د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دټول افغان دڅلوريزو مشاعره !

انځورګر
14.10.2003

سلامونه ګرانو وړونواو خوندو !


ليلوما الفت
14.10.2003

>>>>>>> پښتون اوپښتو<<<<<<<<<
خلــــــــګ په اور زه په اوبــــــــــو کي سوځــــــم
نوردي هجـــــــران زه دي ليــــــــدوکي سوځـــم
ما بـــــه دي وړئ وائ پيـــــــــغور پــــه ليـــــمو
مګر پښــــــتون يـــــم په پښــــتوکي سوځـــــم
....................................... اسحاق ننګيال


انځورګر
15.10.2003

سلامونه ګرانو وړونواو خوندو !



هيواد شېرزاد
15.10.2003

درنو او خوږو افغانونو! سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ.
پښتون ورور هادي او پښتنې خور ليلوما ډېرې ښکلې څلوريزې ليکلي دي. چې ګيله من نشئ، زه به هم زما يوه څلوريزه درته وليکم.
........................................... څلوريزه .............................
............. خدايه بېل څوک د وطن له غېږې مه کړې
........................... که وطن کې يې په کور هر وخت مـاتم وي
............. هـــغه چــــــا ته د وطــــــــن مينه شـــــــي ياده
......................... چې په زړه يې د [color=darkblue:31b9234a8f]( هېواد) [/color:31b9234a8f] په شانته غم وي


انځورګر
16.10.2003

سلامونه ګرانو وړونواو خوندو !



ليلماـ الفت
17.10.2003

هيواد او هادي وړونو !
په دې دلسوزه څلوريزو مو ماته د وطن غم يوار بياتازه کړـ :cry:
راځی دا واورو چه کاروان صيب څه وائې :idea:
...................................زما کلئ ..........................
درې واړه پرماګـــــران دي اول يــــــــــار زمـــــــــــــا دکلي
چنــــــــــار زمادکلي اوکــــــــــوکـــــــــــــــــنار زمـــــــا دکلي
پر ســـــــــــــربې لري تُـــــــــــــوري دهُــــــــماد وزر سيوری
ټکـــــــــــــری زمــــــــــــادکلي او دســــــــــــــــتار زما دکلي
................پيرمحمد کاروان ...................................


انځورګر
18.10.2003

ګراني خور سلامونه !
کاروان صاحب خو يو منلئ شاعر دئ څه نسو پکښي ويلائ !



ليلماـ الفت
18.10.2003

دروند ورور هادي صيب لمړئ وعليکم سلامونه !
که خبره د منلي شاعرتوبه محدوده سي نو زما په اند تاسي هم يو منلئ شاعر ياست ځکه دلته په کلفورنيا کي مي د خطاب په راډيو کي په څو ځله ستاسي دشاعرۍ خوږې خبري تر غوږو سوي دي ـ د کندهار په اړه دڅلوريزي څخه دي ډيره خوښه سومه طبعاٌ دهر چاد خپل خارپوړو دځای سره ډېره مينه وي او زما د کندهار سره:
درزم څخه به بزم ته ولاړ سو او دکندهار دمنلي صوفي شاعرقاري محمد طاهر ناتوان دا څلوريزي ته غوږ سه
.........................[color=red:5bcd13472b]لنده سينه [/color:5bcd13472b].......................
[color=white:5bcd13472b]چه پـــــه اوښکودهر چالنــــــده سينه وي
تر ناســــــوت به ئې اوچته مرتـــــــبه وي
آهســـــته غـــــــــړغـــــــړه هميـــــشه ژاړي
څنــــــګه لوړه د هرڅــــاه پرسر پرته وي
[/color:5bcd13472b]...............[color=yellow:5bcd13472b]ناتوان [/color:5bcd13472b]............................


تاريخ شاهددی

Ghairat
19.10.2003

[color=blue:534d24f082]غيرت :
................................... د پښتنو وياړ ..........................

له اټک تر قندهار پرې افرين دی
............................................... هر واکمن مو په ملي ژبه ناورين دي
له احمده = تر کرزيه په پښتو کی
................................................ يو ( مغضوب عليه ، لقد ضالين ) دی .
................................................................................... مبارک شه ![/color:534d24f082][size=24:534d24f082][/size:534d24f082]



هيواد شېرزاد
19.10.2003

درنو دوستانو! لومړی خو مې سلامونه ومنئ. ستاسې د روغ صحت او هوسا ژوند په هيله .

........................................ *********.....................................
.......... خپل وطن کې د ګونګي په شان ګـــرځېږم
............................... نه د وېلـــــو حـــــق چا راکـــــړ نه غــــــــــږېږم
.......... ای [color=indigo:85198cb949] هېـــــواده [/color:85198cb949]تر جـــــېلـــــمه مې وطــــن دی
............................... وابه نـــــه وړم - کـــــه په دار ځـــــړول کېږم


انځورګر
19.10.2003

هيواده وروره وعليکم سلام ـ په ريشتيا هم پښتونستان موږ ته د نوک او اورۍ په شان دئ ـ


پښتون ځلمی
19.10.2003

سلامونه ګرانو ورونو او خويندو
ډېرې ښايسته او خوندورې څلوريزې مو ليکلې دي. کۀ را پورې خاندئ نۀ، نو زۀ به هم يو څۀ وليکم.
[color=green:99690a46c1]اى پښتونه! پاڅه وګټه دا ژبه
تۀ تر څو به د پردو ژبو خدمت کړې
د فارسي پۀ وېلو نۀ څوک سړى کېږي
ولې ورانه پۀ اردو خوږه پښتو کړې[/color:99690a46c1]

کۀ د څلوريزې پۀ جوړښت او قاعدې مې پوه کړئ، نو ډېر به خوشحاله شم. کومې ټاکلې شمېرې د سېلاب (syllable) لري او کۀ نه؟ همداسې نور ....


انځورګر
20.10.2003

سلامونه ګرانو وړونواو خوندو !



ليلماـ الفت
20.10.2003

ښاغلئ خالدهادي وروره! نيکي هيلي
د څلوريځي او سيلاب په اړه چه مو څه ليکلي وه ډير په زړه پوري وه ډير اسانه او ساده وه دپيوستون ورور پر ځای ما ته يوه ښوونه وه
[color=red:c3b38ab18a]که دنورو وړونو خوښه وي [/color:c3b38ab18a]منلې هادي وروره ! که يو نوې موضوع د[color=white:c3b38ab18a](پښتو شعر دزده کړي ) [/color:c3b38ab18a]تر عنوان لاندي شروع کړې او همداسي په اسانه او ساده توګه د پښتو شعر په اړه لار ښووني پکښي وکړئ نو زما په اند دا به مو دپښتو ژبي لپاره غټ خدمت وي ـ ...........................................په درنښت
[color=darkblue:c3b38ab18a]او دا هم د منلي صوفي شاعر قاري محمد طاهر ناتوان يو بله څلوريزه ![/color:c3b38ab18a]
.....................دمؤمــــــــــن داپــــــر پاکی دلالت[color=yellow:c3b38ab18a] کاندي[/color:c3b38ab18a]
.....................چه هميش وي ددنـــــــــيا تر غمو[color=red:c3b38ab18a] لاندي[/color:c3b38ab18a]
.....................ځکه خلــــــــــــګ په ناپاکو غرض نه کا
.....................پاك غنم ترميچن [color=yellow:c3b38ab18a]کـاندي[/color:c3b38ab18a] [color=red:c3b38ab18a]لاندي[/color:c3b38ab18a] [color=white:c3b38ab18a]باندي[/color:c3b38ab18a]
..........................................................................ناتوان



هيواد شېرزاد
20.10.2003

درنو دوستانو. سلامونه مې ومنئ. پاک رب دې وکړي چې ټول روغ او جوړ اوسئ.
ګرانه وروره هادي خانه، د ليلوما خور خبره بالکل سمه ده هغه ځکه چې تاسې د قافيې او سېلابونو وضاحت په داسې ساده تورو کړی چې مه کوه پوښتنه ...
د ليلوما وړانديز ډېر په ځای دی. که چېرې مونږ د پښتو شعر د جوړښت په هکله هغه څه چې زمونږ خپله زده وي او يا د نورو مشرانو او ياهم د کتابونو څخه په مرسته معلومات په دې پاڼه کې وليکو زما په اند چې د ډېرو زما په څېر ضعيفه شاعرانو سره به لويه مرسته وي.
چې ګيله من نه شئ زما يوه څلوريزه به هم درته وليکم. :)

.............. شکر خدايه چې دې بيا په مونږ نظر شو
....................... بيا زمــــــونږ پــه تورو شپو باندې سحر شو
.............. د مودو، مــــــــــودو تيارو کـــې ؤ روان
....................... څومره ښه شو چې مو خلاص دغه سفر شو


Ghairat
23.10.2003

[color=blue:ff24802e51][size=24:ff24802e51]........................................ مينه..................................[/size:ff24802e51][/color:ff24802e51]

[color=red:ff24802e51]د بلبل زړګی د ګل په وينو رنګ وي[/color:ff24802e51]
............................[color=blue:ff24802e51]چې په شمعه ځان سيزي هغه پتنګ وي [/color:ff24802e51]
[color=red:ff24802e51]که مجنون وي د ليلی نه قربانيږي[/color:ff24802e51]
[color=blue:ff24802e51]...................... پښتون جار د خپل وطن او قام په ننګ وي[/color:ff24802e51]
............................................ اباسين کامه وال



ليلماـ الفت
24.10.2003

ډير ښه غيرت وروره په ريشتيا ښکلې وه !
خو دا واوره ـ وروره ديوه ځوانيمرګ شاعر دوه بيته !
[color=red:238e2bd3fc].................عبرت.......[/color:238e2bd3fc]
[color=yellow:238e2bd3fc]لکه شمعه ښــــکاره خانـــــدم پټ ژړيـــــږم
لکه چيغه هسي شــخول يم بياورک کيږم
د(عبرت) سبق به درکړم په ژوندون کښي
که خدای کانــــدي بيا به نه درڅـه هيريږم[/color:238e2bd3fc]
[color=cyan:238e2bd3fc]...........................................................ځوانيمرګ شهيدحافظ عبدالبصير عبرت[/color:238e2bd3fc]


Ghairat
27.10.2003

[color=blue:4536a576ce]..............................................د زړه سر ته ..............................................

لکه شـمعه چپه خوله در پسـې ژاړم
......................................................د زړه سرې تا د زړه په خوا کې غواړم
تورې سترګې، سپين رخسار که نرۍ شونډې
.................................................: ښکلی مخ دې په خواږه زړه کې را نغاړم
..................................................................................... [/color:4536a576ce]اباسين کامه ال



ليلماـ الفت
28.10.2003

غيرت وروره ښې چاري ! عشقي څلوريزي زموږ هم زده دي
خو زموږ استاد ښاغلئ هادي له ډيره وخته نه معلميږي خير په هر صورت دا واوره
[color=red:8d00a4f26c]....................................ښکــــــــــــــــــــــــــلاء..............................
...................چه په زور دبد مستانوجهان کـــــــوردشرارت سي
...................دفطرت مقدس څلئ ستر سنګردبغـــــــــــاوت سي
...................دښکلاشهريار وؤزي وپيکارته د تــــــــــــــورمخو
...................هنګامه د څو شيربريتو پر دې مينه دغيرت سـي[/color:8d00a4f26c]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ [color=yellow:8d00a4f26c]عبدالقديم پتيال [/color:8d00a4f26c]......[color=white:8d00a4f26c]ښکلامجله کندهار[/color:8d00a4f26c]


انځورګر
02.11.2003

سلامونه ګرانو وړونواو خوندو !


انځورګر
05.11.2003

ګرانو وړونو او خوندو سلامونه



هيواد شېرزاد
05.11.2003

سلام ګرانه وروره هادي خانه. خدای ج دې وکړي چې ښه صحت ولرې. زما د کم راتګ علت زما زوی مړی انترنت دی چې کله روغ وي او کله ناروغ.
څلوريزه دې ډېره ښکلې ده، د هغه متل سره سر خوري چې وايي: [color=darkred:83afc8aafa]لوی مې کړې لويي رامه کړې.[/color:83afc8aafa]

ښه دا واوره:
.......... يو انسان به پاتـــــــــې نه شي په جـــــــــهان
...................... ځي دونيا نه کــــــه دا زوړ وي او که ځوان
......... يو کفن به دې نصيب شـــــــــي يا به نه شي
...................... ائ [color=darkblue:83afc8aafa]هيواده[/color:83afc8aafa] اخـــــــــر ځای دی ګــــــــورستان


انځورګر
06.11.2003

سلامونه ګرانو وړونواو خوندو !



هيواد شېرزاد
08.11.2003

ګرانه خالد جانه وروره، سلامونه مې ومنه. خدای ج دې وکړي چې روغ او جوړ اوسې. څلوريزي خو ډېرې په خوند او مزې سره روانې دي، خو لکه تا چې ورته اشاره کړې ده نو د عشقي خوا لږ څه کراره روانه ده،
ښه يوه څلوريزه به درته وليکم:

........... چا ته خدای ورنصيب کړې ملنګي وي
...................... چا نصيب کې سور پالنګ سره اننګي وي
............زه خو ستا بخت ته حيران يمه [color=darkblue:7b6e61c45f]هيواده[/color:7b6e61c45f]
..................... نه پالنګ، نه سپين مړوند نه به بنګړي وي


انځورګر
08.11.2003

:lol: ګرانه وروره هيواده ! سلامونه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more