د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

ډيسک معلوماتو تنظيموونکى (Disk Defragmenter)

naimtullah
12.07.2009

د ډيسک معلوماتو تنظيموونکى د ډيسک فايلونه او ناکارېدلى ساحه منظموي، تر څو تنظيموونکى سيسټم معلومات ژر وموندلى او پروګرامونه ګړندي وچلولى شي.
کله چې پر ډيسک مفروضات ساتل کېږي، نو په لومړي خالي ځاى کې ايښودل کېږي، لدې وروسته که دمخکې موجود فايل کې ثبت شوو معلوماتو اړونده نوي معلوماتو لکه له مخکې موجود فايل کې ګوتې ووهل شي، خوندي کولو اړتياشي، نو کوښښ کېږي چې دپخواني ځاى خواته ځاى شي خو دا تل امکان نه لري.
کله چې فايل په دوه يا ډيرو بېلابېلو ځايو کې خوندي شي، نو فايل پاشلى (fragmented) بلل کېږي.
دفايلونو، معلوماتو او خالي ځاى دا پاشېدل د ډيسک کارول ورو کوي، چې له کبله يې ټول کمپيوټر اغېزمنيږي.
دمعلوماتو تنظيمولو يا Defragmentation په پروسه کې د ډيسک معلوماتو او خالي ځاى له سره تنظيميږي.د يو فايل يا پروګرام اړونده ټول معلومات د ډيسک يوه ځاى ته غونډيږي، دمعلوماتو ټوټي له يوه او بل ځايه راجمع او يو ځاى کيږي. همداسې د ډيسک خالي ځايونه هم له معلوماتو وروسته منظميږي. يعني پدې روسه کې د معلوماتو او نه معلوماتو برخې سره بېليږي، او کله چې تنظيمي سيسټم ته د کوم فايل اړتيا پريوزي نو د ټول هارډډيسک لټولو پر ځاى پوهيږي چې چېرې يې ولټوي او پر کومه ساحه ځان متمرکز کړي.
په دوه يا درې مياشتو کې کوښښ وکړئ چې د خپل کمپيوټر هارډډيسک Defragment کړئ.
ددي کار کولو لپار ډير پروګرامونه شته چي يو هم په وينډوز Xp کې موجود دى
Start Menu >All programs> Accessories> System Tools> Disk Defragmenter
او د کار مونږ په ډيره اسانې سره په MSDOS کې هم کولاى شو.
١.له هر څه وړاندي په سټارټ مينو کې په Run کليک وکړئ هلته Cmd وليکئ او انټر ووهئ.
٢.د مثال په ډول تاسو غواړي چې سي C ډريو ډيفرګمينټ کړئ نو په MSDOS کې به داسي ليکئ
Defrag C: -f-v
له دي وروسته انټر تڼۍ ووهي.همداشان تاسو نور ډريونه هم ډيفرګمينټ کولاى شي يوازي د سي C په ځاى دي هغه ډريو نوم وليکئ لکه D,E,F او داسي نور.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more