د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

کوچنی شاهزاده

غښتلی
26.07.2004

ګرانو او منلو لوستونکو او ليکوالو سلامونه مې ومنئ !
دکوچنيانو پاڼه داسې يتمه غوندې راته ښکاره شوه ،خدای (ج) شته زړه مې ډير خپه شو. داچې دکوچنيانو څانګه
تل ډيره بې نوو ليکنو پاتې وي علت به يې داوي چې په پښتو ژبه کې د کوچنيانو لپاره ادبياب نشته او يا ورته کار نه دی شوی . درنو لوستونکو زه تاسې ته د فرانسوی ليکوال ( انتوان دي سينت اکسيو پېري ) ليکنه (کوچنی شاهزاده ) چې ښاغلي محمد طاهر( کاڼي ) په خپل ښکلی انداز په روانه او خوږه پښتو ژباړلې دلته د خپل وخت او وس سره په پرله پسې ډول ليکم ، په دې هيله چې تاسې او ستا سې د ماشومانو خوښه شې .
يادونه : ددې کيسې په لوستلو چې د نړۍ والو ادبياتو يو وتلی کتاب دي يو ځل بيا ټينګار کوم .

په درناوي او مينې غښتلی


غښتلی
26.07.2004

د ژباړونکی ډالۍ : دهيواد ټولو هغو ګلاليو ماشومانو ته چې د جګړې له امله يې د ټولو بې برخيو توپان ته غيږه ورکړې ده .
+++++++++++++++++++++++++++++++ کو چنی شاهزاده++++++++++++++++++++++++++++++++++++
___________________________(١)________________________________
کله چې زه شپږ کلن وم ، د ( ريښتينو کيسو ) په نامه کتاب کې ، چې د هغو ځنګلونو په باره کې پکې کيسې راغلې وې ، چې چا لاس نه و وروړی ، ما د حيرانتيا وړ رسم وليد . په رسم کې يو ډير لوی مار (بوا) و ، چې يو داړونکی
ژوی يې تيراوه ، يعنی چې خوړ يې .
په دغه کتاب کې داسې راغلي وو: (مار خپل ښکار نه ژړويي او بشپړ يې تيروي .له هغه نه وروسته مار نه شي کولای ، چې ځان وښوروي او شپږ مياشتې پر له پسې ويده وي ، تر څو چې خواړه هضم کړي).
ما دځنګله د ژوند د ټولو پيښو په باب ډير فکر کاوه ،او ما هم په رنګه پنسل خپل لومړی انځور وکيښ .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more