د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

(Sonic PDF) ددې پروګرام په وسيله له هر ډول فائل (Word, JPG, BMP & etc) څخه پي ډي ايف جوړولاى سئ

محمد احمد حمي
10.06.2009

درنو لوستونكو ! السلام عليكم
نيكي هيلي او ښې چاري
دلاندي لينك څخه دسونيك پي ډي ايف (Sonic PDF) په نامه پروګرام در كښته كړئ ، او انسټال يې كړئ ، په انسټاليدو سره به يې ستاسي په كمپيوټر كي يو نوى پرنټر Printer دسونيك پي ډي ايف (Sonic PDF) په نامه ورزيات شي، ګټه به يې دا وي چي تاسي ددې لاري له خپل هر ډول فائل څخه دايډوب پي ډي ايف فايل جوړولاى سئ ، تر ټولو خندوره خبره داده چي كله ددې پروګرام په وسيله دايم ايس ورډ MS Word فايل پرنټ شي او پي ډي ايف يې تيار شي ، دغه پي ډي ايف به په ډير كم سائز كي دډيري ښې نتيجې يا ريزلوشن لرونكى وي ، او هم په هر كمپيوټر كي پوره لوستل كيدى شي ، يعني كه په هغه كمپيوټر كي دغه ليكبڼه (فونټ \ Font) موجوده وي اوكه نه وي په كومه چي دا دورډ فايل ليكل شويدى ، ددې پروګرام لينك لاندي دي :
http://www.rapidshare.com/files/68625762/SonicPDF.rar

واضحه دي وي چي دايډوب پي ډي ايف فائلونه دايډوب اكروباټ ريډر په وسيله ويل كيږي ، دايډوب اكروباټ پروګرام دكښته كولو لپاره دا لاندي لينك كليك كړئ چي دايډوب اكروباټ ريډر اووم 7 ورژن پكښي پرليكه شويدى :
http://www.rapidshare.com/files/24629589/Adobe_Acrobat_Reader_7.0.rar

ډيره مننه !!!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more