د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

وږه(Allins) اومالګه دوینې پر فشار څومره اغیزه لري ؟

خیریوسی
28.11.2005

ګرانو لوستونکو په خوراکي موادو کی دمالګې استعمال ضروروري دی، ليکن څومره اندازه مالګه باید په خوراکي موادو کې وخوړل شي ؟
مینه مننه
ابو محمود


خیریوسی
28.11.2005

محترم وروره دربار صاحب سلام عرض کوم
ما چی په انځور کی دزړه حرکت ولیدی نو داسوال راته پیداسو

عفواٌ : زه مخکني سوال داسی مطرح کوم
په خوراکي موادو کی مالګه همیشه استعمالوو بیله مالګی ډوډې هیڅ خوند نه لری او دماګی ډیر خوراک دوینی يشار جګوی
څونه اندازه مالګه باید په خوراکی موادو کی وخوړل سی؟
د ډیری مالګی خوړل ضرر څه دی ؟
د وږي دخوراک فایدي څه دی ؟

مینه مننه

ابومحمود


خیریوسی
18.01.2006

كركديه ګل (غجر) Hibiscus دویني فشار کموی

كركديه (غجر) Hibiscus شاید چی په پښتو نوم ونه لری سور رنګ لری تریو خوند لری په مصر وسودان کی کرل کیږی
خلګ یې دګرمې په موسم دشربتو پر ځای هم استعمالوی ډیر ښه خوند لری
کرکدیه دوینې فشار کموي او دوینې تګ په رګو کی ګړندې کوی ډوډی هضموې او روماتیږمې دردونه کموی کرکدیه په ویټامین C غنی ده

دکرکدیه استعمال :
کرکدی په اوبو کی ایشول کیږی بیا یخ او تاوده چښل کیږی یخ یې ډیر ښه خوند کوی بوره دضرورت په اندازه ور اچول کیږی
دوینې دفشار ټیټوالي دپاره ډیر مفید دی انشاء الله څه ضرر هم نه لری

هغه خلګ چی دوینی فشار یې ټیټ وی هغه دی یې نه استعمالوی


خیریوسی
01.03.2009

هغه بله ورځ د یو ې سپین سری وپوښتنی ته ورغلم دماغ یې ډیر خراب ؤ
نژدی ؤ چې .څه راته ووایې زه پوه سوم چې فشار یې جګ شوی دی
لاس چې مې یې پلاس کې ونیوي په رشتیا چې فشار یې بیخی جګ شوی ؤ
که څه هم زه په دې چارو نه پوهیږم هک فک سوم چې اوس څه وکړم بس ناببره مې پر خوله راغله
سترګې توری کې نوراسی موږ خوران دکاره باسی
سپین سری په خندا شوهډیر یې وخندل ما یې لاس هم هغه شانتی په لاس کې نیولی ؤ لکه پر اور چې اوبه واچوی اور مړ شی داسی دسپین سری فشار وخپل حالت ته راغلی
ورڼو دا خبره مې تر دی ولیکل چې پوهان دلږ څخه ډیرڅه فهموی
په درناوی


ډوکتر څپاند
03.03.2009

محترم داکټر صيب او دباتور صيب په کابينئ کی دروغتيا وزير،سلامونه !

دډيری مالګی مصرف دويني دفشار دلوړتياسره سيخ اړين دی٠
په غربی نړۍ کی رواج دادی چه په خوراکي توکو کی،دمالګی ورزياتول،لازم
نه ګڼل کيږي٠دليل داچه،دخوړو په توکو کی،دانسان د وجود دضرورت په اندازه
په طبيعي ډول مالګه موجوده وي،خوسره ددی هم،ځينی خلک،دخولی دخوند
په خاطر، په انګولي که مالګه اچوی٠ دا کړنه دطب دعلم له نظره ښه کار ندی
دا ځکه چه دزياتی مالګي استعمال دفشار د لوړ والي نه بغير،دبډوډو اود زړه
دناروغيو سبب هم کيدای شي٠
داږی يا هوګی (په دري ژبه ورته سير ويل کيږی) خوراک،چه يوه بدبويه نبات
 دی،دلمړيو ٣ مياشتو په موده کی د وينی فشار لږ څه راټيټ کاندی،خو
متاسفانه،داوږدی مودی مصرف،د وينی په فشار تاثير نلري٠
البته ستاسو دنظر په تايد بايد وليکم چه غم،غوسه دفشار د زياتيدو سبب
ګرځي٠

په درناوی،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more