د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

په كمپيوټر كښې مې دا وايرسونه اوسيږي

Rahmat spesalai
25.08.2008

درنو لوستونكو ترهرځه د مخه مو د مينې په سلامونو لمانځم

او وروسته خو تاسو هم لږ مرسته وكړئ

درنو لوستونكو په كمپيوتر كښې مې ګڼ شميروايرسونه په بې غم زړه ځاى پر ځاى شوي دي. چې د زيات شمير انتي وايرسونو پرې چندانې زور نه رسيږي .
زيات شمير انتي وايرسونه مې د وايروسوسره د مقابلې كول په موخه په كمپيوټر كښې ځاى ير ځاى كړل . خو د مقابلې كولو خونده يې نه وه .

دا انتي وايرسونه Kaspersky ,NOD32 ،Avira ,Avast په نومونو سره وو. چې له انتر نيت نه مې ښكته كول ، ځينوخو يې د انترنيت نه د ښكته كولو وروسته په كمپيوتر كښې د ځاى پر ځاى كيدو په وخت كښې خپلې پښې ټينګې كړلې په كمپيوتر كښې له نصب كيدو څخه يې ډه ډه وكړه ، دې انتي وايروس به د انسټاليشن په وخت كښې ځواب وركولو چې ځينې فايلونه يې (Corrupt) زما په اصلاح سنګګ شوي وو. او څواب يې دا وو چې نوې تازه كاپي له انترنيت نه ښكته كړۍ. خو تازه كاپي په انترنيت راته معلومه نه وه
خو ځينو نورويې د Update كيدو اړتيا درلوده . چې وايرسونو د انتي وايروس دUpdate كيدو مخنيوى كولو.

نور به خپله كيسه درته نه اوږدوم ، سيده د يو انځور په مټ په كمپيوتر كښې ځاى په ځاى شوي وايرسونه در پيژنم ، لاندې انځور د كمپيوتر د يو ډراوى انځور دي چې زه خپل معلومات پكښې ساتم . په انځوركښې روښانه شوي فايلونه او فلډر زما په نظر هغه وايرسونه دي چې زه يې تردې ځايه رارسولى يم . تاسوسې وګوري . دا هغه انځور دي چې زه د نيرو neroپروګرام له لارې د فايلونو د علاوه كولو لپاره Drive ته تللى يم داصلي فايلونو ترځنګ چې خپله ما په ډراوى كښې ايښي دي دا نور رواښانه شوي فايلونو اوفلډر ي چې ويروسونه يې ګڼم هم را ځرګند شوي دي.
دا بايد هم ووايم كه دماى كمپيوتر له لارې نوموړى ډراوى را خلاصه وم نو دا روښانه شوي فايلونه او فلډر نه راځرګنديږي.

[img:1f5904bc25]http://www.tolafghan.com/stuff/images/afy/virus_in_computer.jpg[/img:1f5904bc25]

يادونه: د Kaspersky انتي وايروس لاندې چې ما كومه پوښتنه كړې وه . او ښاغلي احمد ولي ځوابي ليكنه ورته كړې وه مننه ورنه كوم ،خو له ماسره windows 98 سي ډي موجوده نه وه چې ما هغه لاره تعقيب كړې واى .پټه دې نه وي چې د لسو شاه وخوا د windows xp سيډيانې لرم خو يوه يې هم په كمپيوتر كښې سم كار نه كوي ( نه نصبيږي) كيداى شي ځينې فايلونه به يې خراب شوي وي.

مينه مننه

رحمت پيتاوال

http://www.tolafghan.com/petawona

http://www.afghanaguniv.org


محمد احمد حمي
21.02.2009

رحمت صاحب !
سلامونه
دا لاندي وايرسونه دي او نور نه دي وايرسونه

83fg.com
mnl6on3.com
n.com


شمشاد شينواری
03.03.2009

رحمت خانه، بلکل همدغه وايروسونه دي، خو زه يوه خبره هغه کسانو ته کوم چې Flash استعمالوي.
١- کله چې فلش په کمپيوټر کې ږدي، نو له ټولو څخه لومړي بايد تاسو ډرايف راساً خلاص نه کړي، بلکې Run ته ولاړ شې او هلته د ډريف نوم او سمي کالم ورکړي. په دي ډول (:E)

٢- بل دا چې کله کوم فولډر خلاصوي نو اول بايد هغې فولډر Properties ته ولاړ شي. هلته که چيري د Type په برخه کې Application ليکل شوي و، نو وايروس دي[size=24:9e5ab79bf5]*[/size:9e5ab79bf5]، او که چيري File Folder ليکل شوي و، نو بيا کوم خطر نشته.

* بيا دغه فولډر Delete کړي، تر څو په غلطۍ که يې چيرته خلاص نه کړي، د دي فولډر خلاصولو سره به ستاسو ټول کمپيوټر کې ويروس خپور شي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more