د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

مشوره راكړئ: بايد كم عربي كتاب پښتو وژباړل سي چي كار ورباندي پيل كړو

محمد احمد حمي
15.07.2009

مشوره راكړئ: بايد كم عربي كتاب پښتو وژباړل سي چي كار ورباندي پيل كړو

ياده دي وي چي كتاب بايد متوسط حجم لرونكى او ډير ګټور وي ، چي بيا يې چاپ كيدل هم شونى وي.

ستاسو دمشورو په انتظار

په درنښت


رښتینی
28.07.2009

حميدصیب الله دی توفیق درکړی په دی کی شک نشته چی موږ
ژباړی ته سخته اړتیا لرو زه به یوڅو کتابونه درته ولیکم که کوم یوه
یی خوند درکړ هغه وژباړه

دقاضی عیاض الشفاء

دندوی صیب ماذا خسرالعالم بانحطاط المسلمین

دابن قدامه المقدسی مختصر منهاج القاصدین

په مینه


ډاکتر وطنمل
30.07.2009

[color=blue:25149077d4]حميدصیب الله دی توفیق درکړی،که سیر‍‍ت النبي تر اوسه په پښتو نه وي ژباړل شوی،نو صبر ورته مه کوئ ،که پوره هم نشي ،نور به یې بیا بل کوم ورور وژباړي،
ددغه کتاب اغیز به په افغانانو ډیر زیات وي اوتر هر بل کتاب بّه ترې ډیره ګټه پورته کړي ،نو ستاسې اجرونه به هم ډیر وي انشاالله![/color:25149077d4]


محمد احمد حمي
31.07.2009

حامد او وطنمل صاحب له مشورو څخه مو يوه نړۍ مننه

حامد جانه بيشكه چي دقاضي عياض المالكي رحمه الله كتاب (الشفاء بتعريف حقوق المصطفٰى صلي الله عليه وسلم) يو ډير ګټور او مفيد او ميانه حجم لرونكى كتاب دى، په دې اړه به ان شاء الله ډير ژر ګام پورته كړم، او دندوي صاحب ذكر شوى كتاب ما خپله نه دى مطالعه كړى خو په كور كي په كتابتون كي مي موجود دى، او دعلامه ابن قدامه المقدسي الحنبلي رحمه الله ذكر شوى كتاب مي بيخي ليدلى نه دى، غرض دا چي ددې دوو كتابونو په اړه به پلټنه وكړم.

وطنمل صاحب: ستا خبره ډيره پر ځاى ده چي افغانان تر بل هرڅه نبوي سيرت ته ډيره اړتيا لري، خو داسي معلوميږي لكه چي دپښتو دنوو چاپيدونكو كتابونو په اړه خبرونه نه درته رسيږي، ځكه چي نبوي سيرت دعلامه شبلي نعماني په درو جلدونو كي په ډيره خوندوره پښتو باندي په 2005 كال كي دپيښور دنفيس خپرندويه ټولني لخوا ژباړل سوى او خپور سويدى ، خداى جل جلاله دي ورلره نيكه بدله په دواړو جهانونو كي وركړي، او دنبوي سيرت په اړوند نور واړه كتابونه هم الحمد لله په پښتو ژبه كي اوس ډير خپاره سويدى.

زما مخكي هم نيت وو چي په ټول افغان كي دپښتو پوهنيزه پراختيا په خونه كي يوه پاڼه خلاصه كړم چي دپښتو دنوو خپريدونكو آثارو خبرونه پكښي راغونډ كړو ، خو دوخت دنيشتوالي له امله راڅخه ځنډيده ، دا دى اوس اوس به يې په ليكني پيل وكړم.


رښتینی
31.07.2009

حمید صیب سلامونه می ومنه

دندوی صیب کتاب ماذا خسر العالم بیخی خوندور کتاب دی داد عربی ندۍ
په ځینی جامعو کی درسا لوستل کیږی اوزما په اند له لسو زیاتو ژبو ته ژباړل
شوی دی او پښتو ته هم دفضل مولی لټون په نامه یوه لیکوال ژباړلی خو هغه
ژباړه ما کتلی کافی نده

او د ابن قدامه المقدسی کتاب خو ما کتلی بیخی زیات مهم او ګټور کتاب دی
دا اصلا د امام ابوحامد الغزالی دستر کتاب احیاء علوم الدین دویم ځل غورچاڼ اویاخلاصه ده ځکه احیاء العلوم یوځل امام ابن الجوزی مختصر کړی ده
او ضعیف او کمزوری ځایونه یی ورنه لری کړی دی او بیا هاغه د ابن
الجوزی مختصر ابن قدامه دویم ځل مختصر کړی دی نوددی کتاب
اهمیت بیخی واضح دی که وس لری وروره مه ورته ګوره الله دی موفق لره

او که دنفیس په والو یی چاپوی بیا کیدی شی زه هم مرسته درسره وکړم
په مینه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more