د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

زموږ غاښونه ولی ژر خرابیږی

خیریوسی
19.03.2009

ډاکتر فرید صاحب په صحت روغ او په خپلو کارو کې بریالۍ اوسی
زموږ غاښونه ولی دپخوانیو خلګو په پرتله کمزوری او ژر خرابیږی
داسی ماشومان هم شته چې دڅلورو کلونو په عمر یې غاښونه چنجن او هره ورځ دغاښ ددرد څخه ناارامه وی
که څه هم ستاسو کارونه ډیر دی کوم وخت چې تاسو وخت پیدا کړی لږ څه ما اولوستونکو ته دغاښو دخرابیدو او کمزوري په اړه څه ولیکي
مینه او مننه


ډوکتر څپاند
21.03.2009

زما سلامونه هم ومنۍ،

په ماشومانوکی د غاښونو دخرابيدوعوامل زيات دی،
 مګرعمده اواساسي سبب ،په بازارونو کی
دراز راز چکليټونو،نقلو،پتاسو،شيرينيګکو،کوکاکولا،فانتا،پيپسي،سپريټ
 او دوی ورته خوراکی اوڅښلو شيانوزياتوالی دي٠
کله چه ماشوم چسپناکه ياسريښناکه شريني وخوری،دشريني بڅرکی يا کوچنی
ټوټې،په غاښونو کی پاته شي چه بياروسته دخولې دلعاب (لاړې او ورسره په
خوله کي په طبيعي يا نارمل ډول موجود بکتيريا )ترتاثير لاندی،خوږه يا شريني
په مختلفو کيمياوی موادو تجزيه، اوپايله يی دغاښ توروالی دي٠څرنګه چه
دا تور داغ نارمل طبيعي مقاومت نلري،نو غاش تخريب شي چه په استلاحي
ډول ورته چينجن غاښ ويل کيږي٠
وقايه:ماشومانوته بايد پورتني مواد ورنکړی شي او دهغوی غاښونه په منظم
ډول پاک شي٠

  


خیریوسی
25.03.2009

محترم ډاکتر فرید صاحب دالله جل جلاله له درباره روغتیا او ښه ژوند درته غواړم
دغاښو په اړه تاسو په زړه پوری معلومات لیکلي دئ کور موودان
لکه څنګه چې تاسو اشاره کړی ده په غاښو کې دخوړواو خوږو پاته شونی غاښونه خرابوی نو کیدای شی چې مصنوعي ( پوډري ) شیدې هم یو لامل وی چې دډیرو ماشومانو غاښونه خراب وی ولی چې دماشوم مور دماشوم غاښونه نه ور پاکوی
کله چې ماشوم جوشک و روي نو معلومه خبره ده چې دماشوم پر غاښو څه پاته کیږی چې هغه پاته شونی ورستیږی او غاښ خرابوی دماشوم مور بایدوماشوم ته تر شیدو ورکولو وروسته دماشوم غاښونه په پاک لاند ه ټوکر ه ور پاک کړی
او هم دا ډول په یوه وخت کې ډیر ګرم او یخ شئ خوړل هم دغاښ دخرابوالی لامل کیدای شی که څنګه

[/img]http://www.sehha.com/diseases/mouth/bottle-feeding1.jpg[img:de32a27231]http://www.sehha.com/diseases/mouth/bottle-feeding2.jpg[/img:de32a27231][img][/img]


شبيراحمد
20.06.2009

محترم عاجزه صېب اونوروطب پوهانوته
سلامونه اونېکي هيلي
عزتمنوزمايوملګری دی چې غاښونه يې خراب شوي دي لکه څنګه چې تاسويادونه کړي ده دهغه غاښونه هم تک توردي
غاښونه يې ورځ په ورځ ميده ميده ماتېږي چې بلکل دختمېدوپه حال کي دي
که په دې اړه کومه مشوره راکړﺉ مهرباني به مووي

مننه


خیریوسی
22.06.2009

شبیر احمد صاحب تر سلام وروسته تاسو باید خپل سوال د محترم ډاکتر صاحب فرید څخه کړی وای ولی چې هغه ډاکتر دی ډاکتر صاحب غریب بیا ناروغان خورا ډیر سوی دی الله جل جلاله دی زموږ او ستاسو ناروغانو ته شفا ور کړی چې ډاکتر صاحب ته لږ دلیکولو وخت هم پیداشی او تاسو په جواب ونازوی
وروره نن سبا دا په هر کور کې یوه ستونزمنه مسئله ده لویان خوپریږده چې ډیرو کوچنیانو غاښونه تک تور دی ستاسو دوست دی دغاښو وډاکتر ته مراجعه وکړی
راځی چې تر هر څه نه مخکی درسول کریم صلی الله علیه وسلم لار ښونه عملی کړو چې په هغه کې اتلس دنوی او اخروی فایدی دی
عن ابو هریره رضی الله تعالی عنه قال : قال رسول صلی الله علیه وسلم لو لا أن أشق علی أمتی لامرتهم بالسواک مع کل وضوء 0
دخولی اوغاښو وپاکولو ته بايد زياته پاملرنه وشی دډوډۍ خوړولو وروسته بايد چې خوله او غاښونه پاک پريولل سی او دغاښو په منځ کې پاته سوی غذا,او غوښي د ویلنی ( نعناع ) په وچو خاشو پاک سی او کله چې دخوبه پاڅی اول بايد غاښونه بورس کړی او دهر اودس نه مخکی مسواک مه هېروی خوله دهاضمی دجهاز دروازه ده که خوله او غاښونه پاک وی هاضمه به دروسته وی که خوله دمکروب څخه ښه پاکه نشی نوبه معده هم دمکروب څخه خالی پاته نسی ډېر ګرم او يخ په يوه وخت خوړل هم وغاښو اومعدی ته زيان لری که تاسو په یوه يخ ګېلاس کې ايشولی اوبه يا چای واچوی هغه ګېلاس به پر هغه ځای برق ووهی مات به سی هم داسی غاښونه که يخ وی اوګرم شی وخوری غاښونو ته زيان لری او تر خوږو خوړولو وروسته بايد غاښونه بورس شی او په غاښو کې بند خواړه د ویلنی ( نعناع ) په خاشو یا په تار پاک کړی غاښونه باید لږ ترلږه دوه ځله سهار تر نهاري نه مخکی او ماخستن دخوب نه مخکی بورش کړی بورش باید نه ډیر کلک اونه ډیر نرم وی دغاښو کریم پر وچ بورش واچوی نه پر لانده اود غاښو بورش دغاښو تر پاکولو وروسته پاک پریولي او په خلاصه هوا کې یې کښیږدي غاښونه باید داسی پریولل شی دلاندی زامی غاښونه باید دلاندی ورۍ څخه ولوړی خوا ته او دلوړی زامی غاښونه دلوړی اورۍ څخه ولاندی خوا ته بورش کړی د ډوډی خوړولو په مینځ کی نشویات او سکری ( خواږه ) خواړه مه خوری
تازه میوه یا ترکاری باید تر ډوډۍ خوړولو وروسته وخوړل شی چې غاښونه دنشوی او سکری موادو څخه پاک شی که یوه ګوله وچه ډوډۍ وژول شی هم به غاښونه دنشوی او سکری موادو څخه پاک شی دماشوم عمر چې تر شپږو میاشتو زیات شی تر شیدو ورکولو لس دقیقی مخکی یوه ګوله ډوډۍ ورکړی چې وینه وورۍ ته ډیر راشی او کله چې یې عمر دوه کلنی ته ورسیږی نو کله نا کله وچه ګوله ډوډۍ ورکوی ولی چې زیات مایعات هم وغاښو ته ښه نه دی تر شیدو خوړولو وروسته خوله په او بو پاکه پریولی وماشوم ته تر شیدو ورکولو وروسته دماشوم غاښونه په پاک ټوکر ورپاک کړی چې دشیدو پاته شونی ښه پاک شی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more