د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

ملګرتیا

رښتینی
07.06.2009

ملګرتیا:

قومندان صیب په تریو تندی او تروشه لهجه هغه ته وویل :هلکه !

ته ډیر کم عقل یی ته نه پوهیږی چی په دی توګه به یواځی خپل

سروخوری او داد یوه بی ګټی کار له پاره دهغه غوښه اوهډوکی که

ته دلته راورسوی یا هغلته پاته شی کوم توپر نلری خو دا چی ددی

بی ګټی کار په سرته رسولو سره ته بیا دجګړی لمبوته ننوځی نو دا

ستا ناپوهی او حماقت ده .

...قومندان صیب ! بښنه غواړم که دا کار هرڅومره بی ګټی وی وی دی

خوزه خامخا دا کار سر ته رسوم او له خپل هوډ نه نه په شا کیږم او په

دی توګه یی د جګړی دلمبو په لور منډه کړه او یوه ځغل یی هغه ته ځان

ورساوه دجګړی په سره تناره کی غوپه کیدلو ته یی ورټوپ کړل او په لاره کی ښه ډیر ټپونه وخوړل کله چی دخپل ملګری خواته ورسید دهغه وروستی سلګۍ وی او له ده سره له څو لنډو خبرو وروسته یی ساه

ورکړه ده خپل ټپی بدن او په وینو لژندی وږی هغه ته ورکړی او را په

شا یی کړ بیرته خپل ځای ته درارسیدلو په مهال یی نور ټپونه هم وخوړل

او خو خپل ملګری یی د جګړی له ډګر نه راخلاص کړ .

قومندان چی کله دی ولید نو دخپلو تیرو خبرو دتصدیق له پاره ی هغه ته وویل : ما نه درته وویل چی ته ډیر کم عقل او ناپوهه یی یواځی دی خپل

بدن په ټپونو چور چور کړ اوداددی له پاره چی دا مړه هډونه دی دلته را ورسول تا روغ رمټ ځان ولی ددی مړه انسان له پاره په خطر کی واچاوه ؟

دی خو هسی هم مړ و؟!

جنت خان وویل نه قومندان صیب زه چی ده ته ورغلم دی هغه مهال

لا مړ نه و اوژوندی و قومندان په ډیره غصه په هغه باندی وربړچ وهل :

دا دمرګ په خوله کی څو ګړۍ ژوند ژوند نه بلل کیږی تا هسی ځان له کړاو

سره مخامخ کړ او ....جنت خان وویل نه قومندان صب ! هغه له ماسره

خبری هم وکړی او رشتیا چی دمرګ په خوله کی ژوند ژوند نه ده

اوپه هغه کی هم ایله دومره سیکه پاته وه چی ماته یی وویل :

[color=darkred:69d07acc1c]زما یقین و چی ته به ما نه پریږدی اوراپسی راځی به ...[/color:69d07acc1c]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more