د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

د خپل انسټال شوي انټي وايرس فعاليت ارزيابې کړئ

naimtullah
26.07.2009

السلام عليکم ....
هرڅوک په خپل کمپيوټر کې يو نه يو انټې وايرس د خپلو معلوماتو د ساتلو لپاره لري، خو ځيني يې ډير شه وي او ځيني نور يې بيا په زړه پوري نه وي.
د دي کار لپاره چې خپل اسنټال شوى انټي وايرس وارزوئ ،چې ايا ستاسو انسټال شوى وايرس سم کار کوي او که نه؟ نو له لاندې طريقې څخه کار واخلئ.

١. Cliick Start-> Open Notepad
٢. لا ندي ليکل شوى کوډ کافي کړئ او په نوټ پيډ کې يې پيسټ کړئ.
X5O!P%@AP[4\PZX54(P^)7CC)7}$EICAR-STANDARD-ANTIVIRUS-TEST-FILE!$H+H*
٣. اوس دا فايل په دي نوم سره fakevirus.exe په يو فولډر يا ډريو کې سيو کړئ.
٤. که يې چيرئ دا فايل ژر او بې له ځنډه ډيليټ کړو، نو ستاسو انټي ويروس سم کار کوي مکمل نوى (update) ده.
٥. که يې ژر ډيليټ نه کړو او تاسو هغه سيو شوى فايل په هغه فولډر يا ډريو کې وليدو، نو بيا په هغه فولډر يا ډريو باندې شى کليک (right click) وکړئ او په خپل انسټال شوي انټې وايرس سره يي سکن کړئ ؛ که په سکين کولو کې تاسو ته نوموړى فايل شکاره شي ، نو ستاسو انټي وايرس روغ او سم کار کوي ، مګر له نوي ورژن سره اپډيټ شوى نه ده.(ستاسو انټي وايرس سافټ وير اپډيټ کولو ته اړتيا لري).
بهترين انټي وايروس سافټ وير په همغه وخت کې د وايرس فايل کشفوي .(په همغه وخت کې کله چې تاسو ياد شوى فايل سيو کوي). بغير له دي چې تاسو فولډر يا ډريو سکين کړئ.
٦.که چيرې يې هيڅ ډول وايرس يا د وايروس ګواښ ونه مونده ، نو تاسو بايد خپل انټي ويروس سافټ وير ژر تر ژره په يوه نوي او قوي انټي ويروس بدل کړئ تر څو مو زيرمه شوي معلومات په بشپړه توګه خوندي شي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more