د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

د تبې فوائد، او علاج يې

ابو جرير
19.06.2009

داسلام ستر پيغمبر صلى الله عليه فرمايلي دي چې [color=darkred:d5b5235a40](إن الحمى من فيح جهنم فأبردوها بالماء: رواه البخاري)[/color:d5b5235a40] تبه ددوزخ داور له تپ څخه ده، نو په اوبو سره يې يخه او له منځه يوسئ.

يو ځل دتبې په هكله يادونه وشوه، نو سړي تبې ته بدرد وويل، رسول عليه السلام وفرمايل: [color=darkred:d5b5235a40](لا تسبها فإنها تنقى الذنوب كما تنقى النار خبث الحديد: رواه مسلم) [/color:d5b5235a40]د تبې سپكه مه كوه! تبه ګناهونه داسې له منځه وړي لكه اور چې داوسپنې خيرى او منګ له منځه وړي.

څيړنو ښوولې چې ډيره سخته ګرمه تبه، چې كله ناكله 41 درجو ته هم رسيږي، كومه چې رسول عليه السلام ددزوخ داور له تپ څخه ګڼلې ده، امكان لري چې سړى دمرګ له ګواښ سره مخامخ كړي. نو ددې لپاره چې په جسم كې د حرارت درجه ژرترژره راښكته شي، او په ماغزو كې دحرارت كنټرولونكى مركز عادي حالت ته راشي، بهترينه وسيله يې دمريض په اوبو كې كينول دي، او يا يې په واورو او يخ كې ساتل دي. [color=indigo:d5b5235a40]له همدې وجې كله به چې پيغمبر عليه السلام تبې ونيوه نو داوبو لوښى به يې راوغوښت او په سر به يې اوبه واچولې او وبه يې لامبل.[/color:d5b5235a40]

ساينسي څيړنو ثابته كړې ده چې دتبې پرمهال د "انټرفيرون" ماده په جسم كې په لويه كچه توليديږي كومه چې دوينې سپين كرويات يې افرازوي، انټرفيرون كولى شي په جسم كې مكروبونه له منځه يوسي، او د انتي باډي په توليدولو كې ډيره مرسته كوي.

له همدې امله يو شمير ډاكټران وايي چې په ځينو امراضو كې موږ تبې ته داسې خوښ او خوشبين ياستو لكه مريض چې روغتيا ته خوشاليږي، ځكه تبه ورته ددواګانو دخوړلو په پرتله څو چند مفيده تماميږي، چې يو له دغو څخه دروماتيزم مرض دى.

همدا وجه ده چې كله ډاكټران دې ته اړ كيږي چې دپيچكارۍ له لارې مريض ته داسې مواد ترزيق كړي چې دمريض په وجود كې مصنوعي تبه ايجاد كړي.

نو دپورتني حديث شريف حكمت واضحه شو چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) له دې منع كوي چې له تبې شكايت وشي او بد ورته وويل شي، بلكې فرمايي چې تبه ګوناهونه داسې پاكوي لكه اور چې اوسپنه پاكوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more