د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

زړويارانو ته بلنه ...

زرملوال
31.01.2009

زړويارانو ته بلنه ...

دټول افغان درنو مسئولينو ګډونوالو او خوږويارانو
سلامونه او احترامات مي ومنئ !

او دټول افغان بڼ ته نويو راغليو برخوالو هركله راشئ قلمونه
موتاند او حوصلي مو لوړي غواړم

خو ډيرو محترمو او درنو زړويارانو لكه نقاد ، پتوال ،ځاكمن ،
کټوازي ،غروال ...اونورو ټولو ملګروته دزړه له كومي سلامونه
او نيكي هيلي ليكم ...او له خداي نه غواړم چي ټول زاړه ياران په
همدي ويب كي زما سلامونو ته وعليك ووايي اويوځل بيا دي
موقري او درني پاڼي ته راستانه شي ...

راځئ نور دا اوږد غياب پاي ته ورسوئ اوله دي ويب پاڼي سره مرسته
وكړئ يقينا ستاسو علمي ادبي او پوهنيزو ليكنو ته ولس شديده اړتيالري
نوي كوول ستا سو علم ، پوهي او قلم ته اړ ده نوددي بي وزله اړواومحتاجو
په حال رحم وكړئ تاسو چي په هر لامل اوسبب سره دا غياب غوره كړئ اودي
پاڼي ته مو شا كړي ده ګومان نه كوم په هغه سره به دكتمان العلم له ګناه نه بري
شئ كه فرضا زما ليكني دچا دښمر وي نو زه هم ددي ګناه مرتكب شوي يم
او دا نن مي توبه وايستله خو دځيني مهمو ضرورتونو په اساس بياهم نشم
كولي دپه خوا په څير تل دلته واوسم خوخپل وس به ونه سپموم

البته زه مهم نه وم او نه يم نو زما شتون به هم دومره مهم نه وي خوباور وكړئ چي
ستاسو راستنيدل او دلته شتون ډير ضروري بولم او دټول افغان له هغو ټولو
ګډونوالو او ليكوالووروڼو نه هيله لرم چي دياد وشويو قلموالو ليكني يي
لوستلي وي ، څو په دي اړه خپل نظرونه وليكي

په درنښت


و.افغان
31.01.2009

دروند ورور ښاغلې زرملوال صاحب:
لومړۍ خو دا چې په خير مو سر را ښکاره کړ.
يوه ورځ راته يو ملګري ويل چې: بيخي ښکاري نه، ځان نه دی سم انځر ګل جوړ کړی دی،
نو ما ورغبرګه کړه چې: ته خو داسې همیش ګلاپ يي چې هډو خزان نه لرې. :) :)
نو زرملوال صاحب: دا ورک شوي او خفه شوي دی خداي بیا راپيدا کړي، چې دا فوروم دخيره سره يو ځل بيا په غورځنګو شي. :wink:

په درنښت



01.02.2009

محترم زرملوال صاحب او درنو لوستونکو السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
زرملوال صیب راتګ دې مبارک !
د الفت صاحب شعر په تاسو ښه تطبیقیږي چې د ټول افغان جونګړې ته مو سر راښکاره کړ:

مینه ګلزار ته بلبلان راولي ۰۰۰ د خوار جونګړې ته سلطان راولي۰

نو دادی ستاسې په پل او ستاسې په غږاو ستاسې پّه ویاړ زه هم راستون شوم اوپه
ګډه یو ځل بیا له غروال صیب کټوازي صیب او نقاد صیب څخه هم هیله کوو چې خپلې درنې خونې ته راستانه شي او په ټول افغان کې زمونږ د انډیوالۍ ډګر په خپلو لیکنو تود کړي!
هومونږ دغو یارانواوخوږو ملګروته ، هر یوته بیل بیل داسې بلنه ورکوو :
[color=blue:17d5dfc262]
[size=24:17d5dfc262]یوځلې بیا په دې لار راشه
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ په پخوانو پَلُو دې پرېوتل ګردونه[/size:17d5dfc262]![/color:17d5dfc262]


هیښ
01.02.2009

ښاغلئ زرملوال صاحب ،صافي صاحب ،پتوال صاحب اونور و وطنوالو ته سلامونه او احترامونه !

الله پاک مو راوله اوستاسې قدم دخدائ پاک بختور کړي .
دوطن په دکړکيچنو حالاتو کې دپوهو ،تجربه لرونکو ، بااحساسه ،زړه سواندو ،صادقو اوپه قام او وطن مينو ليکوالانو ،اديبانو ،شاعرانو اوتحليل ګرانو وجود او ارزښتناکه ليکنو ،مشورو ،انتقادونو،لارښوونو او نظرونو ته اشد ضرورت دئ ،چه ټول بادرده او متعهد افغانان بايد ددې ملي او انساني فرض او رسالت په اداکولو کې فعالانه وڼډه واخلي او په پوره ايماندارئ سره ديوې نيکمرغې افغاني ټولنې دجوړيدو دارمان دپوره کيدو دپاره دمرورتوب او تيښې په ځائ دصبر اومقاومت نه کارواخلي .
که دځينو وروڼو مرورتوب دنورو ورونودګستاخئ اوبې احترامئ له کبله شوئ وي ،
نو ديوه لوئ هدف دپاره چه ياري ده دبنګړو ماتيدل کومه لويه ګناه نه ده اود
وړو ښوئيدنه دلويانو په بښنه ښه ښکاري .
زه به دخپل ځان له طرفه د ښاغلي زرملوال په اصطلاح زړو يارانو (خدائ پاک يي دنه زړوي اوهميشه دتازه وي ) په زاريو وايم چه :

که جانان داوارې په خولاشو ................... بيا مې قسم دئ جنګ به نه ورسره کړمه

مننه


زرملوال
01.02.2009

محترم پتوال صيب ستړۍ مشي باور وكړئ ستاسوپه راتګ
ډير خوشاله شوم اودا هيله راسره پيداشوه چي كه خداي كول نور
ياران به هم را پيدا شي اوستاداخوږه لنډۍ بياورته را غبرګوم :

[color=blue:0b1890e944]یوځلې بیا په دې لار راشه
په پخوانو پَلُو دې پرېوتل ګردونه![/color:0b1890e944]

اوله محترم وهاج او هيښ صيب نه مننه كوم چي زموږراتګ ته يي
هركلي ويلي خو متاسفانه چي دكوربنودرك نه لګيږي ! اقلا ديوه شنه
چي ... حق خو لرو .....كه تريخ وي هم ....

په درنښت


رښتینی
01.02.2009

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

محترم زرملوال او دروند پتوال صاحبانو ته سلامونه اونيكي هيلي

[img:9f1e8ed0a3]http://www.alwatan.com.sa/news/images/newsimages/2942/1910.mis.p34.n43.jpg[/img:9f1e8ed0a3]

سمدستي مي په منډه شين چاي تيار كړ نوري خبري به په شورا سره كوو

په مينه


باتور
02.02.2009

حامد خانه وروره !
داسي زبردست شين چای دي تيار کړی، او د شوروا وعدې دي هم کړي ! !

آيا دا صرف د پخوانيو دوستانو لپاره دي او که زه او بل چي دلته نوي راغلي يو، هم ورنه يو څه خوند اخيستلای سو؟؟؟؟

په درنښت


میوند ننګیال
02.02.2009

ګرانومحترمواو دقدروړورنوسلامونه او نيكي هيلي !
هر يو پتوال ،زرموال او نورپخواني ليكولانو ته دزړه له تل نه ښه راغلاست وايم هر كله راشي محترمو ستاسو ليكني او بيرته راتګ زما لپاره دوياړ او خوشحالي خبره ده اميد كوم چه تاسي پخپلو قيمتي ليكنو دټول افغان داسمسوره او اباده ځمكه نوره لا خړوب او تازه كړي او ستاسي دليكنو نه مزما غوندي نوي كسان مستفيد شي يو ځل بيا درته په ټوله اسلامي او پښتنه مينه دافغانانو چوپړ( ټول افغان )ته ښه راغلاست وايم خوشحاله اباد او كامياب اوسۍ٠


ehsas
03.03.2009

ټولو زړو او نويو يارانو ته سلام

زړو يارانو ته بلنه

ولا دا خو ډيره ښه خبره ده چې زاړه ياران بېرته راشي او په خپل ګډون سره دا فوروم بېرته ژوندی کړي . له بده مرغه له هغه وخته چې زړو يارانو له دې فوروم نه ګډه کړې يواځې يو څو د ګوتو په شمار ليکوالان پاتې دي چې په مختلفو نومونو ليکنې کوي او د سکالوګانو محتوا هم خپل کيفيت او کميت له لاسه ورکړی . د بېلګۍ په توګه د نړۍ او د هيواد په دومره پېښو کې دلته ځنې نوي ياران د ټول افغان د کانديدانو په هکله سکالو پرانيزي چې لوستل يې يواځې د وخت ضايعه کول دي او هيواد ، سيمې ، نړۍ او او د پوهې د ډيرولو او يا د مالوماتو د راکړې ـ درکړې د پاره هېڅ په درد نلږېږي .
له بلې خوا دلته يواځې د څو محدودو ليکوالانو نومونه ياد شوي او د بېرته راتګ بلنه ورته ورکول شوې ده .
د محمد حسن ، ديارلسم مېلمه ، اوجلا، لرګبه ، جينو ، ساپی چې د همدې فوروم فعال غړي وو ، هېچا ورته بلنه نده ورکړې او نه چا نوموړي خلګ د زړو يارانو په لست کې شامل کړي دي . د کوشان او هوښيار نومونه نه يادوم ځکه د هغوۍ د خبرو د عظمولو توان خو غير له دې هم چا ندرلود .
څنګه چې ښکاري دا فوروم يو ازاد او خپلواک فوروم ندی ، بلکې د يو معينې سياسي موخې د پاره جوړ شوی دی چې موخه يې د يوې معينې ډلې د پاره تبليغ او ترويج دی . له همدې کبله دلته هم يواځې ځنې مشخص ليکوالانو ته بلنه ورکړ شوې ده او زما په خيال خو څنګه چې پورته هم ياد شوي دي چې د دغو زړو يارانو موجوديت ته په دې فوروم کې ارشد ضرورت دی ، نو زه هم ځان ورسره همغږی بولم او ډيره ومه چې که زاړه ياران بېرته رانشي ، او دا فوروم د ځنو مشخصو اشحاصو ، مشخصو ډلو او مشخصو ايديولوژيو له منګلو نه ونوځي او يو بين الپښتوني فوروم ترې نه جوړ نشي ، نو د دې فوروم فاتحه خو لوستل شوې ده او دفن ته يې لږ وخت پاتې دی .

تاسي ته به مالومه وي چې اوس د هر وېبسايټ د لمړي مخ په ليکنو باندې سړی خپلې تبصرې ليکلی شي او جرو بحث هم پرې کولی شي . نو د نوعيت له مخې خو د لمړي پاڼې د جر و بحث ځای او د دې فوروم تر منځ هېڅ توپير نشته . يواځنی توپير پکې دا دی چې دا فوروم د سکالوګانو د بحران او د غړو په کموالي سره مخامخ دی خو په لمړي مخ کې هر کله نوي ليکنې خپرېږي . د دې علت دا دی چې په دې فوروم کې د ډار فضا منځته راغلې او ليکوالان مجبور دي چې د پتنګ ، باتور او وهاج خبرې تائيد کړي او که دا کار ونکړي نو بيا يې نه خور پاتې کېږي ، نه مور او نه پلار .
البته ښکځلې خو يواځې په همدې فوروم کې جواز لري ، بل داسې فوروم نشته چې هلته د خور او مور ښکنځلې پکې وشي نو دلته مالومه ده چې د دې نورو فورومونو چلوونکي پرظرفيته خلک دي . نو زه چې دلته د ځنو ليکوالانو ليکنې لولم ، له ورايه راته ښکاري چې دا د دوۍ دريځ ندی بلکې له مجبوريته دوۍ دغه څه ليکي او له دې ډارېږي چې د ځنو چلوونکو چې په مختلفو نومونو ليکنې کوي ، د هغوۍ د ښکنځلو باران پرې ونه اورېږي . ښه بېلګه يې د څپاند صافي ليکنې چې دريځ سره يې ډډر لږ تړاو لري .

خو خير زه هم همدغو څو محدودو ليکوالانو ته چې محترم زرملوال ياد کړي ، بيا بلنه ورکوم چې دې فوروم سره دې خپل اړيکې ټينګې کړي . نو که زاري او جان جان ويل دي خو همدا ده چې زرملوال صيب د دې فوروم د ژغورلو د پاره کړې . او زما خو جان جان ويل او زاري کول زده ندي ، نو زه دومره وايم چې که راځئ ، راځئ او که نه راځئ هم مو زړه .

خو که په دې فوروم کې پښتني روزنه او ښوونه په پام کې ونيول شي ، د بېځايه ښکنځلو نه ډډه وشي او که چلوونکي د نورو غړو په وړاندې استعمال نشي ، شايد چې ډير ليکوالان له هغه جملې نه محترم کټوازی چې زه يې ضمانت کوم ، بېرته راشي او د فوروم سويه به هم يو څه جګه شي ، سکالوګانې به هم متنوع شي او د جرګې ، روغې جوړې او ننواتې دود او دستور به هم په ځای شوی وي . البته که دا خبرې مهمې دي .
نور نو .....

ښاد او اباد اوسئ


و.افغان
03.03.2009

احساس صاحب:
په ټوليزه توګه مو خبری تأييدوم، او زياتوم چې: که چيری ټول لیکونکې په خپلو لیکنو
کې دری اصول: اسلامپالنه، ملتپالنه، او ولسواکي مد نظر ونيسی، نو ددی اصولو
لاندی به ځمونږ اختلافات هم تعميري وي، او هم به کامياب وي، چې مونږ ټول به ان شاء الله تعالی
دتکامل په لور سوقوي، او دوطن په ننۍ رنګا رنګ ستونځو به مو برلاسي کوي.
خو که ستاسو مطلب مطلقه آزادي وي، نو لمړۍ خو دا چې په هر ځاي کې آزادي يو لړ قيوداتو
ته ژمنه وي، او دويمه دا چې مطلقه آزادي کولاي شي زمونږ ستونځې نوری هم ډیر کړي،او
دحل لارو څخه لا هم واټن زيات کړي.

پاتی شوه دسپکو سپورو خبره، نو فکر کوم دچلوونکو دصرامت په وجه دمخکې په پرتله په کې ډیر دپام وړ کمښت راغلی دی، او اميد دی چې دا ښکلی پاڼه تری نوره هم پاکه شي.

پاته شوه دځينو لیکونکو دویر او ډار خبره، چې تاسو يي يادونه کړی ده، نو هيڅ بنسټ
نه لري، نټ کی د ډار خبره بیخي مطرح نه ده، بلکه په نټ کې خو له ګيدړانو هم زمري
جوړیداي شي، او که هر څوک دجانب مقابل په اړه له سرو کرښو اوړي، نو داسي څوک
شته چې ضرور به يي مخه نیسي، او دخپل حد سره به يي ودروي.

په درنښت


باتور
03.03.2009

با احساسه ehsas ليکلي !

[color=brown:edbea7bc6b]. . . . . . له بده مرغه له هغه وخته چې زړو يارانو له دې فوروم نه ګډه کړې يواځې يو څو د ګوتو په شمار ليکوالان پاتې دي چې په مختلفو نومونو ليکنې کوي . . . . . [/color:edbea7bc6b]

ته له کومه خبر يې چي دلته بعضي دوستان په مختلفو نومونو ليکني کوي؟ څوک چي خپله غل نه وي، په نورو بې دليله د غلا تهمت نه لګوي .

[color=darkred:edbea7bc6b] . . . . . او د سکالوګانو محتوا هم خپل کيفيت او کميت له لاسه ورکړی . . . . .[/color:edbea7bc6b]

. . . . . د 2006 کال د اپريل په مياشت کي دي ځان راجستر کړی، تر اوسه دي صرف 26 ليکني کړي چي له هغو نه 7 ليکني دي د دوهم شاه شجاع (کارمل) بيوګرافي ته اختصاص کړي [color=white:edbea7bc6b]انتقاد اول له ځانه [/color:edbea7bc6b]

http://tolafghan.com/forum/search.php?search_id=1578346281&start=15&sid=7961207fc2feb8d724891a952d056ae5

[color=darkred:edbea7bc6b]. . . . د بېلګۍ په توګه د نړۍ او د هيواد په دومره پېښو کې دلته ځنې نوي ياران د ټول افغان د کانديدانو په هکله سکالو پرانيزي چې لوستل يې يواځې د وخت ضايعه کول دي او هيواد ، سيمې ، نړۍ او او د پوهې د ډيرولو او يا د مالوماتو د راکړې ـ درکړې د پاره هېڅ په درد نلږېږي . . . . [/color:edbea7bc6b]

چا نه ته او نه بل څوک مجبور کړي، چي دا يا هاغه سکالو دي ضرور ولولي او خپل وخت دي پرې ضايع کړي، نور ويبسايتونو هم ډېر دي او په ټول افغان کي نوري سکالو ګاني هم ډېري دي . . تا هم کولای سوای چي بهتره سکالو پرانيزې، چا دي لاسونه نه وو در تړلي او اوس يې هم نه در تړي!

[color=brown:edbea7bc6b] . . . د محمد حسن ، ديارلسم مېلمه ، اوجلا، لرګبه ، جينو ، ساپی چې د همدې فوروم فعال غړي وو ، هېچا ورته بلنه نده ورکړې او نه چا نوموړي خلګ د زړو يارانو په لست کې شامل کړي دي . د کوشان او هوښيار نومونه نه يادوم ځکه د هغوۍ د خبرو د عظمولو توان خو غير له دې هم چا ندرلود . . . . [/color:edbea7bc6b]

هغه څوک چي ليکني يې تاته ښې ښکارېدې، هغو ته به تا بلنه ورکړي وه، کېدای سي چي په هر چا به هر څوک ښه نه لګېږي . .

د کوشان چي دومره FAN يې او د ليکنو د [color=white:edbea7bc6b]هضمولو[/color:edbea7bc6b] توان يې لرې، نو بيا د دستار په پاڼه کي ځان ولي نه راجستروې، هغلته ګپ شپ ورسره کوه، ضرور نه ده چي دلته يې ستا لپاره را دعوت کړو.

[color=darkred:edbea7bc6b] . . . . څنګه چې ښکاري دا فوروم يو ازاد او خپلواک فوروم ندی ، بلکې د يو معينې سياسي موخې د پاره جوړ شوی دی چې موخه يې د يوې معينې ډلې د پاره تبليغ او ترويج دی . له همدې کبله دلته هم يواځې ځنې مشخص ليکوالانو ته بلنه ورکړ شوې ده او زما په خيال خو څنګه چې پورته هم ياد شوي دي چې د دغو زړو يارانو موجوديت ته په دې فوروم کې ارشد ضرورت دی ، نو زه هم ځان ورسره همغږی بولم او ډيره ومه چې که زاړه ياران بېرته رانشي ، او دا فوروم د ځنو مشخصو اشحاصو ، مشخصو ډلو او مشخصو ايديولوژيو له منګلو نه ونوځي او يو بين الپښتوني فوروم ترې نه جوړ نشي ، نو د دې فوروم فاتحه خو لوستل شوې ده او دفن ته يې لږ وخت پاتې دی . . . . [/color:edbea7bc6b]

څنګه چي ښکاري . . . . د يوې معيني سياسي موخې . . . . د يوې معيني سياسي ډلي . . . . مشخص اشخاص . . . . مشخصي ډلي . . . . مشخصي ايديالوژۍ . . . .

دې ابهامي طريقې ته ضرورت، صاف او واضح ولي نه ليکې ؟

بين الپښتوني فورم که نه غواړې چي ورنه جوړ کړې، نو بيا دي يو څو انډيوالانو ته بلنه ورکړه چي دلته کله نا کله يو څه وليکي. . چا خو غير پښتون افغانان له ليکنو نه دي منع کړي . . او د دې سايت فاتحه کېدای سي چي تا او کوشان لوستي وي. (البته که ته په خپله کوشان نه يې )

[color=darkred:edbea7bc6b] . . . . په دې فوروم کې د ډار فضا منځته راغلې او ليکوالان مجبور دي چې د پتنګ ، باتور او وهاج خبرې تائيد کړي او که دا کار ونکړي نو بيا يې نه خور پاتې کېږي ، نه مور او نه پلار . . . . [/color:edbea7bc6b]

د چا پلار، مور، خور او ورور دلته چا نه دي توهين کړي !!!! او که چېري چا دا خطا کړي وي، نو هغه په هغه وخت کي حل سوي او بيا يادېدو ته يې هيځ ضرورت نه سته، دا ډېر وخت کېږي چي دلته ښکنخلي نه دي سوي .

که غواړې چي د ehsas په نوم ليکنو ته دوام ورکړې، نو راځه، که نه په هاغه نورو نومونو يې ليکه . .

په درنښت


زرملوال
03.03.2009

ښاغلی احساس لیکی :

[code:1:2f397818ba]له بلې خوا دلته يواځې د څو محدودو ليکوالانو نومونه ياد شوي او د بېرته راتګ بلنه ورته ورکول شوې ده . د محمد حسن ، ديارلسم مېلمه ، اوجلا، لرګبه ، جينو ، ساپی چې د همدې فوروم فعال غړي وو ، هېچا ورته بلنه نده ورکړې او نه چا نوموړي خلګ د زړو يارانو په لست کې شامل کړي دي . د کوشان او هوښيار نومونه نه يادوم ځکه د هغوۍ د خبرو د عظمولو توان خو غير له دې هم چا ندرلود . [/code:1:2f397818ba]

ښاغلی احساس ډیره مننه چی پاته کسان مو یادکړی دی
اوزما مطلب هم مخصوص کسان نه و بلکی ټول زاړه یاران می
مطلب و خوشاید تاسو زمادی وروستی عموم ته پاملرنه نه وی
کړی : [color=blue:2f397818ba].......،غروال ...اونورو ټولو ملګروته.......[/color:2f397818ba]

په درنښت


رښتینی
03.03.2009

.
.
ټولووروڼوته سلامونه اونیکی هیلی !

باتورصیب ګوره داسکالو یاموضوع ښاغلی زرملوال صیب دلته
زړویارانوته دبلنی له پاره پیل کړی ده او تاسو ته ښه روښانه ده چی
خبره له ستوخو سپورو اودیوه بل له ښکنځلونه ورانه شوی ده نولطفا
ستاسو ستوخه لهجه په ځانګړی توګه په دی موضوع کی بیخی سم
خوندنه کوی

دنیوکی ځای اونیوکه دومره زیاته اختلافی نه وی خو داسلوب دود
اوطرز کار خراب کړی ته خپه کیږه مه باور وکړه ستا او دښاغلی
احساس په نظر کی دومره ډیر اختلافی ټکی نه لیدل کیږی او په دا
پورته دوو لیکنو کی چی کوم اختلافی توری دی هغه که په نرم
اسلوب سره بیان شوی وی نو احساس صیب ته به شاید دمنلو وړ
ګرځیدلی و خو ستاسو دلیکنی اسلوب که یو تکړه ایکټر تمثیل
کړی نو سوکانو ښورولو او سترګوبرګولوته به ډیر ځله اړ شی او
په ځینی ځایونو کی خو به سوک کارونی ته هم ضرورت ووینی :)

په هرصورت شین چای بیا تیار ده او دماغ ساړه لرئ

[img:7dca706b65]http://yourfood.files.wordpress.com/2008/10/green_tea.jpg[/img:7dca706b65]

[img:7dca706b65]http://www.yabdoo.com/users/623/gallery/2649_p164818.jpg[/img:7dca706b65]

په مینه


باتور
03.03.2009

حامد خانه وروره، سلامونه او نېکي هيلي زما هم ومنه، له چای نه ډېره ډېره مننه . .

تر څو چي زه دا خوندور چای ورته څښم، تر هغو تاسو او نور دوستان د احساس خان په دې جمله يو وار بيا لږکي غور وکئ . .

[color=darkred:6c430c557a]په دې فوروم کې د ډار فضا منځته راغلې او ليکوالان مجبور دي چې د پتنګ ، باتور او وهاج خبرې تائيد کړي او که دا کار ونکړي نو بيا يې نه خور پاتې کېږي ، نه مور او نه پلار . [/color:6c430c557a]

په درنښت


pattang
03.03.2009

حامد صيب له داسې طبعي بوټو څخه ګټه اخلې زما د ورته ستورګۍ کړې
يو څه اندازه خو يې دې خواته هم را ولېږه ، مصرف يې طبعا زه په غاړه اخلم ٠
مننه
پتنګ

[quote:738d67777f="حامد"].
.
ټولووروڼوته سلامونه اونیکی هیلی !

باتورصیب ګوره داسکالو یاموضوع ښاغلی زرملوال صیب دلته
زړویارانوته دبلنی له پاره پیل کړی ده او تاسو ته ښه روښانه ده چی
خبره له ستوخو سپورو اودیوه بل له ښکنځلونه ورانه شوی ده نولطفا
ستاسو ستوخه لهجه په ځانګړی توګه په دی موضوع کی بیخی سم
خوندنه کوی

دنیوکی ځای اونیوکه دومره زیاته اختلافی نه وی خو داسلوب دود
اوطرز کار خراب کړی ته خپه کیږه مه باور وکړه ستا او دښاغلی
احساس په نظر کی دومره ډیر اختلافی ټکی نه لیدل کیږی او په دا
پورته دوو لیکنو کی چی کوم اختلافی توری دی هغه که په نرم
اسلوب سره بیان شوی وی نو احساس صیب ته به شاید دمنلو وړ
ګرځیدلی و خو ستاسو دلیکنی اسلوب که یو تکړه ایکټر تمثیل
کړی نو سوکانو ښورولو او سترګوبرګولوته به ډیر ځله اړ شی او
په ځینی ځایونو کی خو به سوک کارونی ته هم ضرورت ووینی :)

په هرصورت شین چای بیا تیار ده او دماغ ساړه لرئ

[img:738d67777f]http://yourfood.files.wordpress.com/2008/10/green_tea.jpg[/img:738d67777f]

[img:738d67777f]http://www.yabdoo.com/users/623/gallery/2649_p164818.jpg[/img:738d67777f]

په مینه[/quote:738d67777f]


رښتینی
04.03.2009

.
.

ټولو وروڼو اوباتور صیب اوپتنګ صیب زماسلامونه هم ومنئ !
ډیره مننه چی زما چای موخوښ کړی اوښاغلی پتنګ ستاهیله به
پوره کوم بی له دی چی په تاسو کوم مصرف راشی ان شاء الله تعالی
خو لطفا زموږپه خبرو هم لیږ غور وکړئ اودسوک ځواب په سوک له
چلندنه که کله کله ډه ډه کوی ښه به وی

ستاسودبریا په هیله

په مینه

:
:


هیښ
05.03.2009

سلامونه

ښاغلئ حامد صاحب !
ستا شين چائ په دښکلې پياله او ګيلاسونو کې دومره جذاب ښکاري چه د مړو هوس ورته کيږي ،دخوند نه به يي هغه وخت درته ووايم چه کله دراباندې وڅښلو .
خو ستا ددومره زحمت او تکليف سره سره چه دشنه چائ په تيارولو کې مو ايستلې دئ،دزړو يارانو دليکنې ،نظرورکونې او بيا راتګ درک ونه لګيد .
حامد صاحب !
که تکليف نه درته کيږي دتور چائ دتيارولو تابيا ورته ونيسه ،ښائي زاړه ياران په تور چائ روږدي وي اودشنه چائ سره بلد نه وي .که نتيجه يي ورنه کړه ،بيا به زه ښې يخې شړومبې ورته تيارې کړم ،که بيا هم رانه غلل نو داسي معلوميږي چه زاړه ياران په نورو ګرانو او قيمتي خارجي مشروباتو عادت شوي اود افغاني چايو څښل ورته ارزانه اوبې خونده ښکاري .په دې صورت کې په يارانه کې هم نوره زړه مينه نه ده پاته شوي اوهغه
دپښتولنډئ چې وائي :

عالمه مينه مينه نشته ..........................سوداګري ده يو په بل ئي خرڅوينه

دڅو ورځو دکانداري وه او تيره شوه .
خپل بنډار ته به دنويو يارانو سره دټول افغان په ښکلې حجره کې ستا درنګينو شنو چايو په څکلو سره دوام ورکوو تر څو چه يو بل ميړنئ پيداشي او ديو ې ښې نازنينې شوروا دجوړولو غم هم وخوري ،ځکه ټول عمر يوازې په چايو هم ګوذاره نه کيږي .

مننه


رښتینی
05.03.2009

.

ښاغلی هیښ ډیره مننه چی زما انټرنیټی اوسرابی چی مو
ستایلی په زړویارانو کی ګومان کوم ځینی کسان دافغانی
چایو مینان وو اواوس به هم وی خو ولا په دی زه هم نه پوهیږم
چی هغه داحساس ورور په وینا له دومره جان جان بیا هم نا
درکه دی !!او داده ستاپه فرمایش به تور اوشین چای دواړه
ورته دم کړو اوداکتار پیالی به دګلو له ګیډی سره یوځای ورته
وړاندی کړو :

[img:72e30e02ec]http://www.harouf.com/HallTaa'lam/drinktea.jpg[/img:72e30e02ec]

په مینه

.


ډوکتر څپاند
05.03.2009

محترم حامد صيب او نورو يارانو سلامونه ومنۍ،
دپښتو ژبه ډيره غني ژبه ده،ځکه چه پښتو نه يواځې يوه ژبه ده ده،بلکه دود دی،
کلچر دی،فرهنګ دی او نعوذبالله مذهب دی٠

دپښته دلوی درياب دلښتيو ځينی يو هم دمتلونو لښتئ يا وياله ده٠

که خبره رانه اوږده نشي نو عرض مي داوه چه دپښتو يو متل دلته راوبولم:

"کوڼډه دلېوره په اميد بی ميړه پاتی شوه"يا ځينی خلک وائی چه
"کڼډه دليوره په طمع له ميړه ووته"
په درناوی،


ابومحمدحنفي
06.03.2009

ټولو محترمو د ټول افغان زاړه او نوي يارانوته د زړه له کومي هرکلے وايم

الله جلجلا له دي دي زمونږ د ټولو وجود دالته سبب لپاره

ده سر لوړي د اسلام او ده خوګ وطن افغانستان کښي

زه خپله نوي ملګري يم په صفت د يو خادم ستاسو مخکي ولا ړيم

د ټولو نه مخکي زه تاسوته توره چائي تياره وم ځکه محترم حامد صاحب

شنه چائي او نور مشروبات تيارکړي وؤ
خداي دي وکړي چه په مينه ئي قبول کړے

[img:35e6e8f4c0]http://www.al-forquan.com/up/upfiles/KrS03504.gif[/img:35e6e8f4c0]

او ورسره داده يو پښتني ميني تحفه

[img:35e6e8f4c0]http://www.al-forquan.com/up/upfiles/R6g04203.jpg[/img:35e6e8f4c0]

په درنښت


باتور
06.03.2009

ابو اسيده وروه دا ستا چای خو د حامد خان تر چای لا خوندور ده، هم تور ده هم تود .

که همېش داسي ښه ښکلي د وروري فضا وي، نو پخواني انډيوالان به يو په بل پسې حجرې ته را داخلېږي.

دا هم بايد هېر نه کړو چي نوي دوستان هم (ماشاالله ) ورځ په ورځ په ډيرېدو دي او په علم، پوهه او پښتو کي تر پخوانيو ليکوالانو که لوړ نه دي کم هم نه دي . .

په درنښت


ghareebdost
06.03.2009

ګران حامدصيب!دا ګاوه ده،که شنې چايي،او که دسابقه علماکرامو دقوت باه.....؟؟؟

[color=blue:c019bb909d]-----------------------------
نه صیب ! توری اوشنی چای دی
اضحکتنی اضحک الله سنک[/color:c019bb909d]


عبد السلام
07.03.2009

واه، واه ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ! زرملوال صاحب ، او حامد صاحب! داسې داخلاصه ډکې بلنې ته به څوک ټینګ شي ! ولو که زه په کې نا بللئ هم یم دسکوت توان نه وو، هیله ده سر را ښاره کول مې وزغمﺉ ! د ( کل امرزی بال لم یبدو ببسمله )دې خدای راوبښی ،او اول سلام اوبیا کلام دې محترم حلیمی صاحب!
ډیرودرنو اوښاغلو دبحث دفوروم دوستانو ټولو ته دزړه له کومې سلامونه او درناوﺉ وړاندې کوم:ورنو! بحثونه مو په پوره شوق سره لولم ولی د ژوندانه دنورو سرګردانیو په علت دبرخې اخیستلو وخت موندل کله ګران شی. زه یقین لرم دنورو دوستانو هم همدا دلیل دﺉ . او ریدلې مې دي نوروته تغیر ورکول دځانه پیل کیږي، پرته له هغې که څوک په دې دلیل چې لیکنې یې د نورو د مخالفت سره مخامخ کیږی په بحثونو کې برخه نه اخلي ، دلیل یې دمنلو ندﺉ. تاسو ټول دې خدای سرلوړی اوبریالي لري چې په خپلو لیکنو مو بحثونه ژوندی ساتلی، زه به هم کله ناکله سر خوږﺉ درکوم .
په درنښت


باتور
07.03.2009

ټولو ته سلام او احترام !

ښاغلي هېښ د شوروا غوښتنه کړي وه، زه هم نن له سهاره تر اوسه پې اخته وم او اوس يې دده په شمول ټولو ته وړاندي کوم . .

ټولو ته ښه اشتها غواړم !

[img:011263e3a9]http://www.ayeshaonline.com/wp-content/uploads/2008/08/100_4142.jpg[/img:011263e3a9]

[img:011263e3a9]http://www.srilankanrecipe.com/wp-content/uploads/2008/03/tomatosalad.jpg[/img:011263e3a9]

[img:011263e3a9]http://www.kabul-restaurant.com/Ghabuli_gr.jpg[/img:011263e3a9]

[img:011263e3a9]http://www.effilee.de/images/articles/wassermelone.jpg[/img:011263e3a9]

په درنښت


و.افغان
07.03.2009

دروند ورور باتور صاحب :
ډیره ښکلی شوروا دی برابره کړیده، او سلاته هم راته ډیر مزده داره وطنۍ ښکاري، خو
چې مچ می پری له پاسه ولیده زړه می بد شو. :lol: :lol: :lol:

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more