د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

مرسته غواړم

هیښ
18.01.2009

سلامونه
زه ديوه لوئ مشکل سر ه مخامخ يم او هغه داچه دپښتو فونټونه مي دټول افغان اوبينوا ويب پاڼو نه خپل کمپيوتر ته ښکته کړي دي ،اوس چه کله په ټول افغان کې مستقيما ليکنه کوم نوځنې حرفونه نه پيژني او د؟علامه ليکي .که په
وينډوز ورد کې پښتو ليکنه کوم ،حرفونه ټول پيژني مګر کله چه خالي يعنې دفاصلې تکمه ووهم او يا نوئ پاراګراف شروع کوم ټول متن مې ګډوډ شي او جملې هم دافادي نه ولويږي ،ټوله خواري دليکلو مې عبث ولاړه شي او اعصاب مې دومره خراب کړي چه ياخپل سر مات کړم اويا کمپيوتر ،خو په يوه کې مې دژوند تاوان دئ او په بل کې مې دپيسو .تاسو راته يوه لاره وښيئ چه څه وکړم ؟
بل خو دخدائ پاک تاسو کمپيوتر پوهانو ته هم انصاف درکړي ،چه ديوه سټندرد ليکدړې په ځائ مو څو کيبوردونه جوړ کړي ،چه يودبل سره توپير لري .داسې ښکاري چه دا بي اتفاقي زموږ پښتنو ازلي برخه ده ،هلته مو دپښتو املااو انشا او ګرامر ذره راوچووله او دلته ستاسو ليک دړو په عصبي ناروغئ اخته کړم .
بايد يادونه وکړم چه په کمپيوتر کې مې د وينډوز اکس پې پروګرام ثيت دئ .
ستاسو ديوې لنډې او بې بيې مشورې په هيله .

مننه


غورځنګ ghorzang
20.01.2009

سلامونه هېښ ګله!
وروره ستا د ليکنې لوستل چې مې پيل کړل نو زه هم وډار شوم چې د يادې شوې ستونزې له امله په عصبي ناروغۍ اخته شوى نه يې!!!
خو کله چې پوه شوم چې د ژوند او پيسو تاوان پېژنې نو ډاډه شوم چې سړى روغ دى او چې کله مې د بې بيې مشورې خبره واورېده نو زيرکتيا ته دې هم تسليم شوم.
ظالمه! نن وخت کې هم څوک چا ته بې بيه مشوره ورکوي؟
خو ځه خير زه به صرف دومره درته ووايم چې يواځې ايکس في وينډوز انسټالول ستا ستونزه نشي حل کولى. له ټولو نه ښه خبره داده چې په خپل سيستم کې ايشيا سافټ پروګرام انسټال کړې.
هيله ده چې په دې ډول دې ستونزه حل او سر و مال دواړه دې له خطره بچ شي.


هیښ
20.01.2009

ښاغلئ غورځنګ !

سلامونه او نيکې هيلې؛
ستاسې دځواب نه ډيره مننه ،ليکن ستونزه په خپل حال پاته ده ،ځکه ستا مشوره داسې مثال لري چه يوڅوک دتندې له لاسه نارې وهي او ته ورته وايي چه اوبه وچښه ،مشکل به دحل شي اوداوبو دلاسته راوړلو لاره نه ورښئي.
اوس دا ايشيا سافټ پروګرام له کومه کړم چه انسټال يي کړم ،دغه چل هم راوښيه نوبيا به دمنم چه رښتيا هم زما دعصبي ناروغئ په اخته کيدو خفه کيږې.
دپيسو نه خوبه لافې نه درته کوم ،خو دزړ ه داخلاصه به درته پريمانه دعاګانې وکړم ،چه هر ځائ يي ګرمه ډوډئ او يخې اوبه د په نصيب شه .

مننه


Helmand.M
07.02.2009

http://www.liwal.com/


محمد احمد حمي
11.02.2009

هيښ جانه ، پر ما ګرانه ، غورځنګ ، او هلمند صاحب درو واړو ته
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
هيښ صاحب څه دي په ډيرو خبرو سر خوږوم ، لنډه دا چي لاندي ښووني عملي كړه ان شاء الله چي لانجه به دي ختمه شي :

۱. دلاندي راپيډ شير rapidshare پاڼې څخه يو كوچنى ټول Tool چي پښتو فونټونه او كي بورډ پكي نغښتي دى، كمپيوټر ته دركښته كړه:
http://rapidshare.com/files/196727704/Pashto_KBD.DLL_setup.zip.html
كيدى شي دراپيډ شير څخه په ډاونلوډ كولو باندي عادي يې ، كه نه يې نو :
كله چي دي پر لوړه كرښه كليك وكړ او نوي پاڼه درته خلاصه شوه نو دلږ غوندي صبر كولو څخه وروسته به دوي بټني درته ښكاره شي ، پر يوه باندي free user او پر بل باندي premium user ليكلي دى ، ته به د free user پر بټن باندي كليك وكړي بيا به دثانيو شمېر شروع شي كله چي هغه ختم شي نوبيا دDownload پر بټن باندي كليك وكړه ، اوپه دې سره به دي كمپيوټر ته دركښته كېدل شروع شي .

2. كله چي دي لوړ فائل خپل كمپيوټر ته دركښته كړئ نو ديو عادي پروګرام په شكل يې انسټال كړه .

3. اوس كنټرول پينل ته ولاړ شه هلته د Regional and Language Options په نامه آيكن باندي كليك وكړه ، نو يوه كړكۍ به درته خلاصه شي چي په سركي يې درې بټني دي دمابينځ بټن يې ووهه ، هوري بيا د Details په نامه بله بټن وجود لري هغه ووهه ، په ورپسي كړكۍ د Add په نامه بټن ووهه ، بيا به درته يوه كوچنۍ كړكۍ دوې خاني لرونكي خلاصه شي ، په لومړۍ خانه كي په كلك كولو سره يو اوږد لسټ درته را خلاصيږي ، په هغه كي پر Arabic (Saudi Arabia) باندي ماؤس كليك كړه ، په دوهمه خانه كي په كليك كولو سره هم اوږد لسټ درته را خلاصيږي ، په هغه كي پر Pashto باندي كليك وكړه ، بيا نو ټولي خلاصي كړكۍ د OK بټن په كليك كولو سره بندي كړه .
بس اوس دي په كمپيوټر كي پښتو انسټال شوه په ټولو پروګرامونو كي پښتو ليكلاى شي .

كه بيا هم ستونزه درته پېښه شوه ويې ليكه ، كه خداى كول حل به يې درته وليكو .


هیښ
12.02.2009

ښاغلئ محمد احمد حميم صاحب سلامونه او احترامونه !

هيله ده چه په خپل شخصي او اجتماعي ژوند کې بريالئ واوسې .

لکه چه تاسو مهرباني کړی وه همغسې مې وکړ ل .
دadd نه وروسته په اوله خانه کې مې په سعودي اربيه باندې په موږک زور ورکړ ،مګر په دوهمه خانه کې د pashto نوم نشته ،نوری ټولې ژبې شته لکه فارسي او په سر کې afghan ليکل شوي دي .په هغه مې هم ازموينه وکړه مګر نتيجه يي ورنه کړه .دا اوس چه تاته ليکنه کوم په ډيرو ځايو کې دموږ ک نه کاراخلم .مشکل په خپل حال پاته دئ .يوه خبره بله هم بايد درته وکړم چه د وينډو اکس پې سره کوم بل پروګرام ته هم دپښتو دليکلو دپاره ضرورت شته او که نه .ځکه زما په کمپيوتر کې يوازې وينډو اکس پې ثبت دئ نورڅه په کې نشته .
په لوئ خدائ پاک دسپارم

مننه


و.افغان
13.02.2009

[quote:9c14ff2ba0="هیښ"]ښاغلئ محمد احمد حميم صاحب سلامونه او احترامونه !

هيله ده چه په خپل شخصي او اجتماعي ژوند کې بريالئ واوسې .

لکه چه تاسو مهرباني کړی وه همغسې مې وکړ ل .
دadd نه وروسته په اوله خانه کې مې په سعودي اربيه باندې په موږک زور ورکړ ،مګر په دوهمه خانه کې د pashto نوم نشته ،نوری ټولې ژبې شته لکه فارسي او په سر کې afghan ليکل شوي دي .په هغه مې هم ازموينه وکړه مګر نتيجه يي ورنه کړه .دا اوس چه تاته ليکنه کوم په ډيرو ځايو کې دموږ ک نه کاراخلم .مشکل په خپل حال پاته دئ .يوه خبره بله هم بايد درته وکړم چه د وينډو اکس پې سره کوم بل پروګرام ته هم دپښتو دليکلو دپاره ضرورت شته او که نه .ځکه زما په کمپيوتر کې يوازې وينډو اکس پې ثبت دئ نورڅه په کې نشته .
په لوئ خدائ پاک دسپارم

مننه[/quote:9c14ff2ba0]

محترم ورور هيښ صاحب:
کله چې کمپيوټر فارمټ شي، نو داسې څه ليونتوب کوي، هډو دپښتو ژبه اخلي، ځکه
خو په کنټرول پینل کې دژبو په جدول کې هم نه ښکاري، نو که ستاسو دا ستونځه وي
نو دې وخت کې حل دادی، چې کمپيوټر يو بل تياروونکې پروګرام ته اړتيا لري، هغه
تاسو کمپيوټر ته ښکته کړئ، لوډ يي کړئ، او بيا دپښتو پروګرام دوباره کمپيوټر ته ښکته کړۍ، عربي ژبه اختيار کړۍ، او دعربي ژبې لاندې بيا دپښتو کیبورډ اختيار کړئ.

مساعد پروګرام دادی:
http://larawbar.com/data/download/font/pa_win_xp_files.exe

دا لاندينئ پاڼه وګورئ، ډیر کومک به درسره وکړي:
http://www.larawbar.net/data/download/font/pa_xp_installing_info.php

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more