاندې دبرتانيې استعمار په ګونډو کړ ٠ ددې سره سره چې افغانستان دخپل کورني اوبهرني سياست خپلواکي ترلاسه کړېوه خو انګريزي استعمار لاس ترځنې لاندې نه ووناست او په پټه يې دافغانستان په کورنيو چارو کې ګوتې وهلې ٠ افغانان دغسې عمل ددوښمن کمزوري ګڼي اوپياوړېتوب هغه ته وايي چې درېځله يې په ميدان کی په ثبوت ورساوه ٠ له دغې ورځې نه وروسته انګريزي استعمار ونه شوکولای چې دافغان مېړني اولس سره مخ په مخ ډغره ووهي ٠
دامير شيرعلي خان نه وروسته امان الله خان د افغانستان هغه ستر شخصيت اولارښود دې چې دريفورمونودتأ ثيراتو، نمونو ، ښېګړو اوديوهوسا اوپرمختللي راتليزې له ثبوتونو څخه يې انکار نشي کېدای ٠ دغه خلاق اومتفکر پاچا په دې پوهېده چې هېواداووګړي يې انقلابي بدلونونو او پرمختګونو ته اړتيا لري اودوی خپله ازادي اوخپلواکي هغه وخت ساتلای شي چې دپياوړي دولتي ، اقتصادي ، فرهنګي او کلتوري سيستم جوګه شي ٠نني څېړونکي دغه غازي په خپلو ټولو ريفورمونو تقديروي اودارتجاعي ،افراطي اوقرون وسطايې ډلګيوتهمتونوته د ډاګ دوړې خزلې هومره اهميت هم نه ورکوي ٠ که دغه دتورې اوفکر څښتن نه وای دافغانانو به همدغسې حال وو لکه په دې تېرو کلونو کی چې ديوغل او ديو دولتي مامورترمنځ فرق ورک شوې وو ٠ که دغه ريښتينې انقلابې پاچانه وای په افغانستان کی به دنجونو مکتبونه هم نه وای اوکه دغه ددولتي ډسپلين قوماندان نه وای نو په دولتي اداروکی به ترننه مړزان (بودنه ) جنګېدل ٠ نومووړي بودنه بازانو ، قماربازانو ،پايلوچانو اوچرسيانوته دولتي مقررات ، ډسپلين اورسمي اخلاق وروښودل ، نوموړي پاچا ملي اردو په عصري توګه سمبال کړه ، دريل دپټليو غزول يې پيل کړل اودتعليم اوتربيې پرمخ تللي مؤ سسات يې جوړکړه ، دپغمان پارک اوددارالامان قصر هغه ښکلي ځايونه وو چې دافغانستان دپايتخت رنګه يې جوړه کړېوه ...................................

پاتې لري چې بل وخت به وليکل شي !!!!!

اود عتيق صا حب څخه مننه

په درناوي

ازادنظر



Kliwal
19.08.2004

قدرمنو د مباركۍ نه مو يوه نړۍ مننه: خو بايد په پام كې ولرو چې د مباركۍ لايق او مستحق څوك دي؟؟؟
1- هغه چې د آزادۍ په لار كې يې سر قرباني كړى
2- هغه چې پدې لار كښې يې خپل خواږه دوستان له لاسه وركړي
3- هغه چې د همدې آزادۍ په بڼ كې اوسېدلي.
4- هغه چې اوس هم دآزادۍ په فكر، هڅه او هاند كې دي.
==== لدې پرته:
......[color=red:52b61efa97][size=18:52b61efa97]اوس خو په هېواد كې د پرديو بيرغونو شمېر نه كيږي او څوك دى چې چپ ورته وګوري؟:oops
......زه او ته په كومه خوله د آزادۍ خبره وكړو پداسې حال كې چې حامدكرزى د (ملت د بابا) په لاس د همدې آزادۍ د سپه سالار غازي امان الله خان د(( آزادۍ نشان)) د ايساف ځواكونو د قوماندان په سينه ورټومبي او هغه ته يې ډالۍ كوي.[/size:52b61efa97][/color:52b61efa97] :cry: :cry: :cry: :cry:


pattang
19.08.2004

وروره په دواړو دي لعنت وي

پتنګ


Azad Nazer
19.08.2004

((....زه او ته په كومه خوله د آزادۍ خبره وكړو پداسې حال كې چې حامدكرزى د (ملت د بابا) په لاس د همدې آزادۍ د سپه سالار غازي امان الله خان د(( آزادۍ نشان)) د ايساف ځواكونو د قوماندان په سينه ورټومبي او هغه ته يې ډالۍ كوي. ))

زما او ستا په تحليل کی دا فرق دې چې ته يې د نن ورځې دسياسي پلوۍ سره تړې او زه د هغې ورځې قدردانې کووم چې 85 کاله پخوا تېره شوې ٠

ازاد نظر


Azad Nazer
19.08.2004

((......اوس خو په هېواد كې د پرديو بيرغونو شمېر نه كيږي او څوك دى چې چپ ورته وګوري؟:oops ))

دادومره ډېر مملکتونه چې د خپلو بېرغونو سره راغلي ، څه علت به وي کنه :!:
په نيويارک کی لا دافغانستان نه هم زيات بېرغونه رپيږي اودافغانستان هم پکی موجوددې ٠

ازاد نظر



Adil watanmal
22.08.2004

د عزت وړ لوستونكو نيكې هيلې او سلامونه مې ومنې.
عتيق جانه وروره د ليكنې څخه دي يو عالم مننه او ګران كليوال وروره د ليكنې سره دي موافق يم او حقيقت هم دادى چې اوس ګران وطن افغانستان د صلبي يرغلګرو په پنجو كيدى او مونږ په كومه خوله د ازادي په اړوند خبري وكړو خو بيا هم مونږ بايد ددي ورځي په راتګ سره د خپل دښمن ظلمونه راياد كړو او د بدل اخيستو فكر وكړو او بايد مونږ هم د خپلو پلرونو په څير يرغلګرو ته داسي سبق وركړو چې په تاريخ كې ئې هير نكړي.اوس خو افغانانو ته ډيره ښه فرصت په لاس ورغلي چې خپل دښمن نه د خپلو وطنوالو بدل واخلي خو متآسفانه چې اوس افغانان خپل دښمن او دوست نه پيژني. او د دښمن نه په دفاع كولو بوخت دى.
ازاد نظر وروره د نورو ملكونو د بيرغونو رپيدل په افغانستان او نيويارك كې سره ډير فرق لري نو هيله لرم چې د خبري د ليكنې څخه مخكې لږ سوچ وكړي چې څه ليكې ځكه ستاسي په ليكنو كې بعض خبري ستاسي د عقل امپير صفر ته په رسيدلو باندي دلالت كوي.

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more