د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

دبواسیرو یا مواسیر و علاج

خیریوسی
01.10.2007

دبواسیرو یا مواسیر و علاج
*پیاز :
پیاز په پړوندو کی پوخ کړی سپین یې کړی پوخ سوی پیاز ښه وکوټۍ لږ دزیتون تیل وسره ګډ کړی بواسیر دورځی یوځله په غوړ یږی
*بانجن هم دبواسیرو دپاره ګټور دی تازه بانجڼ وکوټۍ او بواسیر په غوړ یږی
*یوه دانه کیله پر منځ دوه ځایه کړی او په بخار سره یې دپوستکی سره پخه کړی نیمه سهار او نیمه ماښام خوړل کیږی
*د انځر پاڼی
دری دانی دانځر پاڼی په یو لیټر اوبو کی وایشوی په ایشول سوو اوبو بواسیر دوه ځله دورځی پریولل کیږی اویادی رنځور په اوبو کی کښینی دوی دانی تازه انځر هم سهاره په تشه خوا خوړل کیږی
مړغونی :
یوه دانه شنه مرغونی چی پخه نه وی څلور ټوټې کړی او هره ټوټه یو ځله په بواسیرو پوری موښل کیږی

ګل بابونه :
لږ څه دبابونه ګل په نیم ګیلاس دزیتون په تیلو کی واچوی او پر اوریې یې کښیږدی تر څو دبابونه ګل وسوځی چی بابونه ګل داسی سی لکه سکور صاف یې کړی
بیا دغه جوړ سوی درمل دورځی دوه ځله استعمالیږی تر درمل دمخه باید مقعده په تودو اوبو پریولل سی
په درناوی


دبواسیر علاج په شات او زیتون سره

خیریوسی
15.11.2007

دبواسیر علاج په شات او زیتون سره
سهار په تشه خوا اول دوی کاچوغې دصدر شات خوړل کیږی وروسته دری کاچوغی دزیتون تیل څښل کیږی دیوه ساعت دپاره به هیڅ شئ نه خوری
دا علاج به څلویښت ورځې استعمالوی

په درناوی


خیریوسی
24.07.2008

خونی بواسیر او علاج یې :

حیادی وی بخښه غواړم
هغه بواسیر چې موږ خونی بواسیر ورته وایو او یایې کولمه بهرته راوتلی وی
1- یوه کاچوغه توری دانی ( سیا دانه )
2- په هغه اندازه (یوه کاچوغه پراپین )
3- یوه کاچوغه دنعناع تیل
کړنلاره :
توری دانی میده کړی پراپین او دنعناع تیل په ګډ کړی ښه یې سره ولړی دوی ورځی یې داسی کښیږدی چې خمیر سی ماښام دنوموړی مخلوط څخه یو کپسول جوړ یږی او په مقعده کی ايښودل کیږی
تر سمیدلو وروسته پاته سوی مخلوط باید وساتل یوه میاشت وروسته دوه دری ځله بیا استعمال سی
نوموړی نسخه ما دهغه چا څخه رانقل کړیده چې دعملیات دپاره اماده ؤ دپورتنی درمل سره روغ رمټ سو

نوټ : نوموړی درمل لږ تیز دی کیدای شی چې رنځور څه په تکلیف کړی


خیریوسی
26.02.2009

ورڼو السلام علیکم
یوورور چې چې یوه اونۍ مخکی یې دبواسیرو څخه شکایت کاوه فعلا دوا یې هم خوړله ویل چې څه ګټه یې نه ده کړی وهغه ته ما یوه نسخه وروښووله نن هغه سړی راسره مخامخ سو ډیر خوشحاله ؤ ویل زما ناروغي جوړه شوه زه ستا نیکی څنګه در ادا کړم وتاته څه درکړم ما ورته ویل بس دعا کوه زړه مې وغوښته چې ولوستنکی ځنی خبر کړم نسخه په لاندی ډول ده

پنځه کاچوغي ګل بابونه په 4ـ 5 لیټره اوبو کې وایشوئ کله چې داوبو ګرمایښت دومره شی چې سړۍ نه سوځی ناروغ لس دقیقی پکشي کښینی دورځی دوه ځله
بس دری څلور ورځی انشاء الله ناروغي به یې ښه شی 20 ـ 25 وروسته دی بیا دا کار دوی دری ورځی یو ځله وکړی
په درناوی


ډوکتر څپاند
03.03.2009

بياهم سلامونه،

د بواسیرو په علاج کی دری ټکي مهم دي :
 اول داچه دقبضيت مخنيوي او معالجه وشي٠
دويم لکه څنګه چه تاسو فرمايلي،دورځی دوه ځله،دتودو اوبو په يو ظرف کی
د٢٠ دقيقو لپاه ناسته ،اودريمدبواسیرو دملهم(مرحم) نه استفاده کول دي٠
 ديادولو وړ ده،چه که بواسير پدی ساده توګه مخ په ښه کيدو نشي او دويني
ضايعات يا دردونه زيات شی نو لازمه ده چه عمومی جراحی دمتخصص نظر
واخستل شی٠ځکه چه کله ناکله،دبوسیر علاج ،دجراحی عمل ته ضرورت 
پيدا کوی اوکله هم ځينی خطرناکه ناروغی،دبواسيرو تر نامه لاندی،په غلطه
تشخيص شي چه ناروغ ته بد عواقب لرلی شي٠


خیریوسی
03.03.2009

محترم ډاکتر فرید بیصدا صاحب سلام علیکم
دروغتیا وخونی ته د ښه راغلا ست وایو
موږ ستاسو طبی لارښونو ته زیاته اړتیا لرو که څه هم تاسو شپه او ورځ دناروغانو په درملنه بوخت یاست بیا هم که په اونۍ کی لس دقیقی دخپل وخت څخه وبیوزلی هیوادوالو ته څه ولیکئ ستاسو ثواب به نور هم زیات شی ځکه چې دهر ناروغ درد دوا کیږی نو ضرور به هغه او هغه ددوستان ستاسو دپاره درب سبحان وتعالی له دربار څخه ستاسو دپاره څه غواړی
کورموودان
مینه اومننه


ډوکتر څپاند
08.03.2009

ستاسو پوښتنئ او ځما کوښښ،انشالله٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more