د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

نرئ رنځ يا سل څه ډول ناروغي ده ؟؟

عبدالله صابر
24.03.2009

ښاغلئ فريد بي صدا اوعاجزصاحب سلامونه اونيکي هيلي مي ومنئ
ډيروقدرمنو
دادسل (نري رنځ ) ټي بي په هکله که لږ معلومات وليکئ چي داڅه ډول يوه ناروغي
ده څنګه منځ ته راځي مخنيوئ اوعلاج يی څه ده ؟ ؟
په دي مرض اخته کيدو ياتري مخکي کوم تدابيردی چي بايد عملي شي که په دي
اړه تفصيلي معلومات وليکئ نوډيربه ګټور وي ،په تيره بيا داچي په اوس وخت کښ
دايوه عامه ناروغي ګرځيدلي ده ٠


ډوکتر څپاند
30.03.2009

[color=white:11e7730980]نری رنځ،سل يا د Tuberculosis ناروغی[/color:11e7730980]

 داناوغئ د يوه ميکرب يا بکتيريا په ذريعه را منځ ته کيږی چه د Mycobacterium Tuberculosisپه نامه ياديږی٠
هر کال د نړۍ فقيره هيوادونو کی تقريا  ميليونه تنه ددی ناروغۍ په وجه مري٠
د TB ميکروب دناروغ له خوا دټوخي له لاری خوا اوشا ته منتشر شي،کله چه
نور کسان دا ميکروب دتنفس له لاری واخلی نو په اکثريت مواردو کی دوجود
مدافعوی سيستم ددي مرض نه مخيوی کوی٠
خو که د وجود مدافعوی،ياساتونکی سيستم ضعيف وی او يا روسته ضعيف
شي،د TB عامل په نشونما شروع کوی ،په سږو او نورو جهازو کی دمرض
باعث ګرځي٠

[color=yellow:11e7730980]په نري رنځ اخته ناروغ څنګه پېژندلی شو؟[/color:11e7730980]
هغه کسان چه دسږو په نري رنځ اخته وی،په ورو ورو دمياشتو په موده کی
د ضعيفی،کسالت،داشتيانشتوالی،وزن بايلل،تبی او دشپي له خوادخولو نه
حکايت او شکايت لری٠ټوخی دسږو د TBعمده علامه ده چه په اوله کی وچ
اوبيا روسته بلغم هم ورسره وی٠دبلغم رنګ اول سپين وی او روسته ژړ او تياره
رنګ پيداکړی،او کيدای شي چه وينه هم د بلغم سره ګډه وي٠کله داسي هم 
شي چه دټوخ سره يوه زياته اندازه وينه ضايع شي٠
چه ناروغ ته ګوری نو ډنګر،ضعيف او ناتوان ښکاري ٠ 

ديادولووړ ده چه دانا روغئ دسړو (LUNG)نه علاوه په کولمو،بډوډو،هډوکو،
دسرپه مغز (BRAIN)،پوتکي او دبدن په نورو غړو کې هم واقع کيدی شي٠

ددی مرض تشخيص او تداوی دنری رنځ د معالجې په مرکزونوکی کيږی٠
مهمه خبره داده چه پدی ناروغۍ اخته کسان يوی اوږدي مودی تداوی ته 
ضرورت لري٠په پرمختللو هيواود کي د ٣نه تر٦ مياشتو ،حال داچه په بيوزلو ټولنوکی ، د٩نه تر ٢٤ مياشتو پورې ،دددا اخيستوته ضررت ليدل
کيږي٠مګر اکثر ناروغان اوهغو کورنۍ، ديوی لنډی مودی روسته،کله چه ناروغ 
ظاهرا ښه شي،دهغه تدای قطع کاندی٠دايو ډير خطرناک کار دی او بايد په نري رنځ اخته ناروغ او دهغه کورنۍ
پدی ښه پوه کړی شي چه :که دنريرنځ دوائی په درست ډول او دډاکترانو دهدايت سره سم واخستل شي،داناروغان قريب ١٠٠ په١٠٠ شفا پيداکوی٠مګر که دوائی ته د لازمی مودی لپاره دوام ورنکړو، د TBميکروب په وجود کی ژوندی پاته کيږی
او ناروغي دوباره شروع شي،چه پدی حالت کی ډيرو او يا قيمتي دواګانو ته
ضرورت پيښېږي٠ اوکله هم داسي شي چه ناروغ بيا هم په نيمه لاره دوائی بس
کړی،چه نتيجه ئی خورا خطرناکه شي٠
[color=green:11e7730980]
ددي ناروغۍ مخنيوی ياوقايه :[/color:11e7730980]
BCG دهغه واکسين نوم دی چه دنړی په اکثر هيوادوکی ماشومانو ته تطبيق 
شي چه د مرض په وقايه کی ستر رول  لوبوي٠

دنورو معلوماتو لپاره له خپلو ډاکترانوسره مشوره وکړئ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more