د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

مثنوى مولانا بلخي (فارسي) PDF دركښته كړئ

محمد احمد حمي
16.06.2009

السلام عليكم
دمولاناى رومي بلخي رحمة الله عليه مثنوي شريف په يوولس سوه 1100 صفحو كي په PDF فارميټ كي دلاندي لينك څخه دركښته كړئ

http://www.rapidshare.com/files/61630545/Masnavi_Manavi.pdf


هیښ
25.06.2009

سلامونه

دانو دپښتود پوهنيزه پراختيا سره څه تړاو لري؟
که غواړئ چې پښتو ژبه وده وکړي نودا ښکلې اوارزښتناکه جملې لکه:

[quote:24fc0bcef9]الف قولٍ لا يساوي في الميزان عملاً واحداً ،. العلامة حكيم الاسلام السيد الامام جمال الدين الافغاني رحمة الله عليه[/quote:24fc0bcef9]

په پښتو وليکئ چې پښتانه ئې په مفهوم پوه شي ٠

مننه


محمد احمد حمي
25.06.2009

هيښ صاحب نيكي هيلي او سلامونه

ستا خو هسي هم نوم هيښ دى ، اوس ورته ګوره چي دبل په هيښولو كي زه هم ترتا كم نه يم :

ستاسو محترم دواړي خبري دي صحيح دي ، هم دا چي مثنوى دمولانا بلخي فارسي دى او دپښتو دپوهنيزي پراختيا په فورم كي ورته پاڼه خلاصول نامناسب معلوميږي ،
خو چونكه دټول افغان دبحث دفورمونو په عنوانونو كي دفارسي اړوند فورم نسته ځكه نو دا احتمال لا له واړندي ختم شوى چي په خپل اصلي ځاى كي دا موضوع ليكل شوى واى ، تر دې وروسته يې په دوهمه درجه مناسب ځاى كيدى سي داسلام دبحث فورم وي ولي چي دا كتاب يو اسلامي كتاب دى ، مګر دې ته چي وګورو چي ډيرى پښتانه دپښتو سره سره په فارسي ژبه هم پوهيږي ، نو بيا ګواكى دپښتو پوهنيزه پراختيا دبحث فورم په دې معنى دى چي (دپښتنو پوهنيزه پراختيا) ولي پښتو همدا پښتانه وايى ، او دا هم صحيح ده چي ددې كتاب په لوستلو سره ضرور دپښتنو پوهنه پراخى مومي ، نو اوس ان شاء الله موضوع بې ځايه ځاى نه ده ثبت شوى بلكه ذكر سوى صورت ته په پام كولو سره همدا يې تر ټولو مناسب ځاى دى .

ستا دوهمه خبره بايد ضرور ومنم چي ولي مي دعبارت پښتو ژباړه خپل لاسليك نه دى ټاكلى ،
خو تر دې وړاندى بيا ستاسو محترم څخه دا پوښتنه كوم چي كه زه په ټول افغان كي لومړى غړى يم چي دا كار كوم نو ستا يادونه بالكل پرځاى ده او كه له ما څخه مخكي نورو غړيو هم ورته كار ترسره كړى وي، او هغو هم دپښتو دپوهنيزه پراختيا دبحث په فورم كي ليكني كړى وي ، نو هغو ته دي هم آيا يادونه كړيده ؟ كه نه نو ولي ؟

بيا هم ددې هرڅه سره سره ستا خبره صحيح ده او زه به يې په نژدي راتلونكي كي ان شاء الله عملي كړم.

په سوچه مينه او كوروداني


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more