د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

دا څه غضب دی ؟

Kandaharay
05.07.2009

سلامونه او نیکې هیلي تاسو ټولو ته وړاندي کوم .

څو ورځي کیږي چه کمپیوټر مي ده windows Genuine په مریضی اخته سوی دی او کله کله یی سړه او توده تبه هم کیږي. ډاکټر چه ولیدی هغه ده اپنډکس ګولۍ ورکړي او ویل یی چه سهار په نهاره او په وږی نس دي وخوري . خو هغه ګولیو تر هغه هم بدتره کړۍ نو خلګو راته ویل چه په ټول افغان کي ډیر ښه ډاکتران سته او هغوی به ښه دوا ورکړي . اوس مي نو تاسو ته راوستلۍ او خدای دي وکړي تاسو مرسته راسره وکړۍ او ددی مشکل ده حل لاره راوښیاست.

په درناوي.
ستاسو ورور کندهارۍ.


محمد احمد حمي
05.07.2009

ښاغلى محترم ورور كندهارى صاحب نيكي هيلي او سلامونه مي ومنئ !
پس له سلامه څخه خبره داده چي دا ناروغي چي ستا كمپيوټر ته ورپيښه ده له دې امله ده چي موږ او تاسي دونيډوز ايكس پي اصلي ورژن يا نسخه نه استعمالوو ، نو هركله چي ته دانټرنيټ لاين يا كيبل كمپيوټر ته وتړي او وينډوز نوى اپډيټ Update ډاونلوډ كړي او بيا يې انسټال كړي او دمايكروسافټ دويب سايټ سره يې ژوندۍ اړيكه پيدا شي نو دا خبره لوڅه شي چي دا كمپيوټر دوينډوز اصلي نه بلكه جعلي يا غير رجسټر شوي نسخه چلوي ، له دې امله ستا دكمپيوټر دا تودي او سړي تبي كيږي.

دحل لاره يې داده چي دخپل كمپيوټر اتوماتيكي اپډيټ وربند كړه ، سټارټ مينو --- كنټرول پينل ---- اټوميټك اپډيټس Automaic Updates باندي كليك وكړه او دهغه په څلورو اپشنو كي تر ټولو كښته آپشن چي د Turn off Automatic Updates په نامه دى پردې باندي كليك وكړه او Ok كليك كړه.

خو زما په ګومان دموجوده غضب څخه دخلاصون لومړى ګام نوى وينډوز انسټالول دي ، او دبيا لپاره يې پورته ليكل شوي طريقه دساتني لار ده

مينه او مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more