د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

دې ته له ماشومانو سره مينه وايي!!!!

ابو جرير
20.06.2009

دې ته له ماشومانو سره مينه وايي!!!!

يو ځوان چې ترڅو پورې دځوانۍ مرحلې ته رسيږي په ډيرو مرحلو تيريږي هره يوه يې له بلې مهمه ده، خو ترټولو زياته مهمه مرحله دماشومتوب مرحله ده. داسې مرحله ده چې ماشوم پكې دژوندانه په اسرارو پوهيږي، صحيح او غلط پيژني، سم او ناسم سره بيلوي، او په هغه څه روږدی كيږي چې وروښودل شي. [color=darkred:687ee094b9](كل مولودٍ يولد على الفطرة، فأبواه يهوّدانه أو ينصرنه أو يمجسانه).[/color:687ee094b9]

له همدې لحاظه دماشومتوب مرحله يوه خطرناكه مرحله هم ده، سلفو صالحينو به دخپلو ماشومانو روزنې ته له وړكتوبه پاملرنه كوله، دخير لوري ته به يې سوق كول او له بدو به يې منع كول، او صالح او متقي ښوونكي به يې ورته غوره كول.

خو دماشومانو په روزنه كې دټولو قدوه او اسوه، دبشريت ستر لارښود محمد صلى الله عليه وسلم دى، دماشومانو به يې په ښه توګه روزنه كوله، ماشوم ته به هيڅ نه غوسه كيده، كه به يې كوم كار غلط كړ پرته له رټلو به يې د صحيح لورى وروښوده، او كه به يې صحيح كار وكړ دعا به يې ورته وكړه.

[color=darkred:687ee094b9]أنس رضي الله عنه وايي: ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه زيات شفقت كوونكى په خپلو ماشومانو باندې، نه دى ليدلى.[/color:687ee094b9]

[color=darkred:687ee094b9]يو ځل نبي عليه السلام صحابه وو ته لمونځ وركاوه، نو كله چې سجدې ته لاړ حسين (دده لمسى) راغى او په څټ باندې ورته پښې واړولې، پيغمبر عليه السلام سجده ډيره اوږده كړه، كله چې سلام وګرځيد صحابه وو وپوښتل: يارسول الله! سجده دې ډيره اوږده كړه چې مونږ ګومان وکړ خداى مكړه څه پيښه نه وي شوي، دبشريت ستر لارښود (صلى الله عليه وسلم) وفرمايل: بچی مې له پاسه راباندې ناست وه نو پرې مې ښود چې په خپله خوښه راڅخه كوز شي.[/color:687ee094b9]

[size=24:687ee094b9][color=blue:687ee094b9]دې ته وايي رحمت او دې ته وايي شفقت!!!!! چې دماشوم په روزنه كې ستر اغيز او لوى تاثير لري.[/color:687ee094b9][/size:687ee094b9]

[color=darkred:687ee094b9]وايي يو سړى رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغى ويې ليدل چې پيغمبر عليه السلام، حسن مچې كوي، سړي وويل: آيا تاسو خپل ماشومان ښكلوئ؟!، رسول عليه السلام وويل: هو. سړي وويل: زما لس زامن دي، تر اوسه مې يو هم نه دى مچې کړى. نو رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه ته وروليدل او بيا يې وفرمايل: (من لايرحم لا يرحم) څوك چې په بل چا زړه سوى او شفقت ونه كړي، په ده به زړه ونه سوزل شي او شفقت به ورباندې ونه شي.[/color:687ee094b9]

[color=darkred:687ee094b9]كله به چې دبشريت ستر لارښود جمع وركوله او دكوم ماشوم ژړا به يې ترغوږ شوه نو لمونځ به يې رالنډ كړ، ترڅو كه چيرته مور يې په لمانځه كې وي چې خپل ماشوم بچی ته ورشي (په هغه وخت كې به ښځو هم په جمع لمونځ كاوه).[/color:687ee094b9]

دا خو درسول عليه السلام، له ماشوم سره دتعامل او چلند څو بيلګې وې، خو هغه عليه السلام دغه راز دماشوم ښوونې او تعليم ته هم پوره توجه كوله، [color=darkred:687ee094b9]عمر بن سلمة وايي: زه ورکوټی وم له نبي عليه السلام سره غيږ كې ناست وم، ما به په دسترخوان باندې يوخوا بل خوا لاس غځاوه، نو نبي عليه السلام راته وويل چې: اى بچيه! بسم الله وايه، او په ښي لاس ډوډۍ خوره، او له خپلې مخې يې خوره.[/color:687ee094b9]

[color=darkred:687ee094b9]يو ځل حسين دزكات له خرماوو يوه خرما راواخيسته، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل: (كخ كخ، أما علمت أنا لا تحل لنا الصدقة؟!) تو كړه تو کړه، ايا ته خبر نه يې چې مونږ ته زكات حلال نه دى؟![/color:687ee094b9]

وروڼو په نبوي سيرت كې داسې بې شميره مثالونه پيدا كيږي چې نبي عليه السلام دماشومانو په سالمه روزنه، او له هغوى سره په ښه چال چلند توصيه كوي، خو دا يو څو مثالونه مې په دې هيله وړاندې كړل چې له خپلو ماشومانو سره داسې چلند وکړو او دهغوى روزنې ته داسې پاملرنه وكړو لكه څنګه چې زمونږ پيغمبر محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم ورته پاملرنه كوله.

د الله جل جلاله درود او سلام دې وي په دغه مبارك، رحيم او مشفق نبي او پيغمبر باندې.
[color=darkblue:687ee094b9][size=24:687ee094b9]صلوات الله وسلامه عليه[/size:687ee094b9][/color:687ee094b9]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more