د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

که د ډيموکراسۍ اصول د اسلام څه جلا کړو ٠ نو اسلامي حکومت به مشرو ع وي؟


ع کريم حليمي
28.04.2004

درنو او قدرمنو ليکوالو او لوستونکو السلام عليکم و رحمت الله و برکاته !
زه پوهيږم چه يو ډيمکراتک حکومت څه شکل دی٠ يعنی دمسلمان حکومت دمسلمان د پاره پر مسلمان باندی٠
او هر عمل ئی د قرأن او احاديثو سره موافق ٠ (مطفق عليه احاديث )
غواړم چه دغه موضع ماته او لوستونکو ته تشرح کړی چه اسلامي حکومت او ډيمکراتک حکومت ترمنځ څه فرق
سته ؟ او يا کم د فقهی قانون دئ چه ډماکرسۍ سره ټکر کوي ؟
هو معلومه ده چه ازادي خپل ځانته تعريف لري ٠ خو پښتنه د ازادۍ نه ده مطرح ! مننه
هغه جواب چه دمنطقو په پنچو کی بند وي ! يعنی چه ازاد نظره دی نوي
حليمي


Re: که د ډيموکراسۍ اصول د اسلام څه جلا کړو ٠ نو اسلامي حکومت به مشرع وي؟

نقاد
30.04.2004

[quote:15207e19aa="abdul karim Halimi"]درنو او قدرمنو ليکوالو او لوستونکو السلام عليکم و رحمت الله و برکاته !
زه پوهيږم چه يو ډيمکراتک حکومت څه شکل دی٠ يعنی دمسلمان حکومت دمسلمان د پاره پر مسلمان باندی٠
او هر عمل ئی د قرأن او احاديثو سره موافق ٠ (مطفق عليه احاديث )
غواړم چه دغه موضع ماته او لوستونکو ته تشرح کړی چه اسلامي حکومت او ډيمکراتک حکومت ترمنځ څه فرق
سته ؟ او يا کم د فقهی قانون دئ چه ډماکرسۍ سره ټکر کوي ؟
هو معلومه ده چه ازادي خپل ځانته تعريف لري ٠ خو پښتنه د ازادۍ نه ده مطرح ! مننه
هغه جواب چه دمنطقو په پنچو کی بند وي ! يعنی چه ازاد نظره دی نوي
حليمي[/quote:15207e19aa]
درنو لوستونکو او محترمو ديني عالمانو سلام پر تاسې !
لومړی بايد اسلامي دينپوهان همدغه روښانه کړي چې په اسلام کې پخپله څومره او تر کومه حده پورې ديموکراسي شته ، بيابه هغه لوښه او امکانات هم و څيړو چې ديموکراسي يې د اسلام د سپېڅلي دين د تطبيق له پاره مسلمان اولس ته وړاندې کوي او داسلامي د ټولنيزو ابعادو د پراختيا له پاره ترې کار اخيستل کېدای شي . که اسلامي عالمان اسلامي ديموکراتان شي ، ديموکراتيک امکاناتو څخه د اسلام له پاره ﻻ ډېره ګټه پورته کاندي .
لومړ



ع کريم حليمي
08.05.2004

ډېرو درنو او قدرمنو پاڅونوال صاحب ، غروال صاحب او درنو لوستونکو سلام !
د ډېره وخته په اسلامي ملکو کي مشروع حکومتونه ندي تېر سوي ٠
ولي چه په هر اسلامي ملک کي دغه 4 قدرته نديي موافق سوي 1 روشن فکره(حکومت) والا 2 ملايان 3 پيران
4 مشايخ ٠که دوه وافق وي نو دوه ضرور مخالف وي ٠ حکومت همېشه د توپکه کار اخلي ٠ ملا دشريعت څه
کار اخلي ٠ او پيران دموريدانو څه کار اخلي ٠ مشايخ وملکۍ خانۍ سرمايی څه کار اخلي ٠ او غواړي چه
هر يو په حکومت کي ډير قدرت ولري ٠ د رايو په زور قدرت نه غواړي د زور په زور ئی اخلي ددوی ترمنځ اختلاف وي ٠ نو حکومت نه مشروع کيږي ٠
که ملا ته قدرت پلاس ورسي ٠ نو پير کور خراب دئ ٠ ولي چه ملا طريقت نه خوښوي ٠ ملا شريعت چلوي
او که روشن فکرانو حکومت ونيولۍ ٠ نو خانان ، ملکان پر راټول سي ٠ نو پر ملايانو راواچوي ٠
او پيران نو بيا ګوزاره کوي ٠ ولي چه طريقت تر شريعت يو څه پوست دئ ٠
اوس نو ملت تر مابېن په اور کي سوځېږي ٠
د دغه مشکلاتو شروع ورسته تر خلافت راروانه ده تر نن پوري ٠
خلفا4 سره په رايه قدرت ترلاسه کړې وو ٠ او ملايان چه دعوا د شريعت او خلافت کوي ٠ نو په عين حال کي
بيا انتخابات نه غواړي ٠ لکه وچي موليدل ٠ او په تاريخ کي دامعلومه ده چه هر حکومت ملايانو چپه کړې دئ
يو مثال ئی ګوډ ملا د امان الله خان په وخت کي ٠ او پښتون ملا وو٠
چه دغه مشکلات غرب هم تېر کړي دي ٠ څو حل ئی دا ورته پيدا کړی چه حکومت او چرچ ئی سره جلا کړه ٠
او حکومت ته بيا تاوان ندي رسېدلی ٠ دا کار چه غربيانو کړي ٠ ملامت ندي ولي چه عيسايانو په کتاب کي
انتخابات نسته او نه حکومتي نظام ته کومه اشاره سوې ده ٠ کوم حکومت چه کوي 80 فی صده پر شرعه ولاړ دئ
او محکمه ئی سل په سل کي شرعه ده او فقه پر بالا ٠او په داسي حال کي چه اسلام واضع دانتخاباتو
لپاره قانون ،شرعه لري ٠ اومسلمانان نه غواړي چه يوه عصري فقهه چوړه کي٠ دغه حديث واضع وايی چه انتخابات دي وسي ٠
حديث دېر اوږد دئ زه غواړم يو څه سر او يوڅه اخيره ئی رانقل کړم ٠ انګليسي ژبه بخاری 8 ټوک حديث 817
پښتو ترجمه بخاری 5 جلد 763 ٠ اوپه عربی ليکنه بخاری 2 جلد صفحه 1009
حدثنا عبدالعزيز بن عبدالله حدثنی ابراهيم بن سعد عن صالح عن ابن شهاب عن عبيدالله بن عبدالله بن عتبه بن مسعود ابن عباس قالت کنت اقری رجاﻻ من المهاجرين منهم عبدالرحمن بن عوف فبينما انا فی منزله بمنی وهو
عند عمر بن الخطاب فی اخر حجه حجها اذرجع الی عبدالرحمن فقال لو رايت رجلا اتی امير المومنين ...........................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................[color=red:c157fcd3d7]فقلت ابسط يدک يا ابابکر فبسط يده فبايعته و بايعه المهاجرون ثم بايعه الانصار و نزونا علی
سعد بن عباده فقال قائل منهم قتلهم سعد ابن عباده فقلت قتل الله بن عباده قال عمرو انا و الله ما وجدنا فيما حضرنا من امر اقوی من مبايعه ابی بکر حشينا ان فارقنا القوم ولم تکن بيعه ان يبايعوا رجلا منهم بعدنا بايعنا
هم علی ماﻻ نرضی و نخالفهم فيکون فساد فمن بايع رجلا علی غيرمشوره من المسلمين فلايتابع هوولا الذی
بايعه تغره ان يتقلا [/color:c157fcd3d7]
لنډه ترجمه ٠ ما وويل ای ابو بکر رض خپل ﻻس رامخکښي کړه هغه لاس رامخکښي کۍ نو ماهغه ته بيعت ورکړی
او مهاجرينو هم بيعت (رايه ) ورکړه او بيا انصارو بيعت ورکړ ی ٠ او موږ پر سعد بن عباده غالب سولو ٠ (مانا د ابوبکر سره ځان انتخاب کړی وو ) يو چا وويل چه ساسو سعد بن عباده مړ کړی ٠ ما ورته وويل چه الله مړ کړی
(مانا رايه ئی نه وګټلی ٠ سياسي مړسو ) عمر رض وويل کومه معامله چه موږ ته پېښه وه هغه کښي د ابو بکر
د بيعت څه زياته مهمه هيڅ معامله نه وه ٠ زموږ سره اندېښنه سوه ٠ که موږ د قوم څه جدا سو ٠ او د ابو بکر
بيعت ونه سو ٠ نو داخلګ به زموږ نه وروستو د چا سره بيعت وکړي٠ په داسي صورت کښي به يا موږ د يو داسي
سړی پلاس بيعت کولی ، چه زموږ د مرضی به خلاف به وو ٠

اوسنو خبره داده چه ډيمکراسي بيله شکه په اسلام کي داخيله ده ٠ او ډيمکراسي مانا انتخابات او بس بل شئ نه ده ٠که دغه خبره صحيح وي ٠ نو ټوله هغه حکومتونه چه بيله رايو د قوم منځ ته راغلي وه يا دي
نا مشروع نه دي يا وه ؟؟؟ که UN افغانستان ته په زور نوای راغلی نو دا امکان درلود ٠ چه يو مشروع حکومت
موږ درلودلی وای ؟؟؟ ٠ او ولي بعضی ملا طبيعته وايی چه په اسلام کي ډيمکراسي نسته ؟؟؟
اسلامي حکومت معنی ډيمکراسي !!!!!!!!
حليمي


محب الله عادل
01.07.2005

محترم حليمى صاحب !
سلامونه وړاندى كوم ، اوسلامتيا دی غواړم .
اول دا ويل ضرورى بولم ،کوم حديث چی تاسو رانقل كړيدۍ، دا د أحاديثو د كوم قسمه څخه دۍ؟ .....او بل دا چی دا حديث ددى معنى كله درلوده چى ډيموكراسى د اسلام سره لازمه ده ؟ او بل دا چى تاسو سيرت نبوى راواخلۍ ، نو هيڅكله به دا ټكۍ پكښى پيدا نكړى .چى ډيموكراسى هم په اسلام كى سته،بلكه ډيموكراسى او اسلام بيل بيل دى .ددى لپاره به دلائل وروسته دركړم تر څو ته په ډاډمن زړه دا قبول كړي . مننه ! نور مو پر لوى او بخښونكى رب سپارم............


نقاد
02.07.2005

درنو لوستونکو ته سلام !
د اسلام په سپيڅلي دين کې موروثي مشر نشته ، که وای نو علي رض به لومړی خليفه ، حسن او حسين دويم او دريم خليفه او د غوی اوﻻد ه به تر نن ورځې پورې پسې وړاندې د اسلامي نړۍ مشران (خلفأ) پاتې شوي وای!
خلافت په زور هم نه دی، که نه بيعت به د راشيدينو خليفه ګانو څخه يوه هم نه وای کړی. بيعت کول د هر مسلمان تبعه حق دی او د نن ورځې د رايو ورکولود اصل زړی جوړوي چې په يو لړ بشپړواوي سره ترې عصري يا دموکراتيک انتخابات جوړيږي!
کله چې رايه ورکول د مشورې څرګندولو وروستی پړاو يا شکل دی، او مشوره کول په هره مهمه خلاف النظره يا بيل انده موضوع کې د اسلام له نظره واجب ده ،
نو څنګه چې د مشر اوواکمن ټاکل له نظري اختلاف پرته امکان نه لري ، بيعت يعنې راي ګيري د مشر ټاکنې يواځينۍ ممکنه ، اړينه او واجبه ﻻر ده !
هو اسلام وايي چې د مسلمان او کافر تر منځ انتخاب نش کيدای او کافر کانديد کيدای نشي ، بلکې انتخابات صرف د مسلمانو کانديدانو تر منځ صورت نيسي او بس ! داچې ميراثي مشري يعنې پادشاهي اسلامي ﻻر نه ده ، او د زور ﻻر هم د ځنګل او وحشت قانون دی، نو ازاد مخفي او عمومي انتخابا ت او رايګيري يواځينۍ اسلامي شرعي ﻻر ده او بس ! بل دينه کافر اتباع د رايو حق لري خو د کانديد کيدلو او مشرۍ حق په اسلام کې نه لري ، البته بي دينه يا ملحدين په اسلامي ټولنه کې يواځې يو حق لري او هغه د خپل مرګ حق دی نه د ژوند، چې صرف داسلامي حکومت محکمه يې ورکولی شي ، [color=white:0c7ab29201] آيا همداسې نه ده ؟ [/color:0c7ab29201] والسلام !


محب الله عادل
02.07.2005

زما خوږو او ګرانو ملګرو.......!
د انتخاب معنى و يو شى ته تر بل ترجيح وركول ، د امير د انتخاب معنى دا چى يو شخص ته پر بل په ټولو شيانو كى ترجيح وركول دى .
هغه داسى چى په ده كى به ټول هغه خصوصيات موجود وى كوم چى ده ته ئى تر هغه بل ترجيح وركړيده .
د امير د انتخاب لپاره زموږ سره څو مختليفى لارى سته ، خو په هغو كى داسى لار لكه په ننې عصر كى چى موږ وينو، هيڅكله نه موندل كيږى .
د امير انتخاب : 1) دبيعت په ذريعه ، 2) د استخلاف په ذريعه ، 3) د استيلاء په ذريعه ، 4) د شورى په ذريعه ، 5) د توكيل په ذريعه .
ددى نه پرته دا ننى انتخاباتى لار راته د شريعت محمدى نه بلكه راته د UN معلوميږى او لا دا چى په تأكيد سره ويلائ سو چى دا لار د انتخاب د امير د UN ده .
د اسلامى ملك مشر ، خليفه ، امير او يا پاچا په هيڅ صورت تر قانون لوړ نه بلل كيږى . بلكه هغه په خپلو ټولو انفرادى او اجتماعى أمورو كى د الله رب العزت نه علاوه ، عامو وګړو ته هم په جواب وركولو مكلف دۍ .
آ يا يا داسى سته؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ وګورۍ........!
مننه !



ع کريم حليمي
20.07.2005

محب الله عادل وروره سلام !
[quote:1a96207830]د امير انتخاب : 1) دبيعت په ذريعه ، 2) د استخلاف په ذريعه ، 3) د استيلاء په ذريعه ، 4) د شورى په ذريعه ، 5) د توكيل په ذريعه . [/quote:1a96207830]
ګرانه وروره !
بيعت په يوه معنا چه وفادارۍ ته ويل کيږي ٠ يعني ته بيعت کوې ٠ چه پر خپله وفا
باندي درېږي ٠لکه د نبي په زمانه کښي چه خلګو د مبارک سره بيعت کاوه او لاس به
ورکړي چه اسلام مي قبول کړي ٠
او استخلاف زمانه خوخلاصه وه ٠ پسله ٤ يارانو ٠ که ځنکه ؟؟
او استيلا خو بيا يوه عدواني لارده که څنګه ٠ زه داسي پوهيږم په استيلا چه په
زور سره حق واخلي ؟؟؟
شورى خو يوه مجلس ته ويل کيږي ٠ نه داچه اولسوال راولي په شوری ٠
فيصلي په شوری کيږي ٠ امير په شوری خو پارلماني ته ويل کيږي
او د وکالت يا وَكَالَة خو هم سمه خبره ده وکيلان راځي پر هر خبره د معاملاتوبه شوری وکړي او فيصلې به راباسي
نور نو زه نه پهېږم ٠


ghareebdost
06.03.2009

محترمينو!
يو مطلق انتخاب دي،يو عام انتخاب دي،يعني عام انتخابات : لکه دنن ورځي جمهوريت ددي ثبوت اومٍٍٍثال په اسلامي خلافت کې له سره نشته،البته که په قياساتو جواز ورکول کيږي،نوهغه بيادمفتيانو کارده،خو دا موضوع دومره اسانه اوساده هم نه ده،چې موږسترګي پټي او خوله خلاصه کړو،يوڅه دمطولاتومطالعه پکارده،دادحليمي صيب ځراکت اوپوه ده،چې له دومره علمي شان سره سره يې داموضوع دپوښتني په شکل مطرح کړې...


Ghairat
07.03.2009

درنو اومحترمو ورونو!
د اسلام دمقدس دین ټول احکام رغنده دي، د فساد مخه نیسي او د انسان عقل ته
زولنوڅخه نجات او فلاح ورکوي . نوکه څوک په دې پوه اوسي د ټولنیزو مسایلو له پاره وړاندی شوی حل لار همدغه د محترم اومکرم استاد حلیمي صیب لیکنه ده :
وګورئ دولسمشر یا خلیفه ټاکل یوه ستره مسله ده، په دې کې اختلاف حتمي راځي او کله چې د اختلاف خبره رامنځته کیږي اومهمه هم وي نو د الله تعالی امر د ټولو ډلواو طایفوتر منځ په روغه جوړه سره مشوره کول دي.ددغه آیت کریمه د تطبیق له پاره نن ورځ د همدغسې لا ډېرو معضلو د حل په موخه باید دایمي شورا چې ملي شورا ورته وایو د یوې تقنیني دورې له پاره په ټولنه، پّه تیره بیا اسلامي ټولنه کې موجوده وي!
دولسمشر سره بیعت نن ورځ یواځې او یواځې د عامو ، آزادو اومخفي رایو د ورکړې له لارې ممکن دي ۰ څنګه چې بیعت یوه مسنونه طریقه ده چې هم آنحضرت (ص) سره د مسلمان کیدو په وخت هر عرب اووروسته د لومړیو ۴ خلفاو سره د خلافت د مشرۍ سره د ملاتړ ښودلو له پاره آن د مقابل کاندید د موجودیت په شمول تر سره کیده،نور نو دانتخاباتواسلامي امر څه ته وايي، د ۴ واړو خلفاوعمل امر او غوښتنې هم د الله تعالی پیغمبر (ص) دخپل امت له پاره سنت بللي دي!
په دې اساس شفافې ټولټاکنې په اسلام کې یوه مسنونه، اړینه او تر هرڅه زیات د اسلام د مقدس دین د پراختیا، اعتبار او سیاسي بري له پآره یواځینۍ کوټلې طریقه ده!
زمونږلومړني اول الامر همغه ۴ واړه راشدین خلیفه ګان وو چې د امر بیرويی د

[color=white:c1d79d054e]۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰اطیعوالله واطیعوالرسول و اولی لامر منکم [/color:c1d79d054e]
د الهي ارشاد سره سم پر مونږ اوس هم لازم دي!

که دا طریقه د ۴ واړوخلفاونه راوروسته هم پیګیر عملي شوی وای، دیونان ددموکراسۍ نوم نه، بلکې د اسلامي ولسواکۍ نوم به په نړۍ کې خپور شوی و اوپه پایله کې به یې اسلام د اوسنۍ محدودې دوه یا درې چنده زیاته پراختیا موندلې وه!
ددوی ځواب به ملایان پادشاهان او ټول هغه کسان چې د واقعي اسلامي ولسواکۍ مخه یې ډب کړې وه ، ډب کړې ده او لا ډبوي یې د قیامت په ورځ په داسې حالت کې وايي چې لوڅ کوناټي به د عذاب په سره تبۍ کینول شوي او پوښتنې به ترې کیږي،چې دې ملایانوولې د اسلام له پراخه اوعظیم نظام څخه د خپلې تنګ نظرۍ په تنګ او تروش چوکاټ کې د اور تکه سرۀ سکروټه جوړه کړې وه چې نه چا په لاس کې راخیستلی شوه اونه یې غورځولی!


عادل عادل
09.06.2009

سلامونه

دروند مشر حلیمي صیب

ستاسو نه ستاسو د پیل په لیکنه کې د "مطفق علیه" كلمه د انتظار نه ډیر لرې بریښي.

ټایپي خطا بلل یې هم لرې خبره ده ځکه چې د " ت" او "ط" ټکي د کیبورډ په مخ د درواغژن خبره یو کیلومتر فاصله لري.



ع کريم حليمي
09.06.2009

السلام عليکم  ،سلامونه !

که د ليکني مطلب مي استمنا  واي ،او ليکلي مي وای چه استغنا  نو بيا د خندا وړ وم 

زه يو مغروره او متکبير سړی يم ، په داسي حال کښي چه هيڅ څوک تر ځان 
کښته او حقيرنه ګڼم ، (اسلامي اخلاق دي )
د پوهي دعوا لرم ،نه د سواد  
کله چه هستې ته ولاړ سم او ورننوزم بيا د ناپوهۍ احساس وکم ، نو بيا 
نارې کم ، چه ناپوه يم 
او سواد د پوهي علامه نه بولم ، 
داخو بېخي منم چه :"What separates the grown-up authors from the boys is the quality of the writing and David Eddings is one of the best
اما زه نه أَدِيب يم , نه كاتِب ,  نه محرِّر اونه رسام 
او پر دا ټول سربېره عفو کوه !!!!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more