د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

دستوروقافله..................... یوخوندور شعر

خاټول
14.02.2009

دالاندنی شعر نن په ټول افغان کی نشر شوي ماته یي ‌ډېر خوند راکړ تاسو هم نظر ورکړۍ

دستوروقافله
ملا احسان الله احسان

دلته لمانځل دتروږمۍ نه دي روا

دلته دستورو قافلې تيري شوي

زموږدمينی جذبې نه ختميږي

زموږپه مینه زماني تيري شوې

دلته دسرپه بیه فتحي غواړه

سل ديرغل په نوم جګړې تېري شوې

اوس لاهم نوح خپله کشتۍ چلوي

دلته دهرتوپان څپې تېري شوې

*

ته لاجارج انګل زيږولی نه وې

زه یوفاتح وم،په دُنياکي ومه

ته لاماشوم وې ته په خوب ويده وې

زه په اُندلس په صومالياکې ومه

زه دپاريس په غرواوښتی ومه

تبرپه لاس په کلېساکې ومه

هلته طارق ابن زيادنومېدم

هلته دغرب هره غزاکې ومه

*

کوزسومنات ته رسېدلی ومه

لوی بُت شکن وم غزنوي نومېدم

دډيلي تخت زما وو زه پرناست وم

باباملت وم ابدالي نومېدم

برپه ترمزاوبخاراکې ومه

شيخ بُخاري ،شيخ ترمذي نوميدم

دبلخ کوڅوکې اوسيدلی يمه

شيخ الهرات وم ملاجامي نوميدم

نن مې هماغه دبدبه خاوري ده

نن رانه ټول لاړل اوبو وړي دي

هاغه سپين وينې دکیوباپه جبين؟

هاغه راڼه ستوري موغلو وړي دي

کلی مو وران دی کلی څوک آبادکړي؟

نشته دژوندخلک مرګو وړي دي

دا علامې به دقيامت نه ګڼو؟

چې دزمروبچوڼي سپو وړي دي؟

*

لادبري منزل ته لارپاتي وه!

داُميدونو قافله ورکه شوه

دپلارقاتل مو لاوژلی نه وو

زموږدمشر ورور غسه ورکه شوه

زه لاغوسه وم،مابدله اخيسته

خودپلار توره اوچاړه ورکه شوه

دی نن جناب دی دبلډنګ خاوند دی

زما زړه توره خېمه ورکه شوه

*

خدايه زموږ دُعاقبوله کړه نور

داثموديان سيلۍ ته وخېژوه

پردوي دخپل قهرتوپان راوله

خوموږ دنوح کشتۍ ته وخيژوه

په دوي مکان دقارون بياووينه

موږدنجات سپوږمۍ ته وخيژوه

دوي ته داتورجهان دوزخ غوندي کړه

موږدجنت نړۍ ته وخيژوه

*

خدايه یوتالرو اوتاته ژاړو

زموږیوسف بياله کيوبا راوله

داد دجال بچي په کور راغلي

دوي ته مهدي دوي ته عيسی راوله

دافرعونيان دي دنيل غاړه غواړي

دوي ته هارون دوي ته موسی راوله

زموږکليوال بياپه اذان راويښ کړه

زموږمنبرته بياملا راوله
خدای به دلمرڅرکونه وځلوي

په تورو توروکې به سپين راولي

واک دجهان به لراوبرزموږ وي

بيابه اميرالمؤمنين راولي

بيابه یوځوک داحمدشاه په نوم وي

بيابه ولکه کې آباسين راولي

داټول احسان دزړه په وينو ليکی

دبري توري به رنګين راولي[color=green:f75a7d9398][/color:f75a7d9398]


باتور
14.02.2009

په قلم او ګوتو دې برکت سي. . خدای دې ژوندی بريا او آباد لري. . داسي شعر ويل د هر چا کار نه دی . .

خاټول خورې ډېره ډېره مننه، خوشحاله او هوسا اوسې !!

په درنښت


عادل عادل
16.02.2009

سلامونه

ډیر عالي او د هر سوځیدلي او دردیدلي زړه انعکاس دی،

په تایید او ادامه یې ..........

د بري توري به په تورو ګټو
چې د واک سر ته یو متین راولي

د افغان ټبر سوځیدلې هیلې !
ستا ارادو ته به یقین راولي

خدایژو وحدت او اتفاق خپل کړی
که نه غلیم به بل ناورین راولي

د خپلواک او ازاد افغانستان په هیله


Ghairat
17.02.2009

رښتیا چې ملا احسا ن الله احسان د ننګرهار یو رسیدلی ملا او پر طالب غورځنګ دالله تعالی یو ښه احسان و ، خو د مزار شریف د جګړو
په درشل کې دئ هم دملا برجان په څېر د یو نامعلومه ۰۰۰ له خوا شهید کړی شو ،
ښایي د هغې اندتوګې له امله چې د شعر له دغې کړۍ څخه یې ښه په ډاګه
څرګندیږي :

[color=white:90893c5751]بيابه یوځوک داحمدشاه په نوم وي
[/color:90893c5751][color=red:90893c5751]٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠بيابه ولکه کې آباسين راولي [/color:90893c5751]


رښتینی
08.06.2009

ِِښاغلی غیرت صیب سلام !

په یوه ټوکه می خپه نشی وای له یوه سړی نه سخوندر ورک و او له
ډیرو منډو ترړو وروسته یی هم پیدا نکړ او همداسی پسی ګرځیدی
اخر یی وسواس غالب شو نو کله به یی چی کوم ځای دووه کسان په
یوه ځای سره ولیدل او سره غږیدل به نو ده به ورته وویل : داڅه سخوندر
سخوندر لرئ ؟

اوس ستاد ای ایس ای او طالبانو داړیکو له خبری نه هم دسخوندرورکی
خوارکی سخوندر جوړ شو دادب او شعر په برخه کی د شاعرانو په خبرو
کی دی هم هغه خپله اندیښنه پټه نکړای شوه :)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more