د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ددینی مدرسوښوونیزنصاب داړتیا وړتیااونیمګړتیا په تله کی

زرملوال
11.03.2009

.

السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته
.
زموږ یوه ښه لیکوال اوپوهه ملګری دمشال په نامه په یوه دینی
اودعوتی مهالنۍ مجله کی دافغانستان اوسیمی ددینی مدارسو
په موجوده ښوونیز نصاب باندی یوه سپړلی اوتفصیلی لیکنه کړی
ده دالیکنه زماډیره خوښه شوه او‌یر دلچسپ تفصیلات لری او دینی
علماوته د موجوده نصاب په اړه ښاغلی لیکوال ډیر ی په زړه پوری
مشوری او وړاندیزونه لیکلی دی

دالیکنه به زه قسطواره دلته رانقلوم او له محترمو علماو او دښوونی
اوروزنی له ماهرینو نه هیله کوم چی په دی اړه خپلی مشوری او نظریات
راسره شریک کړی

داهم لیکنه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دديني مدرسو ښوونيز نصاب داړتيا،
وړتيا او نيمګړتيا په تله کې:

سرېزه

په يوه موضوع تفصيلي ليکلې خبرې خلګ کتاب بولي، داکتاب بياپه مختلفو برخو،بابونو اوفصلونو(څپرکو) وېښل شوى وى ؛خوددې کتاب په پيل کې بيايوه ډله خبرې راوړل کېږي،چې هغه پخوانيوخلګو دمقدمې ياديباجې په نامه يادولې اونن داتوري په پښتوکې په ((سريزه)) سره اړول شوي اوژباړل شوي. ملاصاحبانو په درې څلور_پنځه مياشتې رخصتې تېره کړې وه غاړې به تازه اوفکرونه به روڼه ول نوکله به يې چې کتاپ شروع کړدمقدمې مباحثوته به بېرته شول اوايله په دوه مياشتې کې به له مقدمې خلاص اودمقصد ټکوته به ورنيږدې شول.مقدمة العلم يامقدمة الباب اوددې په تعريفونوکې به
دتقريرونو طوفان اوسيلۍ شروع وې.

دکتابونو ليکوالانو هم په لوى لاس په مقدموکې جنجالونه جوړ کړي و.هغوى هم دعربي ژبي خزانې ښې پلټلې اوچاڼ کړې وې اوسخت اونامانوس توري به يې په زورپه مختلفو عباراتو کې تخته کړي اوځاى کړي وو استعارې اوتشبيهات به يې په خپلوخبروکې پييلې وې دوخت دواکمن به په ځاى اوبې ځايه صفتونه کړي وواوداړوندفن اوعلم اهميت اوفرضيت په اړه به يې ډېردلا ئل راوړي و.په دې مقدمه کې به داسې بحثونه کېدل چې ډېروبه يې له اړوندفن اوآن کتاب سره لا اړيکي هم نه لرلې ، دلته به دمثال په توګه دسرخبري دامورالحرب په هکله وې .
المقدمة:بکسرالدال المشدده وفتحها والمقدمة ماخوذة من مقدمة الجيش .بيابه نودجيش په ميمنو،ميسرو اوقلب باندې خبرې کېدلې .زماياديږي چې ډېرپه اصطلاح منتهي طالبانو ته به داستعارو اوتشبيهاتو درسونه ډېرسخت وو ددې لامل داؤ چې دمعاني، بيان اوبديع دفنونو يواځنى کتاب د"تفتازاني"صاحب مختصر (مختصرالمعاني) به چې دبديع فن ته رسېده رخصتي به پرې رامخې ته شوه .
له دې زړو او"خولووهلو" خبرو نه مې موخه داده ،چې زموږ دمدرسو دمباحثو سور،بر اوعرض نه ؤ معلوم اوله ټولو لويه بده لا داوه ،چې زموږ له ګډوډنصاب نه به چې څرنګه يوطالب فارغ شو، سمدستي به په تدريس بوخت شو .نن اوله ډېري مودې راهيسې په نړۍ کې د"دارالمعلمين" په نامه دتعليم اوتربيې يوه مهمه مرحله موږ شاته غورځولې ،دتدريس دنازکې اومهمې دندې له پاره نويوفارغانو ته هيڅ پروګرام نشته.
له دې روان رکود اوڅوسوه کلن جمودسره دخواشيني ځاى دادى چې په علمي اومدرسي کړيوکې لاتر ننه دنوښت اوويښتيا نـښې نښانې نه ترسترګوکېږي اوهماغه زوړملا اوزړې تراويح دي؛ هماغه قاضي اوحمدالله ،ميبذى ،صدرا اوشمس بازغه ده ،چې په خرپ سره تدريس کيږي.
دې زړو،سوليدلو،ورستو اوله و خته تېروفنونو زموږ ډېرځوانان له هدف څخه تېرکړي اودشيرين عمرډېري مياشتې اوکلونه يې ورڅخه خوړلي دي ،په همدې موخه ديوناني فلسفې په تاريخي سېراوېون باندی ېوه لنډه ليکنه ګرانو لوستوالو ته وړاندې کوم: څووپتييل شي چې دافن له يونان نه اسلامي نړۍ ته څه ډول راغلى دى؟ اوڅومره فجايع اوغميزې يې زيږولي دي؟ وروسته مې د روان مدرسي نظام په ځينې کړاوونواونيمګړتياولنډې خبرې کړې دي اوپه ترڅ کې مې ځينې مشورې اونظريي وړاندې کړ ېدي چې شايد رغوونکي اونوښت راوستونکې به وي.

دمدرسې اومکتبي
کړيوترمنځ بعداوليريوالي:

ناپوه اوناخبره ولسونه هروخت داستعمارګرو اواستثمارګرو تربريد اويرغل لا ندې وي ،دهغوى دډول ډول چالونو اودسيسو ښکاروي اوهروخت دزوروروله خوازبيښل کيږي.
خيردادپردېوله يرغلونو اوبريدونو شکايت اوسرشکونى اوس زموږ يوه روا ني ناروغي ګرځېدلې ده اوهرڅه چې راپيښيږي هغه په نوروتپواوپه دې توګه په ګرمو اوکړمو باروږي يوڅه سپکوو که نه هرڅه موږ ته له خپله لاسه راپيښ دي . ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ
دپردېوله بې رحمي اوزموږ له نااهلي نه دراپيښو ستونزو لړليک اوفهرست خوډېراوږد دى خوزه يې يواځې هغه برخه رااخلم چې زمونږ له موضوع سره تړاولري اوهغه دتعليم اوزده کړې موضوع ده، دهند په نيمه وچه کې له ډېري مودې راهيسې دوه ډوله تعليم اوزده کړه رواج ده :چې يوې ته ديني اوشرعي پوهه وايي اوبلې ته دنيوي اوعصري پوهه وايي،دلومړي ډول تعليم اړوندخلګ طالب ،چړي،ملا،مولوى اودشيخ صاحب په نومونو سره ياديږي .اوددويم ډول زده کړې خلګ دمحصل،مکتبي،تعليم يافته اوماسټر په نومونوسره ياديږي اوس به راشو چې دې دتعليم دووه والي ياثنويت ستونزې مونږ په کوموربړو اوستونزو اخته کړي يو ؟ اودزده کړي ددووکړيوترمنځ پروت خليج ديوه دين ديوه ملت وګړي ؛ديوه کور ديوه ټاټوبي استوګن خلګ
څومره يوله بل لير ي ساتلي دي ؟!
زمونږ ددې دووکړيو ليريوالى زمونږ په سياسي اوټولنيزو ډېرو ربړو اوغميزو کې پوره ونډه لري اودلنډوڅولسيزو مختلفو پيښو ته که ځېرشو، له نورو ډېرو لاملونو نه به دتعليم دثنويت اودوه والي جراثيم ډيري ستونزي زيږولي وي اودايو داسې حقيقت دى چې پوه خلک يې درک کولاى شي خوله بده مرغه چې ددې ويجاړونکي رنځ ددرملني له پاره چاپه زړه پورې کارنه دى کړى، دې ستونزې مونږ په معنوي توګه هم ډېرځپلي يو،ديوه احمديوزوى بريالى که له مکتبي زده کړې سره اړيکي لري اوبل زوى توريالى يې په مدرسې زده کړه بوخت يي نودواړه په خپلوکې په ژبه نه سره پوهيږي.
مسټر بريالى وايي:مولوى صاحب توريالى اودهغه اندوالان تورفکري اوزاړه پالان دي ددوى ارتجاعي افکار دترقي اوپرمخيون په لاره کې خنډونه دي اوټولنه څوسره کاله شاته ټيل وهل غواړي دمسټر بريالي په اند ملاتوريالى اودهغه دفکراواندملګري (ملايان)دوخت په ژبه نه پوهيږي اوپه زړو لاروروان دي دبريالي خيلوداځينې په حقيقت ولاړې اوځينې له حقيقته لري خبرې تردې ځايه پورې لا ځان رسوي چې وا يي ملاصاحبان دکلتور زاړه اووراسته توکي دي څوچې داتوکي د کلتور اوتمدن له اډانې نه ايستل شوي نه وي داکلتوراوتمدن دپرمخيون په لاريون نشي کولاى اودې ته ورته
نورهم ځينې خرافات اوحقائق شته چې بايداصلاح اوتسليم کړل شي.
داراز ملاتوريالى هم دبريالي خيلوله لاسه په لړمانه کې پوخ اوزړه يې خوړين دى هغه وا يي مسټر بريالى له دينه لري اوپه اسلام اومذهب نه ده خبرهغه دمکتبي کړيو اړوند خلک له قرآن کريم اوحديث نه ناخبره اوبې دينه بولي،ملاتوريالى وايي :مسټر بريالى داسلامي تهذيب اوتمدن له ښيګڼو اوفضائلو ناخبره اوپه لويځوال تهذيب مين دى دوى مسلمانوټولنو ته دلويځوال تهذيب دراواردولو هڅې کوي اودلويديځ دتيکنالوژي اوساينس په پلمه په مسلمانانو کې فحاشي اوبربنډوالى خپرول غواړي داسمه ده چې مسلمان بايدله علم اوپرمختګ سره مينه ولري.ولې دلويديځ دپرمختګ
په موادوکې دهغه تهذيب بی دېنی اوټولني بربادونکي اخلاق مسلمانان له ستونزو سره مخ کوي اوله خپل اصيل تهذيب نه يې لري کوی .داراز دملا توريالي په خبروکې نورهم ډېر حقائق شته اوځينې داسې بې ځايه خبرې هم لري چې دهغو مسؤليت په اصل کې ده ته راجع کيږي.
دادتعليم ددووه والي اوثنويت په پايله کې هغه رامنځته شوې مفکورې دي چې ديوه لوري له خوابل اودهغه بل لوري له خواخپل سيال ته متوجه دي اودادوه تقريباً متضاد نظرونه اودهغو پلويان زمونږ په ټولنو کې فعلا شتون لري اودټولنو دډېروودو اوپرمختګونو په وړاندې خنډدي.
دتعليم دې ثنويت په مختلفو وختونوکې ګڼ شمېرستونزې زيږولې اوکه حالت همداسې پاتې وي تردې زياتې ناخوالي اوبوږنوونکې پيښې به وزيږوي. همدانن چې زموږ په ټولنه کې ماشومان ددرس ويلوجوګه کيږي دمامور صيب جان اغا زامن مکتب ته روان وي اودملاصيب نظردين زامن مدرسې ته .
اوس پوښتنه داده چې څوک شته چې ديوه ملي اواسلامي دردپه لرلو سره دې ستونزې ته ځېرشي اوداتېري بدی پايلې اوراتلونکو ترهغو بدعواقب په نظرکې ونيسې اوديوه داسې مشترک نصاب له پاره هڅې په کارولويږي چې ديوه هيواد اويوه ولس زامن په ګډو ميزونو له يوډول تعليمي نصاب نه دعلم اوپوهې په ګاڼو وپسولل شي؟!!

دايوه ارزو دايوه هيله دملت هر دردمن اوويښ عالم اوپوهه ته دخواستونو اوزاريو په بدرګه وړاندې کوم اوکاش چې هرعالم هرپوهاند هردردمن اوپوهه هيوادوال ته مې داتوري دخپل زړه په وينو ليکلي واى څويې دهغوى په زړونو اغېزشندلى واى .

نوربیا


دويمه برخه

زرملوال
12.03.2009

دويمه برخه

.

دديني مدارسو نصاب ته تنقيدي نظر

دانسان په ټول تاريخ کې دښوونې اوروزنې اساسي توکي اوعناصر درې دي چې هغه تعليمي نصاب ،ښوونه اوښوونکى دى .دهمدې دريو توکيوپه برکت سره په انساني ټولنه کې يوتهذيب اوتمدن رامنځته کيږي اوعلم اوعمل اوښې چارې په همدې توکيو پورې تړلې دي.
که په دې دريوتوکيو کې کوم يوناقص شي ياپوره توجه ورته ونکړل شي نوپه يقيني توګه سره انساني ټولنه له ستروفاجعو اوغميزوسره مخ کېدلاى شي اودانسان جوړونې اوسمې ټولنې درامنځته کولو کارله ګواښ سره مخامخ کيږي.
له دې کبله کله چې بنيادمانو دزده کړې اوتعليم لورته توجه کړې ده دې دريوعناصرو ته يې جدي پاملرنه کړې ده .کله چې انساني فکر دژوند په ګڼ شمېرډګرونو کې قدم ا يښى دى اوله ډېرو پړاوونو تېرشوى دى نوډېري تبديلي، تغيرات اوانقلابونه يې شاته پرې ايښي دي اوددې بدلونونو په نتيجه کې طبعاً نصاب ،تعليم اوښوونکى يامعلم اوقلم هم تغير اوبدلون ته اړشوي دي ؛نوپوهانواومفکرينوهغه بدلونونه په خپل وخت کې حس کړي دي اوددې پورته ټولوڅېزونوپه نظرکې نيولوسره يې په نصاب کې کارونه کړي دي اوپه نصاب کې يې هروخت ترميم اوتنسيخ اوله حذف اوزيادت څخه
کاراخيستى دى اوددې نمونې په قبل الاسلام تاريخ کې هم شتون لري.
دې دريوتوکوته اسلام هم پوره توجه کړې ده .اودخپل سترماخذ (قرآنکريم)دپيل وينايې په :ولوله ! پيل شوې ده،اودزده کړې اوتعليم يادونه يې په ډېراهميت سره کړې ده ،اودخدای جل جلاله سترپيغمبرصلی الله علېه وسلم په خپله ځان ښوونکى اومعلم بللى دى :بعثت معلماًــــ حضرت رسول الله صلی الله علېه وسلم ښوونې اوروزنې ته ډېراهميت ورکړى دى اوپه دې اړه يې دبدردځينې بنديانو مثال ژوندۍ بيلګه ده کله چې په بدرکې ددښمن ځينې نېول شويوکسانودفديي وس نه لا ره ؛نوپه هغوباندې حضرت رسول الله صلی الله علېه وسلم داشرط ولګاوه چې هريوبه دمسلمانانولسوهلکانوته ليکل ورښيي اوددې شرط په ترسره کولو سره به هغوى خوشي کول کېږي؛نومقصدداشو چې اسلام هروخت په ښوونه اوزده کړه ډېرټينګارکړى دى .اوڅرنګه چې زموږ خبرې په ټولېزه توګه دعلماوو اوپوهانو له پاره دي اوداليکنه دنصاب دسمونې اواصلاح په موخه ترسره کېږي ؛نوداپورته خبرې بې ګټې نه بولم اواوس ځينې هغوخبروته راځم چې بايدعلماء ورته متوجه شي اوددې روان رکود اودنصاب دزوړوالي اوبيکاره والي په اړه سوچ وکړي.

په اسلام کې ددين
اودنيا توپېرنشته:

دايومنل شوى حقيقت دى چې په اسلام کې ددين اودنيا توپېرنه دى شوى داسلام دژوند نظام ددنيا اواخرت په ټولوښېګڼو مشتمل ده.اخرت ته چې کومه لاره تللې هغه په دنياباندې پاس تېره شوې ده ځکه خو په حديث شريف کې دنيا داخرت پټى بلل شوې ده اوددې ګروهى اوموخې په اساس په اسلام کې تعليمي نظام هم له دې اصل څخه نشوايستلى يعنې داسلام تعليمي نظام هم بايد ددين اودنيا دواړه اړخونه په نظرکې ولري.
داسلام تاريخ ته که ځېرشو نوزموږ دموخې بيلګې به په هرعصر کې په ګڼ شمېرکې بيامومواوډېرتفصيل ته اړتيانه لېدل کېږي.له صحابه کرامواوتابعينو وروسته دعباسې خلفاووپه پېرکې چې کله علوم اوفنون زيات شول اواسلامي نړۍ ته ديونان ساينس اوفلسفه راننوتل اوپه پايله کې يې معتزله ،اشاعره ،متکلمين اومحدثين راپيداشول ددې مختلفو مکاتبو په رامنځته کېدلو سره په خلکوکې دافکر پيداشو چې بايدمختلف علوم اوفنون په درجو کې ترتيب کړل شي دامهال اسلامي نړۍ ته له مختلفو لوريوڅخه ډول ډول فنون راغلل چې ډېرى يې موږ دنيوي فنون بللى شو خودهغه مهال پراخ نظره
علماوو دديني اودنيوي علومو توپېرونکړ اوله تفسير اوحديثو سره يې ددې نورو فنونوپه زده کړه هم لا سونه پوري کړل اوددوى دپراخ نظري اولوى زړه په پايله کې ديونان ،ايران اوهندعلوم،فنون اوادب داسلامي پراخه ثقافت برخې وګرځېدې .
چې په دې منځنيو پېړيوکې داروپا توروپيرونو:Darkagcsخپلو تياريکيو ته له دوى نه رڼايي ترلاسه کړه اواروپايان يې له نشاة ثانيه Renaissanceسره اشناکړل.


و.افغان
14.03.2009

درنو هر یو محترم زرملوال صاحب او معزز مولانا حلیمي صاحب:
السلام علیکم
ما شاء الله ډیره ښه سکالو او ښه بحث مو روان کړی دی.
ددې مدرسو زاړه نصابونه مونږ ته داسی ګنګس خلک په لاس راکوي، چې داوسنۍ اسلامي ټولنی ددرد نه دوا کیږي، تاسو سوچ وکړئ
15 کاله شل کاله په منطق او نحو او صرف کې تیر کړي، داحادیثو دا لوي لوي مطول کتابونو چې
په لسګونو کلونو کې لیکل شوي دي، دتبرک په خاطر يي په يو څو میاشتو کې له نظره تیر
کړي، دقرآن کریم تفسیر ته خو تر نږدی وخته پوري نه نږدی کيدل،
او بیا راشي داسلامي أمت په لويو لويو مسائلو کې فتوا ګانی ورکوي؟!!!
نعوذ بالله
په درنښت


زرملوال
14.03.2009

.
محترم حلیمی صیب اوښاغلی صافۍ صیب ستاسو له نظریاتونه ډیره مننه
خوسمدستی دا لیکنه لا ډیره پاته ده اوتاسوته بلنه درکوم چی ټوله راسره ولولئ
--------------------------------

اسلامي نړۍ ته دمنطق
اوفلسفې داخلېدل:

دهارون الرشيدپه وخت کې دبيت الحکمة په نامه يوه لويه اکاډمي جوړه شوې وه چې په هغه کې فارسي،عيسائى،يهودي اوهندي ژباړونکي اومترجمين ګمارل شوي وو اودفنونو اوحکمت په اړه يې ليکنې اوژباړې کولې اوپه دې لړکې له مختلفو ژبونه خورازيات اثارعربي ژبې ته راژباړل شوي دي چې دااوس يې ګڼ شمېربيلګې زموږ په مدرسو کې شتون لري.اوداژباړي په کوم ځانګړي فن ياعلم پورې نه دي خاص بلکې په ډېروفنونو اوعلوموکې ګڼ شمېر کتابونه ژباړل شوی وو په دې لړکې چې چازيات کارکړىدى هغه دهارون الرشيد زوى مامون الرشيد دى له نوروتقصيلاتو نه تېرېږواودمامون
څولنډوکارونوته تم کېږو.
مامون په کشرتوب کې زيات اسلامي علوم لوستي و خووروسته يې فلسفې ته ميلان پيداشو اوهروخت به يې دفلسفې بحثونه کول اودده علمي ذوق له دې نه معلومولى شو چې ويل کېږي په خپلو لستوڼوباندې يې داقليدس دلومړۍ مقابلې دپنځم شکل طفرانقش کړې وه.ځکه دې شکل ده ته ډېرخوند ورکاوه .اوله دې کبله په عربي کې پنځم شکل ته (شکل ماموني) وايي اوکېداى شي له مامونه پرته بل کوم داسې واکمن موندل به ډېرګران وي چې هغه ته کومه علمي اصطلاح منسوب شوې وي.
يووخت مامون په خوب کې يوښکلى سړى وليد چې په تخت باندې ناست دى پوښتنه يې ورڅخه وکړه چې ستاسونوم څه دى ؟ هغه ورته وويل :زمانوم ارسطو مامون ډېرزيات خوشاله شو اوپوښتنه يې ورنه وکړه چې جناب! په دنياکې کوم شى ښه دى ؟خيالي ارسطو ورته وويل: هغه شى ښه دى چې عقل يې ښه وبولي.مامون ورته وويل ماته نصيحت وکړه :ارسطو ورته وويل چې له ((توحيد)) اودنيکو خلکو له ملتيا نه لاس مه اخله !
مامون هسې هم په يوناني حکمت اوفلسفه پسې لېونى و اوپه لستوڼو يې داقليدس شکلونه رسم کړي و کله يې چې ديوناني فلسفې پلارارسطو په خوب وليد دامينه يې نوره هم زياته شوه اودروم قيصر ته يې ليک ولېږه چې دارسطو ټول کتابونه اوليکنې ورولېږي.دامهال دبغداد اسلامي حکومت دنړۍ سترځواک و اوروميانوته يې يوه تشه نغوته دامرپه معنى وه.قيصر سمدستي دمامون امرته غاړه کېښوده خوستونزه داوه چې دامهال په روم کې هم فلسفه مړه شوې وه له ډېرو پلټنو وروسته يوه راهب ورته وويل چې په يونان کې يوځاى دى اودقسطنطين له پير راهيسې بندپروت دى اوله ده وروسته چې څومره
واکمن راغلي دي هغوى هريوه دې ځاى ته يو يو قلف ورزيات کړى دى.قسطنطين په خپل پير کې له هره ځايه دفلسفې کتابونه رايوځاى کړي و اوپه دې ځاى کې يې ايښي وو داپه دې موخه چې دفلسفې اوحکمت کتابونه عيسويت ته زيان رسوي.
دراهب په لارښوونه سره داخطرناکه خزانه پرانستل شوه اوخورازيات کتابونه خوندي وموندل شول دروم قيصر فکر وکړچې مسلمانانوته ددې کتابونو ورکول خوبه مذهبي عذرنه وي نودخپل دولت له مسئولينو سره يې مشوره وکړه هغوى ټولو په اتفاق سره مشوره ورکړه چې نه داهيڅ مذهبي عذرنه دى که په مسلمانانو کې دفلسفې کتابونه خپاره شي نوددوى مذهبي جوش اوجذبې به سړې شي.
دانظر قيصرهم خوښ کړ اوپه ينځواوښانويې دفلسفې کتابونه بارکړل اومامون ته يې ورولېږل.
مامون ددې کتابونو عربي ژبې ته دژباړلو له پاره يعقوب بن کندى مقررکړاودفلسفې دکتابونو درايوځاى کولو له پاره يې حجاج بن المطر اونورهغه کسان وټاکل چې دهارون الرشيد په بيت الحکمة کې يې لويي دندې ترسره کولې اودمامون نازولي عيسائي طبيب جبريل بن بختيشوع هم په دې کارکې ډېره زياته دلچسپي لرله. دامهال چې عربي ته دفلسفې کوم کتابونه ژباړل کېدل هغه په يوناني،فارسي،کالډى ،قبطي اوشامى ژبوکې وومامون الرشيد دفلسفې اوحکمة دکتابونو درايوځاى کولواوژباړلو له پاره دا لاندې کسان ټاکلي وو: حجاج بن يوسف کوفى،قسطابن لوقا بعلبکى، ا
بوحسان،سلمان، حنين بن اسحاق،سهيل بن هارون،ابوجعفر يحى بن عدى،محمدبن اسحاق الخوارزمى ،حسن بن شاکر،احمدبن شاکر،على بن العباس بن احمدالجوهرى ،يعقوب کندى،يوحنا بن ماسويه،ابن البطريق،يحى بن ابى المنصور.
لنډه داچې عباسي خلفاوو په دې توګه نه يواځې داچې دافلاطون اوارسطو افکاروته لاره پرانستله بلکې دهرفکر خلکوته يې اجازه ورکړه څوخپل نظريات په ډاګه کړي اوپه دې اړه دې له چاوېره نه کوي.

دفلسفې عروج اولوړتيا:

مؤرخين ليکي چې عربي ته ديوناني علوموم اوفلسفې داکارترڅلرمې پېړۍ پورې روان و څرنګه چې داژباړونکي اومترجمين نسطوريان ،يعقوبيان اوډېرعمده کسان يې عيسايان هم وو اويادحران اوايران فلسفې علماء وو نوپه ژباړوکې ددوى شخصي رجحانات اوتمايلات هم شامل وو اوبياوروسته داکسان په اسلامي نړۍ کې ديوناني فلسفې وکيلان اواستازي وګرځېدل.
له بده مرغه چې داسلامي نړۍ په برخه ديونان دهغو حکماوو کتابونه راوژباړل شول چې هغوى له اسماني دينونو اوديني مفاهيمو اوحقائقو سره بيخي نابلده وو اويواځې مادي افکاريې لرل. که موږ ديونان زاړه تاريخ ته سرورښکاره کړو نووبه وينو چې ټول له شرک اوبت پالني ډک دي اويونانيان په بت پرستۍ کې دومره مخکې وو چې په دې اړه يې دعلم الاصنام په نامه نوى علم ايجادکړنويوڅېړنو هم ثابته کړې چې يونان دبت پالني اوستورنمانځني ګړتېرشوى اوځاى په ځاى دستورنمانځني اوبت پالني معبدونه اوهيکلونه پراته دي نوله يونانه چې کومه فلسفه اونورعلوم اسلامي نړۍ
ته راانتقال شوي هغه ټول دبت پرستۍ په رنګ لړلي دي يوناني فلاسفه وو خپلې مذهبي ګروهي اواعتقادات اوشرکي تصورات په فلسفي اصطلاحاتو کې اسلامي نړۍ ته رانقل کړل اومسلمانو علماوو هغه علمي حقايق وبلل اودغور اوفکر موضوع يې وګرځول په دې اړهامام ابن تيميه دسورت اخلاص په تفسير کې ليکي:
اماقدماء اليونان فکانوا مشرکين من اعظم الناس شرکاً وسحراً يعبدون الکواکب والاصنام ولهذا عظمت عناياتهم بعلم الهيئة والکواکب لاجل عبادتها وکانوا ينسبون لهااليهاکل.
له بده مرغه چې دافلسفه ديونان دمتاخرينو حکماوو يعنې مشائينو فلسفه وه چې هغوى له ارسطو اخيستې وه هغه چې دوى يې معلم اول بولي مؤرخين ليکي چې ديونان متقدمين حکماء يوڅه له اسماني اديانو سره بلدوو لکه فيثاغورث،سقراط اوافلاطون ځکه دوى دانبياو (عليهم السلام) ځمکې شام ته تګ راتګ لاره اوويل کېږي چې له لقمان حکيم اودحضرت داوداوحضرت سليمان (عليهما السلام)له ملګرو سره يې ليدل کتل لرل.
خوارسطو بيخي دې لورته سفرنه دى کړى اونه دانبياوو له تعليماتو سره اشنا و اولکه چې وموويل اسلامي نړۍ ته چې کومه فلسفه رانقل شوه هغه دا رسطو فلسفه وه.
يوناني علوم يافلسفه:
عربي ته چې ديونانى علومو په نامه کومه ذخېره رانقل شوې ده هغه منطق ،طبعيات ،عنصريات،رياضيات وواوددې فنونو انتقال کومه دضرر ياتاوان خبره نه ده دنيوي اوآلى علوم چې له هرچا سره دي بايد مسلمانان يې خپل کړي ځکه حضرت رسول اللهوايي:حکمت اوپوهه دمؤمن ورکه ده هرچېري يې چې پيداکړئ بايدخپله يې کړئ خومتاسفانه چې ديونان په دې علوموکې الهيات په حقيقت کې ديونانيانو علم الاصنام وچې په ډېره چالاکي سره يې دفلسفې په ژبه اوعلمي اصطلاحاتوسره بيان کړى وو ،دافلسفه دتشو مفروضو اوپوچو تخيلاتو يوطلسم و چې نه څه ثبوت لري اونه په کومه نړۍ کې
دهغوشتون و په دې فلسفه کې خويادعقولو اوافلاکو دنسب لړۍ بيان شوې ده اوياله تشوفرضي اوخيالي څېزونو نه بحثونه شوې دې.يوداسې امت چې هغوى دنبوت الهى نعمت لري اودحضرت محمدصلی الله علېه وسلم په څېرپيغمبر ورته راغلى دى اوهغه دلوى څښتن ټول صفات اودانساني نوعې اوټولو مخلوقاتو دابتداء اوانتهاء په اړه پوره بيان اوتفصيلات ورته اورولي دي اوپه دې اړه يې يقيني علم ورته راوړى دى نوهغوى دې يوناني افسانو اوغولوونکو طلسمونو ته څه اړتيالري ؟! اودهغې په تفصيلاتو اوجزئياتو کې ولې بايدخپل خواږه اوارزښتناک عمرونه ضايع کړي؟.

ديوناني فلسفې عاشقان اواخوان الصفا:

په پيل کې داسلامي نړۍ فلسفه پلوه پوهانو اوعلماوو دارسطو دفلسفې په پټوسترګو منل اوتقليد ونکړ،اوهغه يې له تنقيد اوتحقيق نه لوړه ونه بلله اوډېرۍ پوهانو دفلسفې په ترديد کې کتابونه وليکل اودفلسفې په ګڼ شمېرموضوعاتو يې نظرونه ورکړل اوڅه چې کمزوري ورته ښکاره شول دهغه څرګندوني يې په ښکاره وليکلې.
په دې لړکې معتزله ؤ يوڅه زيات کارکړى دى چې نظام اوابوعلى جبائى په ځانګړې توګه ديادولو وړدي،په نهمه پېړۍ کې حسن بن موسى نوبختى د((الارا‌ء والديانات))په نامه يوکتاب وليکه اوپه دې کې يې دارسطو دمنطق ځينې مهم مسائل ردکړل.په څلرمه پېړۍ کې امام ابوبکرباقلانى ((دقائق)) وليکه چې په فلسفه يې سختې نيوکې وکړې اوپه يونانى منطق يې عربي هغه غوره وباله اوداخبره يې ثابته کړه .په پنځمه پېړۍ کې علامه عبدالکريم شهرستانى (دالملل والنحل ليکوال) دبرقلس اوارسطو دنظرياتو په ترديدکې يوکتاب وليکه اوددوى دمنطق له قواعدوسره سم يې په هغوى ردونه وکړل
دهمدې پېړۍ په اخرکې داسلامي نړۍ سترامام ابو حامد الغزالي دمنطق اوفلسفې په ضد راپورته شو اود((تهافة الفلاسفه)) په نامه يې هغه غوره کتاب وليکه چې ترسلو کلونو پورې ېې دفلسفې دپلويانو خولې وروتړلې داراز په شپږمه پېړۍکې ابوالبرکات البغدادى په دې لړکې ډېرکار وکړاود((المعتبر)) په نامه يې هغه کتاب وليکه چې دارسطواکثره نظريات يې غلط ثابت کړل.
اوپه همدې پېړۍ کې دخراسان سترامام فخرالدين الرازى دمسلمانومتکلمنيواواشاعره و په استازيتوب په فلسفه باندې سختي نيوکې وکړې؛خوداسلامي نړۍ هغه له فلسفې مرعوب پوهان چې ارسطو يې عقل کل باله له خپلو افکارو نه وو په شاکېدونکى دوى دارسطو دشخصيت په سحرکې راګېرپاتې وو اوهغه يې له هرډول نيوکواوتنقيدنه لوړباله دوخت په تېرېدو سره دفلسفيانو په منځ کې دارسطو تقدس اوعظمت زياتېده اودهغوى په زړونوکې دفلسفې ددې مشرکو پلارانو مينې ځاى نېوه ابونصر الفارابى (٣٣٩) دافلاطون اوارسطو په اړه ليکي:
وکان هذان الحکيمان مبدعان للفلسفه ومنشئان لاوائلها واصولها ومتممان لاواخرها وفروعها وعليهما المعول فى قليلها وکثيرها

ابوعلى سينا(٤٢٨هـ)له فارابى نه يوڅه مخکې و هغه په منطق الشفاکې ليکي:څومره موده تېره شوه خوترننه پوری چادارسطو په تحقيقاتو کې کومه زياتونه ونکړه ديونان دفلسفې په سترووکيلانو کې يوهم ابن الرشد(٥٩٥هـ) دى اوويل کېږي چې دتصوف په اصطلاح کې ابن الرشد دفنافى الشيخ درجې ته رسېدلى و يعنې دارسطو ميني په ارسطوکې فناکړى و.دتاريخ فلاسفة الاسلام ليکوال لطفى جمعه دابن الرشدپه اړه ليکي:
اماتمجيد ابن الرشد لارسطو فلاحدله فيکاد يولهه وقدوضع له اوصافاً تجعله فوق درجات الکمال الانسانى عقلاً وفضلاً ولوکان ابن الرشد يقول بتعددالالهة لجعل ارسطو رب الارباب.
په اوومه هجري پېړۍ کې دفلسفې په کړيوکې نصيرالدين طوسي (٦٧٣هـ)راپيداشو چې په مدرسوکې دمحقق طوسى په نامه سره شهرت لري.داهغه مهال و چې اسلامي نړۍ اوبغداد دچنګيزدزامنو ترکومي تېرشوى وو اوپه سيمه کې دتاتاريانو ولکه ټينګه وه اوپه اسلامي نړۍ باندې دعلمي زوال تورې وريځې خپرې وې دامهال محقق طوسى ديوناني فلسفې وتلى استازى و اوپه سياسي توګه دهلاکوخان ښى لاس و. اوداراز دده شاګردان هم په دې اړه پوره فعال وو لکه قطب الدين شيرازي اوقطب الدين رازى _دوى دواړو ددرس اوتعليم اوتصنيف اوتاليف په برخه کې ډېرکارونه کړي دي.اودايران دتعليم
دهغې طريقې اساس دوى ايښى دى.چې په هغی کې فلسفی اومنطق مرکزي رول لاره په وروسته وخت کې ددوى داطريقه دعلامه سيدشريف په وا سطه هندوستان ته ورسېده اوسيدشريف دقطب الدين رازي شاګردو،اوپه دې سيمه کې موجود درس نظامي ددوى دنصاب مترقي ياشړيدلى شکل دى !
اخوان الصفا:
دڅلرمې هجري پېړۍ په وروستيوکې په اسلامي نړۍ باندې ديوناني فلسفې اغېزي ډېري زياتې شوې وې هرذهين اوځېرک ځوان به فلسفې ته په درنه سترګه کتل .دڅلرمې پېړۍ په منځ کې داخوان الصفاپه نامه يوه فلسفه پلوه ډله راپيداشوه دوى دهرفن اوعلم له پاره معيار يوناني فلسفه وګرځوله اودوى په دې اند وو چې ټول ديني مباحث اوعقائد بايددفلسفې په معيار وتلل شي.ددوى دمنشور اوهدف اساسي ټکى داوو:
ان الشريعة الاسلامية قدنجست بالجهالات واختلطت بالضلالات ولاسبيل الى غسلها وتطهيرها الابالفلسلفة لانها حاوية للحکمة الاعتقادية والمصلحة الاجتهادية وانه متى انتظمت الفلسفة اليونانية والشريعة المحمدية فقدحصل الکمال.
ژباړه:اسلامي شريعت په ناپوهيواوبيلا ريوسره ګنده اوککړشوى دى اويواځې په فلسفه سره پاکېدلى شي ځکه په فلسفه کې اعتقادي علوم،حکمت اواجتهادي مصلحتونه پراته دي نوريښتونى کمال يواځې دمحمدي شريعت اوفلسفې په امتزاج سره ترلاسه کېدى شي.
دوى خپل دکارملګرې په دې پوهه کړي وو چې بايدپه زړواوپخوخلکو غرض ونلري اوپه نويوځوانانو کاروکړي ځکه دې لارې ته دمشرانو سمول سخت کارده اوځوانان نوى شی ژرمنلى شي.دوى دخپل هدف دپرمخ بيولو له پاره ٥٢رسالې وليکلې اوددوى خپل فلسفي مباحث يې پکې وڅېړل. دې رسالود((رسائل اخوان الصفا)) په نامه سره شهرت لاره اودې لاندې کسانوليکلې دي.
[١]ابوسليمان محمدبن نصر البستى المفدسى.
[٢] ابوالحسن على بن هارون الزنجانی
[٣]ابواحمد النهرجورى.
[٤]زيدبن رفاعه
(۵)العوفى.


زرملوال
14.03.2009

.
څلرمه برخه

دعلم کلام ايجاد:

مخکې موږ وويل چې دعباسي خلفاوو په وخت کې خلکوته دعقائدو په اړه ترډېره حده ازادي ورکړل شوې وه اوبل دفلسفې اواجنبي اوعجمي علومو ژباړې په زياته پيمانه روانې وي نوپه اسلامي ټولنه کې هغه سپېڅلتيا اومعصومه ساده ګي په کمېدو شوه چې نه دومره زياتې پوښتنې کېدلې اونه دومره زيات قيل اوقال هغه مهال شتون لاره اودهغوى په اړه دقرآنکريم داخبره ريښونې وه چې وايي:هغوى هغه خلک وو چې خبرې به يې اورېدلې اوبيابه يې دغوره اوښې خبرې پيروي کوله (قرآن).
حضرت عبدالله بن عباس (رضى الله عنهما)وايي چې مادحضرت رسول الله صلی الله علېه وسلم له ملګرو نه ښه خلک دځمکې په سرنه دي ليدلي هغوى دنبوت په ټوله موده کې له حضرت رسول الله صلی الله علېه وسلم څخه يواځې ديارلس پوښتنې کړې دي چې هغه ټولې په قرآنکريم کې موجودي دي.
دپورته يادوشوو اسبابو په اساس په اسلامي ټولنه کې ډول ډول افکار پيداشول اوپه ځانګړې توګه ديونانى فلسفې خپرېدلونوى کوول ډېراغېزمن کړبناء‌ً يوه داسې علم ته اشد ضرورت پېښ شو چې په هغه سره په مدللة اومنطقي توګه دفلسفې افکارو شننه اوتحليل وشي اوبيا دهغو دکمزوره کولو اوباطلو لوله پاره کارواخېستل شي .اوداعلم کلام وچې دوخت ځېرکو علماوو دهغه ضرورت احساس کړ اوپه دې اړه يې ليکني وکړې اواسلامې نړۍ يې ديونانى فلسفې له بريدنه وژغورله که څه هم دعلم کلام په ايجاداووده کې اسلامي نړۍ له يوې بلې فتنې سره مخ شوه چې هغه داعتزال فتنه وه اوپه
دې لړکې مسلمانې ټولنې ډېرې ستونزې اوکړاوونه وليدل اومسلمانان دتفرق اواختلاف په نه رغېدونکې وبااخته شول خولوى څښتن دهمدې اعتزال له کاله نه داسې اسباب برابرکړل چې په هغوسره يې ددې فتنې زوروايست ،دې تفصيل ته وروسته راځو لومړى په معتزله وو باندې په لنډه توګه خبرې کوو.

داعتزال فتنه

که څه هم ځينې معاصرو پوهانو داعتزال دفکر اصلي ريښه يهودو اوعبدالله بن سباته رسولى ده خوپه ټولېزه توګه معتزله له اسلامي لويو ډلونه يوه ډله ده .اودوى دواصل بن عطا الغزال پيروان دي اصلاً اعتزال بيليدلواوګوښه کېدلوته وا يي واصل بن عطا دامام حسن البصري رحمه الله تعالى شاګرد و اوله هغه سره داختلاف په سبب له هغه نه بېل شو دتاريخ کتابونو دااختلاف په دې لنډه کيسه کې بيان کړى دى ،هغه داسې چې لوى تابعي حسن بصرې رضی الله عنه ته يوسړى راغى اوورته و يې ويل: اې ددين امامه! نن سباداسې يوه ډله پيداشوې ده چې هغوى دلويي ګناه کوونکى کافربولي
(موخه يې خوارج اونورې داسې ډلې وې چې دارجاء عقيده لري) اووايي ايمان ته ګناه زيان نه رسوي لکه کفر ته چې عبادت ګټه نه ورکوي. نوته موږ ته څه امرکوې اياموږ هم داسې عقيده ولرو؟امام حسن ددې سړي په پوښتنه سره په فکر کې ډوب شو اوسړي ته يې لا ځواب نه ؤورکړى چې واصل بن عطا هغه سړي ته وويل: زماپه اندخودکبيره ګناه کوونکى نه يومخ مؤمن دى اونه کافر دى اوزه ددې دوومنزلوپه منځ کې ديوې بلې منزلې هم قائل يم واصل زياته کړه! که دلويي ګناه کوونکى بې له توبې مړشي دتل له پاره به په جهنم کې وي ځکه په اخرت کې خويواځې دوه ډلې دي چې هغه جنتيان اودوزخيان دي خوله
کفارونه به دده عذاب يوڅه سپک وي.
دواصل په دې خبروسره امام حسن البصرى رحمه الله وويل قداعتزل عناواصل! واصل له موږ نه بېل شو.دلويانو له خولو وتلى تورى ډېرځله داسې سخت ونښلي چې هغه بيا داشخاصو ياډلو په وس کې نه وي چې له ځانه يې ليرې کړي مؤرخين ليکي چې دامام حسن له دې وينا سره دواصل بن عطاملګري اوډله په معتزله سره مشهوره شوه که څه هم دوى ځانونه ((اصحاب العدل و التوحيد)) بلل .دوى په دې عقيده دي چې کوم شي چې دبندګانو په خيروي دهغه کول په الله جل جلاله باندې لازم اوواجب دي ،اوپه الله جل جلاله واجب ده چې نيکوخلکو ته به اجرورکوي اودوى وايي چې خداى دخپل و اجب مخالفت
بالکل نه کوي اودې ته دوى عدل وايي .داراز دو ىدخداى حقيقي قديمه صفات هم نه مني ځکه دوى وايي په دې سره تعدددقدماو راځي.دادوى توحيدبولي اوبله ددوى مشهوره عقيده ده چې قرآن له حروفو اوغږونونه ترکيب اوجوړشوى دى بناءً حادث اومخلوق يې بولي.معتزله پنځه اصول لري چې په لاندې ډول دي:
[١]توحيد.
[٢]عدل.
[٣] وعدوعيد.
[٤]ددوومنزلوپه منځ کې دريمه منزله.
[٥] په ښوامراوله بدومنعه کول.
دوى په دې عقيده دي چې څوک دااصول نه مني يايوله دې اصولو څخه نه مني هغه ته داعتزال نسبت هيڅکله نشي کېدى پټه دې نه وي چې دا اصول دوى په مخصوصو معناو تعبيروي چې زياته برخه يې په عقل ولاړه ده دوى ډېرځايه دعقل اونقل دتضاد په صورت کې دعقل پلوى کوي لکه دقبرعذاب نه منل اوپه اخرت کې دخداىدليدلو له مسئلې نه انکار.
وروسته له دې چې په دې پنځو اصولودوى متفق دي بياډېري زياتې ډلې پکې پيداشوې دي چې موږيې دلته ېواځی دنومونو په ذکرکولواکتفاکوو:
الواصليه. العمرويه،الهذيليه،النظاميه، الاسکافيه، الجعفريه، البشريه،المزداريه،الهشاميه،الصالحيه،الحابطيه،الحدبيه، المعمريه،الثماميه،الخياطيه، الجاحظيه،الکعبيه،الجبائيه، البيهسيه اوالاسواريه.
داپورته ډلې ټولې ددوى امامانوته منسوب دي لکه :الواصل ،عمرو، نظام،جاحظ ،ثمامه،اونور ددوى لوى امامان تېرشوي دي .اوهره ډله خپل امام ته منسوبه ده.
ناويلي دې نه وي پاتې چې دکتابونو دلوستلو اودرس په مهال ځينې استادانو موږ ته ويل چې معتزله اوس وجودنلري اوداټولې زړې تاريخي ډلې دي خوزماله مالوماتو سره سم معتزله اوس هم وجودلري اويوه ډله يې داصحاب التحرير په نامه ځانونه نوموي.اوآن چې په انټرنيټ کې ويب سايټونه هم لري چی په عربي اوانګلسي ژبو کې ليکنې اومضامين خپروي که څوک له انټرنيټ سره علاقه لري اوهغه ګوګل العربى ته د((المعتزله ))يا((اصحاب العدل والتوحيد)) نوم ورکړي نوپه خپله به هرڅه ورته روښانه شي اودومره زيات تفصيلات به بيامومي چې شرح العقائد،خيالي اوشرح مواقف به په
هغوپورې ډېرکم ورته ښکاره شي.


زرملوال
15.03.2009

.
محترم عبدالسلام او کابل جان صیب بریالی اوسئ !
مامخکی هم ویلی و چی لیکنه اوږده ده او زه یی وروره
را اخلم څو یی ملګری ولولی او که ټوله را واخلم نو بیا
یی لوستل ګرانیږی

------------------------------------------------

پنځمه برخه

دمعتزله وعروج اوزوال :
له بده مرغه چې دمعتزله و ډېرمخکښ کسان څوعباسي خلفاوو ته ډېرنږدې وو چې په پيل کې يې دهارون الرشيد زوى مامون الرشيد يادولى شو. مامون په خپله اعتزال ته پوره تمايل لاره اوياپه بل عبارت مامون په خپله معتزلي و لکه مخکې موووېل: مامون يونانى فلسفې اوعقليت ته ډېرزيات ميلان لاره .
امام ابو الهذيل چې ځينې خلکو دعلم کلام موجد بللى دى، دمامون ددربار خاص مناظر عالم و اودخلافت له خواهغه ته شپيته زره درهم کلنې تنخواورکېده. اوابوالهذيل العلاف دمعتزله و ديوې ډلې (الهذيليه) مشراومؤسس دى داراز دمتعزله و ديوې بلې فرقې (النظاميه) مشراومؤسس سياربن ابراهيم چې په نظام سره يې شهرت لاره؛هم دمامون ددربار خاص مناظر عالم و.
دارازد مامون الرشيد په پيرکې قاضى احمدبن ابى داود دخلافت قاضى القضاة وټاکل شو اودامعتزلي قاضي صيب دخپل ټولې قضاپه دوره کې يواځي د(خلق القرآن)مسئلې ته له هرڅه زيات متوجه و ،کومو علماوو (داهل السنت علماء)به چې د قرآن له حدوث نه انکارکاوه هغه يې ډېرزيات زورولي اوکړولي دي اوآن چې وژلي يې هم دي لکه امام احمدبن نصرالخزاعى رحمه الله تعالى.
مامون الرشيد دعباس خلفاو په هغوکسانو کې شمارل کېږي چې ويل کېږي دډېرزيات علم خاوندو اوکه دده دښوونې اوروزنې حالات څوک وويني اوبيا دده په اړه دعلماو ستاينې ووينې نو زموږ په ادعا کې به څه شک ونکړي،داراز دده دخلافت په زمانه کې که څه هم ده ډېروخت په خپل منځي جګړو تېرکړى دى چې زياتې خونړۍ جګړې تېرې شوې دي اوپه ځانګړې توګه له خپل ورورامين سره يې ډېرجنګونه کړي دي چې په پايله کې دامين په وژنه پاى ته ورسېدلې خوبياهم ده داسلام اومسلمانانو له پاره هم ډېرڅه کړي دي خومتاسفانه چې ځينې يې داسې کارونه کړي دي چې دهغوپه پايله کې دحق
دلارې ډېردرانه لارويان کړيدلي اوتعذيب شوي دي لکه د(خلق القرآن) په مسئله کې دده بې ځايه سرټمبګي اوپه دې اړه تاريخ دده هغه ليکونه خوندي ساتلي دي چې خپلو واليانو ته يې ليکلي وو.په دې مسئله کې دده ټينګار دې حدته ورسيد چې خپل وليعهد اوځاى ناستى معتصم ته يې هم وصت وکړ چې په دې مسئله کې به زماپه څېرثابت اوسې .څرنګه چې معتصم په حکومتي چاروکې سخت اومؤرخين ليکي چې امى محض هم و نودمامون وصيت يې ګام په ګام پلى کړ اوقاض ابن ابى داود به چې څه ويل ده به منل اوامام احمدبن حنبل اودامت نورډېرپوهان يې په دې مسئله کې ډېروکړول.
دارازدمعتصم زرى واثق بالله هم دخپل پلار اوتره (مامون)په لاره روان و اوپه دې مسئله کې يې دقاضى ابن ابى داود په ملتيا دامت سترعلماء اوپوهان ترتعذيب اوشکنجو لاندې نېولي وو خومؤرخين ليکي چې دواثق په پيرکې يوه دا سې پېښه رامنځته شوه چې هغه دواثق دنظر دبدلون لامل شوه اوله دې پېښې وروسته واثق له دې مسئلې نه په شاشو داکيسه مؤرخينو داسې بيان کړې ده :قاضى احمدبن ابى داود له (اذنه) نومي ځاى نه يوعالم دمناظرې له پاره په ولچکونو کې تړلى راووست اوله واثق نه يې هم وغوښتل چې دې مناظر ته کينې اوهغه ورسره ومنله دامناظره ابن تغرى بردى په خپل کتاب
(النجوم الزاهره) کې داسې راخيستې ده :
عالم: اياستاسو دامسـئله (خلق القرآن) ددين له واجباتو نه ده اوله دې پرته دين نشي کامل کېدى؟
ابن ابى داود: هوکې !
عالم: داووايه چې حضرت رسول اللهته چې دخداىله لوري څه ورکړل شوي و اياده له هغونه کوم شى پټ کړي اوچاته يې ندې څرګندکړې ؟
ابن ابى داود:چوپ پاته شو.
نوموړی عالم واثق بالله ته وويل دايوه شوه اوله قاضى سره ځواب نشته.
عالم: الله جل جلاله وايي:[اليوم اکملت لکم دينکم]اياخدای جل جلاله په دې خبر ه کې ريښتونى دى چې دين يې کامل کړى دى اوکه ته په خپله خبره کې ريښتونى يې چې د(خلق القرآن)له مسئلې پرته دين کامل نه بولې؟
ابن ابى داود: بياچوب پاته شو.
عالم : واثق ته وويل چې دوه شوى.واثق وويل هوکې !
عالم: ايارسول الله صلی الله علېه وسلم په دې خبره (خلق القران)خبرو که نه ؟
ابن ابى داود: هوکې خبرو.
عالم: اياهغه خلکو ته ددې مسئلې دعوت ورکړى و؟
ابن ابى داود:چوب پاتې شو.
عالم بياواثق ته و ويل چې درې شوې.هغه وويل هوکې!
عالم:حضرت رسول الله صلی الله علېه وسلم په دې مسئله خبرهم و بيايې هم خلک ورته رادعوت نکړل نوهغه ته دارواو؟
ابن ابى داود:هوکې!
عالم:حضرت ابوبکر،حضرت عمر،حضرت عثمان اوحضرت علىرضی الله عنهم ته هم رواو چې له دې خبرې نه چوپ پاتې شي؟
ابن ابى داود : هوکې!
عالم: نوحضرت رسول الله صلی الله علېه وسلم اودهغه خلفاوته رواو چې له دې مسئلې څخه چوپ پاتې شي اوتاته نه ده روا؟
ابن ابى داود:چوپ پاتې شو.
مؤرخين ليکي چې دعالم له دې خبرو وروسته واثق وخندل اوخولې ته يې لاس نېولى وکورته ننووت اوله ځانه سره يې ويل چې دخداى نبي ته رواو اوموږته نده رواچې له دې مسئلې نه چوپ پاتې شو.
واثق داعالم خوشى کړ اودرې سوه ديناره يې هم ورکړل اوامريې وکړ چې خپل ښار ته يې ورسوئ.اودقاضى ابوداودزوى يې هم سپک کړ اوپه دې سره دمعتزله و زوال پيل شو.
داعالم ابوعبدالرحمن عبدالله بن محمد الاذرمى نوميدى دامام ابى داود السجستاني (صاحب سنن ابى داود)اوامام النسائى استاد و رحمه الله تعالى .
داعتزال په وړاندې دامام احمدبن حنبل ثُبات:

ډېره بې انصافي به وي که دلته داهل السنت والجماعة ددرانه استازي اودحق دلارې دريښتوني مجاهد امام ا حمدبن حنبل رحمه الله يادونه ونکړو څرنګه چې اسلامي نړۍ ته ديوناني فلسفې په ورودسره نورې ډېري فتنې راغلې وې اعتزال هم په غيرمستقيمه ياغيرشعوري توګه له هغې نه ډېرمتاثر اواغېزمن و اوداهل السنت له ځينې مسلَمواصولونه داعتزال تېرى دهمدې اغېزلامل بلل کېدلاى شي اوبل عقليت ته داعتزال له شرعي حدودووتلى ميلان هم دهمدې خبرې غمازي کوي.
داعتزال اواعتزال پلوه زورواکو په وړاندې داهل السنت دلوى امام احمدبن حنبل رحمه الله ثبات اونه ماتېدونکى دريځ هم داعتزال په ماته کې پوره برخه لرلې ده .اومسلمانان دده دوينو اوربړوګاللو په برکت سره له يوې لويې خطرې نه ژغورل شوي دي.کوم خلک چې دحکومت له زور اوزورنه وېرېدل هغوى دخلکو له نظره ولوېدل خوددوى په مقابل کې دامام احمدشان ډېرلوړ شو دامام احمد ثبات اوغوڅ دريځ هغه مهال ټولې اسلامي نړۍ په سرسترګو ومانه اودامام احمدنوم داهل السنت اودسمې عقيدې دمسلمانانو له پاره يوه پيلامه وګرځېده.دامام احمد يومعاصر قتيبه وايي تاسوچې کله
داسې څوک ووينئ چې هغه له امام احمدسره مينه کوي نوپوهه شئ چې دادسنت پيروى دى.يوبل امام احمدبن ابراهيم الدورقى وايي چې له چانه دامام احمد په اړه بده وينا واورئ نودهغه په اسلام کې شک وبولئ.
امام احمد په خپل وخت کې دحديثومنل شوى امام و اودمسند تاليف اوترتيب ېې يوه لويه علمي کارنامه ده .دى مستقل امام اومجتهد فى المذهب و ډېرلوى عابد اوزياتې نورې ښېګڼې لري خوداعتزال اواعتزال پلوه حکومت په وړاندې دده درېدل اوثبات دده هغه کارنامه ده چې دده دامامت اصلي راز پکې نغښتى دى اودوخت دفتنه ګرو په وړاندې دده مقابله اوله هغونه نه وېره دده دټولېزمقبوليت اصلي لامل ده .
اوازۀ خليل زتعميرکعبه نيست  مشهورشدازان که درآتش نکونشت


زرملوال
16.03.2009

ښپږمه برخه

.
امام ابوالحسن الاشعري:
دمعتصم اوواثق له مړيني وروسته چې داعتزال اومعتزله و کلک پلويان وو؛دمعتزله و زورمات شو اودواثق ځاى ناستى خليفه متوکل له اعتزال نه بېزاره اودمعتزله و دښمن و اوپه خپل وخت کې يې معتزله له لويو لويوحکومتي منصبونو څخه وشړل.
معتزله که څه هم له حکومتي منصبونوڅخه لري شول خوپه علمي حلقوکې يې اغېزاورسوخ ترډېره حده په خپل ځاى پاتې ودخلق القرآن مسئلې دخپل زور اوحکومتي واک له لاسه ورکړى و خودمعتزله و ځينې نورمسائل اومباحث لا تازه اوژوندي پاتې وو.اوبل داچې معتزله و ځينې ډېرپوهه اوځېرک پوهان لرل چې په مدرسي حلقو اودحکومت په ځينې ديني منصبونو کې لا په خپل ځاى پاتې وو.ددريمې پېړۍ په منځنيو کلونوکې دمعتزله و ډېر زوراوشور وپه ټولېزه توګه په خلکوکې مشهوره وه چې معتزله ډېرژورنظرلري ښه محققين اوپراخه نظرونه لري اوددوى نظريات عقل ته ډېرنږدې دي
ډېروځوانانو طالب العلمانو اوشهرت خوښوونکو کسانو به ديوه فيشن په توګه اعتزال ته مخه کوله ،له امام احمدرحمه الله وروسته دمحدثنيو اواهل السنت په ډله کې داسې بارز اووتلي کسان څوک نه ښکارېدل چې له اعتزال سره يې ډغره وهلې واى خولوى څښتن دخپلې پاکې اوصفالارې دساتنې له پاره هروخت داسې پياوړي کسان تيارکړي اورامخته کړي چې هغوى دباطل خونې لړزولې دي اودتعجب ځاى دادى چې ډېرځله داسې شوي دي چې دباطل له کوره يې دادحق پلويان راويستلي دي.
لکه حضرت موسى علېه السلام چې دفرعون په کورکې سترشو دارازحضرت ابراهيم علېه السلام ديوه بت پلورونکي په کورکې دنياته سترګې وغړولې داځل هم لوى څښتن داعتزال اودمعتزله و ديوه لوى سرخيل په کور کې دعلى بن اسماعيل په نامه يوځوان تربيه شو دعلى دپلار له مړېني وروسته دهغه مورله ابوعلى الجبائى سر واده وکړ اوابوعلى الجبائى دمعتزله و لوى امام اودهغوى ديوې ډلې (الجبائيه) مؤسس و على بن اسماعيل دده په کورکې لوى اوداعتزال دپلويانو ديوه تکړه مناظر اوخولور عالم په توګه راڅرګند شو اوڅلويښت کاله يې داعتزال په اثبات اودمعتزله و په حمايت کې
تېرکړل.
خووروسته يې له دې عقل پالني نه زړه شين شو اوله دې پوچو تاويلونو اوچالاکيو نه يې زړه تورشو.دابوعلى الجبائى په اړه ويل کېږي چې په تقرير اومناظره کې کمزورى و،څرنګه چې على بن اسماعيل په دې دواړو فنونوکې خوراغښتلى اوډېرتکړه و نوخلکوبه ويل چې دى به دابوعلى الجبائى ښه ځاى ناستى اوغوره خلف وي خودڅښتن داسې خوښه نه وه على بن اسماعيل يوبې وزله اوبې اسرى يتيم چې ټوله ښوونه اوروزنه يې ديوه لوى معتزلي امام په لاس شوى وه اودهغه په کورکې لوى شوى و؛لوى څښتن دهمدې اعتزال دمخنيوي اودسنت دملاتړ اوتقويي له پاره لوى امام وګرځاوه.
على بن اسماعيل ينځلس ورځې په کورکې پروت و اودباندې نه ووت په شپاړسمه ورځ له کورنه ووت اوسيخ جومات ته ولاړ.دجمعې ورځ وه دى منبرته وخوت اوپه لوړاوازسره يې وويل:
څوک چې ماپېژني هغه مې پېژني اوڅوک مې چې نه پېژني هغه دې واوري چې زه ابوالحسن الاشعري يم زه معتزلي وم اوفلانۍ اوفلانۍ عقيده مې لرله اوس زه له اعتزال څخه توبه ګاريم اوخپلې ټولې مخکېنۍ عقيدې پرېږدم.له نن وروسته به زه داعتزال په ترديد کې کارکوم اودهغوى غلطي به خلکو ته په ګوته کوم .
هغه على بن اسماعيل چې يوځوان معتزلي و داعتزال دسترامام ابوعلى الجبائى بچندراودهغه مخلص شاګردؤ له نن څخه دابوالحسن الاشعرى په لوى نامه سره ونومول شو هغه چې دى اودده شاګردان ترننه پورې د((اشعريه))په نامه سره داهل السنت په دفاع کې مشهوره ډله پېژندل شوې ده. له ده وروسته په ماوراء النهرکې داهل السنت دحمايت له پاره يوبل امام پيداشوچې په ابومنصور الماتريدى سره مشهور دی ده داشعرى عقائدو ځينې افراطي عقائد اوځينې زوائد چې دمعتزله و دضدله کبله راپيداشوي و؛له منځه يووړل اوګواکې داشعرى علم الکلام تنقيح اوتجديد يې وکړاوداشعريه
اوماتريده ترمنځ اختلاف ډېره کوچنۍ خبره ده يواځې په دېرش ياڅلويښتو ځايونو کې اختلاف دى اوهغه زياته برخه لفظي اختلاف دى.
داراز په راوروسته پېړيوکې ديوناني فلسفې له ګېډې دباطنيت فتنه هم راووتله اوداسلامي شريعت دمفهوم ديومخېزبدلون اوانحراف له پاره يې مټې رابډوهلې.خولوى څښتن دخپل دين دساتنې له پاره په هره پېړۍ کې ددين مجددين اوداسې سپېڅلي علماء رامنځته کړي دي چې ددين په خلاف يې هره فتنه لومړى خلکوته ورپېژندلې بيايې دهغوتېروتنې ښکارکړې اودهغوى کږې لارې اوانحرافات يې امت ته په ګوته کړي دي ددې مجددينو هريوه په ژوند خبرې کول تقريباً نه دې شوني ځکه دهغه له پاره مجلدات اوټوکونه په کاردي.
موږ دلته يواځې دڅوهغو کسانو بيخي لنډه يادونه وکړه چې ديوناني فلسفې اوله هغې نه دراپيداشووفتنو په خلاف يې کارکړى دى اوهغه هم په لومړنيو پېړيوکې اوهغه مهال چې اسلامي نړۍ ته يوناني علوم راننوتلي و اوداپه دې موخه چې څوسوه کاله مخکې ديوناني فلسفې دمقابلې له پاره علماوپه خپل وخت کې کارونه کړي دی اودارازيې دهغه دترديد له پاره علم الکلام ايجاد کړى دى .خودوخت په تېرېدو سره هغه علم الکلام هم له فلسفې نه اغېزمن شوى اودامت ډېرى علماو هغه هم له کاره لويدلى اوبلکې يونارواکاريې بللى اوپه ليږ مخکې زمانه کې هندي علماودعلم الکلام
دتجديدله پاره هم کارکړى دى .


زرملوال
17.03.2009

اوومه برخه

درس نظامي:

په هند،پاکستان،بنګلاديش اوافغانستان کې دديني مدارسومروج تعليمي نصاب ددرس نظامي په نصاب سره يادېږي چې دهنديوه نوميالي عالم ملا نظام الدين سهالوى رحمه الله تعالى ته منسوب ده .ملانظام الدين سهالوى په کال ١١٦١هـ کې وفات شوى اودامام شاه ولى الله محدث دهلوى معاصرتېرشوى دى.دى اصلاً دافغانستان دهرات اوسېدونکى اودهرات دمشهورولي خواجه عبدالله انصاري رحمه الله تعالى له کورنۍ سره تړاو لري .
دخواجه عبدالله انصاری له کورنۍ نه ېوکس دشيخ نظام الدين په نامه هندته ولاړ اوهلته يې ديوپى په سهالى نومې کلي کې درس اوتدريس پيل کړ اوبيا په دې کورنۍ کې همدا لړۍ له يوه نسل نه بل هغه ته روانه وه .اکبرجلال الدين په خپل دورکې دې کورنۍ ته په سهالى نومې کلي کې يوڅه ځمکې ورکړې چې دهغو په عايداتو سره داعلماء درس اوتدريس ته خلاص اوپه دې کارکې يې ډېره ترقي وکړه .دعالم ګير په زمانه کې دسهالى دشيخ زاده ګانو اوددې کورنۍ ترمنځ شخړه پيداشوه چې په نتيجه کې يې دسهالى شيخ زاده ګانوددې کورنۍ يومشر عالم ملاقطب الدين شهيدکړاودهغه کور،کتابونه
اوټول سامان يې وسېزه اودې کورنۍ دسهالى له کلي نه کډه وکړه اوااورنګ زيب عالم ګير په کال ١١٠٥هـ کې په لکهنوکې دفرنګي محل په نامه يوځاى دوى ته ورکړ.اوپه دې ځاى کې دوې بيا خپل تدريسونه اوعلمي بوختياوي پيل کړې اودهند په ټوله نيمه وچه کې دفرنګي محل په علماو سره مشهور شول چې وتلي کسان يې :
ملانظام الدين سهالوى،ملاعبدالحليم فرنګي محلى اوملاعبدالحى فرنګي محلى دى.
دامهال په ټوله سيمه کې دفقهې اومعقولاتو درسونه ډېرګرم وو اودفرنګي محل علماو په دې دواړو علوموکې اوږدلاس لاره اوډېروتلي علماء وو دوى يوځانګړې زده کړئېزدوداوتعليمي طرزلاره اوتعليمي نصاب هم دوى په خپله برابر اوترتيب کړى و دانصاب ددې کورنۍ دډېروتجربو خلاصه اوغورچاڼ و چې په اخرکې ملا نظام الدين په مرتب شکل وړاندې کړاوله دې کبله ده ته منسوب اوپه ((درس نظامي))سره يې شهرت وموند.په دې نصاب کې دالاندې يولس علوم اوفنون ويل کېدل:
صرف،نحو،منطق،حکمت،فلسفه،رياضي،علم البلاغة،فقه،اصول الفقه،علم کلام،دقرآنکريم تفسير اوحديث شريف.لکه څرنګه چې په سيمه کې درس نظامي رواج موندلى دى داراز ددې درس دبانيانو دتدريس طرز اودودهم مروج پاتې شوى اوخلکو تقريباً ترننه پورې جاري ساتلى دى ددوى دتدريس طرز اودود دکتاب داصل متن په ځاى حواشى اودحواشيو حواشى ته زيات متوجه و اودکتاب دنفس مضمون اومحتوى په ځاى خارجي تحقيقاتواوتفصيلاتو ته زياته توجه کېده.کله چې په کال١٨٦٥ع کې دهندپه سهارنپور ولسوالي کې په ديوبند نومي کلي کې مولوى محمدقاسم نانوتوى رحمه الله ديوې عربي مدرسې اساس
کېښوداودهندلوى اومخکښ علما‌‌ء لکه مولانارشيداحمدګنګوهى اونورورسره همکاروو نودوى هم همدا درس نظامي خپل کړا وپه دې ترتيب يې درسونه پيل کړل.
څرنګه چې دې علماو په فکري توګه له امام شاه ولى الله محدث دهلوى سره تړاو لاره اوهغوى له حديثو سره زيات تعلق لاره نوځکه دوى هم په درس نظامي کې يواځي دحديثو په برخه کې بدلون راووست مخکې په درس نظامي کې له حديثونه يواځي مشکوة شريف درس کېده (دغواېانو له کودتا مخکی زموږ دهېواد دحجرو په سېستم کی هم له حدېثونه ېواځی مشکوة وېل کېده) دوی دحديثو صحاح سته هم ورزيات کړل :چې هغه بخاري شريف،مسلم شريف، ابوداودشريف، ترمذى شريف،ابن ماجه شريف،اونسائى شريف؛دي دديوبندعلما‌و دحديثودتدريس په طرز کې هم يومهم بدلون راوستى دى چې هغه ديوه عکس
العمل په پايله کې رامنځته شوى دى دحديثو تدريس په عامه توګه دحديث په متن اوسند باندې راڅرخي اوپه عربي نړۍ کې اوس هم دحديثو تدريس دحديث په متن اوسندپورې تړلى وي خوپه سيمه کې دمدارسو لړۍ تقريباً له ديوبند نه راپيل شوې ده اودلته دحديثو درس په فقهي طرزکېږي اوپه ځانګړې توګه هڅه کېږي چې حنفي مذهب له حديثوسره مطابق کړل شي ددې بدلون پيل هم له ديوبند نه شوى دى هغه داسې چې په هندکې دبالاکوټ له جهاده وروسته ددهلي ستر محدث شاه محمداسحاق محدث دهلوى حجازته هجرت وکړ اودده په ځاى دحديثو ددرس له پاره دنذيرحسين محدث دهلوى په نامه يومحدث پاتې شو
نوموړي له حنفي فقهي سره مينه نه لرله اوله هغه ډلې علماو سره يې مينه وه چې وروسته په اهل الحديث سره ونومول شول څرنګه چې له ډېري مودې راهيسې په سيمه کې خلک حنفي مذهب ته قائل دي اودلته نور مذاهب سلطه نلري اوداخلک له حنفيت نه وتلي اويواځي اهل الحديث دنظرېاتوپېرو وو نوطبعاً به يې دخپل مذهب ددفاع له پاره نورمذاهب ردول اوداترديد به په ځانګړې توګه حنفي مذهب ته متوجه و نوله دې کبله دافکرپيداشو چې حنفي مذهب دډېروحديثو په خلاف روان دى اوقياس اورايي ته زيات تمايل لري.
دديوبند علماء ټول حنفى المذهب وو اودپورته ېادشوی اغېزاو تاثر دختمولو له پاره يې دحديثو دتدريس طرزبدل کړ ددی کسانو په سرکې دديوبند دلوى محدث رشيداحمدګنګوهى نوم راځي دوى دحديثوپه درس کې هڅه کوله چې دحنفي مذهب مسائل اواحکام په حديثوسره ثابت کړي اوترننه پورې په سيمه کې همداطرز روان دى هغه چې ديوه غبرګون په پايله کې رامنځته شوى دى لکه دهند وتلی عالم او لېکوال مولانا مناظر احسن ګېلانی چی کاږی : په هند کی به له فراغت نه وروسته مولوېان شېخ رشېداحمد ګنګوهی ته راتلل او هغه به په نهو مېاشتو کی داشپږکتابونه سردا ورته وېل اوداکاردغېر
مقلدېنودمقابلی او دحنفی مذهب ددفاع له پاره کېدی .


زرملوال
04.04.2009

لومړۍ دفورم له مسئولينو نه مننه كوم چي زما ليكنه
يي مهمه بللي ده او اوس اتمه برخه رااخلم

اتمه برخه

دموجوده نصاب نيمګړتياوې:

دموجوده تعليمي نصاپ دنيمګړتياوپه لړکې زه هغه فنون اوعلوم بېل بېل رااخلم چې زموږ په نصاب کې دهغه ډېراهتمام کېږي کېدى شي په دې موضوع کې له مانه ډېري تېروتني وشي اويادمدارسو داستادانو طبيعتونه پرې خراب شي خوزه په پيل کې داسپيناوى کول غواړم چې داصلاح اودنوي کوول دخيرښېګڼې له موخې پرته بل هيڅ هدف اوموخه نلرم ــــ ان اريد الا الاصلاح مااستطعت:
کېدى شي ډېرخلک به زماهم اندي اوهمنظره هم وي خومتاسفانه چې داددې خلکو دزړونو يوه ارزوده اوتراوسه لا په زړونو کې پټه پرته ده. اوپه دې اړه چاکوم اقدام ندى کړى نوبناءً دازموږ لومړى ګام دى چې دارزوګانو له نړۍ نه راوتلى په عملي توګه يې وړاندې کول غواړو اوداطبعي ده چې هرانساني کاربې عيبه نه وي نو زموږ عبيونه موږته زموږ دصفانيت په برکت اوروې راوبښئ.اوخدای جل جلاله دې وکړي چې ددې ليکنې له لارې زموږ علماء کرام زموږ دزړونو درد احساس کړي اوپه دې موضوع له غوراوفکر وروسته دعملي ګامونو له پاره چمتوشي.
مخکې موددرس نظامي يادونه وکړه اوهغه علوم اوفنون موهم يادکړل چې په درس نظامي کې ويل کېدل نن هم تقريباً هغه علوم ويل کېږي خوالبته کتابونه پکې زيات شوي اوکم شوي دي امادازيادت اوحذف دکوم پروګرام ياسوچ اوفکرله مخې نده شوى بلکې هسې په غيرارادي توګه اويادځينې مشهوروعلماوو دزيادت نفوذ له کبله شوى دى لکه دبيلګې په توګه دهنديوعالم محمدفاروق چرياکوټى له خپل استاد مفتى محمديوسف نه روايت کوي چې هغه ويل:زموږ دطالبي په زمانه کې په عمومي توګه دسلم العلوم شروح نه ويل کېدل.بلکې دقاضى مبارک يوه شاګرد مولوى مدن اونوروبه خپلو شاګردانو ته
له سلم سره دسلم شرح قاضى مبارک هم تدريس کاوه. اودملاحسن شاګردانو به خپلو شاګردانو ته له سلم سره دخپل استاد ملاحسن شرحه هم تدريس کوله اوپه دې درسونوکې به په يوه بل نېوکې اواعتراضونه هم کېدل. نوځکه دوى ته ديوه بل کتابونه کتل هم ضروري و. چې په پايله کې يې داټول کتابونه په نصاب کې شامل شول چې بايدموږ يې نابللي مېلمانه اوياخپل سرى ګياه وبولو.
لکه مخکې مووويل چې دازياتونې دکوم پروګرام ياسوچ اوفکر په پايله کې نه دې رامنځته شوې نوددې په ځاى چې دازياتونې ګټه ولري تاوان يې رامنځته کړى اودډېرو زياتو خلکوعمرونه يې ضائع کړي دي .اوس دموجوده نصاب په مروجوفنونو اودهغودتدريس په طرز لنډې خبرې کوو اودهغو ځينې نيمګړتياوې په ګوته کوو که خداى وکړي چې دکوم نوښت ياابتکار له پاره لومړى ځېنه شي اوزموږ علماء دروان مروج نصاب کړمواودتدريس دناچله طرزونو کمزوري ته متوجه شي.
منطق اوفلسفه:
ددې ليکنې په لومړۍ برخه کې موږ دمنطق اوفلسفې په اړه اوږدتاريخي بحث وکړاوپه دې اړه موخبره دومره ځکه اوږده کړه چې دې فن زموږ علمي کړيو،علماو اوطلباوته ډېرسخت زيان رسولى په دې فنونوکې په شعوري ياغيرشعوري توګه ډېرزياتو خلکوخپل خواږه عمرونه ضائع کړي اوله بده مرغه لا يې ضائع کوي.
دمنطق اوفلسفې تقريباً شل پنځه ويشت کتابونه ويل کېږي په دېکې به ډېرو استادانو دامضره توصيه هم کوله چې فلانى کتاب په يويادوه ځله نه زده کېږي داستونزې مخکې بيخې زياتې وې اواوس الحمدلله يوڅه کمې شوې دي خوبياهم په مختلفو ځايونوکې دامشکل شته.زموږ لويه ستونزه داده چې موږ له نړۍ اوپه نړۍ کی چی څه تېرېږی له هغه نه ګوښه او ناخبره پاتی ېو . موږ دنړۍ له نويوپرمختګونوسره پوره بلدتيانلرو،موږ تقريباً دتمدن له کاروان نه شاته پاته يو اودعصر په ژبه نه پوهېږو.زموږ په مخکېني بحث کې دفلسفې اومنطق په اړه ډېرتفصيلات بيان شول اوداموثابته کړه
چې ديونان فلسفه سوونه کاله مخکې دامت علماو ردکړې اودمنطق اهميت هم يواځې دومره پاته ده چې په ځينې خالص شرعي کتابونولکه تفسير اوځينې نوروکې متقدمينو علماو منطقي اصطلاحات کارولي دي؛نوله هغوى سره دبلدتيا له پاره دمنطق څومحدود اوډېرکم کتابونه لوستل يوڅه ګټه لري امافلسفه خوله ډېرپخواراهيسې بيخي دبحث فن خلک نه بولي په ځانګړې توګه دفلسفې دالهياتو بحثونه ټول کفر يات اوپه هغه بحث کې ديونانيانو اصطلاحات په خوله تکرارول هم له شرعي نطقه نظره دګناه خبره ده .
پاتې شووفلکيات ،رياضيات،اوطبعيات نوديونانى فلسفې دابرخې په ننۍ اصطلاح کې OutTo datياله تاريخه تېری بلل کېږي نن په دې اړه دلويديځ علوم اوسائنس دومره ترقي کړې چې هرڅه يې په مشاهده سره ثابت کړي دي اوداسې انکشافات شوي دي چې په غبرګو سترګو ړانده هم له هغه نه انکارنه شي کولاى.اودمنطق په اړه ځينې علماء وا يي چې ددې يوڅه کتابونه لوستل مهم دي ځکه له دې پرته دايراني اوخراساني علماوکتابونه نه شي لوستل کېدلاى اودمنطق داصطلاحاتو له پېژندلو پرته په هغوپوهېدل ګران دي داهم دومره په زړه پورې توجيه نه ده اوبايدددې خاصې توجيه له پاره په
هغوزړوشرابو اخته نه اوسو.
ايادفقهې اوپه ځانګړې توګه حنفي فقهې کتابونه کوم داسې اصطلاحات لري چې بې له منطقه نه زده کېږي ؟ داراز دحديثو شروح اوډېرتفاسير دې ته هيڅ اړتيانلري چې بايد مخکې منطق ورته وويل شي.
نودقرآن کريم اوحديثوفهم چې پرته له کوم تعقيداوپرته له منطقي بحثونو اوبې ځايه قال اقول نه ترلاسه کولاى شو بياولې بايدديوه شاګرد څوکاله عمر په څوبې ګټې فنونوکې برباد اوضائع کړل شي؟!!
اوبل مشکل داده چې ددې فنونو دتدريس طرزبلکل بېکاره بلکی ډېر مضر طرز ده دېوه معقولی ملا په اړه ېوه خبره مشهوره ده چې هغه به دشرح التهذيب په درس کې دملاجلال خبرې کولې اوپه ملاجلال کې به يې دشفا اوشرح اشارات خبرې کولې نتيجه به داشوه چې طالبان به له درس نه تش لاس پورته شول اوهغه خبرې به ددوى له سويې پورته وې وروسته به په خپله دې ملاصيب وويل چې ماخوپه درس کې زښته زياتې خبرې وکړې خوزما ټول تقرير زماله مصلى هاخوا نه دى تللى. دهنديو تکړه اوماهرعالم چې ډېرخوږ اوروان قلم هم لري مناظر ګيلاني په خپل کتاب (ياک وهندمين مسلمانو کانظام تعليم وتربيت(
دويم ټوک کې ليکي:په داډول درس سره يواځې دمدرس ځان ښوونه کېدى شي نورهېڅ نه اودنن په ګڼ شمېرفتنوکې داهم يوه فتنه ده له د اډول علم نه جهل ډېرغوره ده ددې معقوليانو ځان ښودنې ،اودمنطقو په کتابونوکې له ويښتنه نه يوست ايستل ،اودطالبانو وختونه ضائع کول ،دحمدالله په يوه خاص ځاى ((وجودرابطي)) په اونيو اوهفتو بحثونه کول .داهرڅه يواځې دماغي ورزش ده خوپه دين کې دماغي ورزشونه کول ډېرناسم اوغلط کارده.
داراز زموږ يوه لويه ستونزه داهم ده چې ديوه فن دمسائلو لورته اهميت کم وي بلکې ددې فن دکتابونوپه لفظي اوعبارتي مباحثو کې ډېروختونه ضائع کېږي اوديوه کتاب په الفاظو اوعباراتو کې بې ځايه بحثونه کېږي .دبيلګې په توګه د شمسيی دا عبارات رااخلو:
العلم اماتصورفقط وهو....اوس نو دقطبي ملاصاحب دلته اوږده بحثونه کړي چې د((هو)) ضمير تصورته راجع ده اوکه تصورفقط ته په دې بحث باندې قطبي اوميرصاحب څومخونه تورکړي دي اوس که دشمسيی ملاصيب د((هو)) په ځاى نفس مرجع ياده کړې وي داټول بحثونه به بې ځايه وو.
يالکه دنحو دکافيه لومړى کرښه :الکلمة لفط وضع لمعنى مفرد: په دې کرښه باندې زموږ بحثونه تقريباً ټول له موضوع وتلي دي بلکې دفن لغت بحثونه دلته دنحوې په په تقريباً ابتدائى کتاب کې بيانېږي نويوځاى موږ له موضوع وتل دګتاه !خبره بولواوبل ځاى په دې کرښه باندې يومدرس هم له اړوند باندنيو بحثونوپرته په مخ نه ځي !!

علماء ليکي چې ګناه کول دومره ډېره دوېري خبره نده طبعاً له انسان څخه ګناه کېږي اصلاً ډېره دوېري اوډېره بده خبره داده چې دګناه دخطراحساس ختم اوپه ګناه باندې دپيښماني احساس په سړي کې ختم شي.متاسفانه نن موږ له داوروستي مشکل سره لاس او ګريوان يوپه ټولېزه توګه له سوونو کلونو راهيسې په يوه بې معنافن اخته يو اولادابې معنا بوختيا روانه ده خوددې جرم اودوخت دضياع احساس نشته اوخداى خبر چې ترڅو به په دې علم اميزجهل کې راګېريو؟ !!
فالى الله المشتکى:


زرملوال
05.04.2009

نهمه برخه

صرف اونحو:

علم صرف اونحوډېرغوره اوخورامهم اوضروري علوم دي اودقرآن اوحديثو دمقصد اومفاهيمو دترلاسه کولو له پاره اساسي شرط ده علماء وايي چې: دعلم نحوداعظمت اوشرف کافي ده چې داداجتهاد په اساسي شرطونو کې راځي اودامت ټول علماء په دې متفق دي چې دعلم نحو زده کړه داجتهاد له پاره شرط ده.که يوعالم ټول علوم ترلاسه کړي وي اوپه نحونه پوهېږي هغه نشي کولاى داجتهاد دنده پرمخ بوځي.
دعلومو اونويو انکشافاتو په لړ کې ځينې داسې علوم شته چې دهغو درامنځته کولو وياړ له مسلمان امت سره خوندي ده اودلويديځ ډېرو پوهانو دااعتراف کړى دى لکه علم اسماء الرجال اواصول فقه اوداسې نوراوعلم نحو هم له هغو فنونو اوعلوموڅخه ده چې ددې دايجاداوودې وياړ د مسلمانانو اوعربو په برخه ده يولويدځوال پوهه ((ډى بور)) په خپل کتاب : تاريخ الفلسفه فى الاسلام کې وايي: علم نحودعربى عقل يوښکلى اثرده اوعرب حق لري چې په نحو ووياړي.
زموږ په ديني مدارسوکې دنحواوصرف تدريسي کتابونه ډېرزاړه اوڅوسوه کاله دهغو تجديد يانويو ميتودونو ته چاتوجه نده کړې اومتاسفانه چې ددې فنونو تدريسي طرز بيخي ناچله، بې ګټې اوبيخي دوخت ضياع ده اوبيابايد ووايم چې متاسفانه نن سبا دافن اودهغه تدريسي طرز ډېره برخه دعلمي اودماغي لذت داشباع له پاره ويل کېږي اوله دې فن څخه چې کومه موخه اوهدف ده هغه تقريباً ٨٥%په سلوکې شاته غورځول شوي دي .دلته دعربي ژبي زده کړه اوپه هغې ګړېدل مطلب اومقصد ده خوزموږ تدريسي کړۍ داډېره اوږده موده په انقېل اوقلنا کی داسی مست اومدهوش تللى دى چې اصلي هدف
ته دراستنېدلو نوم هم په خوله نه اخلي اونه په دې اړه دکوم نوښت او ابتکار درامنځ ته کوونکو خبرې ته غوږ نيسي.

نوى ميتود:

نن نړۍ يوکلى ګرځېدلى ده اودېوه کلی خلک باېد خامخا دېوه بل په ژبه وپوهېږی نو ددی له پاره دژبو دزده کړى له پاره ډېرى اسانه لارې چارې رامنځته شوى دى چې يوه وتلې لاره يې دلنډمهاله کورسونو جالبه اوګټوره لاره ده نن سبا ديوې ژبې دزده کړې له پاره په لومړي سرکې دهغې ژبې دورځني استعمال مهم توري اوځينې دورځني استعمال جملې شاګردانوته ورزده کول کېږي.
کله چې په څوابتدائى صنفونوکې شاګردان هغه ښې يادې کړې اودتمرينونو په ذريعه دهغوښه تکراراوهغوته بيابيا متوجه کړل شي وروسته بياداړونده ژبې ګرامر ياصرف اونحو پيل کېږي په دې توګه که سمه توجه اومناسبه هڅه وکړل شي نوپه څومياشتو کې يوه ژبه سړى زده کولاى شي خوزموږ په مدارسوکې دضروري لغاتو اوجملو زده کول نشته دورځنيو مهمو جملو يادونه هم نشته اوله ېوه بل سره دمکالمی ېا کنورزېشن تمرېن هم نشته ټول درسي کتابونه له تمريناتو څخه خالي دي بلکې زده کوونکى چې لومړى دصرف اونحو زده کولوته پيل وکړي نوسمدستي ګرامر ورته ښودل کېږي اوګرامر هم
لکه ماچې وويل په داسې جنجالونو کې نغښتى دى چې اصل هدف پاته اوپه تش انقيل اوقلنا وختونه ضائع کول کېږي.

لکه مخکې مووويل زموږ په درسونوکې څوسوه کلن زاړه متون له مختلفو شرحو اوحواشيو ياحواشي الحواشيو سره ويل کيږي اودې ټکي ته به ترننه چاتوجه نه وي کړې چې هغه اکثره حواشي اوډېرشروح عجمو علماوليکلي دى.بلکې ځينې شروح خولا داسې کسانو ليکلى وي چې هغه په اړوند فن کې مهارت هم نلري.

دداډول زاړه نصاب له روان نامناسب طرز تدريس نه چې کوم کسان فارغ شي اودفن يې له لسو زيات کتابونه هم ويلي وي هغوى نشي کولاى په عربي ژبه دوه جملې جوړي کړي اوعربي ژبه که هرڅومره خوندي اوثابته ده اودقرآنکريم په برکت له ډېرو تغيراتو اوبدلونونوژغورل شوى ده خوبياهم ددومره وخت په تېرېدو سره په هغه کې يوڅه تغير ليدل کېږي اوپه ځانګړې توګه عامي عربي خودومره تغير خوړلى چې سړى ګومان کوي دابه عربي ژبه نه وي نوطبعاً دعربو دعامي ژبي تغير دهغوى په فصحې ژبه هم بی اغېزی ندی پاتی شوی نوزموږ دنصاب فارغ خوپه خپله خودپه عربي نشي ګړېدلې بلکې
دعربو په موجوده ژبه په دووجملو هم نه پوهېږي.

اوڅرنګه چې زموږ ډېروخت په منطق اوفلسفه لګيږي له هرفن نه فلسفې اومنطق ته توجه زياته ده نودې ناروغي نوروفنونو ته هم سرايت کړى دى اودهغو فنونو دتدريس په طرز باندې هم دفلسفې اومنطق اغېزپروت ده لکه علم کلام،اصول فقه، اونحو دنحو شرح جامي اوپه ځينې ځايونوکې دملاغفور حاشيه يومخ په منطقي طرزويل کېږي نولکه مخکې مې چې وويل په دې سره دفن مقصد اوموخه پاته ده بلکې داکتابونه يواځې دعلمي لذت اشباع له پاره ويل کېږي اوداکړنه او عمل زما په اند علم اميزجهالت ده الله جل جلاله دې موږته نجات راکړي.

بلاغت اومعاني:

دمعاني اوبيان په علم کې هم موږ ستونزې لرو يوزده کوونکي ددې فن په لومړي سرکې اکثر په مختصرالمعانى پيل کوي اوځينې خلک دمختصرالمعانی متن تلخيص المفتاح هم وايي څرنګه چې مطول ډېرکم ويل کېږي نوفن ته ډېره کمه فائده رسوي نوګواکي مختصرالمعانى ددې فن لومړى اووروستى کتاب دى.
ددې شکايتونو په لړکې به بده نه وي چې دمصرديوه مشهورعالم رشيد رضا شکايت دلته ټکي په ټکي راواخلو دى ليکي:

دشيخ عبدالقاهر جرجاني کتاب :اسرار البلاغة اوداراز ((دلائل الاعجاز)) چې دعلم المعانى يوښکلى کتاب دى که دادواړه کتابونه په غوروکتل شي نوسړي ته به پته ولګيږي چې له دې وروسته په تصنيف اودتعليم په طرزکې څومره تنزل راغلى دى دادواړه هغه لومړني کتابونه دي چې دلومړي ځل له پاره دبلاغت فن پکې تدوين شوى دى.
په دې کتابونوکې ددې فن اصول اواساسي قواعد په ډېره ښه توګه بيان شوي دي دسکاکي مفتاح اودتفتازاني مختصر ددې کتابونوپه برکت ليکل شوى دى اوله دې کتابونوڅخه يې اخذکړى دى خوداکتابونه له مفتاح اومختصر څخه ډېرغوره دي.

فقه اواصول فقه:

زموږ په نصاب کې په مقصودي توګه دفقهې تقريباً يوکتاب ويل کېږي چې هغه هدايه ده دشرح الوقايه مضامين اومحتوى له هدايې سره ډېرکم توپېرلري نوځکه هغه بايد مستقل کتاب ونه بلل شي اوله دې مخکې چې کوم متون ويل کېږي هغه داسې ويل کېږي لکه مقصودي چې نه ويې ځکه کنز اوقدوري سره له دې چې ډېرقوي متون اودمذهب ظاهرالرواية مسائل پکې راغلې خوهغه طالبان په ډېر کم عمریکې لاپه کورکې دجومات له ملانه ووايي اوپه دومره کشرتوب کې بيادجومات له ملانه دومره سخت متون ويل شايد ډېره ګټه ونلري اوله دې مخکې دوه کتابونه چې خلاصه کيدانى اوشروط الصلوة نوميږي هم دومره ګټه نه رسوي ځکه دومره ابتدائى کتاب بايدزده کوونکي ته په خپله مورنۍ ژبه وويل شي.

ماپه خپله ډېرځله ددې ابتدائى کتابونو زده کوونکي ليدلي چې هغوى هڅه کوي چې داستاد له خولې وتلې دعربي ترجمې توري يادکړي اوپه دې پسې سرنه ګرځوي چې دعبارت موخه اومقصد څه شى دى اوددې عمردزده کړې قوه هم دومره کمه وي چې لوړ مفاهيم نشي هضمولى يواځي ترجمه چې يادکړي هغه هم پرې ډېره وي. نوکه دفقهې لومړني مهم اوهره ورځ پېښيدونکي مسائل دماشومانو له پاره په مورنۍ ژبه کې ترتيب اوتدريس کړل شي دابه دموجوده مروجو سختو متونو په پرتله اسانه اوډېرګټوروي.

اوبل دفقهې دتدريس په طرز کې هم ځينې نيمګړتياوې شته چې يوله هغونه مذهبي اختلافاتوته زياته توجه ده.داستونزه موږته دهغوکتابونو له مصنفينو نه راپاته ده چې نن يې موږ کتابونه په درسونوکې لولو اوهغوپه خپلو کتابونوکې اختلافي مسائل ځکه دومره ډېربيان کړي دي چې دهغوى وخت اوزمان داغوښتنه لرله،ځکه دامصنفين اکثره په دريمه څلرمه پنځمه اوشپږمه پېړۍ کې تېرشوي دي اوداپېړۍ هغه وخت ده چې په اسلامي نړۍ عباسي خلفاء واکمن وو اوله بده مرغه چې هغوی داهل السنت څلورمذاهب په خپلو منځونوکی سره جنګول دبغداد اودمشق په عاموڅلورلاروکې به دمناظرو
مجلسونه جوړوو حنفى،شافعى،مالکى، اوحنبلى ملاصاحبان به په سټيجونوتشريف فرما وو عام وګړي به پرې راټول وو اودوى به هريوه دخپل مذهب له پاره دلائل وړاندې کول دابدمرغي په اسلامي نړۍ کې له ډېره وخته راروانه وه .
نوځکه دهغه مهال دمصنفينو په کتابونوهم هغه داختلافاتو رنګ پروت ده که موږ له ځانه سره سوچ وکړو چې موږ يوه ابتدائى زده کوونکي ته دفقهې لومړى ضروري مسائل ورښيو يايوعام مسلمان دفرض عين په درجه کې فقهې احکام زده کول غواړي هغه دمذهبي اختلافاتوزده کړې ته هيڅ اړتيانلري هغه که حنفى وي يواځي دحنفى مذهب مسائل اواحکام زده کول دهغه له پاره کافي دي اوداراز که دبل هرمذهب پيرو وى هغه بايد دخپل مذهب مسائل اواحکام زده کړي اودې ته هيڅ اړتيانه ليدل کېږي چې هغه په اړوندحکم يامسئله کې نوردری مذهبونه هم وپېژني البته که دتخصص په درجه کې يوه طالب ته
داختلافاتو مباحث وويل شي بده به نه وي . اختلافي مسائل زده کول اودهرمذهب په دليل ځان پوهول بيادخپل مذهب ترجيح معلومول اودنورومذاهبو ددلا ئلو دضعف نقطی په ګوته کول؛ډېرستونزمن اوجنجالي کارده اودمبتديانو له پاره له ضرره پرته ګټه نلري.
خوزموږ ستونزه په دې کې ده چې له سوونو کلونو راهيسې مودخپل نصاب نيمګړتيا وته پام اوتوجه نده کړې اودنصاب بدلون ياله وخت سره سم اسانه موادو برابر ولو له پاره چاکوم کارندى کړى نوځکه خوپه هغوزړوکتابونوکې بوخت يو اوهغه چې څه ډول وي تدريسوويې

اوبل مهم ټکى دوخت دبدلونونو اونويو نظرېاتو په نيتجه کې دنويو پيښو رامنځته کېدل دی په دې نويو پېښو کې داسې عجيب اونادرمسائل رامنځته کېږي چې دهغو له پاره ځوابونه موندل ډېرسخت کارده. دبيلګې په توګه د((اجرة الرحم))1موضوع يادټيوب بى بى موضوع.
داجرة الرحم صورت داسې دى چې يومېړه اوښځه خپل مني له يو ځاى کولووروسته ديوې مزدورې ښځې رحم ته نقل کړي دهغې مزدورې ښځې په رحم کې ددوى دواړو له منيوڅخه دهغې حمل وشي بيايې وضعه رامنځته شي اوس دلته له غور اوسوچ کولو وروسته ډېرمسائل رامنځته کېږي دمېراث اونسب په اړه ډېري پوښتنې راپيداکېږي .
ټيوب بى بى بيادنراوښځې مني اوږده موده په يوه ماشين کې ساتل کېږي له هغه وروسته دښځې رحم ته نقل کېږي اوداسې نورډېر مسائل شته خودځواب تمه چې چاته کېږي هغوى لاداستقبال اواستدبار په اختلافاتو کې ګېرپاته دي.
څوسوه کاله مخکې ځينې قوي ذهنونوډېرې کره ليکنې کړې دې اوډېري سختې هم دي بلکې دهغوى عبارات دومره سخت دي چې هرڅوک له هغه استفاده نشي کولاى لکه دازموږ دفقه هدايه.که دهدايي دشروحو ټول جلدونه رايوځاى کړل شي زمايه اند به يوه پوره ستره کتابخونه ورنه جوړه شي اوسوونو جلدونوته به ورسېږي خوموږ همدا سخت کتاب دهرډول ذهن لرونکو طالبانو له پاره تدريسوو؟!
داراز په اصول فقه کې هم ځينې نيمګړتياوې شته لکه ددې فن دپيل کتاب تقريباً په هرځاى کې اصول الشاشى ده اوداصول شاشى درجه ددی فن له نو واردوطالبانو نه لوړه ده باېد له دی مخکی يوکوچنى کتاب وى چې هغه ددې فن مبادى ولري بلکې ددې په ځاى چې په دې فن کې داصول الشاشى شرح فصول الحواشى اويادحسامى شرح مولوى يعقوب ويل کېږي بايدله دې فن نه لنډ اومختصر متون منتخب شي څوهغه ابتدائى طالبانوته تدريس شي اصول الفقه هغه لوړاوبې ساري فن دى چې مسلمانانو دلومړي ځل له پاره رامنځته کړى دى اولويدېځوالو هم ډېرځايه ددې حقيقت اعتراف کړى دى بايد دې فن ته ډېره زياته توجه وکړل شي.
----------------------
1 -In Vitro Fertilization


زرملوال
07.04.2009

لسمه برخه

علم کلام:

ددې په ځاى چې زموږ په موجوده نصاب کې دعلم کلام په څرنګوالى وغږېږوښه به داوي چې دنوي علم کلام په ضرورت لنډې خبرې وکړوځکه نن موږ له معتزله ،مرجئه اوقدريه اونورونه هيڅ وېره نلرو دامذاهب نن داسې وبولئ لکه بيخي چې وجودنلري ترهغې لويې ستونزې زموږپه مخکې پرتې دي لوديديځ اولويديځوال تمدن نن داسلام په تشويه اوداسلام په انحراف بوخت دې هغوى مسلمانان سره ويشلي يوماډريټ ياعصري مسلمانان دي اوبل متشدداوسخت دريځه مسلمانان هغوى په لومړۍ ډله کې لوى لوى ملايان تيارکړي څووروستۍ ډله په دې قانع کړي چې بايد تاسونويو اصلاحاتو او ريفورمونوته غاړه کېږدي.

دعيسائيت اوتبشير له پاره داسې غټې غټې موسسې جوړې شوې دي چې هغه پريمانه ډالر اويورو لري داستشراق اوختيځ پوهني دمکتب هوښيارواوچالا که پادريانو دمسلمانانو دزامنو له پاره اسلامي جامعې اويونيورسټي! جوړې کړې دي چې هلته دهراسلامي فن تخصص کېږي زموږدهېواد ديوه ستر روحاني شخصيت! مبارکې لور!له يوې داسې اسلامي يونيورسټي! نه په تصوف اواسلامي فقه کې ماجسټير ترلاسه کړى اواوس راغلې
په هېواد کې په چوپړ بوخته ده !!
لويديځو هېوادونو خپلې اسلامي! يونيورسټي ياپوهنتونونه دعربي نړۍ په ځينې هېوادونوکې هم جوړې کړې دي.
تاسو به فکرکوئ چې په دې پوهنتونونوکې به صحاح سته يادعقائدو کتابونه ويل کېږي اويابه دتصوف اوفقهې کتابونه ويل کېږي اودابه په دې موخه ويل کېږي چې دمسلمانانو اولا دونه داسلام په اړه مالومات ترلاسه کړي؟!
هوداسې ده کېدى شي داټول کتابونه ويل کېږي خوپه دې موخه اوغرض نه کوم چې له يوه ريښتوني مسلمان سره وي ددې پوهنتونونو استادان ځانګړی موخی لري چې غواړی خپلوشاګردانو ته يې ولېږدوي اوهغه داسلامي احکامو اسلامي عقايدو اواسلامي تاريخ په اړه دتشکيک رامنځته کول دی دوى داسلام په تاريخ يادپيغمبرصلی الله علېه وسلم په سيرت يادشريعت په مختلفو موضوعاتو کې ديوه ظاهري کمزوري پوائنټ يانقطې په لټه کې وي اوپه هغه ځاى کې بيادقلم زور ازمويي اوپه لسهاو تشکيکات اونوراحتمالات رامنځته کړي نومسلمانان زده کوونکي چې بل سم ماخذ نه لري اوټول مالومات يې له دوى نه ترلاسه کړي وي له دې تشکيک سره اسلامي هېوادونوته راځي او ددوى په فکرونواوددوى په ذهنونو کې داسلام په اړه ډېرشکوک اوشبهات پراته وي اسلام يوغير عملي اوله عقله ليري مذهب بولي.
داخلک زموږ په هېوادونوکې بيخي ډېردي اوزيات شتون يې په واکمنو ډلوکې دي اوداسلامي نړې ډېرى واکمن اوددولتي ماشين چلوونکي چې په لويديځ کې په اړوندبرخه کې لوړې زده کړې کړې وي دهمدې تشکيک په رنځ اخته دي.

نوي علم کلام ته اړتيا:

په مخکيني علم کلام کې يواځي داسلام له عقائدو نه بحث کېده ځکه داسلام مخالفينو په اسلامي عقائد نېوکې اواعتراضونه کول خونن ورځ له مختلفو اړخونونه په اسلام ردونه کېږي نن دتاريخ،اخلاقو،اوتمدن له پلوه په اسلام سختې نېوکې کېږي.اروپايي ختيځ پوهان په دې خبره سختې نېوکې کوي چې څلورښځې ولې يوه سړي ته روادي اوداموضوع دوى دښځې په حق تېرى اوظلم بولي داراز په جهاد نېوکې لري اوله جهادسره سخت مخالفت لري، دوى وايي له پنځلسو کلونو نه کمې نجلۍ سره ولې واده کېږي.داراز دوى په مېراث کې دمېرمنو په نيمه برخه هم نېوکې لري،اودژوند په ټولو چاروکې ښځوته دبرخي نه ورکولو په مسئله هم اعتراضونه لري.
اروپايي مستشرقين په حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم هم ډېري نېوکې لري چې ټولې پوچې اوددوى له تشکيکي رنځ نه سرچينه اخلي دوى وايي هغه په مکي دورکې دپيغمبرانوپه لاره روان و خو په مدني دورکې يې سياست ته مخه کړه اوباچا وګرځيدى. داراز دوى وايي هغه ولې نه (٩)مېرمني په نکاح کړې وې اوبل داچې هغه ډېرې جګړې کړې دي اودبدرغزا ددوى په انددقريشو دکاروان دلوټلو په موخه شوې ده اودوى دپيغمبرصلی الله علېه وسلم دوحې دحالت په اړه هم ډېري سپکې خبرې کړې دي اووايي چې دادمِرګي ناروغي وه اوداراز دوى دبيت الله حج دعربو يو اقتصادي چال بولي چې
نورمسلمانان استثماروي اودوى وايي چې دبيت الله طواف اودحجرالاسود استلام بت پرستي ته ورته يوعمل دى .
دااعتراضات مادنمونې په توګه راوړل دې ته ورته نوراعتراضات هم شته چې بايدتوجه ورته وکړل شي اوزموږ په زاړه علم کلام کې بايد ديوه نوي باب په توګه په دې اړه يوتفصيلي بحث پرانيستل شي په نوي علم کلام سره زماموخه دانده چې هغه لري اونوى دې رامنځته شي زماموخه داده چې بايد دهغه علم کلام دضميمې په توګه يونوى باب پرانيستل په کاردى.چې ددې پورتنيو پوښتنواونېوکو له پاره په تفصيلي توګه ځوابونه ولری اوښه قانع کوونکي تفصيلات په سائنټفک توګه بيان شي اوپه دې اړه په مختلفو نړيوالو اوسمئېزوژبوکې اوږدوليکنوته سخته زياته اړتيا ليدل کېږي
داکارپه انفرادي توګه دعربو علماو اودهند اوپاکستان ځينې علماو يوڅه کړى دى الله جل جلاله دې اجرونه ورکړي.

تفسيراوحديث:

موږ دا مخکې فنون ټول دقرآن اوحديث خدمتګار علوم بولو اوپه دې موخه تدريس کېږي چې تفسير اوحديث پرې زده کړل شي نوګواکې تفسير اوحديث مقصد اوغايه دي اوهغه نورعلوم ددې غايي اومقصد له پاره وسيلې اوآلې دي.
خومتاسفانه چې عملاً اوپه درسي کړيوکې خبرددې په خلاف ده موږ دمختلفو فنونو دځينې کتابونو دعباراتو په حل کولو کې ډېر زيات وخت تېروو لکه داړوند فن داکتاب (چې موږ ېې دعبارت په حل کې زيات وخت ضائع کوو) چې دهغه فن له پاره نه ويل کېږي بلکې هغه کتاب بالذات مقصودګرځول شوى وي. له بده مرغه چې په هغومره اهتمام سره دقرآنکريم نظم اودحديثو عباراتوته توجه نشته.
دمدارسو په موجوده نصاب کې دعلم التفسير برخه بيخي کمه ده دتفسير بيضاوي فقط يوڅورکوع ويل کېږي چې هغه دتفسير علم ته هيڅ فائده نه کوي يوجلالين پوره ويل کېږي خودهغه په اړه ويل کېږي چې دجلالين حروف دقرآنکريم له حروفوسره تقريباً برابردي نودومره مختصر تفسير يواځي دترجمې له پاره ګټور ده اونور اړوند مسائل نلري دقرآنکريم لفظي ترجمه زموږ په مدارسوکې نشته بايدڅوڅو سپارې په مختلفو صنفونو وېشل شوې واى اوشاګردانوته يواځي لفظي ترجمه ښودل شوې واى.
دحديثوپه اړه هم ډېراصلاحات په کاردي مخکې موږ دفقهې په بحث کې دفقهې د اختلافاتو په اړه خبرې وکړې اودشاګردانوله پاره موهغه مناسب ونه بلل زموږ حديث هم په فقهي طرز ويل کېږي .داصول حديث فن کوم کتاب موږ په خپل نصاب کې نلرو يواځي شرح نخبة الفکر هم هرځاى نه بلکې يونيم ځاى ويل کېږي.
اوبل په حديثو کې اصلي موخه دحضرت رسول الله صلی الله علېه وسلم سيرت اودهغه په ارشاداتوځان پوهول دي خودسيرت په اړه موږ هيڅ نلرو اوله حديثو نه دحضرت رسول الله صلی الله علېه وسلم دارشاداتوبرخه هم ټوله دتلاوت په ډول ويل کېږي اوهسې دتبرک په موخه سردا حديث تلاوت کېږي. دخداى جل جلاله پيغمبر زموږ له پاره (اسوه حسنه) دی ا وموږ په خپل درسي نصاب کې دسيرت کوم کتاب نلرو اوعام احاديث دشاګردانو په مخکې محض تلاوت کېږي. تدريس کېږي نه نوتاسوفکروکړئ کوم طالب چې زموږ له نصاب نه فا رغ شي اوزموږپه ټولنه کې د((مولوى صاحب)) په درانه نامه سره يادېږي
؛هغه به دګران پيغمبر له ((اسوه حسنه)) نه څومره توښه ترلاسه کړې وي؟!
زماپه اندخو به ډېره کمه وي اوکه فرضاً يوڅه وي هم هغه شايد کوم يوه په پخپله مطالعه سره ترلاسه کړې وي له نصاب څخه به يې څه نه وي زده کړي .ځکه څه شته نه ،داد دورى طريقه خوهم له ديوبند سره دتړاوپه برکت ترلاسه شوې که نه زموږ په وطن کې خويواځي مشکوة شريف واوهغه هم تلاوت کېده تدريس کېده نه .
يوه ورځ مې يوه طالب ته ويل چې تاسو تفسير اوحديثوته کمه توجه کوله ټول زوربه موپه فقه اونورو فنونو واياستاسودا چلند تاسوسم بولى؟هغه محترم اومرحوم راته ويل چې هوکې! بالکل سم. دافقه ټوله له قران اوحديث نه استنباط شوې اوديوه مقلدله پاره فقه کافي ده .ماورته وويل چې سمه ده فقه خوټوله له قران اوحديث نه استنباط شوې خو دقران اوحديث ټول مضامين خوپه فقه کې نشته فقه خودقران اوحديث جز‌ء ده اويواځي عبادات اومعاملات يې رااخيستي دي. درسالت،توحيد،اخرت اواخلاقو په اړه چې په قران اوحديثوکې کوم مضامين دي هغه خوفقه نلري نوڅنګه ديوه مقلد له
پاره فقه کافي ده ؟!
بلکې دعباداتو په اړه به هم په فقه کې ځينې نيمګړتياوې وي دبيلګې په توګه په لمانځه کې دخشوع مسئله څومره مهمه اواساسي مسئله ده خودفقهې په واجباتو،فرائضو،سنتونو اوآن مستحباتو کې هم نده راغلې.زماپه دې خبرو سره ملاصاحب راته په غصه شو اوتاديباً !يې څوښکنځلې راولورولې.رحمه الله تعالى.
زموږ په نصاب کې دتاريخ اوجغرافيی يوکتاب هم نشته اودقران اواحاديثو له پاره دې دواړو فنونوته زښت زيات ضرورت ده دارازداعجاز القرآن دفن هم زموږ په نصاب کې کوم کتاب نشته.


زرملوال
07.04.2009

یولسمه او وروستی برخه

دتېربحث خلاصه اوغورچان:

له تېر بحث نه دپاېلې او نتېجه ګېری په توګه دالاندی څو کرښی راکاږو په دی کرښو کی ځېنی حقائق اوسپېنی خبری واضح شوی دی اودلته مهمه خبره داده چی باېد په دی کرښودحقېقت په توګه غور اوسوچ وکړو او دصنف پالنی تودی چشمی له سترګو لری کړواودلنډ وخت له پاره دا مغالطه او تېروتنه شاته کړو چی :ملا باېد په هرصورت دملا ملاتړ وکړی اوهغه کرښی دادی :
[١]:زموږ په مدارسوکې دنوښت اوبيداري مطلق نشتوالي.
[٢]: نويو مسائلو ته توجه نه کول.
[٣]:معقولاتو ته زياته توجه کول چې دهيڅ درد درمل نه دي.
[٤]:په ټولېزه توګه قرآن اوحديثوته دتوجه نشتوالى.
[٥]: له تهذيب اوتمدن سره داړيکو کمزورتيا.
[٦]:له دې نصاب نه فارغ دماغ په خپل منځني منافرت ،فلسفې مباحثواوفقهي اختلافاتوکې ګيروي چې دين اودنيا دواړه زيانمن کوي.
[٧]:دمنطق کتابونه بې له کوم پروګرام نه زيات شوي.
[٨]:په دې نصاب کې دفن ترلاسه کولو ته کمه توجه کېږي.
[٩]:دتفسير برخه ډېره کمزورې ا وتفسير ته توجه کمه ده .
[١٠]:دمنطق کتابونه له ضرورته زيات اوپه مباحثو کې يې خلط هم کېږي.
[١١]:دنحواوصرف کتابونه په زاړه ميتود ويل کېږي اوګټه ېې
ييخي کمه ده
[١٢]:په دې نصاب کې تاريخ،جغرافيه،اعجازالقرآن اونورمهم اوضروري علوم نشته.
[١٣]:په دې نصاب کې په اصلي مسائلوبحث کم وي اوپه لفظي اوعباراتي بحثونوکې زيات وخت ضائع کېږي.
[١٤]:په دې نصاب کې درياضياتو هيڅ برخه نشته.
[١٥]:په دې نصاب سره دعربي ليکلو اوپه عربي خبرې کولو وړتيانه پيداکېږي.
[١٦]:په دې نصاب کې په شروحو اوحواشيو ډېراعتماد کېږي اوپه تېره په منطق کې.
[١٧]:دسکاکي مفتاح اودتفتازاني مختصر دخپل فن له پاره ګټور نه دي.
[١٨]:څوسوه کاله دانصاب ولاړ اوتغيرته نه ده تيار.
[١٩]: فقه اواسلامي قانون نن مهال پراخي اواضافي ته اړتيالري اونويو پېښو اونويو اقتصادياتو ته نوي ځوابونه په کاردي.
[٢٠]:په زاړه علم کلام کې يو نوى باب پرانيستلوته سخته اړتيا ليدل کېږي.
[٢١]:حديث سردااودتلاوت په ډول ويل کېږي.
[٢٢]:دسيرت يوکتاب هم په دې نصاب کې نشته.
[٢٣]:اوله دې نصاب نه فارغ ځوانان احتمالاتوهم ځپلى وي.

دمنطق اوفلسفې په برکت! اودګڼ شمېر اوډول ډول تدقيقاتو په برکت ((احتمال)) قران وهلى هم زموږ ملاوې راماتې کړې دي.خداى خبردى احتمال به څومره خلک له کاره ايستلي وي ؟! اوپه هرکار کې داحتمالاتو لټونه اوپه عملي ژوندکې پوچ احتمالات رابرسېره کول يوډول روحي ناروغي ده لوى څښتن دې هرمسلمان ورنه وژغوري.
اوپه دې سره داليکنه پاى ته رسوم.

ددې ليکنې ماخذونه:

(۱)دابوالحسن علی الندوى : تاريخ دعوت وعزيمت
(۲)دعلامه شبلى : عقائد اوکلام.
(۳)د علامه شبلی : المامون والغزالی
(۴)دسيدسلمان ندوى : نصاب تعليم
(۵)دمولانا مناظر احسن ګيلاني : تعليم وتربيت.
(۶)دډاکټر حميدالله : خطبات بهاولپور
(۷)دازاهدالراشدى : دشريعت په نامه مجله.
(۸)دشيخ احمد عبدالجواد : احمدبن حنبل
(۹)ددکتور حمزه الشرقى : الامام الزاهد احمدبن حنبل
(۱۰)دابن الاثير : الکامل فى التاريخ
(۱۱)دکاتب چلپى : کشف الظنون
(۱۲)دابن خلکان : وفيات الاعيان
(۱۳)دمحمدعلى التهانوى : کشاف اصطلاحات فنون
(۱۴)د عباس حسن : الوافى فى النحو
(۱۵)دامام غزالي : احياء علوم الدين
(۱۶)دخېرالدېن الزرکلی : الاعلام
(۱۷) دابن العماد الحنبلی : شذرات الذهب

----------------------------------------------
اوس دلیکنی په پای کی له هغو وروڼو نه هیله کوم چی
په ښوونه اوروزنه کی تخصص یا ورسره مینه او علاقه
لری په پورتنی بحث خپلی رغنده نظریی ولیکی

په درنښت

ستاسو ورور زرملوال


Ghairat
10.04.2009

سلامونه !
دملایانومیتودونه اوعملي حللارې سمې نه وي . دلته هم د هغه ملا کانه ده چې وايي یوماشوم ترې د الف با سیپاره شروع کړه، ماشوم میم نشوتلفظ کولای، نوملا صیب ورته وايي چې پوره میم نشې ویلی،نو درته به یې نیم کړم او داسې وایه :
نیم میم !
ماشوم ته لا سخته شوه،نوملا ور ته وايي چې :
دنیم میم نیم ووایه !
نوزرملوال صیب ستونزه په ذهنیتونوکې نه ده، ستونزه په عیني ناسمیوکې پرته ده
د اصلاحاتو لنډه آسانه او په زړه پورې لار داده چې :
عربي ټول دیني کتابونه دې په پښتو یعنې مورنۍ ژبه شي، عربي دې یواځې په لوړو دیني تحصیلاتو کې په ژوره مسلکي توګه جبري شي ، څود ماخذونو پلټنه او څیړنه د دیني عالمانو قاضیانو له پاره ممکنه اوسي!
په مورنیو ژبو ددین زدکړه باید د هارون رشید په وخت اوله هغه راهیسې عربي واکمنانو د ټولو مسلمانانو له پاره رامنځته کړې وای نو نه به دین او امت او نه هم اسلامي خلافت ضعیف شوی وای ! متآسفانه عربي غافلو مشرانو پیړۍ پیړۍ غفلت
وکړ او زمونږخپل واکمنان خو تل په بین الافغاني جګړو خپل ساعت تیر کړی او بس ،کورنۍ جګړې خو د افغاني واکمنانو له پاره تل یوه نړیواله لوبه ښکاري
او اوس خویې ترې واقعأ هم نړیواله لوبه جوړه کړې ده !

نو خیر، اوس دې د اسلامي هیوادونو یوه غونډه دې دې مسلې ته تخصیص او د ایران او ترکیې مالیزیا اونورو مړو هیوادونو په شمول عربي شتمن هیوادونه دې شرعي علوم په پښتو فارسي اونوروژبو واړوي !
کله چې د ژبی ستونزه حل شوه نورې ټولې د هغې حل په مټ ژر حلیدای شي!


زرملوال
10.04.2009

[quote:fc47be24b8="Ghairat"]سلامونه !
دملایانومیتودونه اوعملي حللارې سمې نه وي . دلته هم د هغه ملا کانه ده چې وايي یوماشوم ترې د الف با سیپاره شروع کړه، ماشوم میم نشوتلفظ کولای، نوملا صیب ورته وايي چې پوره میم نشې ویلی،نو درته به یې نیم کړم او داسې وایه :
نیم میم !
ماشوم ته لا سخته شوه،نوملا ور ته وايي چې :
دنیم میم نیم ووایه !
نوزرملوال صیب ستونزه په ذهنیتونوکې نه ده، ستونزه په عیني ناسمیوکې پرته ده
د اصلاحاتو لنډه آسانه او په زړه پورې لار داده چې :
عربي ټول دیني کتابونه دې په پښتو یعنې مورنۍ ژبه شي، عربي دې یواځې په لوړو دیني تحصیلاتو کې په ژوره مسلکي توګه جبري شي ، څود ماخذونو پلټنه او څیړنه د دیني عالمانو قاضیانو له پاره ممکنه اوسي!
په مورنیو ژبو ددین زدکړه باید د هارون رشید په وخت اوله هغه راهیسې عربي واکمنانو د ټولو مسلمانانو له پاره رامنځته کړې وای نو نه به دین او امت او نه هم اسلامي خلافت ضعیف شوی وای ! متآسفانه عربي کوناټورو پیړۍ پیړۍ غفلت
وکړ او زمونږخپل واکمنان خو تل په بین الاغفاني جګړو خپل ساعت تیر کړی او بس ،کورنۍ جګړې خو د افغاني واکمنانو له پاره تل یوه نړیواله لوبه ښکاري
او اوس خویې ترې واقعأ هم نړیواله لوبه جوړه کړې ده !

نو خیر، اوس دې د اسلامي هیوادونو یوه غونډه دې دې مسلې ته تخصیص او د ایران او ترکیې مالیزیا اونورو مړو هیوادونو په شمول عربي شتمن هیوادونه دې شرعي علوم په پښتو فارسي اونوروژبو واړوي !
کله چې د ژبی ستونزه حل شوه نورې ټولې د هغې حل په مټ ژر حلیدای شي![/quote:fc47be24b8]

کومه لاره چی تاسو ښوولی دابه په زړه پوری وی خولنډه او اسانه هیڅکله نده
او په پیل کی که مو د (ملایانو میتودونو) پر ځای د نوموړی لیکوال حللاره
تنقید کړی و ی نوستاسو په نیت به شک نه کیدی او له عربو سره مو ترعباسیانو
پوری خپل عناد ښودلی دی دا نوکوم انصاف ده او ستاسو توصیف هم له قلم
سره زیب نه کا
که خپه کیدلی بیا به خبر نرمه کړو


و.افغان
11.04.2009

زرملوال صاحب:

ډیره ښکلې، قیمتي، او پر معنا لیکنه مو رانقل کړیده، مطلوبه سکالو په کې په
ډیر ښه طور څیړل شویده،که له تواضع پرته دا لیکنه ستاسی وي، نو ستاسو
په قلم دی سل آفرین وي ، او که دبل چا لیکنه وي، نو هم يي کور آباد، او غله ډیره.
زړه مې راته وايي که ويي وپيژنم نو سر يا لاسونه به يي ضرور موچو کړم.
زما دزړه هيلې او زما دزړه خبرې يي په ډیر ښکلې انداز کې کړي دي.

خو كه غلط نشم, نو فکر کوم چې داسلامي علومو دمناهجو يا ښوونیز نصابونو
جمود داسلام دځايي او لریو حاکمو دښمنانو دسیسه بللې شم، لکه ستاسو لیکنه کې چې
ورته دعباسی خلافت اړوند نغوته شوي ده، چې وکولاي شي داوسنۍ نړۍ دتمدن څخه
لیرې خلک په خپلو سیاسي ګټو راوڅرخوي.

نورې خبرې به پرې له خیره سره بیا کوو.

په درنښت


زرملوال
11.04.2009

محترم وهاج صافۍ صیب ډیره مننه ښاد او اباد اوسﺉ!

بایدیادونه وکړم چی دلته له بحث نه می مطلب داده چی په اصل
موضوع خبری وکړو داچی زموږ نصاب او مناهجو ته چا توجه نده
کړی او دښمنانو مو څه ډول دسیسی راته جوړی کړی دی دابیله
او سیاسی موضوع او دلیکوال موخی ته ګټه هم نه رسوی
اوبل ددی ستوزی له پاره زما په اند یو ټولنیز او سمﺉیز حل په کار
ده که څه هم هغه تدریجی او دمیږی په پله وی دښاغلی غیرت صیب
نظر یواځی نظر بللی شو او موږ کومه ګټه نشو تری اخیستلی
ځکه داسلامی نړۍ په سطحه ګډکارونه دبسوګلی واده ده اونور هیڅ
نه دی او زما له مالوماتو سره سم بسوګلی دواده هیلی ګورته وړی دی

عرب شیخان عروبی او عربی قومیت ځپلی دی ولا که نه ددین شی
اونه ددنیا بس اسرایل یی په اعصابو سپاره دی او اوس خو ایران هم
پری ور بالاشو

په درنښت



ع کريم حليمي
11.04.2009

ډير مکرم او متبحر او متعمق ورور زرملوال صاحب ،استاد قاري صاحب ، 
دانشمند او صاحب نظر غيرت صاحب ، او درنو لوستونکو 
سلام عليکم ورحمه الله و برکاته !

مکرم زرملوال صاحب !
اکثره وخت چه د  متبحرينو او متعمقو علمأوو ليکلي نظرونه او تحقيقي 
ليکني ولولم زړه مي په ښاد سي ، او زړه مي مين سي ، ديدار غواړي ، 
داچه ستاسو په ليکنه زما زړه ښاد او خوشاله سو  ،  رب العزت ته دا 
اميد لرم ، 
چه يو ورځ  ستاسو په ليدو سترګي روښانه اومشرف، شم 
زه ځان د نظر څرګندولو لايق نه وينم ،چه د داسي عظيمو  مطالبو علماوو ته
د ښوونیزنصاب په باب پيشنهادات وړاندي کم ، خو ستاسو کرامت ، او د 
هغي مرغۍ نقل چه :د فرعون د اور و وژني ته ئې په مشوکه کښي يوه قطره 
اوبه رااخستي وې ،جرائت راکړ چه ستاسو په هڅو ، ځان شرک کړم 
   او په ورځ د قيامت مي لاس نيوی سي ، او بس 

 هر متعلم  د زدکړي له پاره ، درې شيانو ته ضرورت سته 
علمي مؤسسه ، کتوب ، مدرسين  
علمي مؤسسه جوړول يو ساده او بسيط کار دی ، دمعلم او ښوونکي جوړول 
او پيدا کېدل هم ډير مشکل ندی ، 
د ښووني او روزي له پاره لوي  مشکل او تکليفي کار ، د کتاب درلودل 
او نصاب برابرول دي 
که په عربي ژبه تدريس وي ، نو د کتاب د درلو لوی مشکل حلدئ ، نو نصاب 
له مشکل سره مخ کيږو ، ولي چه نصاب تنها د ديني اصولو ښودنه نده 
بلکي ملي منافع ،او ملي استقلال،او د حکومت طرز ښووني ئې هم کلي جز 
بلل کيږي
 علمي نصاب دی چه پوهه زېږوي او نفاق له منځه وړي ، ملت جوړوي
اکثره هوښياران په دې فکر دي چه دعلم روښنايي ټولي تارکي له منځه وړي 
دا تر لمر روښانه ده ، چه علم روښنايي ده ، چه د بېلابېلو مضامينو تر
منځ توازن او يو ښه مجرب نصاب په اساس تدريس سي ، 

نوربيا



ع کريم حليمي
12.04.2009

په تېر پسې 

د انسان ژوند د طبعي علمو په برکت مخ په وړاندي روان دی ، اما که اسماني
اخلاق ور سره مل نه وي ، نو د انساني ټولنو جوړېدل څه کم ناممکن دي 
نو ويلي سم چه د اخلاقو ښوونه او زدکړه لمړي شئ ده 

د اسماني اخلاقو زدکړي لمړی بااخلاقه معلم او کتاب ته ضرورت لري ، 
او معلم له کتابه حکمت او تزکيې ښوونه کوي 
يعلمهم الكتاب و الحكمة و يزكيهم٠٠٠٠٠البقرة
او سردار عالم فرمايي چه "إنما بعثت معلما" ابن ماجه باب فضل العلما

زه د ديوبند د نصاب سره پوره موافق يم ، کوم مضامين چه دوئ تدريس کوي 
خو غواړم چه د لوستونکو او طلابو نظر يوه مضمون ته راوګرځوم 

(سيرة النبي صلى الله عليه وسلم)
د اسلامي اخلاقو د تدريس "روح"سيرة النبي ګڼم  
که طلابو ته سيرة النبي تدريس نه سي ، نو زدکړي ئې نمګړي او په طلابو کښي به د تزکيې قوه ډيره 
نه وي غښتلې !
او د سيرة النبي ښونه داسي يو جامع زده کړه ده چه أصلا  د قران ، حديث 
علم رجال ، تاريخ ،جغرافيې ، عبادات ،فرائض ، ٠٠٠٠٠٠٠٠ حق الله 
 حقوق العباد ښوونه ده ، او د هر فصل مؤخذ  ئې پخپله 
ايه کريمه او حديث نبوي دي ، کله چه طلاب د سيرة النبي په زدکړه مصرف 
وي په عيني وخت کښي له احاديثو او قراني اياتونو له زدکړي سره ډېر 
اشنا سوي هم وي ، 

او پر دې سربېره د سيرة النبي زدکړه نور ډېرصفات لري يو مهم صفت ئې 
دا دی چه زړه کښي  فکري جوش پيدا کوي ، او طالب ته د  سيرة النبي
د مؤخذنو د زدکړي تنده زياتوي 

 که يو طالب د درس دوره لس کاله وي ،او بيا د اسلامي کالج محصل سي 
او کالج څه اسلامي يونيورسټي ته ولاړ سي او د ډاکترئ دوره شروع کي 
نو بيابه هم دا طالب أصلاد سيرة النبي په زدکړه اخته وي 

زما درخواست و علما کرامو او والدينو ته دا دي چه د اسلامي ښوونو 
په نصاب کښي دي سيرة النبي صلى الله عليه وسلم شامل کړي 
او هغه هم د علامه شبلي تاليف 

"چه قدم مي د اشنا په کوڅه کېښود 
.........................د سر سترګي مي بينا شوې په دې تلو کښي" حميد بابا
 ستاسو په بزګوارئ به ، زما له خطا را تېرېږئ ، مننه   


و.افغان
13.04.2009

دروند زرملوال صاحب، محترم غیرت صاحب، معزز حليمي صاحب:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

پرته له شکه چې داوسني وراسته ښوونیز نصاب نوي کول، او په کې بدلون راوستل يو
ډیر اړین کار دی، دعربانو خبره په لا یختلف فیها اثنان ولا تنتطح فیها عنزتان،
خو خبره داده چې عملي اقدام پکار دی، دا چې څنګه عملي اقدام پکار دی، يا ممکن
دی، نو ګران لوستونکې دی په دی اړوند خپل نظرونه وړاندی کړي.

په درنښت.


ډاکتر وطنمل
15.04.2009

السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته !

زرملوال صاحب دمشال له مهالنۍ مجلې څخه د پورتنۍ لیکنې رالیږدول مو ډیر په زړه پورې هڅه بولم ،الله تعای دې اجرونه درکړي!
په دې لیکنه کې مو د محتوا له نظره وروستۍ نهمه اولسمه برخه اساسي او د ټولې لیکنې نتیجه ده او ډیره په زړه پورې ده ! لیکوال چې کوم وړاندیزونه هلته دځینو ستونزود حل له پاره کړي خورا معقول دي .

له دې سره د محترم استاد مولینا حلیمي صاحب وړاندیز چې سیرة النبي باید په نصاب کې ونیول شي هم یوډير ښه ، اړین او بشپړونکی وړاندیز دي، صرف په پښتواودری تدریس به یې لازمه اسانتیا او تربیوي اغیز ډیره پراخه کړي!

خو ددې ټول بحث هدف یواځې د دیني مدرسو د نصاب سمون او ریفورم دی چې د
عربي ژبې صرف ،نحوې ، زوړ اونوي علم الکلام تر ځنګه په مورنۍ ژبه ( پښتو، دري) د شرعياتو تدریس به د څوڅو چنده اسانتیا اوچټکتیا اړیزی (سبب ) وګرځي۰

تدريس يې باید د عامولومړنیو تعلیماتوله شپږم ټولګې وروسته پیل او دمنځني اوعالي تعلیمانو پوړۍ دې ورته ځانګړې وي!

خود عصري مخځني او عالی تعلیماتو په ښونځیوکې دې هم د عربي ژبې د ګرامر په ځای دې عربي ژبه تدریس شي او د ژبني تدریس د اړتیا په کچه دې عربي ګرامر
هم د عربي ژبې د تدریس یو جز اوسي!
د عربی ژبې زدکړه دې دمدرسو په لومړي کال کې له صرف او نحوې پرته پيل او که ممکنه وي په دویم کال کې د ې شاګردان د ۶ میاشتوله پاره عربی هیوادونوته استول کیږي ،څو عربي لیک لوست بشپړکړي ۰ په هرصورت مطلب دا چې د عربي له لیک لوست او خبرو کولو د توان له بشپړولووروسته دې په مدرسوکې صرف او بیا نحوه پیل شي۰

د افغانستان د اسلامي علماو یومرکز جوړول آړین دي چې هم د مدرسو د نصاب ته تنقیدي کتنې کوي اوهم په دیني چارو او دیني فتوو کې د هیواد بهرو لاسوهنو مخه ونیسي که هغه ایراني وي اوکه عربي ــ القاعده یي!


و.افغان
15.04.2009

محترم ډاکټر وطنمل صاحب:
خبرې مو ښې دی، او دا وروستۍ خبره مو خورا مهمه ده.
البته زرملوال صاحب کيداي شي په دی راسره موافق وي، چې له صرف څخه څو کاله مخکې
باید نحوه پيل شي، ځکه چې نحو نسبت صرف ته ډیره آسانه ده.

البته دا کار لکه مخکې چې مې وویل: عملي اقدام غواړي، دځینو پوهنتونونو او علمي
معهدونو دمنهجونو دقيقه څيړنه غواړي، تر څو دنوې منهج لپاره ښه او ښه تر مواد يا
مفردات انتخاب شي، ژباړې ته هم په کې ضرورت دی، کافي پيسه هم پرې لګیږي، خو
که یو جهت په دی اړه مالي وکړي، او دشته مدرسو چلوونکي پرې قانع کړاي شي.

په درنښت


ghareebdost
17.04.2009

خبري اسانه دي خو عمل ګران دی!!!
وهاجه! دنصابونو ختمول پكار نه دي بلكي دنصاب اصلاح ته اړتيا ده,ځكه چې ددې ليكني ليكوال پخپله هم له همدغو مدرسو فارغ شوی،اوډيرسترشخصيتونه ورنه فارغ شوي,


رښتینی
29.03.2014

څومره ډیر په دې لیکنه پسې وګرځیدم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more