د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

په مسينجر کښې ستونزې

N.Intezar
17.03.2009

د هر څه نه مخکښې سلامونه او نيکې هيلې ټولو هيوادوالو ته وړاندې کووم الله ج دې وکړې چې د خوښې احساس کوې ٠

ورونو د تيرو څو ورځو راهيسې په Yahoo او Windows live مسينجر کې کوښښ کوم چې خپل Email پاڼه وګورم خو په دواړو پورته يادو شوو ستونزو نه يم برلاسې شوې غواړم دواړه ستونزې بيلې بيلې وښايم ٠
1. Yahoo Messenger : په دې مسينجر کې ستونزه څه په دې ډول ده کله چې ايمل ادرس او پاسورډ وليکم نو د enter نه لږ څه وروسته ليکې مهربانې وکړه ID بيا داخل کړه او يا ګوندې پاسورډ دې ناسم وې بايد يادونه وکړم چې پاسورډ روغ رمټ دې او پټه دې پاتې نه وې چې دا ستونزه يوازې په يو څو ادرسونو کې ده او بل دغه دوه ادرسونه چې نه خلاصيږې اکثره وخت به په يو کمپيوټر کې په عين وخت کې خلاص وول٠
2. Windows live messenger : او په دې مسينجر کې ستونزه څه په دې ډول ده کله چې ايمل ادرس او پاسورډ وليکم نو د enter نه لږ څه وروسته ليکې ته نشې کولاې چې مسينجر ته داخل شې خپل د نيټ ارتباط دې وګوره شايد د نيټ سره دې رابطه قطعه شوې وې ٠ خو زه وايم چې په دې وخت کې نيټ روغ جوړ وي ارتباط يې هم نه وې قطعه ٠

ګرانوورونو! دغو ستونزو يو څه سر خوږې راته پيدا کړې مهربانې به مو وي که خپل نظرونه راسره شريک کړې٠

د هيواد دنيکمرغې او ازادې په هيله

ستاسو انتظار


په ميسنجر کې ستونزه

داودحقمل
21.03.2009

نيازوالي وروره له هر څه نه د مخه خپل سلامونه او نيکې هيلې د ستا په حضور کې وړاندې کوم.
ورسته له د ګرانه د ستا د مشکل په اړه بشپړ معلومات نه شم درکولي خو دومره ويلی شم چه د ميسنجر سافټ وير د له سره ډاونلوډ او نصب (instal ) کړه ځکه چه کله چه يو سافټ وير ډير استعمال شي نو دغسې پېښې پکې رامنځ ته کيږي.
د ستا د کاميابی په هيله
داود حقمل


N.Intezar
21.03.2009

محترم وروره داود حقمل صيب په سلامونو دې لمانځم او دځواب څخه مو يوه نړۍ مننه .
محترمه ! دستونزې له پيل نه مې دغه ستاسو تجربه پرې څو ځل تکرار کړه خو ستونزه به د تير په شان وه او په پاې کې مې Internet Explorer بيا Download او Reinstall کړ چېYahoo Messenger ستونزه يو څه حل شوه خو کله کله دغه ستونزه د تير په شان تکرارې شې او رښتيا د Windows Live messenger خو هم هغه د تير په شان ده.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more